اربعین او ماډرنه نړۍ
په دغه خپرونه کې به په اوسنی عصر کې د اربعین د معنوی لاریون په هکله وږغېږو.
په وروستیو لسیزو کې، د اوسنی زمانې انسان د اربعین د زیارت په نامه له یوې ښکارندې سره مخ دی، البته چي اربعین په تاریخ کې یوه اوږده مخینه لري، د حضرت امام حسین ع او د هغه د وفادارو یادونو د شهادت د څلوېښتمې د درنښت او لمانځلو رسم، سلګونو کلونو مخکې ته ورګرځي، خو په اوسني زمانه کې د دې مراسم زیاتېدونکی شان او شوکت انسان حیرانوي. په پخوا زمانو کې محدود کسان وه چي د اربعین د زیارت درنښت یې کول، لیکن اوس د رسنیو له قوله له ۳۰ میلیونو زیات کسان د اربعین د زیارت لپاره کربلا او نجف ته ورغلي دي، که څه هم غربي رسنیو د دغه لوی ولسي لاریون د پټولو هڅې کوي، لیکن د اربعین ته د ځوانانو د جذبېدو په مخنیوی کې ناکامه شوي دي، اوس دا پوښتنه رامینځ ته کیږي چي ولي په اوسنۍ نړۍ کې د اربعین زیارت دومره جذبوونکی ګرځېدلی دی او ورځ تر بلې زیات شان او شوکت مومي.
اوسنۍ زمانه، د انسان د محوریت او په طبیعت باندې د انسان د برلاسه کېدو زمانه ده چي په کښې انسانان زیاتو پټو اسرارو ته لاسرسی موندلی دی خو سره له دې، خپل سر پاته او لالهانده شوي دي.
وتلی جرمنی فیلسوف مارتین هایدګر په دې باور دی چي مونږ د تورتم زمانې ته ورداخل شوي یو، داسي یو عصر چي په کښې خدایان له یاده وتي دي او په تاریخ کې د الهي نور څرک لادرکه شوی دی، د هغه په وېنا د اوسنې زمانې انسانان نه دا چي غافل شوي بلکې له خپل غفلت نه هم بې خبره شوي دي، ماډرن انسان کلونه کیږي چي خپل اصل یې هېر کړی دی او په خپل غفلت هم خبر نه دی، د اوسنې زمانې انسان په خپلې پوهې او ټکنالوژی مغروره شوی دی او له کورنۍ او نورو ارزښتونو څخه بېل شوی دی، دا په ځان بساینه له نورو او ټولنې سره د انسان اړیکه کمزورې کړې ده.
په داسي یو حالاتو کې د اربعین لاریون د یوه زیارتي حرکت نه ورهاخوا یوه ټولنیز رسالت ګرځېدلی دی چي د د ماډرنې نړۍ سیکولاریستي مکانیزمونه ګډوډ کوي او د یوه الهي تمدن رامینځ ته کوونکی بهیر سرریزه ګرځي او د اوسني زمانې غافل انسان چي په سیکولاریستي یعني له دین نه په تېښتې وراوښتي دي، متعال خدای ته متوجه کوي.
په ایران کې د پوهنتون استاد حجت الاسلام قنبري وایي: ماډرنه نړۍ کې د انسانانو تر مینځ اړیکو کې بدلون راوستی دی، د روزنیزو او ښوونیزو موسساتو نیولې بیا تر پوهنتون او حتی اقتصادي مارکیټونو سره د انسان په اړیکو کې بدلون راغلی دی، له ټولنیزو خدماتو نیولې بیا تر اقتصادي او آن تر سیاسي چارو پورې ټوله کارونه د سیاسي او ټولنیزو موسساتو له لورې چمتو کیږي، دا د ماډرنې نړۍ ځانګړنې دي چي هر یو کس په جلا توګه له بانک، بیمې، او پوهنتون سره اړیکه ټینګوي، په داسي یو حالاتو کې کله چي د یوې سیمې، د یوه ګډ فرهنګ او یا د یوه دین کسانو تر مینځ د اړیکو فرصت برابر شي، نو له یو بل څخه زده کړې کوي او حتی د یو بل د خوراک او د کالو په سټایل او عقایدو باندې هم اثر کوي، په داسي ډول وي چي د ښار په فردي او ټکنالوژیو ښکېل ژوند څخه د قرابت او نژدیوالې یو فرصت برابریږي. په حقیقت کې د اربعین لاریون د په اوسني نړۍ کې چي له معنویاتو تشه ژوندانه رامینځ ته کړې، د ژوند یوه نوې طریقه جوړوي چي په کښې ټولنیز ژوند او د پیغمبر مبارک د اهلبیتو مینه او تفکر څپانده ده، اربعین په دې وروستیو کلونو کې د نجف څخه نیولې بیا تر کربلا پورې په دغه سیمه کې د نړۍ له مادې جغرافیې نه جلا یوه فاضله مدینه جوړوي او انسانانو په کښې د معنوي ژوند خوند څکي.
په دغه لاریون کې تر هر څه مخکې مادیاتو ته پاملرنه پیکه کیږي، پیسې او شتمني چي تل ورپسې یو، خپل ارزښت د لایه ورکوي، په بل عبارت سره، د هوساینې او مادیاتو په پېړۍ کې له منفعت غوښتنې او چل بازی هیڅ پته نه لګیږي، زیارتوال یا لاریونوال د کربلا د اسیرانو په یاد او درنښت کې په پلي تګ سره د شهیدانو حرم پوري ځانونه رسوي، په دغه لاریون کې هیڅوک د ډوډۍ او د سبا د ورځې غم نه کوي، ټوله د هغو دسترخوانونو مېلمانه دي چي په مینې سره غورېدلي دي، د حضرت امام حسین علیه السلام د زیارت په لاره کې غرور، ځان غوښتنه او تکبر او زښتی خپله معنا د لاسه ورکوي او ټول هغه غوره خصلتونه په انسانانو کې عینیت مومي.
اربعین له ماډرنې نړۍ او د هغه له اړوندو نه د ازادی او د توحیدی تمدن او د نوی انسان د ظهور تجروبه ده، دې نه علاوه، د اربعین تر ټولو مهمه معنوي او مادي پانګه عمومي باور دی، په دغه مراسمو کې ټوله هڅه کوي چي په یو بل باور وکړي او دا باور د ټولنېزې پانګې لپاره یو مهم اصل دی چي کولایشي د ټولنو لپاره سېمبول وګرځي.
سږ کال هم په میلیونونو کسانو په ارامښت او اقتدار سره، د حق په لاره قدمونه اېښودلي او یوه لوی معنوي خوځښت یې پیل کړی دی څو په کربلا کې په خپلې راغونډېدو سره، د باطل او حق، د ړنا او د ظلمت تر مینځ توپیر څرګند کړي او ووایي چي د باطل د زوروینو په وړاندې نه تسلیمیږي او ذلت نه مومي حتي که ضرورت شي نو له خپل ځان، شتمني او اولادونو څخه هم تیریږي څو د خپل مولا او لارښوونکی امام حسین علیه السلام په څېر په تاریخ کې د تل لپاره سرلوړي ووسي. هغوی غواړي د خپل امام په څېر د الهي دین نښې څرګند کړي او د هغه په ړنا کې سوله او امنیت رامینځ ته کړي، دا حضرت امام حسین علیه السلام د پاڅون له اهدافو څخه دی، امام حسین علیه السلام فرمایلی دی: خدایه! ته پوهېږې چي هغه څه مونږ پرې کړي په قدرت کې دسیالیو او د دنیا شتمنیو لپاره نه دی، بلکې زمونږ هدف دا دی چي ستا د دین نښې نښانې خپل ځای ته راستنه کړو او ښارونه دې اصلاح کړو څو ستا ځورېدلي بندګان امنیت ومومي او ستا د دین په واجباتو، سنتونو او تعالیمو عمل وشي.
په دې ډول په اربعین کې انسانان یو نوی عصر تجروبه کوي چي په کښې د انسانانو تر مینځ اړیکو ته نوې بڼه ورکول کیږي، داسي انسانان چي په ځپلو خدمتونو سره، د ملګرتیا او مینې فضا رامینځ ته کوي او هر یو په خدمت او میلمه پالنه کې هڅه کوي او دا ښکلۍ ځانګړنه رواج مومي، په دې مینځ او مان کې بیا د ځوانانو رول خورا وتلی دی، ځوانان چي له کوره وځي د اربعین د مسیر له پیله ځان سره ژمنه کوي چي یو نیم هغه بد خویونه چي د انسان د کمال مخنیوی کوي او د الهي طاعت په وړاندې خنډ ګرځي، له ځانه لیري کړي.
په اربعین کې ګډون یو ډول زمونږ د نني معنوي اړتیاو ته ځواب بلل کیږي. په دې خاطر اربعین یوه زړه راکښوونکی عمل دی او ځوانان ورڅخه هرکلی کوي، ځوان ګډونوال په دغه لاره کې د اربعین معنوياتو ته پاملرنه کوي او د یو بل تر څنګ یو لوی سیاسي – ټولنیز خوځښت ته بڼه ورکوي او په دې خاطر یو ډول مینه د ګډونوالو تر مینځ پیدا کیږي، د دغه معنوی او مذهبی لاریون ټولو ګډونوالو که څه هم له بېلابېلو ښارونو څخه دي د امام حسین علیه السلام په مینه کې له یو بل سره، د نژدېوالې او ورور ولی احساس کوي، همدغو ګډونوالو دغه ښه احساس کورونو ټولنې او پوهنتونونو ته ورانتقالوي او د معنوي ژوندانه یو نوی څرک مومي ، د اربعین لاریونوال ځي چي د عزت، پټمنی او مینې فرهنګ نړۍ ته معرفي کړي او کله چي له لاریون څخه راستنیږي په غوره انساني صفتونو سینګار وي او د سولې او ورورولی سبق زده کوي ځکه چي امام حسین علیه السلام فرمایي: د غوره اخلاقي صفاتو د تر لاسه کولو هڅه وکړئ او د دغو معنوی پانګو د ترلاسه کولو ته ور ودانګئ.