Mar 11, 2024 09:33 Asia/Kabul
  • د بادو پيمانه ۱۵

د اسرائیلو په هکله لس مشهور دروغ

د تهران راډیو مینه والو السلام علیکم! د بادو پيمانه د لړۍ له یوې بلې برخې مو په خدمت کښې یوو. نن د اوسلو د موافقې جاج واخلو چې آیا دغه موافقې د یوې حقیقي صلحې بهیر و؟ نو د اوسلو د موافقې په هکله د اسرائیلو د دروغو په هکله به غږیږو.

د ۱۹۹۳ کال د ستمبر په دیارلسمه نیټه، اسرائیلو او د فلسطین آزادي بخښونکي سازمان یا همهغه (پي، ایل، او) د سپينې ماڼۍ د انګړ په چمن کښې د امریکې د ولسمشر په شتون سره د اوسلو په نامه یوه موافقه لاسلیک کړه. د پي، ایل، او مشر یاسر عرفات، د اسرائیلو وزیراعظم اسحاق رابین او د دغه رژيم خارجه وزیر بیا وروسته د دې موافقې په وجه د صلحې نوبل انعام وګټه.

تر هغه کاله پورې اسرائیلو د فلسطین د راتلونکي د برخلیک په هکله له پي، ایل، او سره نیغ په نیغه خبرې نه کولې. اسرائیلو غوره ګڼله چې له پي، ایل، او سره د مستقیمو خبرواترو پرځاې له اردن سره مذاکره وکړي. خو د ۱۹۸۰ لسیزې په نیمايي کښې یې خپل دریځ بدل کړ. وجه یې هم، هغه ګټه وه چې په دې مینځ تشې صلحې کښې یې لیدله.

دواړو لورو آخر په ۱۹۹۳ کال کښې په څرګنده توګه په خپلو کښې وکتل. د امریکایانو مرسته هم د اوسلو موافقې د فاینل کیدو سبب شوه. د اوسلو موافقه په ډیرو نمایشي ترتیباتو سره د ۱۹۹۳ کال په ستمبر کښې په سپینې ماڼۍ کښې لاسلیک شوه. هغه موافقه چې د اسرائيلو او فلسطین ترمینځ د نښتې د ختموونکې په توګه اعلان شوه.

خو د اوسلو په بهیر کښې دوه غلطې او بې بنیاده افسانې موجودې دي، وړومبۍ دا چې اوسلو د حقیقي صلحې یو بهیر و او دویمه دا چې یاسر عرفات د اسرائیلو خلاف د ترهګرو عملیاتو په نامه د دویمې انتفاضې د راپورته کولو له لارې، دغه بهیر په قصدي توګه د ماتې په لور ټیل وهه.

اولنۍ افسانه حل لارې ته د رسیدو لپاره د یو امید او هیلې لامل شوه. خو کله چې یې ماتې وخوړه نو په یوې داسې لوبې بدله شوه چې د تور ګوته د چا په لور ونیوې شي؟ تندلارو اسرائیلیانو د تور ګوته فلسطیني مشرانو ته نیوله. نورو اسرائیلیانو یاسر عرفات ملامتوه. یو بل اړخ، بنیامین نتانیاهو هم د هغه بندون لامل باله چې په ۲۰۰۴ کال کښې د پي، ایل، او د مشر له مړینې وروسته رامینځته شوی و.

دغه ټولې ډرامې ښودنه کوي چې د اوسلو د صلحې بهیر هیڅکله حقیقي نه و. له ټولو مهم دا چې د اوسلو موافقې ځیني داسې شرطونه درلودل چې اجرا یې ناشونې وه. دغه ادعا چې یاسر عرفات له لاسلیک ووروسته د اوسلو په ژمنو عمل ونه کړ، له سره څیړنې ته هم ضرورت نه لري ځکه چې هغه دغه ناممکنه ژمنې نه شوې پوره کولې. د مثال په توګه، له فلسطیني چارواکو غوښتل شوي وو چې په نیواکي سیمو کښې دې هیڅ ډول مقاومتي فعالیت ونه کړي. په حقیقت کښې له عرفات نه تمه کیدله چې دغه شرطونه بې له هیڅ بحثه ومني، خو دا څه چې اسرائیلیانو غوښتل، له مخکښې نه ترسره شوي وو او په عملي توګه موجود وو.

د اسرائیلیانو د وړاندیز له مخې د فلسطین هیواد راتلونکي باید خپلواک بهرنی سیاست او اقتصاد نه وی لرلی او یوازې په کورنیو اړخونو کښې کورواکه و.

د صلحې دغه بهیر له هم هغه پيل څخه یو ماته خوړلی بهیر ګڼل کیده.

د اوسلو په ماتې باندې د پوهیدو لپاره لاډیرې شننې او څیړنې ته ضرورت دی. په حقیقت کښې په دغې موافقې کښې دوه اصول بې ځوابه پاتې شول. وړومبې یې د صلحې د ځانګړي بنیاد په توګه جغرافیايي یا قلمرويي تقسیم بندي او دویمه یې هم، د فلسطیني کډوالو د ستنیدو حق او د مذاکراتو له میزه یې حذف کیدل وو.

یهودیانو د فلسطین له ۸۰ سلنې څخه په زیاته خاوره کې د اسرائیلي رژیم د جوړولو وړاندیز وکړ. کمیټې هم د اصلي وړاندیز په منلو سره شمیر یو څه کم کړ. د "ځمکې په بدل کې صلحه" هغه بحث و چې هر یو مذاکره کوونکي ورته اشاره کوله. په دې لړ کې د اسراییلو د بریالیتوب لپاره د امریکایانو هڅې هم بې اغیزې نه وې.

فلسطيني مشران هيڅکله د ویش په تکل کښې نه وو. د نیواک پلان تل د صهیونیسټانو او اسرائیلو پلان و. پر دې سربیره، هرڅومره به چې د اسرائيلیانو قدرت زیاتیده، د هغوي له خوا د غوښتونکي قلمرو او خاورې فیصده به هم زیاتیدله.

فلسطیني ګوندونو د اوسولو د شرطونو ټولګه، یوازې د «کمتر شر» په توګه او د هغې د ایجنډا څه برخه ومنله.

خو دا باید ووایو چې هیڅ اصلي قوم له سخت دباؤ پرته خپل وطن د بل هیواد له ملت سره نه شریکوي. مونږ باید دا ومنو چې د اوسلو پروسه د سولې د ترلاسه کولو لپاره یوه عادلانه پروسه نه وه، بلکې داسې جوړجاړی و چې یو مات شوی او استعمار شوی ملت یې منلو ته اړ شوی و.

له بلې خوا په اوسلو کښې «د دوو حکومتونو د جوړولو په حل لارې» پورې د اړونده بحثونو وړاندیز هم وشه. ګوندې هم هغه د ویش بحث و خو په نورو ټکیو. د یو فلسطیني حکومت د جوړولو ژمنه د نړیوالو او د ځینو ځايي خلکو لپاره قانع کوونکې وه خو عبث والی او ډډوالی یې ډیر زر څرګند شو.

آخر د ۲۰۰۰ میلادي کال په اوړي کښې د ځینو فلسطیني فعالانو، پوهنتونوالو او سیاستوالانو پام شو چې دا له کوم بهیره یې چې ملاتړ کړی دی، نه په کښې له نیواکي سیمو نه د اسرائیلي پوځ حقیقي شاتګ شاملیږي او نه د یو حقیقي هیواد د جوړولو ژمنه کوي. هو!  خبره سپینه شوې وه. ورسره د ناهیلۍ احساس او د ۲۰۰۰ میلادي کال په مني کښې دویمه انتفاضه رامینځته شوه.

