Sep 26, 2023 13:26 Asia/Kabul
  •  د وحدت اونۍ

عربی نړۍ له اسلامه وړاندی په ظاهره ژوندۍ دنیا وه ، حکومتونه ، پاچاهیانې ، هلې ځلې او فعالیتونه برقرار وو خو هغه څه چی پکې مړه وو انسانیت او فضیلت وو . هغه څه چی وو ظلم او جفا وه توپیر او سخت زړۍ وه . په داسی دنیا کی وه چی د خاتم النبین سید المرسلین ، سرور کاینات فخرموجودات نبی مکرم حضرت محمد ص نور وځلیده او د انسانیت په بې ځانه وجود کې یې تازه روح پوه کړ

له حضرت ابراهیم ع وروسته د نبوت نور د هغه دو زامنو اسماعیل او اسحاق ته ورسید . د هغو له نسلونو مختلفې قبیلې او قومونه رامینځته شول تر دې ځایه چی نور مکې مکرې د هغو لپاره کافی ځای نه درلوده او له هغو څو قبیلې له مکې مکرمې ووتلې تر څو په نورو ټاټوبیو کی میشته شي . هر قوم چی له مکی معظمې بهر  تلو نو له کعبې به یې یو کاڼې ځان سره وړه . بیا وروسته چی ورپاره مکې ته د سفر او د حج په دستورو کی د ګډون امکان برابر نه وو نو د هغو ورځو په یاد کی به یې د د خدای د کور په ځای د هغه کاڼی طواف کاوه . نسلونه راغلل او تیر شول ، اصلی دین ورو ورو هیر کړی شو او هر نسل د خپلو پلارانوپه دین کی یو بدعت رامینځته کړ تر دې ځایه چی هر کس به له دښتې کاڼې راوړل او د هغه عبادت به یې کاوه . ورو ورو بدعتونه دومره زیات شول چی د ابراهیم ع دین په کلی توګه منسوخ او باطل شو او بت پالنه رامینځته شوه . هر قوم د ځان لپاره مخصوص بت درلوده ، حتی په مکه کی قریشو د هبل په نوم بت پرستش کاوه . هغو هبل د خدای د کور په مینځ کې کیښودلی وو او لاندې ارې کوهې کیندلې وو او هغه څه چی خلکو به هبل ته ډالۍ کول په هغه کی به یې اچول . دوه نور بوتان یې هم د زمزم د چینې په سر کیښودلي وو او کله به یې خپل بچیان د دغو دو بوتانو  لاندی قرباني کول . دغه ستر بوتان وو او عامو خلکو په کورونو کی  بوتان درلودل او د هغو عبادت به یې کاوه .

په هغه وخت کی فساد او فحشا ، سود او شراب خوارۍ په عربانو کی زیاته وه . هغو په خپلې شتمنۍ ، قبیلې اوکورنۍ فخر کاوه او هغه یې په نورو د برلاسی توب او فخر وسیله بلله  . تر دې چی حتی په هغو کی ځینو د زیات فخر لپاره د خپلو مړیو په شمیر هم استناد کاوه . لکه څرنګه چی قباییلو ترمینځ به زیات جنګونه کیدل او انجلیو د جنګ توان نه درلوده ، په ځینو قبایلو کې انجلۍ  له زیږیدا وروسته ژوندۍ په قبر کې خښول کیدلای تر څو په قبیلې بار نه وي او د بندی کیدا په بڼه کې د قبیلې لپاره د شرم سبب نشي .

عربی نړۍ له اسلامه وړاندی په ظاهره ژوندۍ دنیا وه ، حکومتونه ، پاچاهیانې ، هلې ځلې او فعالیتونه برقرار وو خو هغه څه چی پکې مړه وو انسانیت او فضیلت وو . هغه څه چی وو ظلم او جفا وه توپیر او سخت زړۍ وه . په داسی دنیا کی وه چی د خاتم النبین سید المرسلین ، سرور کاینات فخرموجودات  نبی مکرم حضرت محمد ص نور وځلیده او د انسانیت په بې ځانه وجود کې یې تازه روح پوه کړ .خدای تعالی په قران کریم فرقان الحمید کی فرمایی

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ ۖ

د خدای اود هغه درسول اجابت وکړئ هغه وخت چی تاسوکوم څیز ته راوبولي چی د تاسو د ژوند اساس دی .

د پیغمبر خاتم ص مبارک دین هم په دنیا او هم په اخرت کی د ژوند اساس دی . دا هغه نعمت دی چی د حضرت محمد مصطفی ص  د مبارک وجود په وسیله مونږ ته رسیدلی دی او څه مبارکه ورځ ده . هغه ورځ چی د هستۍ دغه نازولی په دغه خاکی دنیا قدم کیښوده او مبارک وجود یې د اسمان اومځکې ، خدای اود هغه د بی خبره بندګانو ترمینځ پل  وګرځیده .

مسلمانان هرکال د دغه ستراو بې پایه  نعمت په شکرانه جی تل پر مونږه جاری دی ، د هستۍ د دغه نازولی د زوکړې ورځ جشن جوړوی او د یوه بل په څنګ کې خوشحالۍ کوی . قران لولی ، روژه نیسي او بی وزلو او یتیمانو ته د خوړو په ورکولو سره په دغه خوشحالۍ کې شریکوي . نن هم د اهل سنتو وروڼو د روایت په اساس هماغه له خیر او برکته ډکه ورځ ده . پر مځکه د محمد ص د نور د ځلیدا ورځ ، هغه نور چی ترې الهی رحمت جاری شو او درسته دنیا کې خپور شو . دغه مبارکه ورځ دې د محمد مصطفی (ص  )ټولو عاشقانو ته مبارک وي .

د حضرت محمد ص نیکه او په مکه کی د قریشو مشر حضرت عبدالمطلب (ع )د خاتم النبین زوکړه دغسې بیان کړی ده .

Image Caption

 

د حضرت محمد (ص) د ولادت په وخت د خدای د کور د طواف په حال کی وم چی ومې لیدل د کعبې بوتان په مځکه وغرځیدل او دړې وړې شول . ستر بت هم پر مخ په مځکه وغورځیده . په هماغه وخت مې له اسمانه غږ واوریده  چی ویې ویل اوس امنه د خدای رسول دنیا ته راوړ . د دغې صحنې په لیدلو سره حیرانه شوم او په چټکتیا سره د امنه دکور په لور روان شوم . ځلانده نور ټول کور رڼا کړی وو او د مشک و عنبر او عود بوی په درسته فضا کې خپور وو .

نوزیږی ته مې ولیدل هغه مې ښکل کړ او ومې ویل د هغه خدای مننه چی هماغه ډول چی وعده یې کړی وه ، ته یې دنیا ته راوستې .

خلک له هر لوري د محمد ص لیدو ته راتلل . هرکس د هغه زیارت کاوه ، داسی به د مشک له بوی خوشبو کیدل چی کله ستنیدلې نو نورو به تر یوې مودې د هغه خوشبو احساسوه ،

د خدای د ګران پیغمبر له زیږیدا اوه ورځې وروسته حضرت عبد المطلب ع ستره میلمستیا ورکړه ، ‌ډیر ګډان او اوښان یې ذبح کړل او خپله ټوله کورنۍ یې دغه جشن ته وبلله . دغه جشن تردریو ورځو دوام درلوده او په ډول ډول خوړو او شربتونو د خلکو میلمستیا کیدله . په همدې ورځ د زړه دود په اساس په ځانګړی توګه د حضرت محمد ص لپاره ګډ عقیقه کړ او غوښه یې په فقیرانو کی تقسیم کړه او پخپله او نږدې کسانو یې  هغه غوښه ونع خوړله . په همدغو دستورو کې په  هغه حضرت د محمد ص نوم کیښودل شو .

کلونه وروسته چی محمد بن عبدا... په پیغمبرۍ وټاکل شو ، پخپله یې د خپلې زوکړې ورځ ولمانځله او ځان لپاره یې بل ګډ عقیقه کړ . د اهل سنتو یو عالم  جلال الدین سیوطی په دې باور دی هغه دوهمه عقیقه چی پیغمبر اکرم ص له بعثت وروسته په خپلې زوکړې ورځ ترسره کړه ، د خدای د حمد او مننې په خاطر وه ، په دې چی هغه یې رحمت  للعالمین ګرځولی دی او البته بل دلیل یې دا وو چی پیغمبر اکرم ص  د خپل امت لپاره بهترینه بیلګه وه غوښتل یې په دغه کار سره نور هم دغه عمل ته وهڅوي لکه څرنګه چی هغه حضرت په ځان درود استوی او د دغه عمل ترسره کولو لپاره یې مومنینو ته سپارښتنه کړی ده .

په صحیح مسلم کی راغلی دی د پیغمبر اکرم ص اصحابو او یارانو د هغه حضرت د زوکړی او بعثت په شکرانه هر اونۍ د ګل په ورځ روژه نیوله او کله چی د خدای له رسول د دوشنبې په ورځ د روژې نیولو په اړه پوښتنه وشوه ، نبی مکرم دغه عمل په دو مناسبتونو تایید کړی دی او فرمایلی یې دی چی دا ورځ هغه ورځ ده چی زه پکې دنیا ته راغلی یم او بیا له کلونو وروسته په همداسی ورځ په پیغمبرۍ مبعوث شوم .

د اهل سنتو مورخ عصامی شافعی د پیغمبر اکرم ص د میلاد د شپې د اهمیت په اړه لیکلی دی په دریو دلیلونو د نبی مکرم ص د میلاد شپه له شب قدر برتره ده . اول دا چی د هغه حضرت د زوکړې په شپه په دنیا کی د هغه حضرت د مبارک ذات د ظهور په دلیل شرافت لری ، خو باید پام وشی چی شب قدر د هغه څه په وجه چی هغه ته عطا شوی دی اهمیت لری ، دوهم دا چی شب قدر د ملایکې د نزول په دلیل اهمیت لری خو د خدای د رسول د میلاد شپه د هغه حضرت د مبارک ذات د ظهور په دلیل شرافت او فضیلت لری او په پریکنده توګه د نبی مکرم ص مبارک  ذات په نورو موجوداتو برترۍ لری . او دریم دا چی شب قدر د اسلام د امت لپاره برکت لری خو د نبی کریم ص د میلاد شپه د عالم په ټولو موجوداتو برکت نازل شوی دی ځکه چی پیغمبر اکرم ص د ټولو عالمیانو لپاره رحمت واسعه دی . د اهل سنتو عالمان د پیغمبر اکرم د زومړی شپه له شب قدر او شب معراج برتره بولی ځکه چی د نبی کریم ص د میلاد شپه د شب قدر او شب معراج اصلی علت دی .

په دې کی چی دغه مهمه پیښه د عام الفیل په ربیع الاول میاشت کی شوی ده ، د اسلامي فرقو ترمینځ کوم اختلاف نشته خو اهل سنتو د ربیع الاول ۱۲ او شیعیانو د ربیع الاول ۱۷ د پیغمبر اکرم ص د میلاد شپه بللی ده .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر بنسټ ګر حضرت امام خمیني رح د دغو دو روایتونو ترمینځ واټن د وحدت اونۍ نومولی ده او له  هغه وروسته په ډیرو اسلامي  هیوادونو کی دغه ورځې د مسلمانانود وحدت اونۍ په توګه پیژندل کیږي . خو د دغو ورځو لپاره د وحدت اونۍ د عنوان د انتخاب علت  څه دی ؟ شاید بهتره ده د دغه پوښتنې  ځواب په قران کریم کی ولټوو .

د ال عمران سورت په ۱۰۳ ایت کی راغلي دي ، واعتصمو بحبل ا... جمیعا ولا تفرقوا ، یعنی ټول د خدای  رسۍ مذبوته ونیسئ او تفرقه مه رامینځته کوئ .

د دغه ایت په اساس د مسلمانانو اتحاد یوه پریکنده قرانی دنده ده نه یوه د خپل زړه د خوښئ یوه چاره . خدای تعالی فرمایی د خدای د رسۍ په توسل کی ټول په خپلو کې یو شئ او په اتحاد او اجتماع سره دغه کار ترسره کړئ . دا یو حکم دی نه یوه اخلاقی سپارښتنه . د مسلمانانو ترمینځ د اتحاد حکم په نورو ایتونو کی هم موجود دی ، د انفال سورت په ۴۶ ایت کی لولو ، وَلا تَنازَعوا فَتَفشَلوا وَتَذهَبَ ريحُكُم ۖ

او نزاع او کشمکش مه کوئ تر څو سس نشئ او قدرت او شوکت مو له مینځه لاړ نشی .

دلته هم متعال خدای مسلمانان له  درز او نزاع منع کړي دي او درز یې د مسلمانانو د عزت د له مینځه سبب بللی دی . نو د مسلمانانو اتحاد یوه تاکتیکی چاره نده بلکې یو اصولی حکم دی . د مسلمانانو همپالنه (Synergistic ) لازمه ده که مسلمانان متحد ووسي نو نوی اسلامی تمدن به شکل غوره کړی او دا همتاغه څیز دی چی په نړۍ کې به د عدالت د پراختیا سبب شبب وی او دا د اسلام ایډیال دی  .

د وحدت اونۍ پیلیدا دې ټولو مسلمانانو ته مبارک وي .

پای

 

ټیګونه