روژه د خدای میلمستیا-۸
د تهران د پښتو راډیو ډیرو خوږو او قدرمنو مینه والو دا دی یوځل بیا (روژه د خدای میلستیا) نومې لړۍ په یو بل پروګرام سره حاضر شوي یو. هیله ده چې روغ جوړ او خوشحاله به یئ. نو ستاسو د روژو او عبادتونو د قبلیدو په هیله، د پروګرام تر پایه مو راسره د ملتیا غوښتنه کوو. *********////////////**********
د خدای د میاشتې ډیرې غوره ورځې تیروو. دا هغه ارزښتناک فرصت او موقعیت دی چې د قرآن پاک په تلاوت او د ژورو تعلیماتو په سمندر کښې یې به تدبر سره خپل زړه او روح د هغه په رڼې چینې کښې پاکوو. ډیره غوره ده که د دې الهي کتاب تلاوت په تدبر او غور او فکر سره وشي. قرآن کریم هغه کتاب دی چې هرڅومره چې نظرونه پراخ او لیدونه لا ژور شي او په هکله یې بحث او څیړنه وشي، اسرار او رازونه یې لازیاته ځلا مومي او یولړ تازه حقیقتونه ترې ترلاسه کیږي.
د اسلام ګرانقدره پیغمبر(ص) فرمايي: (قرآن د ترټولو غوره لارې په لور لارښوونکی دی. دا هغه کتاب دی چې پکښې (د حقایقو) ترلاسه کول، تفصیل او وضاحت دی، یو ظاهر لري او یو باطن. قرآن د اصل خاوند دی او هر اصل یې یو بل اصل او جرړه لري. حیرانتیاوې یې لامحدودې او حقایق یې تل تازه دي. او آیتونه یې د هدایت څراغ او د حکمت سرچینه دي.
بې شکه چې یو داسې کتاب تش د لوستلو لپاره نه دی نازل شوی. قرآن کریم د متعال خدای او د هغه د صفاتو او نومونو، د توحید د رازونو، د الهي پیغمبرانو او سفیرانو د ځانګړتیاؤ، د غیبو د جهان د اسرارو، په بشري ټولنو باندې د واکمنو دودونو، د انسان د پیژندګلۍ او د هغه د کار د نتیجې او په تیرو او راتلونکو قومونو پورې د اړوندو غیبي پیښو د پيژندنې په لړ کښې د ترټولو لوړو الهي تعلیماتو لرونکی دی. قرآن همداشان د ټولنیزو، حقوقي، اقتصادي او سیاسي نظامونو خاوند دی چې انسان ورته د خپلې تل پاتې نیکمرغۍ او سعادت لپاره اړتیا لري.
د قرآن پیروي انسان د ظالمانو د مرئیتوب له جغه ژغوري او د جهل، خرافاتو او شیطاني خواهشاتو د زنځیر له بنده یې خلاصوي او هغه د زړه د سلامتیا، د ظاهري او باطني پاکۍ او د غوره انساني او معنوي پرمختګ په لاره سموي. قرآن پاک له باطل څخه د حق د پيژندنې لپاره له ابدي معیارونو ډک دی. د دې ځانګړتیاؤ په پيژندلو سره د قرآن کریم سترتوب او په نورو الهي انوارو یې برلاسي توب روښانه کیږي.
لیدلي مو دي چې که یو کس په توره تیاره کښې ګیر شي نو هر څه ورته یو شان وي ځکه چې په تیاره کښې د شیانو پیژندل او د لارې غوره کول ناشوني دي. او که یوه لږه رڼا د انسان مرستې ته راشي نو فرقونه څرګندیږي او سمه او خرابه لاره معلومیږي. قرآن ځان نور بولي، یو هدایتونکی او پوهونکی نور. د نساء د مبارکې سورې په ۱۷۴ آیت کښې فرمايي: (ای خلکو! ستاسو د پروردګار لخوا تاسو ته یو روښانه دلیل راغی او یو څرګند نور مو ستاسو په لور نازل کړ.
د قرآن کریم له نظره هر هغه څه چې انسان د ودې او لوړتیا لارې ته هدایت کړي، نور بلل کیږي. د مثال لپاره عقل په انسان کښې د هدایت ترټولو مهم ځواک دی او قرآن کریم پرې تل ټینګار کړی دی او د عاقلانو او هوښیارانو ستاینه یې کړې ده. د قرآن د نوراني وړانګو په مقناطیسي میدان کښې د راتلو لپاره دا کتاب ټول خلک په خپلو آیتونو کښې تدبر او ژور فکر ته رابولي. د تفکر، تدبر او حکمت او علم په شان کلماتو کارول د دې حقیقت بیانونکي دي چې د قرآن پاک په آیتونو کښې په تدبر او زیار سره کوی شو له سرسري کتنې لرې، ژور معارف او حقایق ترلاسه کړو. نن سبا پوهان دې حقیقت ته رسیدلي دي چې د دغه اسماني کتاب په هر ځاې کښې ډیر رازونه نغتي دي چې د باطني پاکوالي ترڅنګ یوازې په تدبر او غور سره یې موندلی شو. متعال خدای د سوره ص په ۲۹ آیت کښې فرمايي: (دا یو له برکته ډک کتاب دی چې پر تا مو نازل کړی دی څو په آیتونو کښې یې تدبر وکړې او د عقل خاوندان یې یاد وساتي).
خدای تعالی په دې آیت کښې د قرآن د نازلولو هدف تدبر بیان کړی څو خلک د مقدسو کلماتو د یوې لړۍ په توګه یوازې د آیتونو په لوستلو بسنه ونه کړي او وروستی هدف یې هیر نه کړي. تدبر د چارو پایلو او عواقبو ته د پاملرنې او په نتیجو کښې د غور په معنا دی. په دې وجه د خدای په آیتونو کښې تدبر، تفکر او نصیحت منل د قرآن کریم یو تبلیغ او نصیحت دی او حقیقي پیژندګلوي په ځان پسې لري. د پروردګار په کلام کښې ژور فکر او تدبر او د قرآن د حقایقو له ښایسته څیرې د پرده پورته کونې هڅه هغه ترټولو مهمه وسیله ده چې له الهي برکاتو د برخمنتیا زمینه برابروي. قرآن کریم هم د هغو کسانو په ترټنې سره چې د خدای په آیتونو کښې له تدبر پرته تمه لري چې زړونه یې تاند شي، هغوي ته تاکید کوي چې د قرآن پاک په آیتونو کښې تدبر او تفکر وکړي. حضرت علي علیه السلام په دې هکله فرمايي: (د قرآن په آیتونو کښې ژور غور وکړئ ځکه چې په قرآن کښې تعمق او تدبر د زړونو پسرلی دی).
شک نشته چې له قرآن کریم سره د مینې ترټولو مهمه او لوړه مرحله د هغه په تعلیماتو عمل دی. په دې اسماني کتاب کښې د انسان او ټولنې د هدایت لپاره ډیر ارزښتناک تعلیمات او لارښوونې دي. که دا لارښوونې په سمه توګه وپیژندلې شي او اجرا شي نو نړۍ به یو بل شان رنګ غوره کړي او له بدیو او تباهیو آزادیږي. د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي ټول خلک په قرآن کریم باندې عمل کولو ته رابولي او ټینګار کوي: (که باوري یو چې په قرآن باندې عمل د قرآن د ژوندي کیدو اساس او چورلیز دی او خبره یې په لوستلو او تلاوتولو نه ختمیږي نو باید خپله ټولنه قرآني کړو، باید خپل عمل قرآني کړو، پکار دي چې په قرآن باور وکړو او د قرآن ژمنې رښتیا او حق وګڼو).
په قرآن شریف کښې تدبر ځانته څو مرحلې لري. د قرآن کریم د موقعیت او شعایرو پیژندل په قرآن کښې د تدبر مرحلې دي. قرآن عادي او عام خبرې نه دي بلکې دا د الله جل جلاله کلام دی چې په روښانه ژبه او بې له هیڅډول کوږوالي یې پر خپل بزرګواره رسول نازل کړی دی څو د ټولو عالمیانو لپاره خبرداری ورکونکی وي. قرآن حق دی او پر حق نازل شوی دی او نازلونکی یې هغه خدای دی چې ساری او شریک نه لري او راوړنکی یې روح الامین دی او د نازلیدو ځاې یې د پیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) پاک زړه دی. دا دواړو لوړه مرتبه لري او په همدې نکاتو پوهیدل او له زړه نه یې منل، د خدای په کلام کښې د لاژور تفکر او لازیات اهمیت سبب کیږي. له بلې خوا د عقل او پوهې لرل او د هدایت په لاره کښې ترې ګټه اخیستل په قرآن کښې د تدبر له شرطونو دي. لکه څنګه چې خدای پاک جل جلاله فرمايي: ([دا] هغه مبارک کتاب دی چې پر تا مو نازل کړی دی څو د آیتونو [په هکله] یې فکر وکړې او عقلمندان پند واخلي).
همداشان په قرآن کریم باندې د عمل او د سم تدبر لپاره د زړه زنګ لرې کول د تدبر یو بل شرط دی. لکه څنګه چې قرآن کریم فرمايي: (هغه هغه څوک دی چې دا کتاب یې پر تا نازل کړ. د دې یوه برخه محکم او کلک [څرګند او روښانه] آیتونه دي. هغه د کتاب بنیاد دي او بله [برخه یې] متشابهات دي [چې د تفسیرولو وړ دي]. خو د کومو کسانو په زړونو کښې چې ګمراهي ده د فتنه لټونې او [په خپله خوښه] د هغه د تفسیرولو لپاره یې د متشابهاتو پیروي کوي، سره له دې چې په تفسیر یې له خدای او پخو پوهانو پرته بل څوک نه پوهیږي. [هغوي چې] وايي: مونږ پرې ایمان راوړ، ټول [محکمات او متشابهات] زمونږ د پروردګار لخوا دي).
له عقلمنو پرته بل څوک یاد نه ساتي او داشان انسان کولی شي چې په قرآن کښې په تدبر او پرې په عمل سره سعادت ته لاس پيدا کړي. همهغه ډول چې متعال خدای د فاطر د مبارکې سورې په ۲۹ آیت کښې فرمايي: (په حقیقت کښې کوم کسان چې د خدای کتاب لولي او لمونځ قائموي او له هغه څخه چې دوي ته مو روزي ورکړې، په پټه او څرګنده انفاق کوي، یو داسې تجارت ته یې هیله ده چې هیڅکله زوال نه مومي).
ملا صدرا د سوره واقعه په سریزه کښې وايي: ډیر حکیمانه کتابونه مې ولوستل تر دې چې ګمان مې وکړ چې یو څوک یم خو چې څنګه مې د بصیرت سترګې خلاصې شوې، ځآن مې له حقیقي علومو خالي ولیده. په اخري عمر کښې مې فکر وکړ چې په قرآن کریم او د محمد او آل محمد(ص) په روایتونو کښې تدبر پیل کړو. یقین مې وشه چې تراوسه مې کار بې بنیاده و ځکه چې ټول عمر د رڼا په ځاې، په سیوري کښې ولاړ وم.
له خفګانه مې په بدن اور بل شو او زړه مې په لمبو شو تر دې چې الهي رحمت مې لاس ونیوه او زه یې د قرآن له اسرارو سره اشنا کړم او په قرآن کښې مې تدبیر او تفسیر شروع کړ. د وحي د کور ور مې وټکوه، ورونه خلاص شول او پردې لرې شوې او ومې لیدل چې فرښتې راته وايي: سلام علیکم! جنت مو مبارک شه، نو بس ورننوځئ.
هیله ده چې مونږ هم د خدای په دې بې سارې ورځو کښې چې الهي میلمستیا روانه ده، د قرآن پاک په آیتونو کښې په تدبر او غور سره د ابدي کمال او تل پاتي جنت په لور ګام پورته کړو.
********//////////*******