نوښتونه ۸۹
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i139124-نوښتونه_۸۹
لکه څرنګه چي پوهېږئ په دغه خپرونه کې مونږ په اوونیزه توګه د ایران او د نړۍ په کچه  د نویو علمي، هنري، اقتصادي او فرهنګي لاسته راوړنو په هکله تاسو ته معلومات درکوو، نو زمونږ سره مله ووسئ څو د دې اوونۍ نوې او حیرانوونکئ لاسته راوړنې درته بیان کړو،
(last modified 2023-09-27T06:50:44+00:00 )
Sep 27, 2023 11:18 Asia/Kabul
  • نوښتونه ۸۹

لکه څرنګه چي پوهېږئ په دغه خپرونه کې مونږ په اوونیزه توګه د ایران او د نړۍ په کچه  د نویو علمي، هنري، اقتصادي او فرهنګي لاسته راوړنو په هکله تاسو ته معلومات درکوو، نو زمونږ سره مله ووسئ څو د دې اوونۍ نوې او حیرانوونکئ لاسته راوړنې درته بیان کړو،

د دې اوونۍ خپرونه به  د ټکنالوژی په ډګر کې له یوې نوې لاسته راوړنې سره پیل کړو.

په کالیفورنیا کې د ټکنالوژیو په انسټیټو کې د څیړونکو یوه ډله د یوې ایرانۍ څېړونکې په مشرۍ د بدن د خولو د څېړلو او د پاړسوب د تشخیص لپاره یوه بې سیم سنسور جوړ کړی دی، چي د هغو ناروغانو په درملنه کې مرسته کوي کوم چي د سږو او یا هم د زړه له ستونزو سره مخ دي. دا پروټین چي CRP نومیږي، داسي یو پروټین دی چي د ینې له لورې جوړیږي او د پاړسوب په وړاندې د غبرګون په نتیجه کې د وینو جریان ته لېږدول کیږي.

یونتوفورزیس یا (Iontohoresis)، د فیزیوټراپی یو تکنیک دی چي د درملنې، درمل رسونې او تشخیص لپاره کارول کیږي، جوړ شوی سنسور دسږو په ستونزو مبتلا ناروغانو، د زړه ناروغانو او عفونتي ناروغانو په درملنه کې مرسته کولایشي.   پایلې ښیي چي د سنسور د لارې سنجول شوی CRP د پروټین له کچې سره تړاو لري ، جوړ شوي سنسورونه په جامو کې ځای پر ځای کېدایشي او ډاکټر په دې توګه د ناروغ د خولو له لارې په دوامداره توګه د ناروغ په بدن کې د پاړسوب نښې ارزولایشي. په دې توګه د زړه، سږو او عفونتی ناروغیو څارنه کې اساني رامینځته کیږي.

په یوه بله لاسته راوړنه کې د تهران د پوهنتون څېړونکو په لومړیو پړاونو کې د پروستات د سرطان د تشخیص لپاره د میکرو فلوئدي سنسورونو په جوړولو بریالي شوي دي، له بده مرغه د سږو له سرطانه وروسته، په نړۍ کې تر ټولو زیات د پروسټاټ سرطان په نتیجه کې خلګ مړه شوي دي، په ایران کې هم سرطان د مرګ دریم لامل بلل کیږي، په ایراني نارینه و کې تر ټولو زیات رامینځ ته کېدونکی سرطان همدا د پروسټاټ سرطان دی. په همدې خاطر د دغه سرطان د پروخت تشخیص لپاره یوه مناسبه لاره د زیاتې مړینې مخنیوی کولایشي.  ناروغتیاوې او هغه ستونزې چي د هغوی د درملنې په بهیر کې رامینځ ته کیږي، د ناروغیو پېژاند او چټک تشخیص او د درملنې تر ټولو د غوره لارو موندنه، له مهمو موضوعاتو څخه دي چي د کیمیا، فیزیک او بیولوژی په شمول د مختلفو علمي رشتو څېړونکې پرې تحقیقات کوي.

همدارنګه په یوه بله لاسته راوړنه کې د تهران د کړهڼې د پوهنځی څېړونکو د یوه داسي روباټ په ډیزاینولو او جوړولو بریالی شوي دي چي د خرما د حاصلاتو د معیاري راټولو په ترڅ کې د خرما په چټک او با کیفیته غونډولو کې هم کارنده رول لوبوي.  د دې پوهنځی یوې زده کړیالې پروین محمدي چي د بایو سیسټم مکانیکل اینجینرینګ په برخه کې ماسټري اخلي په خپله تیسیز کې د دغه روباټ طرحه یعني ډیزاین یې وړاندې کړی دی.

د دې پوهنتون د استاد  ډاکټر جعفر مساح  په وېنا، د خرما د حاصلاتو راغونډېدا تل د خرما د ونې په پاسنۍ برخه کې تر سره کیږي، او د کروندګړو لپاره چي د خرما د راټولو لپاره ونې ته خیږي، زیاته خطره رامینځ ته کوي، د پروین محمدې له لورې په وړاندې شوې طرحه کې یوه داسي رباټیک ارم یا لاس ډیزاین شوی دی چي کولایشي په اسانۍ او په چټکۍ سره خرما د ونې له پاسه وښکوي او راټولې کړي.

د مساح په وېنا، د تهران د پوهنتون د کړهڼې او د طبیعي زیرمو پوهنځی، په لومړیو کې د Adams او Solidworks له سافټویرونو په کارولو سره، یو شمېر مکانیکل ارمونه  یا بازوګان یې جوړ کړي وه چي په عملي ډګر کې ازمویل شوي دي، همدارنګه د بازوګانو د کارولو لپاره یوه نقلیه وسیله چي شټیرینګ لري ډیزاین شوی دی او کروندګر ته دا امکان ورکوي چي په اسانۍ سره  رباټیک بازو د خرما ونې ته نژدې کړي.  بازو د دې لپاره چي د ګرځېدو او د اسانه حرکت وړتیا ولري په رباټیک څنګلې باندې سمبال شوی دی.

په دې وروستیو کې د لومړي ځل لپاره د ینې د پیوند اپرېشن د یوه روباټ له لورې په بریالیتوب سره تر سره شوی دی. دغه اپرېښن په یوه ۶۰ کلن ناروغ چي د ینې په سرطان مبتلا وو او ینې یې خراپه شوې وه، تر سره شوی دی. دغه پرمختللی روباټ ټول اپریشن په خپله تر سره کړ او یوازې د جراج له خوا هدایتېدل.

د واشنګټن په پوهنتون کې د طب په پوهنځی کې د جراحانو د ټیم د مشر عادل خان په وېنا، دغه اپریشن چي د روباټ له لورې تر سره شوی په پوره توګه کامیابه شوی دی، اپرېشن په چټکی او خورا دقت سره تر سره شوی او نوې اېښودل شوې ینې په کار پیل کړی دی. له اپرېشن یوه میاشته وروسته، ناروغ په اسانۍ سره، په پښو تګ کاوه او حتی د ګلف لوبه یې هم کولایشوای.  دا په داسي حال کې دی چي په معموله توګه د ینې له اپریشن وروسته ناروغ یوه نیمه میاشته وروسته، له خپل ځایه ولاړېدایشي.

هغه روغتون چي دغه اپرېشن په کښې شوی دی، د نویو ټکنالوژیو په کارولو سره، هڅه کوي چي خطرناکه او یرغلیز اپرېشنونو، زیانونه تر ممکنې کچې پورې راکمې کړي، څو ناروغ په لنډه موده کې خپله روغتیا تر لاسه کړي.  تر اوسه پوري د پښتورګو ۳۰ اپرېشنونه په روباټیکو سامان الاتو تر سره شوي دي، خو دا لومړی ځل دی چي د ینې اپرېشن د روباټ په وسیله تر سره کیږي، ځکه چي د ینې اپرېشن ډېر حساس دی. د ینې په اپرېښن کېې جراح تر ځګر لاندې برخه کې درې ځایونه د له ۱۰ سانتیو نیولې بیا تر ۴۱ سانټی میټرو پورې پرې کوي او ینی باسي او نوې ینې ورته ایږدي چي دا ډېر ستونزمن اپرېشن بلل کیږي.

په دغه اپرېشن کې له ناروغ څخه زیاته وینه ضایع کیږي او اپرېشن پر مهال باید د وینو نري رګونه  وګنډل شي، دغه اپرېشن کې د ناروغ د نه زخمي کولو امکانات ډېر کم دی، خو روباټیک طریقه کې د ناروغ زخمونه ډېر کمیږي او اپرېشن هم په خورا دقت سره تر سره کېدایشي.  په رباټیکه طریقه کې د ینې د بدلولو لپاره د ناروغ د ځیګر په لاندنۍ برخه کې یوازې د ۱۶ سانټیو په اندازه پرې کیږي، او د یو نیم سانټی په اندازه سوری کیږي، او بیا د وړوکی دوربین په وسیله د ناروغ د بدن داخلي برخه په یوه مانیټور کې په 3D توګه نندارې ته وړاندې کیږي او جراح د یوه روباټیک بازو په وسیله اپرېشن په ډېر دقت سره تر سره کولایشي. یاد اپریشن ۸ ساعته وخت ونیوه، خو جراحان په دې باور دي چي که دغه طریقه رواج وموندي، وخت یې هم د جراحانو د مهارت په نتیجه کې کمېدایشي.

په یوه هنري لاسته راوړنه کې د مختار عبداللهی په دایرکټری او د محمد احمدی په پرډیوسری سره د (میان صخره ها) فیلم په روسیه کې د کورنۍ فیلمونو په اتلسم نړیوال فیسټیول کې د غوره فیلم دوې جایزې تر لاسه کړې، همدارنګه حمید رضا غیبی او اندیا یحیی پور هم په ګډه د ماشومانو د سینما په برخه کې هم د غوره اکټینګ جایزه تر لاسه کړه.

یاد فیلم له دې مخکې د بنګله دیش په ډاکا نړیوال فیسټیول، د سوېډن په باف نړیوال فیسټیول او د هندوستان په لاکنو فیسټولونو کې هم لاره موندلې وه او نندارې ته وړاندی شوی وو، د دې فیلم د نړیوالې نندارې قرارداد د ایریماژ له شرکت سره دی.