د چنګاښ میاشتې د اومې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریک کړو.
کیهان:
په سر کښې د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ګورو چې د پاکستان د کرمې ایجنسۍ په مرکز پاړه چنار ښار کښې د تیرې جمعې ورځې د دوو پرله پسې ترهګرو چاودنو او پکښې د لس هاو بیګناه خلکو د مرګ ژوبلې پيښې ته د روانو غبرګونونو او په دغه ښار کښې د روانو اعتراضي پرلتیو خبر ته پراخ انعکاس ورکړی او لیکلي یې دي په داسې حال کې چې دنیکمرغه کوچنی اختر راهسې په درست پاکستان کې د پاره چنار د بوږنونکو چاودنو دغندنې او په دغه ښار کې له پرلتۍ وهونکو دشهیدانو له کورنیو او زرګونو ځوانانو سره دهمدردرۍ اوخواخوږۍ لاریونونه کیږی ، خو یوازې دپاکستان دمرکزی حکومت واکوالان او دپوځ داطلاعاتی اوامنیتی اورګانونو لوړپوړی چارواکی دی چې تر دې دمه ئې ددغې بوږنونکی پیښې په باب خوله بنده کړې لکه چې پاره چنار دپاکستان کومه برخه نه وی .
دپاکستان داسلام اباد،کراچۍ ، لاهور ،پنډۍ ،فیصل آباد ،کویټه ، حیدر اباد ،سکهر ،ټهټه ، ډیره اسماعیل خان ،کوهاټ هنګو پیښور پشمول په لسګونو سترو اوواړو ښارونو کې د پاره چنار دشهیدانو له کورنیو سره دخواخوږۍ دڅرګندولو په خاطر په لسګونوزره مسلمانانو لاریونونه وکړل او پخپلو مظاهرو کې ئې دپاکستان پر حکومت غږ کړی چې دپاره چنار دشهیدانو د کورنیو په درد ورسیږی او له چاودنو وروسته پر اعتراض کونکو کسانو د پوځی ځواک اوملیشیه ؤ دناتار ډزو په باب دې سملاسی څیړنې وکړی او دملیشه ای ځواک ډګروال ملک عمر دې سملاسی له کاره ګوښه شی او دهغه کورټ مارشل دې وشی .
دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ دمرکزی شورا غړی او دپاکستان د امت واحده غورځنګ مشر علامه امین شهیدی دلسګونو زره مظاهره چیانو په ټول کې پخپلې وینا کې د واکوالانو پر چپتیا سخټ تکونه وکړل او روښآنه ئې کړه کله حکمرانان دبهاولپور پیښې ته تللی شی او له غمځپلو کورنیو سره خواخوږی اعلانوی ،نو دغه واکوالان دپاره چنار دشهیدانو له کورنیو سره چې دپاکستان دپولو دساتلو او له ترهه ګرۍ سره دمبارزې مخینه لری، ولې غمرازی نه ښکاره کوی آیا پاره چنار د پاکستان برخه نه ده ؟. هغه وویل دواکوالانو دغه مرموزی چپتیا ډیرې پوښتنې راولاړې کوی اوباید نوره خپله چپتیا ختمه کړی او دپاره چنار د مظلومو اوسیدونکو او دقربانیانو له کورنیو سره دې سملاسی وګوری . هغه په عین حال کې ووئیل دشیغه اوسنی مسلمانانو پخپلو کې سره جنګونکی داسلام دښمنان دی او ترهه ګر اوتفکیریان له اسلام سره هیڅ اړه نه لری او باید درست ملت دتکفیری ترهه ګرو په ضد سره یو موټی شی او دهغوی داربابانو ا وسهولتکارو په ضد دې هم راپورته شی او دهغوی ځالې دې ختمې کړی . دپاره چنار اوسیدونکې چې په روان کال کې ئې دا څلورم ځل دی دترهه ګرو پیښو کتونکی دی او په سلګونو بچیان ،ښځې او ځونان ئې قربانی شوی دی ، خو بیا هم له خپل هیواد پاکستان سره مینه لری اوچغه ئې هم همداده چې مونږ پاکستان غواړو او دپاکستان له دښمنانوسره به تر وروستۍ سلګۍ پورې مبارزه کوو.
دا په داسې حال کې دی چې په پاره چنار کې د شهیدانو دکورنیو او د زرګونو ځوانانو پرلتۍ وهنې هماغه راز دوام لری او له دغو غم ځپلو سره دخواخوږۍ لپاره زیاتره دینی عالمان اوخیر غواړی پاره چنار ته له هغوی سره دغږملتیا لپاره ورغلی دی او په پرلتۍ وهنې کې شریک شوی دی .
وروستی راپورونه ښئ چې د پاکستان دپوځ عمومی قوماندان هم بلاخره مجبوره شوی څو د پرلتۍ وهونکو مظلومانو چغې واوری او پاره چنار ته لاړ شی خو ویل کیږی چې پرون پاره چنار ته خوځیدلی ؤ چورلکه ئې دهوا دخرابیدو له امله بیرته ستنه شوې او ممکنه ده جنرال قمر جاودید باجوا نن د شهیدانو له کورنیو سره دلیدوکاتو او دخبرواترو لپاره پاره چنار ته لاړ شی . ویل کیږی دقدس دورځې د بوږنوکی پیښې دشهیدانو شمیر کابو اتیاؤ کسانو ته رسیدلی او ټپیان هم څه دپاسه دوه نیم سوه تنه ښودل کیږی .
کابل چاپ:
کابل چاپ نننۍ هغه ورځپاڼې چې تر موږ رارسېدلې کابل ته د امریکا د لوی درستیز د راتګ، د انتخاباتي اصلاحاتو په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو لیکنې او تبصرې کړې دي.
هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورډ افغانستان ته راغلی او هدف یې د امریکا د هغه کړنلارې په اړه له افغان چارواکو سره خبرې ښودل شوی چې ټاکلی شوی په راتلونکو څو اوونیو یې د افغانستان او سیمې لپاه اعلان شي.
د همدې ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د ترهګرۍ پرضد د امریکا په مشرۍ پياوړې مبارزه زور اخلي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ مهمه برخه د افغان ځواکونو روزنه او ملاتړ او همدارنګه په زرګونه امریکايي سرتېري افغانستان ته استول ښودل شوي دي.
د سرمقالې د لیکوال په باور چې افغان حکومت د دغو ټولو اقداماتو هرکلی کوي.
په سرمقاله یادونه شوې د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا نوې ستراتیژي به د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو د ناوړه پلان مخنیوی وکړي.
هېواد ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې لیکلي د امریکا د متحده ایالتو ولسمشر او د هند صدراعظم له پاکستانه وغوښتل چې دا یقیني کړي چې له خاورې یې پر نورو هېوادونو د ترورېستي حملو لپاره کارنه اخیستل کېږي.
انیس:
بلې دولتي ورځپانې انیس په خپلې سرمقالې کې لیکلي په انتخاباتو کې اصلاحات ځکه اړین دي چې همدا اصلاحات د راتلونکو انتخاباتو شفافیت تضمین وي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي په دې وروستیو کې په افغانستان کې وسله والې حملې او چاودنې زیاتې شوې او خلک یې اندېښمن کړي.
د انیس د سرمقالې لیکوال ټینګار دغه بهیر چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یې د سرطان ۱۶ مه نېټه اعلان کړې باید په ټاکلي وخت په شفاف ډول ترسره شي.
د لیکوال په بارو په دې سره د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون د خلکو باور بیا پيدا شي او هم به د ملي شورا غړي چې د انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي خپل مسؤلیتونه ښه درک کړي.
اصلاح:
اصلاح ورځپاڼې د ولسمشر محمد اشرف غني له قوله لیکلي چې په عدلي او قضايي بنسټونو کې دې د ښځو په ګډون ټينګار کړی.
لویدیځې ورځپاڼې:
د پاکستان په وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا جدي دریځ او باعزته سولې ته د رسېدو په اړه یو شمېر لویدیځو مطبوعاتو لیکنې کړې دي.
ګارډین:
ګارډین بريتانوي ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره غواړي د افغانستان لپاره د پاکستان په وړاندې تُند دریځ غوره کړي هغه څه چې د کارپوهانو په باور نه شي کولای په یوازې سر د افغانستان سوله تامین کړي.
تېر ته په کتو چې ورته سیاست له ډپلوماټیک ملاتړ پرته بریالی کېدای نه شي او په پاکستان پوځي فشار به دا هېواد وپاروي څو له امریکا جدا او د چین لمن ونیسي.
ګارډین زیاتوي په کومو پروګرامونو کې چې امریکا یې د افغانستان په اړه لري یوه یې په پاکستان کې د هدفونو د له منځه وړلو لپاره د بې پیلوټه الوتکو استفاده ده، خو دفاع وزارت ته د جګړې د واک ورکول او ورسره د بهرنیو چارو وزارت د ډپلوماټیکو شبکو د بودجې کمول به د دې لامل شي چې یو ټکر رامنځته او مطلوبه نتیجه ورنه کړي.
فارین پالیسي:
د فارین پالیسي خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې "ایا په افغانستان کې با عزته سولې ته رسیدی شو؟ تر عنوان لاندې مطلب لیکلی.
ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر زیاتولو ته په اشارې ویلي چې سولې ته د رسېدو لپاره باید لومړی جنګ وي ځکه د ورځپاڼې په باور که جنګ نه وي سوله کومه معنی نه لري.
د فارین پالیسي په باور امریکا غواړي افغانستان ته د سرتېرو په استولو سره دا هېواد له ماتې وژغوري خو په پای کې د هرې جګړې د سټراټیژۍ یوه برخه سوله وي چې په افغانستان کې هم ورته سټراټیژي مطلوبه نتیجه لرلای شي.
فارین پالیسي دا هم وايي دې ته په کتو چې د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس په پاکستان پوځي فشار زیاتوي څو د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي خو دا باید هېره نه شي چې د افغانستان د سولې د لرلید لپاره د افغان دولت اقتصادي او سیاسي غښتلتیا اړینه ده او په پای کې همدا دوه پدیدې په افغانستان کې امنیت او سوله ټینګولی شي.
هیومن رایټس واچ:
هیومن رایټس واچ بیا یوه جلا موضوع را اخیستې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان دې خپرونې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن او جنرال عبدالرازق د یوه ګډ عکس په اړه انتقاد کړی دی.
د بشري حقونو سازمانونه د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق تورنوي چې په محبوسینو سخت ظلم کوي او ځوروي یې.
جنرال رازق پخوا دا تورونه رد کړي دي.
د هیومن رایټس واچ په لیکنه کې راغلي چې امریکا جنرال رازق خپل کس بولي او دا هم رښتیا ده چې هغه په کندهار کې د طالبانو د پرمختګ مخه نیولې ده.
د هیومن رایټس واچ په باور په لنډ مهال کې کېدای شي دا کار توجیه ولري خو په اوږدمهال کې د امریکا او افغانستان حکومتونه باید پوه شی چې له فاسدو او په پوځ کې له هغو کسانو ملاتړ چې بشري ارزښتونه نه مراعاتوي د دې لامل کېږي چې نا امنۍ زیاتې او وضعیت د طالبانو په ګټه واوړي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*