د اوسلو د صلحې بهیر په دې وجه ماتې ونه خوړله چې د ویش په اصولو ولاړ و. په ابتدايي موافقې کښې اسرائیلیانو ژمنه کړې وه چې له بنځه کلن موقته پړاؤ وروسته به د هغو دریو موضوعاتو په هکله خبرې اترې وکړي چې د فلسطینیانو لپاره ستونزې او سرخوږی جوړوي. دغه درې موضوعات، د قدس برخلیک، د کډوالو مسئله او د یهودي ښکیلاکګرو مسئله وه. په دغه لنډمهاله پړاؤ کښې فلسطینیانو ثابته کړه چې په خپلو ژمنو عمل کوې شي. خو ۵ کاله پس کله چې فلسطینیان د موضوعاتو په سر بحث ته تیار وو، دویم پړاؤ له سره شروع نه شو. نتانیاهو ادعا وکړه چې د فلسطینیانو د «ناوړه کړچار» په وجه دویمه مرحله نه شې پیلولې. دغه خبرې بیخي دروغ وې ځکه چې د اوسلو بهیر د اسرائیلو د وزیراعظم اسحاق رابین په وژل کیدو سره اودریدلی و. د یو تندلاري اسرائیلي په لاس د اسحاق رابین له وژل کیدو وروسته نتانیاهو په ۱۹۹۶ کال کښې خپله کابینه جوړه کړه. د اوسلو له موافقې سره د نتانیاهو په ډاګه مخالفت، دغه بهیر په ټپه اودروه.

د خندا خبره دا ده چې کله مذاکرات په ماتې سره پاې ته ورسیدل نو د اسرائیلي سیاستوالانو په ځاې فلسطیني مشران تورن شول چې اوسلو یې له مینځه یوړه.

د مذاکراتو له ایجنډا څخه د فلسطینیانو د ستنیدو د حق لرې کول، هغه دویمه وجه وه چې ښودنه یې کوله د اوسلو موافقه یو غلط بهیر دی. د کډوالو مسئلې ته دغه بې پامي کومه نوې خبره نه وه او کډوال له هم هغه اول څخه تل ځپل کیدل.

د اوسلو په موافقې کښې د کډوالو موضوع دومره په تبصرو کښې ښخه شوې وه چې د پریمانه کلماتو په مینځ کښې نه ترسترګو کیږي. البته په دغې موافقې کښې د فلسطیني شریک یا هم هغه د یاسر عرفات غفلت هم ډیر رول درلود خو په هر حال، په نتیجه کښې به هیڅ توپیر نه رامینځته کیده.

په حقیقت کښې اسرائیلو د فلسطیني کډوالو د ستنیدو حق، د صلحې په لاره کښې د فلسطیني «فتنه اچونې» او «راپارونې» په توګه تعریفوه.

د کیمپ ډیویډ د ۲۰۰۰ کال په غونډه کښې، د اوسلو د موافقې د ساتلو لپاره په وروستي کوشش کښې د کډوالو موضوع له یو څه ښه چلند سره مخامخ شوه. فاینل مذاکرات په اصل کښې یوه ګډه اسرائیلي-امریکايي هڅه وه چې فلسطینیان د دغې طرحې منلو ته وهڅوي  خو په کښې د نورو مسائلو ترڅنګ، د ټولو فلسطینیانو د ستنیدو د حق پریکنده او چورلټ ردیدل شامل وو

په دغې طرحې کښې، فلسطینیانو یوازې د کورواکه حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته د ستنیدو اجازه درلوده. خو د مذاکرې ټول ګډونوال پوهیدل چې دغه سیمې له خلکو ډکې دي او نور خلک په کښې نه ځاييږي. په داسې حال کښې چې د اسرائیلو له خوا نیولو شویو نورو سیمو ته د کډوالو د ستنیدو لپاره ډیرې سیمې خالي پرتې وې.

د مذاکراتو دغه برخه یوازې یوه بې معنا هڅه وه. لنډه دا چې دغه غونډه د دې لپاره وشوه چې هر ډول نیوکه، بې له حقیقي حل لارې، غلې کړي.

په دې وجه د ۱۹۹۰ لسیزې د صلحې بهیر، د صلحې لپاره یو غیرحقیقي او جعلي بهیر و. د اوسلو بهیر، په حقیقت کې، د اوسلو پروسه، په غوره تفسیر، په یوه نظامي لیږد او په لویدیځې غاړې او په غزې تړانګې د اسراییلو د کنټرول یو ډول بیا برابرول وو. له بلې خوا یې په ډیرو سیمو کښې د فلسطینیانو ژوند له مخکښې نه ډیر بد او خراب کړ.

******************

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

 

 

 

ټیګونه