Dec 02, 2023 11:11 Asia/Kabul
  • سور  رِبن ( له ایډز سره د مبارزې نړیواله ورځ)سره فیته

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې  ایډز سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت د سرۀ رِبَن یا سرې فیتې  په نامې  سره له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو. هیله ده چې روغ جوړ او د سلامتیا په جامو پټ یاستئ.

دوستانو  له ۱۹۸۸کال څځه د دسمبر لومړۍ نیټه ( د لیندۍ یا قوس د میاشتې لسمه)، د ایډز نړیواله ورځ نومول شوې ده او هرکال   ددغې ورځې لپاره یو خاص شعار په نظر کې نیول کیږي ، ددغې ورځې په مناسبت  له ځانګړي مطلب سره ستاسوپه خدمت کې یوو.

دوستانو په پیل کې درته ددغې ناروغۍ  نښو نښانو ،دلیلونون او څرنګوالي   په باب درسره غږیږو، بیا  هم  داحصایو په  اساس په نړۍ کې د ایډز د خوریدا په باب  ځیني  اطلاعات او شمیرنې هم ستاسو  خدمت ته وړاندې کوو.

 ایډز ناروغي (AIDS) [Acquired Immune Deficiency Syndrome]یا هماغه سنډروم  د ایچ آئي وي ویروس په وسیله دبدن  د نیمګړي  خوندیتوب(امیونیټي ) په دلیل منتقلیږي. دا ویروس د بدن د خوندیتوب  حجرې یا سیلولونه دومره کمزورې کوي چې نور له  کوچنیو ناروغیو سره مبارزه نشي کولی .

  ایچ آئي وي ویروس (Human Immunodeficiency Virus) د بدن  پر سپينو   ګلبولونو په تیره بیا په  لنفوسیټو باندې په اغیزشیندنې سره چې له ډول ډول عفونتونو سره په مبارزې کې مهم رول لوبوي،د خوریدونکو ناروغیو د عواملو (پيتوجنیک ایجنټس)په وړاندې د بدن مقاومت اخلی . دغه ویروس د ریټرو وایروسونو(Retrovirus)په نامې سره د ویروسونو د ډلې غړی دی  چې د انسان سیلولونه یا حجرې ککړوي او ددغو سیلولونو انرژي او خوراکي مواد له هغو زبیښي او د خپلو ویروسونو د تولید او د ودې  د پراختیا لپاره ئې کاروي.

ایډز د ایچ  آئي وي ویروس د عفونت تر ټولو وروستۍ او جدی او خطرناکه مرحله ده .په دغې ناروغۍ ککړ کسانو  څخه د  ډیروکسانو د  بدن د خوندیتوب سسټم او خاص سپين ګلبولونه  تاواني شوي دي  چې معمولا به له نورو ناروغیو سره یوخاي وي . ایچ آئي وی ویروس،که  درملنه ئې ونشي، نو په کابو لسو کلونو کې په ایډز ناروغۍ بدلیږي.

مرسته کونکي لنفوسیټ یا  هماغه CD۴ سیلولونه، د وینې د سیلولونو  ځانګړی ډول دی چې  له ناروغیو سره  دبدن په مبارزې کې لوي  رول لري،او ایچ آئي وي  دغه سیلولونه له مینځه  وړي .د  CD۴ سیلولونو څخه ډیر زیات په له مینځّه تلو سره د بدن  دخوندیتوب  او دفاعي سسټم لاکمزوری کیږی  او ممکنه  ده یو کس د کلونولپاره د  ایچ ائي وي عفونت ولرل شي څو له دې مخکې  چې په ایډزبدل شي.

Image Caption

 

                  د ایډز ناروغۍ  په باب د پام وړ یو ټکی دا دی چې  د ایډز ناروغي  او   ایچ آئي وي ویروس دوه مختلف مفهومونه دي .ایچ ائي وي  ویروس،په خصوصي توګه د یدن  ددفاعی سسټم له سیلولونو سره  یوځای کیږي او دوي کمزوري کوي.. دغه ویروس  په پټه توګه تر کلونو پورې په بدن کې باقي پاتیکیږي او که  په سمه ئې درملنه ونشي ،نو د وخت په تیریدا سره  به په ایډز ناروغۍ بدل شي.

په دغې مرحلې کې ککړ کس  ممکنه ده د ناروغۍ ویکټر  ولرل شي،خو بدن هیڅکله هم نښې نښانې نه رابرسیره کوي.ایډز ناروغي د هغو انساني ټسټونو  نښو نښانو ټولګه  ده چې په مستقیم ډول د ایچ آئي وی  ویروس د عفونت له امله د بدن ددفاعي سسټم له  اختلالاتو سره  اړوندیږي.

ایچ ائي  وي ویروس  په بدن کې له کومې نښې پرته  موجود وي. په عین حال  کې په ځينو کسانو کې  د ایډز نښې  له یوه کال وروسته  د لیدو وړ وي. معمولان  ددغې ناروغۍنښې د هغو له زیاتوالي په اساس مختلفې وي.

Image Caption

 

که ایچ آئي وي ویروس تازه تازه  بدن ته وارد شوی وي، نو  کابو له دوو ترڅلورو اونیوپورې به  ئې  د آنفلونزا  ته ورته نښې نښانې  رابرسیره شي. په دې نښو نښانو کې   تبه  اسهال، سر درد،ستړیا،د وزن کمیدل،د پوستکي درد، د لمفنونو پړسوب، د عضلاتو او پنډیَو درد،د پوستکي خارښت یا خارش، او د خولې او غاښونو فنګسي او د ورَیو پړسوب  شاملیږي.

                په ځینو کسانو کې، د لمف نوډ دوامداره پړسوب  له  کلینیکي پلوه په  HIV بهیر کې واقع کیږي.په دې حالت کې،HIV ویروس په بدن کې پاتې کیږي او د وینې په سپینوګلبولونو یا  حجرو اخته کیږي.

د  وزن ډيره کمیدا،  له بې دلیله ستړیا، تیزه تبَه او شپې مهال د بیا بیا میتَّزو راتلل، اوږدمهاله یا له یوې اونۍ زیاتې مودې لپاره اسهال ،په خوله او ژبه او د بدن په لاندینیو برخو باندې تڼاکې  او زخمونه او عفونت،سټریس ، عصبی  ګډوډي او  د  حافظې له لاسه ورکول  د ایډز دناروغۍ په نښو نښانو کې  شمیرل کیږی.

  د ایډز  په ویروس ککړ کس   زیاتره د وینې ، شیدو  او پیچکارۍ  پشمول  د مائعاتو  چې بدن ته ئې رسیږي، ناروغه کیږي . د ویروس منتقلیدا  یوازې په هغه لاره ممکن دي   چې  په  ایډز ویروس  ککړدغه شان مایعات  د بل کس بدن ته وارد شي.  د ایډز ویروس معمولا  په ایډز له ککړ کس سره له مخنیوي پرته  د جنسی تماس له لارې،په ایډز له  ککړ  کس سره په ګده په سرنګ یا سرنج سره په پیچکاري وهلوسره  منتقلیږي.دغه راز د ایډز ویروس د منتقلیدا یوه بله لاره جنین ته د د اُمیندوارې مور له لارې  هم  ده . هره هغه ښځه چې امیندواره  وي یا د امیندوارۍ نیّت لري  او په  یوه دلیل مشکوکه وي چې   د هغې لباره له ویروس سره د ککړتیا احتمال  شده ،نو  لازمه ده  له امیندوارئ مخکې له ایډز سره اړونده مشورې وکړي  او ټسټونه  ترسره کړي.که  د امیندوارې میرمنې دایډز ټست مثبت  وي ،نو باید  د هغې بچي ته د ایډز د منتقلیدا دمخنیوي  لپاره لازم درملو څخه استفاده وکړي او  بیا بچي ته له شیدو ورکولو ډډه  وکړي.    

Image Caption

 

              د ایډز ویروس  دهوا یا خواړو له لارې  نه منتقلیږي ( مثلا، دټوخي  یا پرَنجي  له لارې نه منتقلیږي).

د یوه ککړ کس له خپلې کورنۍ ، همکارانو، خپلوانو  او یا دوستانو سره  له ناستې پاستې  او په ګډه له یوه تشنابه  د استفادې  او د  ورځې د عادي تماسونو له لارې هیڅکله  هم  ایډز نه منتقلیږي. ایډز همداراز په غیږې کې   د نیولو او دغه راز  له  مَچ  کولو له لارې هم نه منتقلیږي.د  ایډز ویروس  د ککړ کس په  خوَلو، اولټیو، مدفوع  او میتَّیَزو کې  موجود وي  ،خو تر دې دمه  نورو  ته له دې لارې  د منتقلیدا هیڅ راپور نه دی ترلاسه شوی .ماشي ، حشرات  او مچان هم دغه ویروس نه منتقلوي.

نو خوږو دوستانو  د ایچ ائي وي ویروس د څرنګوالی منتقلیدا   او څه شی  په باب مو یو لړ مطلبونه ستاسو خدمت ته وړاندې کړل نو که مو خوښه وي ،اوس به  مو هم په نړۍ کې د ایډز په ناروغۍ د ککړو دشمیر  او ددغې ناروغۍ د احصایو اطلاعات  وړاندې کوو.

د ترسره شویو څیړنو له مخې، دا ویروس د لومړي ځل لپاره په افریقا کې او د شلمې پیړۍ په پیل کې له چمپینزي څخه انسانانو ته  منتقل  شوی و.

په ۱۹۹۸کال کې  له ۱۹۵۸کال  سره اړونده د پلازما د یوې نمونې لپاره آنالیز ترسره شو  او تفسیر ئې ددې ښودنه کوله  چې  ایچ ائي وي 1 ،  په کابو ۱۹۴۰ لسیزې  یا په ۱۹۵۰لسیزې کې  د انسان بدن ته وارد شوی دی . نو پوهان په دې اند دي چې د انسان بدن ته ایچ ائي وي  ویروس  واریدیدا له ډير مخکې مخت ته ورګرځي .

 نن سبا ډیری په دې اند دي چې لکه څنګه چې  ایچ ائي وي ویروس ،په لویدیځي آفریقا کې   د چمپینزې په یوه نسل کې د SIV  یو بشپړ ډول   دی،پر دې اساس په انسان کې د ایچ آئي وي لومړنی مورد  په لویدیځي آفریقا کې  راپنځیدلی دی  او له هغه ځایه  دغه ویروس په درستې نړۍ کې خور او  پراخ شوی دی .

               که څه هم ممکنه ده چیمپينزه (د لویو بیزوګانو یو نسل) د ایچ آئي وي  لومړنۍ سرچینه نه وي ، او د انسان بدن ته د دغه ویروس منتقلیدا له یوې سیمې په زیاتو ځایونو کې ترسره شوی وي ، پر دې اساس ډير احتمال شته چې ایچ آ ئي وي   په یو وخت کې هم په جنوبی امریکا او هم په افریقا کې راپنځيدلی  وي .ممکنه ده،هغه  ځاي او وخت ته چې دلومړي ځل لپاره ایچ ائي وي په مشخص او دقیق ډول  پکې رامینځةشوی وي، اشاره نه شوکولی، خو هغه څه چې  مسلم دي ،د شلمې پيړۍ په مینځیو کې په ایچ ائي وي سره ککړتیا په درستې نړۍ کې خوره وره شوې چې د ایډز په عنوان سره یادول کیږي. 

 په نړۍ کې له ایډز سره اړونده  احصایو په اساس،هغه څه چې په ملګروملتو کې د ایډز نړیوالې احصائې په توګه راغلي  دي وائي چې،په ۲۰۲۱کال کې له ایچ ائي وی ویروس سره په نړۍ کې  کابو ۳۸میلیون او څلور لکه کسانو ژوند کاوۀ. همداراز  یو میلیون  پنځه لکه کسان  هم په دغه ویروس ککړشوي او شپږ لکه  پنځوس زره کسان هم  د ایډز د ناروغۍ له امله مړه شوي دي  چې په هغو کې یو لک لس زره ماشومان او زلمیان   شاملیږي.

دغې موسیسې په   ایچ  ائي وي  دککړو ځوانانو  شمیر دوه میلیون او اوه لکه کسان بللی  او وئیلی ئې دي ، چې که څه هم ماشومان او زلمیان  د ایچ آئي وي  لرونکو نفوسوڅخه یوازې اوه فیصدي برخه جوړوي ، خو په ۲۰۲۰ کال کې  نوي ککړو یویشت فیصده او  دمړینو څخه  اولس فیصده پکې شاملیږي.

              ددغو احصایو په اساس  دایډز ناروغۍ  دخوریدا له هماغه پیله په دغې ناروغۍ کابو  ۸۴میلیون او دوه لکه کسان ککړ شوي دي او څلویښت میلیون او یو لک ک سان هم ددغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي .

د موجوده اطلاعاتو په اساس، په تیرې لسیزې کې  په درستې نړۍ کې د ایچ  آئي وي  نوي موردونو شمیر  ترپام وړ پورې کم شوی دی ، البته  په لویدیځي آسیا او شمالی  افریقا کې کیسه له دې سره مختلفه ده . نړۍ  په ۱۹۹۶کال کې دایډز  اپيډمي  د اوج له وخت څخه ډیره فاصله کچ کړ ې ده ، له ۲۰۱۰کاله تر ۲۰۲۱ کال پورې په مودې کې  په  نړۍ کې په ایچ آئي وي  ویروس د نوو ککړو کسانو شمیر   کابو ۳۲فیصدو پورې کم شوی دی ،خو په لویدیځي آسیا سیمې او شمالي افریقا کې  کې دنوو عفونتونو شمیر  په  هماغه پړاؤ کې ۳۳فیصده زیات شوی دی .

= دایډز نړیواله ورځ  ددسمبر لومړۍ نیټه  نه یوازې  دبجټ د زیاتولو لپاره ،بلکې د پوهې ،زده کړې   د زیاتولو او له توپيرونو سره دمبارزې لپاره ټاکل شوې ده ، همداراز د ایډز نړیوالې ورځ  اهمیّت په دې کې دی  چې  عامو خلکو ته  وریاده شي  چې ایچ آئي وي له مینځه تللی نه دی  او تر اوسه پورې لا ډير کار پاتې دی چې باید ترسره شي . سره پيته یا سور رِبّن، ددغې ناروغۍ لپاهر د پيژندل شوي   په ایډز له ککړو کسانو څ خه د ملاتړ او د پوهې دز یاتولو   په معنا دی.

باید په یاد ولرل شي  او ژمن شو، د  (Remember and Commit) شعار په ۲۰۲۳کال کې ددغې ور ځې شعار دی  او باید لاسونه سره ورکړو او  ددغې سپيرې بلا په ضد په مبارزې کې  دیوه بل مرسته وکړو.  ان شاا......

 

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه