له طالبانو څخه د ښځو د حقونو د مراعاتولو غوښتنه
(last modified Mon, 03 Jul 2023 09:13:59 GMT )
Jul 03, 2023 13:43 Asia/Kabul
  • له طالبانو څخه د ښځو د حقونو د مراعاتولو غوښتنه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې له طالبانو څخه د ښځو د حقونو د مراعاتولو غوښتنې تر عنوان لاندې له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د جرمني، فرانسې، اندونیزیا، لیخټین شټاین، منګولیا او سویلي افریقا د شپږو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، د منګولیا په پلازمېنه اولانباتور کې په یوه غونډه کې پر افغان مېرمنو د طالبانو د بندیزونو د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

د دې غونډې په اعلاميه کې په افغانستان کې د ښځو پر بشپړ، برابر، جدي او خوندي ونډې ټينګار شوى دى. په دې ناسته کې همدارنګه له طالبانو څخه غوښتل شوي، چې ژر تر ژره د هغو سیاستونو او کړنو څخه لاس واخلي، کوم چې ښځې له خپلو لومړنیو حقونو لکه د زده کړو او کار له حق، د تګ راتګ د آزادۍ له حق او په عامه ژوند کې د جدي ګډون له حق څخه محروموي. د اولان باتور په غونډه کې د شپږو ګډون کوونکو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، همدارنګه له ټولو نورو سازمانونو او هېوادونو څخه وغوښتل، چې د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ او له خپل نفوذ څخه په استفادې، د افغان مېرمنو پر وړاندې د طالبانو سختې تګلارې لغوه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې لوېدیځو هېوادونو په ځانګړې توګه د ایران اسلامي جمهوریت، طالبانو ته یادونه کړې چې د اسلام د لارښوونو له مخې، ښځې او نجونې د زده کړو حق لري او اسلام هېڅکله هم ښځې او نجونې له زده کړو منع کړي نه دي. که څه هم شونې ده چې د اسلامي لارښوونو او فقهې پر بنسټ، د نجونو د زده کړې او محتوا په اړه ځانګړي قوانین موجود وي، مګر دا په دې معنا نه ده، چې ښځې او نجونې له کار او زده کړو څخه منع کړي.

د سیاسي چارو کارپوه مولوي مفلح په دې اړه وايي: اسلام د انسانانو د پرمختګ لپاره تر ټولو پرمختللي احکام او قوانین وړاندې کړي او خدای تعالی په قرآن کریم کې د مسلمانانو پر زده کړو او پرمختګ ټینګار کړی، نو د ځینو قوانینو په تصویبولو سره هغه څه چې د اصلي اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې وي، باید د اسلام په نوم ونه تړل شي، ځکه چې دا په نړۍ کې د مسلمانانو او اسلامي قوانینو غلط انځور وړاندې کوي، کوم چې له اسلامي دودونو او لارښوونو سره هېڅ تړاو نه لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي "آنتونیو ګوترش" د دې ادارې د ښځو د وضعیت د کمیسیون په پرانیستونکې غونډه کې ویلي وو، د افغانستان په څېر هېوادونو کې د ښځو د حقونو په برخه کې د پرمختګ په له منځه تلو سره، چې پکې ښځې او نجونې په حقیقت کې له عامه ژوند څخه لېرې شوي، دوی د جنسیت له برابرۍ څخه نور هم لېرې کېږي. که څه هم طالبان دا ډول نظر ردوي، خو په هر صورت، هغه انځور چې په ښوونیزو مرکزونو کې د ښځو د حضور او د ښځو د کارموندنې په برخه کې د طالبانو چلند او کړنه وړاندې کوي، یقیناً دا هغه انځور نه دی، چې نړیواله ټولنه له دې پرته بل انځور په ذهن کې ولري، ځکه چې په افغانستان کې د ښځو د زده کړې د مسلې په اړه ټول کارونه په رسمي ډول د طالبانو له خوا ترسره شوي دي.

تېر کال د طالبانو د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت، د افغانستان پوهنتونونو او د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسو ته د یوه لیک په لېږلو سره، د ۱۴۰۲ کال د کانکور په آزموینه کې د نجونو نوم لیکنه منعه اعلان کړه. د دې تګلارې له مخې، د افغانستان پوهنتونونه او د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې باید ښځینه زده کړیالانې جذب نه کړي.

دا په دې مانا ده چې په رسمي توګه نجونې له لوړو زده کړو څخه منع کوي، حال دا چې د افغانستان ټولنه د دغه هېواد د پوهنتونونو د فارغانو خدمتونو ته سخته اړتیا لري. په همدې حال کې د طالبانو د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب د ډسمبر په ۲۴مه اعلان وکړ، چې په افغانستان کې په سیمه ایزو او نړیوالو غیردولتي مؤسسو کې د ښځو ګمارنې تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوي دي او دا په دې معنی ده چې ښځې په بشپړ ډول له کار څخه منع دي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ډېری ښځې د خپلې کورنۍ سرپرستي کوي.

د افغانستان د چارو کارپوه "امين فرجاد" په دې اړه وايي: "طالبان ادعا کوي چې د خپلې خوښې فقهي معيارونو پر بنسټ، د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار کولو بنديزونه لګوي، که څه هم د طالبانو وياند په دې وروستيو کې ادعا کړې چې د مخنيوي اصلي لامل يې، د نجونو لپاره د زده کړو محتوا له شپږم ټولګي څخه پورته د تېر حکومت پایله ده، چې طالبان یې د سمون او اصلاح هڅه کوي. په ورته وخت کې، د نجونو د زده کړې او د ښځو پر کار کولو بندیز په هره پلمه چې وي، د طالبانو انځور په کورنۍ او نړیواله کچه خراب کړی دی.

په نړیواله برخه کې د ملګرو ملتونو د چارواکو له لوري ګواښونه راپورته شوي، داسې چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي اعلان کړی، چې که د افغان ښځو پر کار بندیز دوام وکړي، د ملګرو ملتونو له مرستو به د افغانستان لاس لنډ شي. له دې سره، د ښوونیزو ناستو له نظره، طالبان کولای شي د افغانستان د تعلیمي جوړښت او محتوا د پیاوړتیا په برخه کې، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له مرستو کار واخلي.

په دې تړاو د افغانستان د ښوونکو د روزنې په برخه کې د ايران له اسلامي جمهوريت څخه د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د ښوونې او روزنې د مشر غوښتنه، د پام وړ ده. د افغانستان د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو د وزارت د ښوونې او روزنې مشر "نظر محمد عرفان" تهران ته په سفر او د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د کتنې په ترڅ کې، د ایران له حکومت څخه وغوښتل، چې  د افغانستان د ښوونیزو مؤسسو د استادانو او د دفترونو د کارکوونکو د زړه کړو په برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي په دغه سفر کې د ایران د اسلامي جمهوریت له ښوونیزو او ډیپلوماتیکو چارواکو سره په کتنه کې، په افغانستان کې د لوړو زده کړو په برخه کې د پرمختګونو او همکاریو زمینه وڅېړله او ټینګار یې وکړ چې په دې برخه کې د پخوا په پرتله د ایران لپاره د همکارۍ ډېره زمینه برابره ده. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وړاندې هم اعلان کړی وو چې دغه هېواد د ساینس او د پوهنتونونو د پرمختګ په برخه کې د ایران همکارۍ ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران اسلامي جمهوریت له دې وړاندې هم، په هر اړخیزو ښوونیزو ملګرتیاوو په تېره بیا د نجونو د زده کړو په برخه کې ټینګار کړی وو. د ایران د اسلامي جمهوریت له نظره، آنلاین زده کړې چې په ایران کې په تېره بیا د کرونا په وخت کې یوه کامیابه تجربه ګڼل کېږي او د نجونو د زده کړو د دوام لپاره یوه مناسبه لاره ده. په همدې حال کې، د ایران په اسلامي جمهوریت کې د پیام نور پوهنتون د لېرې زده کړو د پوهنتون په توګه هم، د ښوونیزو معیارونو په چوکاټ کې یوه بریالۍ تجربه ده، چې د نجونو د زده کړې په برخه کې د افغانستان د ستونزې په حل کې مرسته کولای شي.

د سیاسی چارو کارپوه، سید عیسی حسیني مزاري په دې اړه وایی: په مختلفو ښوونیزو چارو کی د ایران د اسلامي جمهوریت تجربه یوه ارزښتناکه تجربه ده، چې له طالبانو سره د نجونو د زده کړو په برخه کې ډېره مرسته کولای شي، له دې سره، تهران هم هېڅکله د پوهنې په برخه کې له افغانستان څخه خپلې مرستې نه دې ګرځولې او لا هم مرستو ته چمتو دي، او دا طالبان دي چې د ایران له ښوونیزو او تحصیلي ظرفیتونو څخه باید په سمه توګه کار واخلي.

د افغان کډوالو لوڼې چې په ایران کې ژوند کوي، د ایران د اسلامي جمهوریت په ښوونیز نظام کې په هره کچه په زده کړو بوختې دي او دا د دې ښکارندویي کوي چې په هېڅ اسلامي هېواد کې د نجونو زده کړه منعه نه ده او له همدې امله افغان نجونې هم غواړي چې زده کړې وکړي او ځیني طالب مشران هم چې د دوی لوڼې په قطر، پاکستان او نورو هېوادونو کې زده کړې کوي، باید د افغان نجونو او خپلو نجونو ترمنځ تبعیض ونه کړي، ځکه چې د اسلامي حقونو له مخې، ټول مسلمانان مساوي حقوق لري او بايد له دوی سره تبعيض ونه شي.

د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار کولو دغه بندیزونه، لوېدیځو کړیو ته د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې فرصت برابروي او په ورته وخت کې په نړیواله کچه په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ رسمیت پېژندل له منځه وړي. دا په داسې حال کې ده چې په نړیواله کچه د طالبانو د واکمنۍ په رسمیت پېژندلو سره به د نړۍ په کچه د دوی ډېرې ستونزې هوارې شي. له همدې امله، افغان علماوو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د اسلام د سمو لارښوونو په نظر کې نیولو سره، د زده کړو او کارموندنې په برخه کې، د افغان نجونو او ښځو حقونه ضایع نه کړي.

ژباړه: زماني