بېکدلي: غواړو چې ایران ته د افغانستان د صادراتو ونډه زیاته شي
Apr 20, 2026 13:56 Asia/Kabul
په کابل کې د ایران سفیر عليرضا بېکدلي ویلي چې غواړي ایران ته د افغانستان د صادراتو کچه زیاته شي.
په کابل کې د ایران سفارت راپور ورکړی چې بېکدلي د خپل هېواد خصوصي برخې ته بلنه ورکړې چې له افغانستانه د توکو د صادراتو په برخه کې خپل فعالیتونه زیات کړي.
له دې وړاندې هم په کابل کې د ایران سفارت خبر ورکړی وو چې د روان کال له پیله تر اوسه د افغانستان او ایران ریلپټلۍ له لارې څه باندې ۱۰۰ زره ټنه توکي لېږدول شوي.
بېکدلي هیله څرګنده کړې چې په غويي میاشت کې به له دغه لارې د توکو د لېږد کچه نوره هم زیاته شي.
د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو له ګډو بریدونو وروسته د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ له درېدو اندېښنې راپارېدلې وې.
ټیګونه