د چنګاښ د اوویشتمې نیټې ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i52266-د_چنګاښ_د_اوویشتمې_نیټې_ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې بهد ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریک کړو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 18, 2017 08:18 Asia/Kabul
  • د چنګاښ د اوویشتمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې بهد ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریک کړو.

د تهران ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ایران د وسله والو ځواکونو د لوې درستیر خبره په غټو ټکیو راخیستې چې وايي: د ایران توغندوي قدرت د مذاکرې وړ نه دی.

سردار بریدجنرال باقري وايي: له ترهګرو ډلو سره د انقلاب د ساتندویه ځواک یوشان ګڼل او پرې د ورته بندیزونو لګول د امریکایانو او په سیمه کښې د هغوي د ځواکونو او مرکزونو لپاره یو ستر ریسک دی.

هغه زیاته کړه چې ایران نن سبا له تل څخه زیات پياوړی دی او له ګواښونو سره د مقابلې لپاره یې خپل دفاعي توان او چمتووالی ساتلی او لا یې لوړ کړی دی.

برید جنرال باقري همداشان زیاته کړې چې سیمه د نورو جنګونو او شخړو توان او ظرفیت نه لري او هره نوې نښته به په پریکنده توګه د بدغواړو او تیري ګرو پښه سیمه ته ارته کړي.

 

اطلاعات ورځپاڼې یو بل خبر د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شمخاني خبرو ته ځانګړی کړی او لیکلي یې دي: د کردستان سیمې ریفرنډم د عراق د کمزوری سبب کیږي.

هغه زیاته کړې چې نه دي پریښودل پکار چې دا د ستر مینځني ختیځ په شان دا ډول استعماري او وارداتي طرحې پلې شي.

ورځپاڼې په دې هکله د عراق د کردستان د وطني اتحادیې د مرستیال له خولې لیکلي چې د ایران اسلامي جمهوریت تل د عراق د خلکو ملاتړی پاتې شوی دی.

په خبر کښې همداشان لولو: په داسې حال کښې چې تکفیري ترهګر اربیل ته نزدې شوې وو نو یوازنی هیواد چې د کردستان د امنیتي غمیزې مخه یې ونیوله، ایران و.

 

جمهوري اسلامي:

                له تهرانه چاپیدونکې جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو او یوازې د بهرنۍ برخې ځیني لنډ خبرونه ترې درسره شریکوو چې په دا ډول دي:

د صهیونیسټ رژيم لخوا د مسجدالاقصي د جزئي پرانیستنې په وړومبۍ ورځ د دغه رژيم د ځواکونو او فلسطینیانو ترمینځ سخته نښته وشوه.

خبر زیاتوي چې دغه نښته د لمونځ کونکو د تلاشۍ لپاره د صهیونیسټو ځواکونو د کوشش او جومات ته د اوقافو د کارکونکو د ورتګ د مخنیوي له امله رامینځته شوه چې پکښې ۱۷ فلسطینیان ژوبل شول. عیني شاهدان وايي چې پولیسو د ماسخوتن د لمونځ له ختمیدو سمدستي وروسته، د تلاشۍ خلاف پرلت وهونکو فلسطینیانو باندې برید وکړ.

 

د ملایشیا د ملي اعتماد ګوند مشر وايي: له افراطي تفکراتو سره د مقابلې لپاره له عربستان سره د ملایشیا ملګرتیا عجیبه ده.

محمود سبو چې د ملایشیال د ملي اعتماد ګوند یو بنسټګر دی او د پارلیمان په دریو دورو کښې غړی پاتې شوی دی، وویل چې هیواد یې په بهرني سیاست کښې هم له بې پلویتوبه لرې شوی دی او په همدې وجه د قطر او عربستان په سفارتي اړیکو کښې د کړکیچ په شمول د هیوادونو ترمینځ بحران کښې د مینځګړي رول نه شي لوبولی.

هغه په داسې حالاتو کښې چې ریاض خپله د تندلارو تفکراتو په خپرولو تورن دی، له افراط پالنې او ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره کوشش کښې له سعودي رژيم سره د ملایشیا همکاري عجیبه وبلله.

په عین حال کښې د ملایشیا پخواني وزیراعظم هم ویلي: سعودي عربستان له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره مناسب انډیوال نه دی.

ماهاتیر محمد وویل: په اسلامي نړۍ کښې د اعتدال دودولو لپاره ملګرتیا یوازې له یو داسې هیواد سره کیدی شي چې خپله په جنګ کښې ښکیل نه وي په داسې حال کښې چې ریاض دا ځانګړتیا نه لري.

په امریکا کښې ترسره شوې وروستۍ نظرپوښتنې د دغه هیواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سیاسي مقبولیت د سخت کمي بیانونکې دي.

د ټرمپ د مقبولیت اندازه پس د شپږو میاشتو له فعالیته په تیرو اویا کالو کښې د امریکې د نورو ولسمشرانو په پرته ترټولو ټیټ حد ته رسیدلی دی.

 

او د پاکستان په پيښور کښې بیا هم ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهوري اسلامي لیکلي پرون سهار د پاکستان د خیبر پختونخوا صوبې د پیښور ښار، د«حیات آباد» په سیمه کی یو موټر سایکل چلونکی، د پولیسو د ګزمی موټر ترڅنګ؛ ځانته چاودنه ورکړه، چی له کبله یی دوه پولیس وژل شوی، او د دریو پولیسو په شمول نور ۷ کسان ټپیان شول.

 

کابل چاپ:

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له ګډو عملیاتو څخه د پاکستان د په شا کېدلو په اړه یو شمېر مطالب لیکلي دي.

 مسیر خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په یو مطلب کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت په حواله لیکلي، اسلام اباد له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې له هوکړې یو ځل بیا په شا شوی او په هغو سیمو کې یې عملیات پیل کړي چې هلته د ترهګرو مرکزونه نشته.

 په ورځپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ملي دفاع وزارت وروسته له هغې دغه خبر کوي چې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور د ډیورنډ کرښې ها غاړې په پرتو قبایلي سیمو کې د خېبر څلور په نوم د عملیاتو د پیل خبر ورکړ.

 د دغاع وزارت د معلوماتو له مخې چې د یاد وزارت ویاند له ورځپاڼې سره شریک کړي، هوکړه داسې وه چې افغان حکومت به پاکستان ته د ترهګرو او د هغوی د مرکزونو په اړه معلومات ورکوي او پاکستان به د امریکا او چین تر څارنې لاندې د هغو پر خلاف اقدامات کوي.

 هیواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې د دغو عملیاتو په اړه لیکلي، پاکستان ویلي دا عملیات یې ځکه پیل کړي چې د ډیورنډ کرښې ها غاړې د داعش فعالیتونه ډېر شوي او دوی غواړي چې سیمه د یادې ډلې له خطرونو خوندي کړي.

 خو د مطلب د لیکونکي په باور چې داعش ډله نیم یې پنجابیان دي چې د پاکستان د استخباراتو تر نظر لاندې په وسلو بار دې غاړې ته راتېرېږي او خلک پر بمونو الوځوي.

 په مطلب کې وړاندې لیکلي شوي پاکستان دا عملیات د داعش د ځپلو په هدف نه دي کړي بلکې د مطلب د لیکونکي په خبره دا د نوموړي هېواد د پوځ یو تکتیکي جنګ دی او موخه یې هم د افغانستان نا ارامه کول دي.

 

اصلاح:

 اصلاح ورځپاڼې بیا د پاکستان له خوا د خېبر څلور په نوم له کرښې ها خوا په قبایلي سیمو کې د نویو عملیاتو د پیل د اعلان په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي:

 دا شان عملیات به کله هم ترهګر کمزوري نه کړي، یوازې دومره چې ترهګر به دېخوا راواوړي او په افغانستان کې به نا امنۍ نورې هم پراخې شي.

 د سرمقالې لیکوال ادعا کوي چې پاکستان ترهګر په ښو او بدو ویشلي او یوازې د یو شمېرو په وړاندې یې عملیات کوي.

 د سرمقاله لیکونکي په باور د افغانستان غوښتنه دا ده چې د ترهګرو په وړاندې عملیات د پاکستان په لویو ښارونو کې د دوی په مرکزونو وشي.

 

لویدیځې ورځپاڼې:

نیشنل انټرسټ:

د افغانستان په اړه د ټرمپ ستراتیژي په ساده ژبه داسې ده لکه زاړه شراب په نوي بوتل کې، نېشنل انټرسټ خپرونې تر دې سرلیک لاندې د افغانستان امنیتي وضعیت او د دې هېواد لپاره د امریکا نوې جوړیدونکې ستراتیژي ته کتنه کړې ده.

 د مقالې لیکوال مایکل کوګلمن په پیل کې په روان دوبي کې د مې د یودېرشمې نېټې د کابل د ټانکر بم چاودنې نه نیولې تر د څو نورو خونړیو حملو یادونه کړې او لیکي چې یوازې په ۲۳ ورځو کې لږترلږه ۲۲۹ تنه ووژل شول. خو له دغه خونړي وضعیت سره سره د ټرمپ اداره په پام کې لري چې څو زره نور سرتیري افغانستان ته ولیږي او د دې ترڅنګ هڅه کوي چې خپله ستراتیژي پراخه کړي.

 کوګلمن لیکي:

 افغانستان ته د نورو عسکرو د استولو پریکړې د خبرونو سرټکي جوړ کړي خو جوړیدونکې ستراتیژي له دې هم مهمه ده.

 

که متحده ایالات غواړي چې په افغانستان کې مخ په خرابیدونکی امنیتي وضعیت قابو کړي، دې ته اړتیا لري چې له ځواکونو پرته نور زیات څه ترسره کړي.

 لیکوال افغانستان ته چې یو وخت په کې له سلو زرو زیات امریکایي سرتېري دېره و، د یوازې څو زرو نورو عسکر استول چې هغه به وکولای شي د دې هېواد په وضعیت کې د پام وړ بدلون را ولي د شک په سترګه ګوري خو له یو لړڅرګندونو وروسته یوه مهم ټکې ته اشاره کوي او لیکي:

 که د امریکا پوځي ځواکونه د دې ښه چانس ولري چې طالبان د خبرو میز ته کښینوي نو دغه سخت دریځي باید له خوږ ګوتې ونیسي په دې معنی هغوی پرهغه ځای کې وځپي چې ډېر خوږیږي او دغه ځای هم پاکستان دی چې مشران یې پکې پټ دي.

 نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي موضوع ته پام اړولی او لیکي، ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې اوږده جګړه د ملکي تلفاتو ریکارډونه ټینګوي او زیاتوي ښایي په راتلونکو میاشتو کې شخړې له دې هم پراخې شي خو په دې نژدې وخت کې د سولې د خبرو هیله نشته.

 د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملکي تلفاتو شمېر په سلو کې دوه زیات شوی او ویل شوي چې که څه هم کابل کې د وروستیو خونړیوچاودونو له امله ډېر ملکي وګړي وژل شوي خو په ولایتونو کې تراوسه د ولسي وګړو مخ په زیاتیدونکي مرګ ژوبله دوام لري.

 د ملکي تلفاتو زیاتوالی په پنځلسو ولایتونو کې ثبت شوی دی.

 نیویارک ټایمز ليکي:

 د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر یوناما په خپاره شوي رپوټ کې یوبل مهم ټکی دا دی چې په دې موده کې ښځو ته د تلفاتو په شمېر کې په سلو کې ۲۳ زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو ویلي د دغې کرغیړني جګړې بیه انسانان پرې کوي، انسان وژنه، وراني او د کړاونو دوام له اندازې زیات دی.

 نوموړی په تیره بیا د دولت له وسله والو مخالفینو په کلکه غواړي چې له یوې مخې وژنې او له اندازې زیات له چاودیدونکو موادو کار اخېستل سمدستي پای ته ورسوي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*