د وږي د شپږمې نیټې ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i55068-د_وږي_د_شپږمې_نیټې_ورځپاڼې
د تهران راډیو ګرانو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې ننی پروګرام درته وړاندې کوو. د تل په شان نن هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهمو خبرونو او مطالبو ته کتنه لرو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2017 07:55 Asia/Kabul
  • د وږي د شپږمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو ګرانو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې ننی پروګرام درته وړاندې کوو. د تل په شان نن هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهمو خبرونو او مطالبو ته کتنه لرو.

د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ارواښاد امام له ارمانونو سره د ایران د ولسمشر او د هغه د کابینې د غړو د ژمنې تازه کولو د خبر لپاره خپل سرټکي کښې د ولسمشر روحاني له خولې لیکلي دي: راتلونکي ته هیله او په حکومت باندې د خلکو اعتماد باید وساتل شي.

د دې خبر په مهمو برخو کښې د ولسمشر دا خبرې راخیستې شوې دي: امام خمیني مونږ ته رازده کړل چې په خدای او دین باندې د باور ترڅنګ پکار دی په خلکو هم باور او اعتماد وساتل شي. د خلکو په شتون او د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په لارښوونو سره له ستونزو او مشکلاتو تیریږو. دولسم حکومت په لازیاتې تجربې او هیلې سره هلوځلو او د خلکو د غوښتنو پوره کولو ته چمتو دی. د بهرنیو ګواښونو او دسیسو هیڅ پروا نه کوو. د تیروتنې او هڅې وخت نشته، باید په لاکلکې ارادې سره اساسي اقدامات ترسره کړو.

د امام خمیني په پاک حرم کښې د ولسمشر او د هغه د کابینې د غړو د شتون په مهال د امام لمسي او د هغه د حرم متولي آیت ا... سید حسن خمیني هم وویل: په تیرو څلورو کالو کښې د حکومت همت او هلوځلو د لارې ډیر خنډونه لرې کړي دي. هغه زیاته کړه چې ټول په تمه دي چې د انتخاباتي تبلیغاتو په وخت شوې سترې ژمنې په عمل کښې وویني.

اطلاعات همداشان د آیت ا... مجتهد شبستري خبر راخیستی او لیکلي یې دي: په برجام (ایټمي موافقه) کښې مو د اسلامي قواعدو سره سم، په ژمنې عمل وکړ.

 

اعتماد:

                له تهرانه چاپیدونکې اعتماد ورځپاڼې بیا په یو خبر کښې لیکلي چې په لبنان کښې داعش ډله حزب ا... غورځنګ ته تسلیمه شوه.

د خبر په تفصیل کښې راغلي،وروسته له دې چی د لبنان پولو ته نږدې د داعش عناصر د مقاومت د مبارزانو لخوا کلابند شول ، د داعش وسله والو فیصله وکړه چی ځان حزب ا... ته تسلیم کړی .

خبر زیاتوي چې د داعش تسلیم شوي عناصر به د سوریې په ختیځ کې دیر الزور سیمې ته منتقل شی .

ځینو سرچینو ویلی دی چی د داعش ترهه ګرې ډلې د لبنان د تښتول شویو عسکر برخلیک ، د لبنان حزب ا... ته اعلان کړی دی .

د داعش ترهه ګرې ډلې چی تازه د اسلامی مقاومت د عملیاتو په نتیجه کې مجبوره شوه د عرسال لوړې خالی کړی ، دوه کاله مخکې هغه ۱۶ لبنانی عسکر چی د هغو په بند کې وو ، خوشی کړل ، خو یو شمیر عسکر چی احتمال ورکول کیږی شمیر یې نهه تنه دې ، هماغه راز د داعش په بند کې دی .

د لبنان پوځ د اګست له ۱۹ د فجر الجرود په نوم د داعش ترهه ګرې ډلې پر ضد عملیات پیل کړي وو .

 

جمهوري اسلامي:

                د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا د نورو خبرونو ترڅنګ په امریکا کښې د ولسمشر ټرمپ د څنګته کولو او د توکم پالنې د غندنې لپاره د لس ورځني لاریون خبر ته انعکاس ورکړی دی.

ورځپاڼې لیکلي چې امریکایي فعالان نیت لري سر له نن څخه د توکمیزې برتري غوښتنې د غندنې او له ولسمشرۍ څخه د ډونلډ ټرمپ د څنګته کولو د غوښتنې په موخه یو لس ورځنی لاریون پیل کړي.

خبر زیاتوي چې دا لاریون په ورجینیا ایالت کښې له شارلوتزویل څخه پیلیږي او د راتلونکې اونۍ په چارشنبې به په واشنګټن ښار کښې پاې ته ورسیږي.

د دې لاریون پلانونکي وايي له دې فعالیت وروسته چې (د سپين پوستو له برترۍ سره د مقابلې لپاره لاریون) نومول شوی دی، هره ورځ به د واشنګټن د نیواک د ختمولو لپاره سوله ایزې مظاهرې هم ترسره شي.

د یاد لاریون د پلانونکو په ویب سایټ کښې راغلي دي: زمونږ په تاریخ او حکومت کښې د سپين پوستو له برتري غوښتنې سره د مقابلې وخت رارسیدلی دی. مونږ غواړو چې ولسمشر ټرمپ له دې آئیډیالوجۍ سره د ملګرتیا په وجه څنګته شي او د دې ایجنډا په تمه یو چې هیواد او خلکو ته رسیدلی زیان جبیره شي.

هغوي همداشان ویلي چې دا یوه مدني نافرماني ده.

 

کیهان:

                د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې د خپلو بهرنیو خبرونو د برخې په غټ سرټکي کښې د عراق د تلعفر ښار د آزادۍ خبر ته ځاې ورکړی دی او لیکي چې تلعفر آزاد شو، د عراق خلکو د ستر جشن تیارۍ کوي.

په خبر کښې د عراقي سرچینو په حواله راغلي چې د قادمون عملیاتو قومندان عبدالامیر رشید یارا... وویل: د عراق پوځ او ولسي مبارز ځواک پرون سهار توانیدلی چې په تلعفر کښې حی العسکري او الصناعة الشمالیه سیمې له داعشي ترهګرو آزادې کړي او د ټول ښار کنټرول په خپل لاس کښې واخلي. داشان د تلعفر ښار ټولې ۲۹ سیمې د داعش ترهګرې ډلې له نیواکه خلاصې شوې.

د عراق دفاع وزارت هم اعلان وکړ چې د دغه هیواد وسله والو ځواکونو د تلعفر ښار د ټولو سیمو کنټرول په خپل لاس کښې واخیسته. په عین حال کښې د لبنان المیادین چینل د عراق د دفاع وزارت لخوا د تلعفر ښار د بشپړې آزادۍ له اعلان وروسته د دغه ښار له دننې څخه ځینې ویډیو خپرې کړې.

عراقي ځواکونو د دې بریا په وجه د تلعفر ښار په مرکز کښې جشن او خوشالۍ وکړې.

د داعش ترهګرې ډلې له نیواکه د عراق د نینوا ولایت په لویدیځ کښې د تلعفر ښار د آزادۍ عملیات د روانې آګست میاشتې له شلمې نیټې پيل شوي وو.

د کیهان ورځپاڼې ځینو نورو خبرونو ته یوه ځغلنده کتنه کوو چې په دا ډول دي: یو صهیونیسټ ښارګي میشت اته کلنه فلسطیني ماشومه په ګاډي ووهله او شهیده یې کړه.

د سوریې د حکومت د مخالفو ترهګرو یو قومندان په رسمي توګه د فلسطین په نیواکي ټاټوبي کښې د پناهندګۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل چې په سوریه کښې جنګیدونکي ټول ترهګر په اسرائیلو کښې د پناهندګۍ غوښتونکي دي.

له بلې خوا د اسپانیا لکونو خلکو د بارسلونا ښار د تیرې اونۍ د ترهګرې حملې په غندنه کښې په دغه ښار کښې لاریون وکړ او ټینګار یې وکړ چې دا ترهګرې حملې په مسلمانانو پورې هیڅ تړاو نه لري. په دغه لاریون کښې مسلمانانو هم پراخ ګډون کړی و.

د روهینګیا مسلمانانو د ځپنې نوی پړاو پيل شو، د میانمار پوځ د یو کلي اوسیدونکي مسلمانان چلماري کړل.

د میانمار امنیتي او افراطي ځواکونو د روهینګیا قام د مسلمانانو د ځورونې او ځپنې په نوي پړاو کښې د یو مسلمان میشت کلي په خلکو د ډزو ناتار جوړ کړ.

په خبر کښې همداشان لولو چې زرګونه روهینګیایي مسلمانان د میانمار د حکومت له ځورونو وروسته تښتیدلي دي او د سنګاپور په پوله کښې دیره شوي دي.

د میانمار د مسلمانانو د ځپنې دا نوی پړاو پس له هغې پیل شو چې په راخین ولایت کښې مخالفو وسله والو د پولیسو په پوسټو او مرکزونو حمله وکړه. عیني شاهدان وايي چې پس له دې پيښې حکومتي ځواکونو د جمعې په ورځ مسلمان میشتو سیمو ته ځي او په عامه خلکو رسا ډزې کوي او د مسلمانانو کورونه سوزوي او مالونه یې لوټي.

دا په داسې حال کښې دي چې د نړۍ د کاتولیکانو مشر په میانمار کښې د رهینګیا مسلمانانو خلاف د تشدد په بندیدو ټینګار وکړ.

پاپ فرانسس پرون د روهینګیا قام له مسلمانانو سره خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل چې د هغوي خلاف د تشدد بندولو لپاره دې ټول مرسته وکړي.

د نړۍ د کاتولیکو مشر په دوام کښې زیاته کړه: پکار دي چې د روهینګیا مسلمانانو د حق او د ښاریزتوب د حقوقو خیال وساتل شي.

د ویلو ده چې په دې وروستیو ورځو کښې هم د میانمار د پوځ د سخت تشدد په وجه ۹۲ روهینګیا مسلمانان وژل شوي دي.

په تیرو څو کلونو کښې د میانمار د لویدیځ په راخین ولایت کښې د روهینګیا قام د مسلمانانو خلاف د میانمار د پوځي ځواکونو او تندلارو بودائیانو په بریدونو کښې زرګونه کسان مړي شوي او زخمي شوي او په لس هاو زره نور کډه په سر شوي دي.

روهینګیا مسلمانانو په میانمار یا برما کښې د ښاریزتوب له حقوقو هم بې برخې دي.

 

کابل چاپ:

                د کابل چاپ نننی ورځپاڼو تر ډېره د حزب اسلامي او حکومت په اړه د بلخ د والي عطا محمد نور د څرګندونو په اړه تبصرې لیکلي دي.

مسیر:

مسیر ورځپاڼې د خپلې ګڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې عطا محمد نور د سمنګانو په ولایت کې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې افغان حکومت او حزب اسلامي د ده پر وړاندې په دسیسو تورن کړل.

ورځپاڼې د عطا محمد نور له قوله لیکلي چې حکمتیار ویلي و تر هغې چې امریکایان په افغانستان کې وي کابل ته نه ځم ولې اوس ټاکل شوې نور امریکايي ځواکونه افغانستان ته راشي.

د مطلب په دوام راغلي چې د بلخ والي حکومت ګواښلی چې د صبر کاسه يې ډکه شوې ده.

 

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم په همدې اړه یو مطلب کې لیکلي چې عطا محمد نور ګلبدین حکمتیار ته د کابل د قصاب خطاب کړی او ویلي دي چې حکمتیار لومړنی کس و چې انتحاري ښځه يې کابل ته راننویسته.

ورځپاڼې لیکلي عطا محمد نور د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې راتلونکی ولسمشر باید هم د حزب اسلامي د تائید وړ کس وي ویلي چې دا څرګندونې خیال دی او حکمتیار کومه مرجع نه ده.

په همدې ډول د بلخ د والي له قوله لیکل شوي چې حکمتیار غواړي د ایران ضد څرګندونو له لا رې د تهران مخالف هېوادونو څخه پیسې تر لاسه کړي.

 

دنیا:

دنیا ورځپاڼې ارګ ته د بلخ د والي خبرتیا تر نوم لاندې په یوه عنوان کې لیکلي چې ارام خوب مو خرابوم، وړاندې په دغه مطلب کې راغلي چې عطا محمد نور حکومت د مشهوره څېرو پر وړاندې په دسیسو تورن کړ او ګواښ یې وکړ چې د دغه کار پیغام به ارګ مېشتو ته قیمته تمام شي.

د مطلب په دوام کې راغلي چې هېڅ قدرت د هغه د لېرې کېدو توان نه لري او په راتلونکو انتخاباتو کې یې د جمعیت ګوند د بري خبر ورکړی دی.

ورځپانې د نور له قوله لیکلي چې نړیواله ټولنه دې د ارګ مېشتو په خبرو نه غولېږي او د افغانستان له خلکو دې ملاتړ وکړي.

دولتي ورځپاڼو بیا په دې اړه کوم مطلب نه دی چاپ کړی خو د نور اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو په اړه یې سرمقالې او مطالب لیکلي دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

عبدالماجد درانی