Nov 25, 2023 12:25 Asia/Kabul
  • امریکا او د بندیزونو په نشې ئې روږدیدا

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبوکې د امریکا او په بندیزونو ئې د روږدیدا په نامې سره د لړۍ له ننني دوهم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغې لړۍ کې چې په اوو برخو مشتمله ده،په رسندوئي کړچارونو په تمرکز سره د هیوادونو په ضد له بندیز څخه د امریکا د آوزاري استفادې اړخونه د ویستنې د کارندوالي د څیړنو په یونټ کې تنظیم شوي دي.نو هیله ده چې له دغې لړۍ استفاده وکړئ شئ ، او تر آخره راسره ملتیا وکړئ.

       دوستانو  په دغې لړۍ کې  په مختلفو اقتصادي ، سیاسی ، تجارتي ، مالي ،پوځي ډيپلوماټيکو ، شخصي ،سپورټي حوزو کې له بندیزونو څخه د امریکا پراخه  او نا وړه استفاده  له مختلفو اړخونو په تیره بیا  د انساني حقوقو له پلوه  د ارزونې وړ ده. ددغې لړۍ په دوهمې برخې کې  نن  د  بندیزونو بهیر ته یوه کتنه کوو او ګورو  چې امریکا ولې په دغې نشې زیاته روږدې شوې ده .؟

مائيکل مانډیلبائوم  په ؛ د امریکا د بهرنی سیاست څلور پړاؤنه ؛نومې کتاب کې ددغه هیواد د بهرنی سیاست د بدلونونو د درک کولو لپاره نوی ویش وړاندې  کوي. مانډیلبائوم  د امریکا بهرنی سیاست  د هماغه تاسیس له وخت راهسې  تر ۲۰۱۵کال پورې  په مودې کې په څلورو مجزا پړاؤنو ویشي.  په دغو څلورو پړاؤنو کې له ۱۷۶۵کال څخه تر ۱۸۶۵ کال پورې په مودې کې د کمزوری قدرت په توګه ، له ۱۸۶۵کال څخه تر ۱۹۴۵ کال پورې په مودې کې  امریکا د لوی قدرت په توګه ،له ۱۹۴۵کاله تر ۱۹۹۰کال پورې په مودې کې امریکا د زبرځواک په توګه  او دغه راز  په نهایت کې  له ۱۹۹۰کاله تر ۲۰۱۵ کال پورې په مودې کې یوازیني زبرځواک  په توګه بلل کید.

د مانډلبائوم   له نظره، د بهرني سیاست د اهدافو  د تحقق په لړ کې  د بندیزونو پشمول  له اقتصادي  اړمونو  څخه استفاده،د امریکا د بهرني سیاست د ټولو څلورو واړو پړاؤنو مشترګه  ځانګړنه ده. دغه مدعا که څه  هم  سمه کیدلی شي، خو له اقتصاده په تیره بیا  د هغو په محدودیّت  رامنیځةکونې او سلبي اړخ کې به د امریکا  اوزاری استفاده  په راتلونکي کې د نړۍ د خلکو په افکارو کې د امریکا په پر منفي موقعیّت  ټاکونکي اغیزې وشیندي. ځکه  له بندیزه  ددغه هیواد  آوزاري استفادې  په اوڅاره توګه  زیاتوالی  درلودلی دی او  د نړیوالو له نظره  ددغه سلطه غواړي سیاست  منفي اغیزې لیرې  نه دي.            د ملتونو د ټولنې  له تاسیس مخکې ، د یوه هیواد په ضد یواړخیز  یا ائيتلافي اقتصادي بندیزونه اعمالیدل. د ملتونو د ټولنې په تاسیس سره ، بندیز یوه اورګاني  بڼه غوره کړه . د نړیوالې ټولنې  دمیثاق شپاړسمې مادې غړی هیوادونه پابند کول  چې خپلې ما لي او  تجارتی اړیکې  له بل هر هغه غړي سره چې  د میثاق په چوکاټ کې ئې د خپلو ژمنو په خلاف  جنګ ته مخه کړي وي،غوڅې کړي.پردې اساس،نړیوالې ټولنې په ۱۹۲۱کال کې یوګوسلاویه ، په ۱۹۲۵کال کې یونان،په ۱۹۳۲-۳۵ پورې په کلونو کې پاراګویه  او بولیویا  او په ۱۹۳۵-۳۶ کلونو کې  ایټالیا بایکاټ کړه . البته د ایټالیا بایکاټول  یا په ضد ئې بندیز  په ۱۹۳۵-۳۶ کال کې په بریالیتوب سره ترسره  نه شو او  د دوهم نړیوال جنګ او د ملتونو د ټولنې د اورګان د دړې وړې کیدا سبب شو.

 د ۱۹۱۴کاله رانیولې تر ۱۹۴۵کلونو پورې په مودې کې  معمولا بندیزونه  د پوځي حملې په ترسره کیدا کې د هیوادونو د مخه نیونې او پوځي پيښو سره د مقابلې لپاره اعمالیدل. هغه بندیزونه چې له دوهم نړیوال جنګه وروسته اعمال شوي دي ،له ۱۹۴۵کاله ترمخکې پورې   د بندیزونو لپاره  د خوښې وړ موخو په باب   لاډيرې پراخې موخې درلودلې.نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه چې ددوو نړیوالو جنګونو په خرابو یا کنډوالو رامینځة شوي،د جنګ د مخنیوي لپاره،د بندیز له اړمه استفاده کړې ده .د ملګروملتو تاسیس،د ساړۀ جنګ له پیلیدا سره او په نړۍ کې د دوو نرمښت نه لرونکو قطبونو سره په یووخت شو.له بوځي آوزارونو څخه د جوتې او نیابتي استفادې په دلیل و بندیزونونو ته څه خاص توجه ونه شوه او د ملګروملتو د رامینځةکیدا په لومړنیو لسیزو کې بندیزونه ډير  کم  وو.

Image Caption

 

              د ملګروملتو له خواپه لګول شوو بندیزونوکې  چې زیاتره  د امریکا په نوښت او ټينګار سره ترسره شوي،په 1950 میلادي لسیزې کې پنځلس موردونه، په 1960 لسیزې کې  شل موردونه ، په   1970  لسیزې کې اوه دیرش موردونه،په 1980لسیزې کې ۲۳ موردونه او په 1990لسیزې کې لږترلږه پنځوس موردونه شاملیږي. له 1960کاله تر 1990 کال پورې په مودې کې  زیاتره بندیزونه  یو اړخیز او ډير  ئې د متحده ایالاتو له خوا  لګول شوي دي. په 1970لسیزې کې ‍ امریکا ځیني هیوادونه د  انساني حقوقو  د خلاف ورزیو په دلیل  بایکاټ کړل او د 1980 لسیزې په وروستیو کې  هم د ترهه ګرۍ، نشه ایزو موادو او دوسلو د پراختیا  خطره هم، د بندیز له اړمه  د استفادې لپاره د امریکا پلمې وې.

د ایران داسلامی انقلاب  په بریالیتوب سره، په 1979 کال کې  بندیزونه ، د ایران په ضد د امریکا دبهرني سیاست یو ثابت آوزار باندې بدل شول  چې  په وروستیو څلورو لسیزو کې ئې دوام درلودلی دی .

د ساړۀ جنګ پاي ، په نړیوالو بندیزونو کې    د نوي پړاؤ له پیلیدا سره  یو ځای شو . پلار جاج بش د یوقطبي  نړیوال نظم (نیو ورلډ آرډر)د تحقق په خوب لیدو سره ، نه یوازې د زیاتره پوځي قدرت له کارولو په تیره بیا له کویته د عراق د پوځیانو د ویستلو لپاره  په دغه هیواد  په حملې کې د پوځي قدرت  له کارولو استفاده و کړه،بلکې  په 1990لسیزې  کې ئې له بندیزونو تر دې حده استفقاده وکړه چې دغه لسیزه د ؛ بندیزونو لسیزه ؛ ونومول شوه . په دغې لسیزې کې د امریکا ونډه ،دنړۍ د بندیزونو تر 92فیصدو پورې  وه . امرکیا 35 هیوادونه  یوازې  له ۱۹۹۳کاله تر ۱۹۹۶ کال  پورې په مودې کې بایکاټ کړل. دغه بندیزونه په یوګوسلاویا، روانډا او انګولا  کې د بشري حقوقو ، په کویت د عراق په حملو او له ترهه ګرۍ څخه  د سوډان ،لیبیا او افغانستان  د ملاتړونو  په څير په مختلفو پلمو سره اعمال شول.

            امریکا هڅه کړې ده،په بندیزونو سره دخپلې خوښې وړ جهانی نظم  یو نړیوال رژيم  واکمن کړي .خوړاندۀبندیزونه چې د عراق په څير په ځينو بایکاټ شوو هیوادونو کې د لویو غمیزو سبب شول،لامل  شوي دي،د امریکا د بهرني سیاست لپاره د ؛بندیز لګولو  لیونتوب؛ له   عنوان  څخه د ریچرډ هاس په څير نظریه وړاندې کونکي  ور څخه استفاده  وکړي.

Image Caption

 

په دې اساس  امریکا ،په تیره بیا  د ستمبر له یولسمې نیټې پیښو وروسته بیا   د بندیزونو له اړمه استفادې ته مخه کړه  چې تردې دمه دوام لري او بندیزد امریکا په یوه حکمراني آوزار بدل شوی دی.

د هغو مستنداتو له ټولګې چې  وړاندې  شوې،دې نتیجې ته رسیدلی شو چې  امریکا  له خپلواکۍ وخت راهسې پخپل بهرني سیاست کې د اقتصاد له آوزاره  په ناوړه استفادې پسې دی خو ددغه کړچار  د تعقیبونې اندازه، په نړیوال سیاست کې ددغه هیواد د قدرت له اندازې  تابع نه  ؤ. داسې  چې  له دوهم نړیوال جنګه وروسته ډګر ته او د ملګروملتو  له تاسیس څخه وروسته پړاؤ ته  دامریکا په واریدیدا سره ، سوکه سوکه بندیزونه  دبهرنی سیاست په یوه  ډير مهم آوزار بدل شول . په امریکا کې د  بندیزونو له اعمالیدا سره  په رابطه کې په دغه پړاؤ کې د جوړښتونو او برلاسي سندونه  رامینځةشوي دي.

نن سبا په بندیزونو کې د امریکا د متحده ایالاتو د قدرت له جوړښته   مختلفې برخې اغیزشیندونکي دي. 1990 لسیزه، ددغه هیواد لپاره دبندیز له اړمه د ناوړه استفادې یو ترټولو خاص تاریخي پړاؤ  حسابیږي. په  عین حال کې  ددغه آوزار  ناکارندوالی لامل شوی دی چې  له ډيرو نیوکو سره مخ شي . د امریکا له خوا یو اړخیز پالنه او یو اړخیز بندیزونه او توکمیز چلندونه ،  د کارپيژاندو په اند، ددې ښودنه کوي چې  دغه سلطه پال سیاست  نه یوازې د ټاکلو  موخو ته د رسیدا لپاره اغیزشیندونهکي  نه دي ،بلکې  د بشری حقوقو  پایلې هم درلودلی دي .

Image Caption

 

 د ایران او  روسیې په څير هیوادونه چې  هر دواړه د امریکا  له بندیزونو سره مخ دي ، دغه شان  شرائط ئې  په فرصتونو بدل کړي دي څو  خپلې اړیکې لاپياوړي کړي.

 په حقیقت کې  بندیزونه ، خپلې هغې اصلي موخې ته چې  د امریکا په نظر کې وې،ونه رسیدل او په همدې خاطر پخپله امریکا یانو هم ورباندې سختې نیوکې  کړي دي .د مثال په توګه،د  تهران په باب د امریکا ظالمانه بندیزونو اصلي هدف ،د ایران د سوله ایز ایټمي توان کنټرولول  اعلان شوي وو،خو  نه یوازې دغې موخې ته ونه رسیدل،بلکې د هیواد ایټمي توانمنۍ نوره هم زیاتې شوې .

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو  ددغې لړۍ په ورپسې برخو کې به ،  د هیوادونو په مقابل کې د بدلون او د مخه نیونې  د آوزار په توګه له بندیزونو څخه د امریکا د ناوړه استفادې  موضوع درسره سپړو، نو تر هغه مطلب پورې  خپل خیال ساتئ د خپلې کورنۍ  او خپلوانو خیال ساتئ  او د خپلو ګاونډيانو خیال هم ساتئ ،نو په نیاؤمن خداي مو سپارو........

( سیماب)

**********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه