Aug 22, 2023 07:44 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

له معظم رهبر سره د سپاهِ پاسداران د جګ پوړو چارواکو او قومندانانو کتنه

د تهران راډیو مینه والو د لمر په حضور کښې د لړۍ په ننني پروګرام کښې، د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د جګ پوړو قومندانانو او چارواکو په کتنه کښې د معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د کتنې او د هغوي د ارزښتناکو څرګندونو جاج اخلو.

*/*/*/*/*

د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته د هغه د ساتنې او حفاظت لپاره امنیتي او پوځي ډلې جوړې شوې. کومو خلکو چې د انقلاب په بریا او سانتې کښې رول درلود، د امام خمیني(رح) په لارښوونه یې د ۱۳۵۷لمریز کال په وروستیو کښې د «اسلامي انقلاب سپاهِ پاسداران» ارګان جوړ کړ.

سپاهِ پاسداران هغه وخت جوړ شو چې اسلامي انقلاب د یوشمیر ډلو له ډول ډول کورنیو دسیسو او شرارتونو سره مخامخ و کومې چې د شرق او غرب د سترو قدرتونو له خوا لارښوونه کیدې. له دې امله ورسره د جدي مقابلې ضرورت و او د دې مهم کار ذمه واري د سپاه پاسداران په اوږو واچولې شوه.

سپاه پاسداران د ضرورت سره سم په انتظامي او امنیتي برخو کښې فعالیت وکړ او ډیر مهم او هراړخیز رول یې ولوبوه تر دې چې اوس پس له ۴۳ کلونو، د یو پياوړي او اغیزناک ولسي ارګان په توګه مطرح دی.

*/*/*/*

د تیرې اونۍ په پنجشنبې یعنې د زمري میاشتې په شپږویشتمه نیټه حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د جګ پوړو قومندانانو او مسئولانو له غونډې کتنه وکړه او د سپاه د ځواکونو او د هغوي د کړچار په قدرونې او ستاینې سره یې، ځیني ټکي بیان کړل.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود په اسلامي انقلاب کښې د سپاه جوړیدل د تاریخ د سترو انقلابونو ترمینځ یوه ځانګړې ښکارنده وبلله ځکه چې د فرانسې د انقلاب یا د شوروي د بُلشویکي په شان سترو انقلابونو کښې ځینو ډلو د انقلاب د پلویانو په توګه سرونه پورته کړل چې اقدامات یې خپلسري او ویجاړوونکي وو او په اصولو یې هیڅ پابندي نه درلوده. خو سپاهِ پاسداران له اول نه یو متمرکز پلاننګ او جوړښت درلود.

دوي څرګنده کړه: مونږ له اول نه ناظر او حاضر وو، د سپاه مسائل مو لیدل، یعنې دا یوه منفرده ښکارنده وه. کسان یې د طهارت خاوندان وو، د تقوا خاوندان وو. زه نه غواړم چې مبالغه وکړم، نیمګړتیا او کمزوري په ټولو کسانو کښې شته، ځینې نیمګړتیاوې وې، کمزورۍ موجودې وې خو د قرائنو له مخې، زمونږ د هیواد په تاریخ کښې تر هغې ورځې شاید کومه پوځي ټولګه تر دې اندازه روغه او سلامته نه وه لیدل شوې، هم د انساني سلامتیا او هم د خدايي سلامتیا له نظره.

*/*/*/*/

د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په پیل کښې په څو سوه کسانو مشتمله یوه وړه ټولګه وه چې له دوو کلونو په کمه موده کښې په منظمو تشکیلاتو سره په یو پراخ پوځي سازمان بدله شوه تر دې چې وتوانیده پس له لنډې مودې یې، له پوځ سره په ملګرتیا او همکارۍ سره څو ستر او ټاکونکي عملیات ترسره کړل لکه ثامن‌الائمّه، طریق‌القدس،‌ فتح‌المبین او بیت‌المقدّس نومې عملیات یې پلان او احرا کړل.

معظم رهبر وفرمایل: یعنې یوه داسې وده، او هغو قومندانیو او عجیبه حرکتونو سره داسې بریاوې چې زما باور دا دی چې لاهم په دې دومره لیکنو سره چې مونږ یې په دې برخه کښې لرو، د مسائلو جزئیات او د کار سترتوب پوره نه دی بیا شوی. سپاه وتوانیده چې په سرشیندنو سره هم ذهني، فکري او روحي چمتووالي او هم په عملي کارونو سره د انقلاب د پوځي دفاع ستر قدرت دښمن ته وښايي چې دا ډیر ټاکونکی کار و.

*/*/*/*/*

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له نظره مهم ټکی دا دی چې د سپاه مخ په وړاندې تګ هیڅکله اونه دریده. داشان چې نن سبا سپاه په ټولې نړۍ کښې ترټولو ستر ترهګرۍ ضده سازمان دی، یو سنبال او مجهز سازمان، یو کارنده او خپلواکه سازمان دی او داسې کارونه ترسره کوې شي چې د دنیا ډیر ستر پوځونه یې نه شي کولې.

کله چې د اسلامي انقلاب بریا نزدې وه، د ۱۳۵۷ کال د مرغومي په ۱۶ نیټه د کارائیب جزایرو په ګودالوپ جزیره کښې یوه غونډه ترسره شوه. په دغې غونډې کښې د لویدیځ بلاک د څلورو سترو قدرتونو یعنې د امریکې، انګلستان، فرانسې او جرمني مشران راغونډ شول ترڅو د ایران له انقلاب سره د مقابلې لپاره یوه نوې لاره ولټوي. هغوي د شاه د رژيم ژغورل ناممکن وبلل خو «د پرله پسې کړکیچونو» د سټراټیجۍ په پلانولو سره هیله مند وو چې دغه کړکیچونه په نوي حکومت کښې هر دولت پرزوي.

د امریکې د جاسوسي ځالې(سفارت) د اسنادو له مخې، هغوي د ګنبد د پیښې، د خوزستان د مسئلې او د کردستان د بلواؤ په شان پیښو ته په لمن وهلو سره وغوښتل چې اسلامي جمهوریت له دنننې څخه ړنګ کړي.

آیت الله العظمی خامنه اي د دې پوښتنې په کولو سره چې کوم کس وتوانیده دغه کړکیچونه، پيښې او بلواوې وځپي او هیواد وژغوري؟ یادونه وکړ: سپاه پاسداران د هغې دندې په بنیاد چې په اوږو یې پرته وه، له وړومبنیو ارګانونو و چې له دغو کړکیچونو سره مقابله او د پيئلو ډلو ځپنه یې پیل کړه. دوي زیاته کړه: سپاه د زمري د اتویشتمې په شان د پيښو مخه ونیوله  او پرې یې نښودل کوم صحیح خوځښت چې هیواد پیل کړی و، د دښمن په سیاست سره شنډ شي. دا چې تاسو وینئ لویدیځوال له سپاه سره دومره بد دي او د سپاه نوم تل په بغض او کینې سره اخلي، وجه یې هم دغه ده.  

*/*/*/*/*

د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په ډیره لنډه موده کښې د نړیوالو حیرانتیا راوپاروله. هغه ارګان چې د پوځي توب هیڅ ډول مخینه یې نه درلوده او د پوځي پوهنځیو له کلاسیک زده کړو بې برخې و، داسې ویاړونه وپنځول چې امام خمیني د هیواد اداره کول د سپاه په شتون پورې پیئلې وبلل او ویې فرمایل: که سپاه نه وی نو هیواد به هم نه و.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د سپاه کامیاب کړچار او د هغه د توانمنیو زیاتیدو او د وسلو او پوځي تجهیزاتو د جوړولو توانمنیو ته په اشارې سره وفرمایل: د توانمنیو دې زیاتوالي ته باید یوازې په دې سترګه ونه ګورو چې مونږ وسلې زیرمه کوو او وسلې ډیروو او نوښت کوو، بلکې معنا یې د هیواد د دفاعي توان زیاتول دي، معنا یې د هیواد د امنیت ساتنه ده. دښمن چې کله ووینې چې ته کمزورې یې نو حملې ته هڅیږي، خو چې کله وویني چې ته پياوړی یې نو که د حملې نیت هم لري، په هغې باندې دوباره غور کولو ته مجبوریږي. په دې وجه خدای تعالی جل جلاله د سوره انفال د شپیتم مبارک آیت په یوې برخې کښې فرمایي: تُرهِبونَ بِهِ عَدُوَّ اللَهِ وَ عَدُوَّکُم؛»

د اسلامي انقلاب د ستر لارښود له نظره، دا چې دښمن د «پوځي انتخاب مو پر میز دی» جمله نه تکراروي، د سپاه د دفاعي قدرت او توانمنیو برکت دی. دوي وفرمایل: ټول پوهیږي چې دا جمله اوس سپکه، بې معنا او بې ارزښته شوې ده.

*/*/*/*/*/

د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د تپلي جنګ له ختمیدو وروسته د رغونې ډګر ته ودانګل. دغه مرکز د بند جوړونې، د لویو لارو د جوړونې، د اوبو، ګیس او تیلو د انتقال د نل لیکو د جوړولو، د ریفاینریو، ټنلونو او تر ځمکې لاندې جوړښتونو په شمول په بیلابیلو برخو کښې د سترو طرحو په اجرا کولو سره، له حکومت سره مرسته او د خلکو خدمت خپل هدف وګرځوه.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په ډول ډول برخو کښې د سپاه جوړونې، هغه ځلانده، له ویاړه ډک او مهم باب وباله چې په اسانه ترې نه شو تیریدې.

په مختلفو په تیره بیا د سلامتیا په برخې او د زلزلې، سیلاب او کورونا په شان په طبیعي پيښو او هم داشان د بې وزلې په ختمولو کښې د سپاه عمومي خدمات هغه ستر او مهم کارونه دي چې د معظم رهب رپه وینا، ډیر مهم او نااشنا دي.

*/*/*/

د سپاه پاسداران له قومندانانو سره په کتنه کښې د ایران د ټولو قواؤ د مشر قومندان حضرت آیت الله العظمی خامنه اي د وینا یوه برخه، له ځانه د پاسدارانو د حفاظت او هم د سپاه د ارزښتونو او ځانګړتیاؤ د ساتنې ضرورت و. دوي یادونه وکړه چې شخصیتي کمزورۍ په حساسو پړاونو کښې د انسان د ناکامۍ سبب کیږي په دې وجه له انقلابه د ساتنې مخکښې باید په دوامداره توګه د ځان خیال وساتئ.

دوي د قرآن کریم هغه مبارک آیت ته په اشارې سره چې د پيغمبر اکرم(ص) د میرمنو عذاب یا انعام دوه چنده بولي، وویل: مونږ هم، داسې یوو ځکه چې زمونږ ښه کار یا مو تیروتنه، څوچنده بهرني آثار لري او د ځان د ساتنې اهمیت مو څو چنده کوي.

خو اسلامي انقلاب کومې ځانګړتیاوې لري چې د دښمنانو د راپاریدو سبب کیږي؟

آیت ا.. خامنه اي په ایران کښې (د اسالمي سیاسي واکمني» د دې پوښتنې یو روښانه ځواب وباله او د سیاسي اسلام د خصوصیاتو او ځانګړنو په تشریح کښې یې وویل: د اسلام سیاسي حاکمیت له مظلومه د دفاع په لټه کښې دی او ظالم هیوادونه هغه نه شي منلې. اسلام د تبعیض او توکمپالنې مخالف دی. په دې وجه لویدیځوال چې د توکمیز توپیر منطق یې په شرمناکه توګه پراخ کړی او غواړي چې آیا کوې شي له اسلامي نظام سره مهربان وي؟

له رنګ، توکم او سیمې ورتیر د ټولو انسانانو په کرامت باندې عقیده د اسلامي حاکمیت یوه بله ځانګړنه او د قرآن یو بل حکم دی چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر ورته په اشارې سره څرګنده کړه: یو تورپوستی انسان هم د قرآن د منطق له مخې له نورو انسانانو سره هیڅ فرق نه لري او دا هغه څیز دی چې مستکبران او استعمارګران یې نه زغمي او تل له اسلامي انقلاب سره دښمني لري.

*/*/*/*/*/

د ولسونو په ګټو او سرچینو له لوټلو سره د اسلامي نظام مخالفت هغه بله ځانګړنه ده چې له اسلامي نظام سره د استعمارپالو د دښمنۍ سبب کیږي. ځکه چې قرآن کریم د استعماري کړنلارې په وړاندې مونږ ته حکم راکړی دی چې له ولسونو حتی د عقیدې له خاوندو ولسونو او د ناهمسانه کړچار لرونکو ولسونو سره په مخامخیدنه کښې، په عدل او نصاف سره چلند وکړو.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي اسلامي نظام د لویدیځې آسیا په حساسې سیمې کښې د مقاومتي خوځښتونو مثال او مخکښ وباله او ویې ویل: که د ایران اسلامي جمهوریت مثال نه وی ګرځیدلی نو دا دښمنۍ به لږې وې.

د ټولو قواؤ مشر قومندان په پاې کښې یادونه وکړه چې د پرله پسې کړکیچونو د رامنیځته کولو په لړ کښې د دښمن هغه سټراټیجک سیاست چې د ګوادلوپ په غونډه کښې تصویب شوی و، تراوسه دوام لري او له هغه سیاسته یې لاس نه دی اخیستی. البته د خدای تعالی په مهربانۍ، اسلامي نظام نن سبا له سختو لوړو ژورو وتلی او د څوکو په لور روان دی. په دې وجه نن د ستړې کیدو ورځ نه ده، د ناهیلې کیدو ورځ نه ده، نن د شوق ورځ ده، د امید ورځ ده، د حرکت ورځ ده، د هیواد مسئولان باید په مختلفو برخو کښې په دې روحیې سره تګ وکړي.

*/*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه