Jan 23, 2024 10:03 Asia/Kabul

د تهران راډیو مینه والو له رسنیو او موسیقۍ څخه د ناوړه استفادې په هکله یوه ځانګړې وینا درته وړاندې کوو او کوشش کوو چې د موسیقۍ په جامه کښې د امریکايي او صهیونیسټي سرمایه دارانو څیره بې نقابه کړو، هیله ده چې دا لیکنه مو خوښه شي.

ګرانو او قدرمنو مینه والو احتمالاً د ګینګسټر ریپ نوم مو اوریدلی وي، د موسیقۍ د صنعت یوه مهمه کلمه چې ځانته خاص پلویان لري. خو آیا تراوسه مو د هغو کسانو د اهدافو په هکله چې په دې برخه کښې محتوا او موسیقي تولیدوي، فکر کړی دی؟

ستاسو له نظره د موسیقۍ دا سټایل د خپلو مینه والو په تیره بیا ځوانانو په ژوند باندې کومې اغیزې لرې؟

په دې وروستیو کښې د سي، آيي، ای یو متقاعد مامور په یولړ ځانګړو اهدافو سره د ګیګسټر ریپ د جوړولو په موخه د دغه سازمان د پټو علملیاتو په لړ کښې ځیني اعترافات کړي دي چې په دې پروګرام کښې یې جاج اخلو.

د سي، آيي، ای متقاعد مامور جان هومسټن په دې وروستیو کښې د روسیې په ملي ټیلیویژنNTV) ) کښې په یو پروګرام کښې اعتراف کړی دی چې سي، آيي، ای د اتیایمې لسیزې په وروستیو او نویمې میلادي لسیزې کښې «د ګینګسټر ریپ« په جوړولو سره د خصوسي زندانونو د ډکولو په موخه د تبهکارانه تګلارو د په زړه پورې ښودلو په لټه کښې وه.

د ریپ موسیقۍ تاوانونه

د مومسټن په خبره، د امریکې حکومت په هغه زمانه کښې د امریکايي ځوانانو د فاسد کولو او په هغو کښې له الحادي نظریې سره د مینې پیدا کولو په موخه په پټه توګه او د ډیرو پیسو په لګولو سره ډیر مخفي عملیات پلان او اجرا کړي دي.

خبریدل به مو ښه وي چې حتی د NWA په نامه د ریپ د افسانوي ډلې څخه د هیپ هاپ مشهور شعرونه، د سي آيي ای د ارواپوهانو او د جنګي تبلیغاتو د ماهرانو یوې ډلې لیکلي دي او «د پولیسو په پلار دې لعنت وي»، "کله چې یې زه وویستلم ، ما خنجر راوباسه" یا "ماشه کش کړه» او مړي را ایستل کیږي" په شان شعرونه حکومت ضد شعرونو په توګه تولید شوي چې هدف یې د چارواکو په وړاندې د تعصب د څپې رامینځته کول دي.

د ویلو ده چې دا ډول آثار، د نشه ایزو موادو استعمال دودوي او د ځوانانو په ذهن کښې ګینګسټري ژوند، په زړه پورې انځوروي.

شاید په سطحي او سرسري نظر کښې داسې وښکاري چې د موسیقۍ دا سټایل تش د ساعت تیرۍ لپاره تولیدیږي حال دا چې حقیقت، بل څه دی.

کې دې مسئله ته په ژور نظر وګورو نو وینو چې دا ډول موسیقي له مجرمانه کړچاره د کلامي او بصري ملاتړ لپاره بیخي په هدفمنه توګه ډیزاین شوې ترڅو د جرمونو کولو ته د ځوانانو په لمسولو سره، هغوي خصوصي او پرائیویټ زندانونو ته واستوي.               

اوس دې ټکي ته پام وکړئ چې د امریکې د پوځي صنایعو خاوندان د خپلو تولیداتو لپاره له حکومت څخه د ډیرو پیسو غوښتنه کوي خو خوښوي چې دغه تولیدات د کار د مرئي ځواک په لاس وشي او دغو غلامانو ته د کار مزدوري او اجرت ورنه کړي. که یو صنعت زرګونو کارګرانو ته ضرورت ولري نو هر کارګر ته باید د یو ساعت کار په بدل کښې له ۳۰ نه تر ۵۰ پورې ډالر ورکړي خو زنداني کارګرانو ته د UNICOR له خوا ورکول کیدونکې دیاړي په ساعت کښې له ۰.۲۳ نه تر  ۱.۱۵پورې ډالر دي.

په دې وجه د سترو سرمایو خاوندان خپل تولیدات په یو داسې ډول برابروي چې د کار له ځواک څخه تقریباً د زنداني مرئیانو په اندازه استفاده وکړي. هر کله چې د زندانیانو شمیر کمیږي، پانګه وال په ټولنه کښې یوه نوې څپه راپورته کوي او نور لکونه کسان زندانونو ته استوي او داشان تل د کار ارزان مزدوران ولري. په هم دې وجه امریکا د نړۍ په ۴.۳ فیصده نفوسو سره، د ټولې دنیا د زندانیانو څه باندې ۲۰ فیصده لري.

اوس پوښتنه دا ده چې «ګینګسټري ریپ» د سترو پانګه والو لپاره څرنګه ارزان او همیشه موجود کاري ځواک برابروي؟

په 2012 کښې په امریکا کښې د رسنیو یوازې 232 اجرایوي مسؤلینو د ټولو هغو لارو د کنټرولولو مسئولیت درلود چې د مشهورو شخصیتونو د معرفي کولو او د شهرت او پیسو لپاره هر ډول رجحان رامینځته کوي.

د مثال په توګه ټایم وارنر د Warner Brothers Records د مالک په توګه نه یوازې کوې شول چې له یو هنرمند سره قرارداد وکړي بلکې له دې امله چې د هالیووډ یوه ډیره نفوذي او اغیزناکه نشریاتي ډله یعنې Entertainment Weekly یې هم په واک کښې درلودله، په چټکۍ سره به یې د  یو هنرمند انځور د مجلو په جلد چاپوه او په ډیره لږه موده کښې به د شهرت او پيسو ګټلو بهیر وهه.

د پام وړ ټکی دا چې د شخصیتونو د معرفۍ او پیسو ګټلو د بهیر په دوران کښې، ډیر په اسانه د یو خاص بهیر د نظر وړ افکار، عقاید او اهداف هم مخاطبانو ته منتقلیږي او دا بهیر لاهم دوام لري، هغه بهیر چې فیصله کوي چې خلک څه شي ته پام وکړي، د کوم سلیبرټي پلویان شي، په کوم څیز پسې شي او کوم ډول موسیقي واوري.

ګرانو مینه والو اوس ستاسو پام یو بل بوږنونکو او حیرانونکي حقیقت ته اړوو، په خپلو کښې د موسیقۍ د صنعت او د امریکې د خصوصي جیلونو د مالکیت د ملګرتیا په هکله حقیقت ته.

د BET او MTV په نامو دوه چینلونه په «وایاکام Viacom» پورې اړونده دي. کله چې د دغو ډله ایزو رسندوي شرکتونو مالکیت د پرائیویټ جیلونو په مالیکیت کښې له سترو نومونو سره څیړل کیږي نو حیرانونکې پایلې ترلاسه کیږي.

د امریکې د «کور سِوِک Core Civic» مالک چې مخکښې «کرِکشنز کارپوریشن Corrections Corporation» و، «وینګارډ ګروپ اِنکارپوریټډ Vanguard Group Incorporated» دی. وینګارډ Vanguard په «وایکامViacom» او «ټایم وارنر  Time Warner» کښې ډیره ونډه لري او همداشان د ټولې امریکې د خصوصي زندانانو د سترې مالکې GEO ډلې ترټولو ستر ونډه وال دی.

په نتیجه کښې له دغه تریخ، تور او بوږنونکي حقیقت سره مخامخیږو چې :

د رسنیو مالکان او په بله وینا د ځلمیانو او ځوانانو په کلتور کښې د ګینګسټري ریپ  د شاملولو مسئولان هم هغه د خصوصي او پرائیویټ زندانانو خاوندان دي.

دغه مالکان یوازې د پیسو او قدرت په فکر کښې دي او په ټولنه کښې د ګینګسټرازم له دودولو رامینځته کیدونکې ورانونکې او بدې اغیزې ورته بیخي مهمې نه دي، په دې وجه تل هڅه کوي چې ځلیمان او ځوانان د ګینګسټري ریپ د میوزک او ویډیوګانو تر تاثیر لاندې راولي او هغوي د تبهکارانو په ژوند میئن کړي.

کوم ځوانان او ځلمیان چې په دغه ډول آثارو او حتی د تبهکارانه ژوند په ډول میئنیږي، بلآخره په تبهکارانو ډلو کښې د شاملیدو او د جرمونو ترسره کولو په وجه خصوصي زندانانو ته ځي او دا هم هغه سپیره هدف دی چې په امریکا کښې یې د رسنیو خاوندان تعقیبوي.

په جیلونو کښې د ځوانو ګینګسټرانو د شمیر په زیاتیدو سره، د کار لپاره د ارزانو او په اسانه پیدا کیدونکو ځواکونو شمیر هم زیاتیږي او په نتیجه کښې د «ونګارډ» او «بیلک راک» په شان ستر شرکتونه او کارخانې په پراخه پیمانه د کار ارزان ځواک په اختیار کښې لري.

*/*/*/*

دې ټکي ته هم اشاره پکار ده چې، په دغو کسانو کښې چې د دغو قدرت غواړو په پیسو میئنو شیطانانو په جال کښې ګیریږي، د امریکې د سترو ښارونو په اطرافو کښې د بې وزله کورنیو رنګین پوستي ځوانان دي.

جان هومسټن په خپلو اعترافاتو کښې ویلي دي:

په «لوړ قد لرونکي اسرائیلي» مشهور «لیور کوهن» چې د هیپ هاپ موسیقۍ د صنعت پیاوړی کس دی، د سي، آيي، ای یوه ارزښتناکه پانګه او د پیسو جوړولو یو ویرونکی مشین دی.

دا اول ځلنه دی چې د امریکې او صهیونیسټ نوم د ځلمیانو او ځوانانو د ژوند د ویجاړونکو په توګه مطرح کیږي، بلکې دغو شیطانانو تل او په مختلفو طریقو د ځلمیانو او ځوانانو ژوند تباه کړی او تباه کوي یې، کله په توغندیو او بمونو او ګولیو سره او کله هم د ساعت تیرۍ او رسنۍ په نوم.

*/*/*/*/

لیک: ساناز احساني

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه