په غزه کښې جنګ او راتلونکې معما
(last modified Mon, 11 Dec 2023 06:48:23 GMT )
Dec 11, 2023 11:18 Asia/Kabul
  • په غزه کښې جنګ او راتلونکې معما

د تهران راډيو ګرانو مینه والو السلام علیکم! د غزې د جنګ د سناریوګانو او معمّا په هکله مو یوه ځانګړې لیکنه تیاره کړې ده او هیله لرو چې ستاسو د خوښې او ګټې وړ به وګرځي

د طوفان الاقصی عملیاتو له امله له سترې امنیتي او پوځي ماتې وروسته د غزې په تړانګې د صهیونیسټي رژیم له سختو بریدونو څه باندې دوه میاشتې وشوې. د نیواکي فلسطین قصاب نتانیاهو غواړي چې د دې سترې ماتې بدل له فلسطیني ښځو او ماشومانو واخلي. په دې موده کښې مختلفو هیوادونو هڅه وکړه چې د یو پریکړه لیک په تصیبولو سره صهیونیسټي رژيم په غزې باندې د بریدونو او د دې سیمې د خلکو د وژلې بندولو ته مجبور کړي خو د صهیونیستي رژیم ترټولو سترې ملاتړې امریکې د اوربند د ټینګښت لپاره وړاندې شوې مسوده وټو کړه.

د پریکړه لیک د صادرولو او په غزه کښې د اوربند د اعلانولو لپاره د ملګرو ملتو د سرمنشي انتونیو ګوترش وروستیو هلو ځلو د تیرې جمعې په وځ یعنې د دسمبر په اتمه نیټه د امریکې په «وټو» سره ماتې وخوړله. د ملګرو ملتو سرمنشي د امنیتي شورا په غونډه کښې د غزې د حالت په هکله له خپل لیک او د اماراتو له وړاندیزي پریکړه لیک او د سمدستي اوربند له غوښتنې وروسته په دې هکله وویل: د ملګرو ملتونو د منشور د ۹۹ مادې په حواله، ما امنیت شورا ته یو لیک ولیکه ځکه چې مومږ د سقوط مرحلې ته رسیدلي یو. ګوټریس وویل: "ملګري ملتونه ژمن دي چې د غزې د اوسیدونکو سره مرستې ته دوام ورکړي. ما د امنیت شورا ته د ۹۹ مادې په حواله خط لیکلی دی ځکه چې مونږ د سقوط او ړنګیدو مرحلې ته رسیدلي یوو. "زه اندیښمن یم چې په غزه کې د روانو  پیښو پایلې به د ټولې سیمې د امنیت لپاره ویجاړونکي وي."

د ویلو ده چې د ملګرو ملتونو د منشور ۹۹ ماده له ډېرو کلونو راهیسې نه وه کارول شوې. دغه ماده د ملګرو ملتو سرمنشي ته دا واک او اختیار ورکوي کوم مسائل چې نړیواله صلح او امنیت ګواښي، په ګوته کړي. انتونیو ګوترش په غزه کښې د اوربند د اعلانولو لپاره د ټولو هلوځلو له ماتې وروسته د ۹۹ مادې له مخې د امنیت شورا پړاویز مشر ته په یو لیک کښې ولیکل چې باوري دی د اسرائیلو او د فلسطین د نیواکي ځمکو وضعیت ممکنه ده د نړیوالې صلحې او امنیت د ساتلو لپاره موجود ګواښونه لازیات کړي.

د ملګرو ملتو سرمنشي ټینګار وکړ چې د امنیت شورا اقدام نه کولو او په غزه کښې د حالاتو خرابیدو، دی، دغه ډول کار کولو ته اړ کړی دی.

د نړیوالو مسائلو کارپوه «رضا نصري» د انتونیو ګوترش د دغه وروستي اقدام او امنیت شورا ته یې د لیک لیږلو په هکله وویل: د ملګرو ملتو په خپل لیک کې په غزه کې د ملکي وګړو د زیاتې مرګ ژوبلې، د روغتونونو ناوړه وضعیت، د روغتیايي سیستم د کمزورتیا، د مرستو په رسولو کې ستونزې او د جګړې نورې ناخوالې بیان کړې او د اسراییلو پرله پسې بمبارۍ یې د عامه نظم د بشپړه سقوط لامل وبللې او د هغو د نه سمیدونکو انساني پایلو په اړه یې خبرداری ورکړ.

*/*/*/*/

د ملګرو ملتو د ۹۹ مادې په اساس په غزه کښې د اوربند د غوښتنې د پریکړه لیک د مسودې وټو کول د نړۍ د عامه افکارو په سطحه د امریکې او صهیونیسټ رژیم لپاره ستره ماتې ده . د غزې په تړانګې له وحشتناکو بریدونو سره سره، اسراییلو او د ملاتړو په توګه یې امریکا او اروپایی دولتونو د حماس او د فلسطین د خلکو په وړاندې رواني جګړه پیل کړه. صهیونیسټانو دا ځل هم کوشش وکړ چې د ځان په مظلوم ښودلو او د ترهګرې ډلې په توګه د حماس په انځورولو سره د فلسطیني ماشومانو او ښځو وژل په نیواکي سیمو او په لویدیځ کښې عامه افکار توجیه کړي.

خو د نیواکګرو صهیونیسټانو دغه سیاست د نورو وختونو په اپوټه، معکوسې او اُلټه پایلې لرلې دي او د اسرائيلو د جعلي رژيم خلاف له اسلامي هیوادونو سره په یو وخت د اروپا او مریکې په ښارونو کښې هم د فلسطین د قصا نتانیاننو د نسل وژنې له سیاست سره د مخالفت او ترې د کرکې یوه څپه راپورته شوه. امریکا او اروپايي حکومتونو په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم په جنایتونو باندې د اعتراضونو د دغې څپې په وړاندې ونه توانیدل چې د فلسطین د خلکو دفاع، له یهودي سره دښمني وبولي او د خپلې دفاع په جامه کښې د دغه رژيم په جنایتونو باندې برغولي کښیږدي.

د نړیوالو ارګانونو په سویه هم په اول ځل په غزه کښې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو خلاف به پراخه پیمانه د دغو جنایتونو د بندولو کمپین رامینځټه شو. نړیوالو ارګانونو به همیشه، په دغو ارګانونو کښې د لویدیځو حکومتونو نفوذ ته په پام سره د نیواکګر صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په وړاندې یا د هغوي په ګټه او پلویتوب دریځنیونه کوله او یا به غلې پاتې کیدل خو دا ځل ملګرو ملتو او د ځینو نړیوالو ارګانونو لکه د جزا د نړیوال محکمې چارواکو بل شان چلند درلود، تر دې حده چې انتونیو ګوترش د ملګرو ملتو د منشور په ۹۹ مادې باندې په استناد سره، د ملګرو ملتو د سمدستي او بیړنۍ غونډې د جوړیدو او په غزه کښې د جنګ د بندیدو لپاره د غوښتنې له خپلو اختیاراتو کار واخیسته. او د ګوترش د دغې غوښتنې اولنۍ مخالفه هم، امریکا وه.     

   */*/*/*/

امریکې د ګوترش فیصله د ستر شرم لامل بللې او باوري ده چې (د غزې په هکله) په نړیوالو ټولنو کښې د دغه بند کارول په دې معنا دي چې ملګرو ملتو په واضحه خو په غیرمستقیمه توګه دا خبره په رسمیت منلې ده چې «اسرائیل» د نسل وژنې جنایتونه ترسره کوي او دا چې د اسرائیلو ملاتړي هیوادونه په تیره بیا امریکا په دغې نسل وژنې کښې ونډه لري.

د صهیونیسټي رژیم خارجه وزیر «الي کوهن» (Eli Cohen)  د ملګرو ملتو د سرمنشي دغه اقدام ته په یو تند غبرګون کښې په ایکس ټولنیزه شبکه کښې ولیکل: د ګوترش مشري د نړیوالې صلحې لپاره یو خطر دی.

امرکیا او صهیونیسټي رژیم د انتونیو ګوترش د اقدام په غبرګون کښې، د تل په څیر، د حقیقت د اپوټه ښودلو او د ظالم او مظلوم د ځاې د بدلولو په تکل کښې دي. د امنیت شورا له پنځلسو غړو څخه یوازې امریکې د اوربند د غوښتنې د پریکړه لیک مسودې ته مخالفه راې ورکړه. حتی انګلستان چې د صهیونیسټي رژیم پلندر دی، هم سپینه راې ورکړې ده. د انګلستان حکومت د دغه هیواد د عامه اذهانو تردباؤ لاندې مجبور شوی چې د اممنین شروا د جمعې د ورځې په غونډه کښې سپينه یعنې بې طرفه راې ورکړي. په تیرو دوو میاشتو کښې په بریطانیا کښې د نورو اروپايي هیوادونو نه زیاتې اسرائیلي ضده او د فلسطین د مظلومو خلکو په حق کښې مظاهرې او غونډې شوې دي.

حتی فرانسه چې اول یې په غزې باندې د اسرائیلو ویجاړوونکي بریدونه د ځان په دفاع کښې د اسرائیلو حق ګڼه، لږترلږه په ظاهره کوشش کوي چې خپل انساندوستانه ظاهر وساتي. په ملګرو ملتو کښې د فرانسې دائمي استازي  «نیکلاس ډي ریوایر»(Nicolas de Rivière)  ویلي دي: امنیت شورا یو ځل بیا ماتې وخوړله. فرانسه په غزه کښې له روانې انساني غمیزې سخته اندیښمنه ده او په دې وجه یې دغه پریکړه لیک ته مثبته راې ورکړه.

صهیونیسټي رژیم حتی د روسیې او چین په شان د خپلو دوو دودیزو ملاتړ او تجارتي شریکانو ملاتړ هم نه لري کوم چې په ملګرو ملتو کښې د وټو له حقه هم برخمن دي. په ملګرو ملتو کښې د روسیې د نمایندګۍ وړومبي مرستیال دیمیتری پولیانسکی (Dmitry Polyanskiy)  په غزه کښې د سمدستي انساني اوربند د ټینګښت لپاره د امنیت شورا د پریکړه لیک په وټو کولو کښې د امریکې په اقدام باندې په نیوکې سره وویل: امریکې بیا هم په غزه کښې د اوربند او ډزبندۍ مخه ونیوله او د اوربند مخنیوی یعنې د زرګونو او شاید د لسهاؤ زرو فلسطینیانو لپاره د امریکې له خوا د مرګ حکم.

همداشان په ملګرو ملتو کښې د چین سفیر او استازي  ژانګ جون (Zhang Jun)  وویل: مونږ خواشینې یوو چې په غزه کښې د وژلو له دوام سره سره متحده ایالاتو د هغه پریکړه لیک خلاف د وټو حق وکاروه چې په دغې سیمې کښې د اوربند غوښتونکی دی.

*/*/*/*/*/

د ملګرو ملتو رپورټ په غزه کښې د ملکي وګړو، ښځو، ماشومانو او په تیره بیا د بوډاګانو د قتل عام ښودنه کوي. اوس نتانیاهو او د اساریلو پوځ د نړیوالو له نظره یو جنګي جنایتکار بلل کیږي. د بشردوستۍ مدعي اروپايي حکومتونه هم دغه جنایتونه نه شي پټولې او په غزې باندې د تیري په اولو اونیو کښې له اسرائیلو  د خپلو ملاتړي دریځونو اپوټه، په خپلو ادبیاتو کښې بدلون ته مجبور شوي دي.

په یوې سوځیدلې ځمکې د غزې تړانګې د بدلولو لپاره د صهیونیسټانو له هلوځلو سره سره، تر دې دمه د نتانیانو او د صهیونیسټي پوځ په وړاندې چې ځان په سیمه کښې ترټولو غوره پوځي قدرت بولي، فلسطیني مقاومت دوام لري. هغه هم په داسې حال کښې چې د اسرائیلو د پوځ د قومندان په وینا، په غزې باندې پرله پسې له لسو زرو بمباریو وروسته لاهم تر ځمکې لاندې د ټنلونو د موندلو او یا د حماس د تسلیمیدو او ختمیدو په ارمان دی.

میداني حقیقت دا دی چې د اسرائیلو د پوځ په وړاندې د حماس مقاومت دوام لري او د اسرائیلو د پوځ قدرت، په غزه کښې له ستري انساني غمیزې پرته هیڅ نتیجه نه ده لرلې.

*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی