ملګري ملتونه: روان کال ۴.۲ میلیونه افغانان بېړنۍ سرپناه ته اړتیا لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i172188-ملګري_ملتونه_روان_کال_۴.۲_میلیونه_افغانان_بېړنۍ_سرپناه_ته_اړتیا_لري
د ملګرو ملتونو د بشري هستوګنې پروګرام «یو ان هبیتات» وايي، په روان ۲۰۲۶ کال کې ۴.۲ میلیونه افغانان بېړنۍ سرپناه او غیرخوراکي توکو ته اړتیا لري.
(last modified 2026-04-20T09:20:16+00:00 )
Apr 20, 2026 13:47 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه: روان کال ۴.۲ میلیونه افغانان بېړنۍ سرپناه ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري هستوګنې پروګرام «یو ان هبیتات» وايي، په روان ۲۰۲۶ کال کې ۴.۲ میلیونه افغانان بېړنۍ سرپناه او غیرخوراکي توکو ته اړتیا لري.

دغه سازمان د  وري په  ۳۱ مه پر اېکسپاڼه لیکلي چې نړیوال د آذربایجان باکو ښار کې د مسکن په اړه د خبرو په حال کې دي، خو د افغان کورنیو لپاره دغه اړتیا بېړنۍ ده.
د ملګرو ملتونو د بشري هستوګنې پروګرام زیاته کړې چې دا اوس باید د ټولو لپاره د مناسب کور د تضمین لپاره اقدام وشي.
تر دې وړاندې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي وو، روان میلادي کال کې شاوخوا څلور میلیونه او ۲۰۰زره افغانان د سرپناه د برابرولو په برخه کې مرستو ته اړتیا لري.
د اوچا په وینا، دغه اړتیا د طبیعي پېښو د زیاتېدو، له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو د بېرته راستنېدو او د اقتصادي ستونزو له امله رامنځته شوې ده.
د یاد دفتر په وینا، په دې وروستیو کلونو کې سېلابونو، زلزلو او وچکالۍ د زرګونو کورنیو کورونه ویجاړ کړي دي.