ریحانه (۲۴)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i138700-ریحانه_(۲۴)
هغه ظلم چی د لویدیځ په منحرف کلتور کې په میرمنې شوی دی د بشریت په ټول پړاو کې بی مخینې دې
(last modified 2023-09-18T04:42:17+00:00 )
Sep 18, 2023 09:05 Asia/Kabul
  • ریحانه (۲۴)

هغه ظلم چی د لویدیځ په منحرف کلتور کې په میرمنې شوی دی د بشریت په ټول پړاو کې بی مخینې دې

 

یو هغه زشت او کرکجن کار چی په اروپایی هیوادونو اوامریکا کی دود دی ، په میرمنو او انجلیو ظلم دی . په دغو هیوادونو کې د میرمنو د زورولو لړزنونکی شمیرنې وجود لري . په لودیدیځوهیوادونوکې هغه میرمنې چی د خپلو خاوندانو له لاسه وهل خوري او هغه انجلۍ چی له خپلو پلارانو تاوان ویني او ژوبل کیږي ، ډیرې دي .

هغه ظلم چی د لویدیځ په منحرف کلتور کې په میرمنې شوی دی د بشریت په ټول پړاو کې بی مخینې دې . لویدیځ په ټولو ډګرونوکې د علم ، کار، هنر او ادبیاتو په ډګرکې په میرمنې ظلم کړی دی او د هغو حقوق یې چیخني کړي دي . په اروپایی کلتورکې له مینځنیو پیړیو او له هغه وروسته د شلمې پیړۍ تر وروستیو میرمنه دوهم درجې موجود دی . د نولسمې پیړۍ  له لومړیو چی لویدیځ پلانګه والو سترې کارخانې اختراع کړی او ارزانه ، کم توقع او کم سرخوږ لرونکي ځواک ته یې اړتیا درلوده ، د هغو د غولولو لپاره د میرمنې د ازادۍ شعار ورکړ ترڅو میرمنې د  ارزانه کار لپاره له کوره کارخانې ته ورکش وایی . په انګلستان کې تر ۱۹۴۷ پورې هغو میرمنو ته چی زده کړې یې کولې ، تحصیلی مدرک نه ورکاوه او ویل یې چی میرمن باید تحصیلی مدرک ونلرلې شی .

د شلمې پیړۍ تر لومړیو لسیزو میرمنو په لویدیځه دنیا کی د رای حق نه درلوده ، د ۲۰ بیړي تر لومړیو لویدیځې میرمنې حق نه درلوده له هغې شتیمنۍ چی د هغو وه ، په ازاده توګه استفاده وکړی . شتمنې یې د خاوند ، پلار یا ورو په اختیا رکی وې . د ۲۱ پیړۍ  تر لومړیو په ټولې اروپا او امریکا کې میرمن یوازې د سړي په سلطې کې وه په یوه متمدنه ټولنه کې د یوه انسان له اصلي حقوقو یې هیڅ حق نه درلوده . نن سبا هم چی وینو لکه څرنګه چی په ټولنه کی د میرمنې شتون په دې پورې تړلی دی چی څرنګه ځان د سړی د خوند لپاره سرچینه وګرځوی ، هماغه راز له میرمنې د ګټې اخیستنې او استثمار لپاره استفاده کیږی .

یو هغه زشت او کرکجن کار چی په اروپایی هیوادونو اوامریکا کی دود دی ، په میرمنو او انجلیو ظلم دی . په دغو هیوادونو کې د میرمنو د زورولو لړزنونکی شمیرنې وجود لري . په لودیدیځوهیوادونوکې هغه میرمنې چی د خپلو خاوندانو له لاسه وهل خوري او هغه انجلۍ چی له خپلو پلارانو تاوان ویني او ژوبل کیږي ، ډیرې دي .د دنیا په دریو کې یوه برخه میرمنې له سړیو وهل خوري مهم ټکی دا دی چی دغه جنایتونه زیاتره په صنعتي هیوادونو کې کیږي .

دغه فاسد کلتور هماغه د جاهلیت پړاو او د روم او یونان له لرغونی بیلګې راوتلې دی . دغه کلتور هماغه بی عدالتی ، توپیر ، د میرمنې په کرامت سترګې پټول  او هماغه د جنسي اړتیاو او جنسی مسایلو عادی کول دی . په هغو ورځو کې میرمنه د سړیو د خوند اخیستلو یوه وسیله وه . نن هم د لویدیځوالو خبره همدا ده اوپه همدې دلیل لویدیځ جنسی ازادی مجازه او بی قید و شرط چاره بللی ده .

ملګروملتو د میرمنو پرضد د تاوتریخوالی د بندیز د کلیزې په مناسبت  د ۲۰۲۱ کال د نومبر په راپور کی په لودیځو هیوادونو کې د میرمنو پرضد د سختو تاوتریخوالیو او جنسي تیریو په هکله له  لړزنونکیو  شیمرنو پرده اوچته کړی ده . د امریکا د کرهنړو په پټیو کې څه د پاسه ۳ میلیونه ښځې کارګرې په کارونو اخته دي چی ۶۳ زره یې مهاجرې او غیرقانوني دي . د بشری حقوقو د څار موسسې په راپور کی راغلي دي ، میرمنې کارګرې  لږ تر لږه یو ځل د خپلو ټیکه دارانو لخوا سختې شکنجه او جنسی تیری سره مخامخ شوي دي . د کار په چاپیریال کی جنسي تیري په جزیی کړاونو او زورولو پورې محدود ندي او په ځینو موردونو کې وهل ټکول ، قتل سبب هم کیږي .

برتانوې ټولن پیژاندې او د ټولن پیژندنې کتاب لیکوال انتونی ګیدنز په خپل یوه تحقیق کی دغې موضوع ته اشاره کوی چی په هرو څلورو ښځو او خاوند امریکایانوکی کابو یوه جوړه عقیده لری چی خاوند د میرمنې د وهلو لپاره یو روا دلیل لرلې شی . هغه اشاره کوی چی که څه هم د کار په ځای او نورو عمومي ځایونوکې کلی قاعده دا ده چی هیڅوک بل کس نشی وهلې ، خو د کور دننه داسی نده . ډیرو تحقیقاتي مطالعاتو ښودلی ده چی په هرو څلورو ښځو او خاوند امریکایانوکی کابو یوه جوړه عقیده لری چی خاوند د میرمنې د وهلو لپاره یو روا دلیل لرلې شی . د نړیوالې بخښنې سازمان په وینا په کورني کې تاوتریخوالې له کینسر او د لارو تصادفونو زیات  له ۱۶ تر ۴۴ کلنو اروپایی میرمنو د د مړینې یا جسماني معلولیت عامل دی . د نړیوالو شمیرنو په اساس د کورنی تاوتریخوالی ۹۰ فیصده قربانیان میرمنې دي . د نړي په سویه  په هرو اتلسو سیکنډو کې یوه میرمنه وژل  کیږی . د نړیوالې روغتیا د شمیرنې په اساس په هرو ۱۸ ثانیو کی یوه میرمنه له بدکړچار یا حملې سره مخامخیږی .

په تیرو وختونو کې د انسان تجارت او قاچاق  د نړي په بې وزلو هیوادونو کې دود وو ، خو نن سبا په اروپا او امریکاکې میرمنې او انجلی د انسان تاجرانو او قاچاقچیانو په لومه کې ښکلیږی او د دغه جنایت قربانی کیږی او د وسلو او نشه ایزو موادو له قاچاق وروسته د انسان قاچاق د نړۍ د غیرقانوني تجارت یو ډیر ګټه لرونکی تجارت حسابیږی . شمیرنې ښی چی جنسی تجارت چی په حقیقت کې دانسان د قاچاق اصلی هدف دی ، په وروستیو شلو کلونو کی ډیره وده درلودلی ده او په درسته دنیا کی د دغه تجارت مالی ګردش کابو ۲۵ میلیارډ یورو ته رسی .

د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت امام خامنه ای د حضرت زهرا(س) د نیکمرغه زوکړې په ورځوکې د میرمنو له بیلا بیلو پرګنو سره په کتنه کې  فرمایلی دی د تجارت ، صنعت او په کوڅواو واټونو کې د متعارف ژوند لپاره پلانونه داسی ده چی هوسباز او هوسناک سړې وکولای شی ځان په سترګو  یا غیر سترګو اشباع  یا سیرابه کړی ، دا واقعا د میرمنې کرامت ماتوی ، دا د میرمنې حرمت ماتوی ، بدترینه قضیه هم دا ده چی اشاره مې وکړه ، کار  دې ځای ته ورسوی چی پخپله میرمنه ، ځوان میرمکنه یا ځوانه انجلۍ خپله صلاح په دې کې ووینی چی داسی ظاهرې شي چی جنسیتی اړخ یې وکولای شی ځانته د سړی نظر جلب کړی ، خو اوس کوم سړې ؟ هغه سړی چی په لاره کوڅه کی ګرځی . دغې نتیجې ته د میرمنز رسول هغه سخت ګوزار وو چی دوی میرمنې ته ورکړ .

مهربانو دوستانو د پروګرام د پای په برخه کی له تاسو غواړو چی د میډونا په نوم د مشهورې امریکایی سندر غاړۍ خبرو ته پام وکړئ تر څو په لویدیځ کې د میرمنې وضعیت سره د هغه چا له خلې بلد شئ چی پخپله د لویدیځ د ننۍ دنیا یوه سمبول بلل کیږی .

له تاسو مننه کوم چی زما له ۳۴ حرفه ای کار قدرونه کوئ ، له ټولو ښکاره ښځې دښمنیو ، جنسیت پالنو ، دوامدارو زور وینو او همیشنۍ ناوړه استفادو  سره سره ، لومړې ځل چی نیویارک ته راغلم ، ځلمۍ وم او ۱۹۷۹ کال وو  او نیویارک یو ویرونکی ځای وو . په هماغه کال کی یې په وسیلې سره وګواښلم او په داسی حال کی چی یو چاقو یې زما په مرۍ یې کیښودلی وو ، یوه چت د پاسه یې پر ما تیرې وکړ . په ځلونو یې زما د کور دروازه ماته کړه او غله یې وکړه او ما نور بیا دروازه تاله نکړه . په هغو انځورونو کې د هنر د محصلینولپاره ماډل کیدلم چی پیسې واخلم ، ډیره جذابه نه وم ، په ریښتیا چی حوصله به ډیره خرابیدله . ټولو تمه درلوده چی کله هغه انځورونه بهر راووځي ، شرم وکړم ، خو ما به شرم نه کاوه او ټول لالهنده شوی وو . ورو ورو یوازې پاتې شوم ، ځکه چی شان سره مې واده وکړ ، نه یوازې دا چی هغه به وهلم بلکې د کار له بازاره څنګته کړی شوم ، پر دې اساس یوه موده ګواښ نه حسابیدم ، اوس چی د کال د میرمنې د جایزی دترلاسه کولو په حال کی یم ، له ځانه پوښتنه کوم چی د موسیقۍ په تجارت کې د میرمنو په اړه په اړه څه ویلې شم ؟ په کلی توګه د میرمنې په اړه څه ویلې شم ؟ په لومړیو کې چی د خپلو کارونولپاره مې شعرونو لیکل ، نو کوم جنسیت ته مې فکر نه کاوه ، په فیمینزم مې فکر نه کاوه ، یوازې مې غوښتل چی  هنرمنده شم ، خو زما اصلی بیلګه دیوید بویی وو ، هغه د میرمنې او سړی تجسم وو  او ما دا خوښول . سبب شوه چی فکر وکړم هیڅ قاعده نشته ، خو تیروتنه مې کوله که هلک شئ نو هیڅ قانون او قاعده نشته خو که انجلۍ شئ نو باید لوبې ته ورداخلې شی ، کوم لوبه ؟ ته اجازه لری ښایسته ، ناز او جذابه شئ خو ډیره هوښیاره نشی اوکوم نظر ونلرلی شی لږ تر لږه بایدداسی  نظر او سوچ ونلرلی شی چی له موجوده وضعیت سره سمون ونلرلی شی . سړي کولای شی له تاسره د یو څیز په شان چلند وکړي او د خرابو ښځو په شان جامې واچوی خو د تا اختیار د تا په خپل لاس کی نه وی او خپل جنسی تخیلات له دنیا سره تقسیم نکړی ، هماغه څیز شی چی سړي له میرمنو غواړي او مهمه دا چی داسی شی چی سړي له تاسره د راحتۍ احساس وکړي .

پای