جومات دعشق او ایمان زیږنځای
دتهران د پښتوخپرونې اوانټرنیټی سایټ خوږومینه والو،دخپرونې په دې شیبو کې ښه ژوند درته غواړو،دوستانو جومات د عشق او ایمان زیږنځای نومې دلړۍ له نننی درې څلویښتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې د دجوماتونو د رول د کمزوری کیدا د څرنګوالی او بیا هم د ترکیې د آیاصوفیه جومات په باب درسره غږیږو،نو هیله ده تر پایه راسره ملۀ ووسئ
دوستانو په تیرو پروګرامونو کې مو وئیلی دی ، د جومات یو کار هغه سیاسی روڼتیاوې دی،چې د سلطه غواړو هیوادونو په مقابل کې د استکبار په ضد د هلوځلو د اورګان په توګه پیژندل شوی دی ، او همدا موضوع لامل شوی چې اسلامی نړۍتل د جوماتونو دبدلیدو اویا کمزوری کولو او ورانولو په نامې سره له مشکل سره مخامخ ده .البته په اسلامی ټولنې کې د جوماتونو د مقام او رول کمزورتیا،یوه اوږده تاریخی جرړه لری .دحضرت امام علی علیه السلام له شهادته وروسته او دخلفای راشدینو دحکومت په ختمیدا پسې، د بنی امیه ؤ واکوالانو له جوماتونو، له خلکو سره د حاکم د مستقیم ارتباط اودمومنانو د غونډیدو د مرکز په توګه ډیره ناسمه استفاده وکړه . د ابوسفیان زوی معاویه د بنی امیه ؤ لومړنی حاکم په توګه ځان د درسول ا....خلیفه وبالۀ، چې په دغې منصوبیداپسې،ئې ځان،د جَمې او جُمعې د اقامت لپاره تر ټولو غوره کس بالۀ. هغه د رسول ا....پر منبر ویناوې کولې او په چلول او دوکو سره ئې دینی معارف د خپل حکومت د ظلم او ستم لپاره یو لاسوندګرځاوۀ. د اسلامی هیوادونو پاچایانو هم ، غالبا په همدې اساس دجومات له کړنو د خپل مقام دساتنې لپاره همدغه شان ناسمه استفاده کوله .
= نن سبا هم داسلامی هیوادونو ځینی واکوالان،له جوماته ،د خپل موقعیّت د ساتلو اوپیاوړی کولو لپاره استفاده کوی .خو دځینو اسلامی هیوادونو سیکولر واکوالان چې له ټولنې د دین څنګةکولو لپاره هڅه کوی،دخپل ولس د دینی فطرت په دلیل،څه خاص بریالی نه دی .نو ځکه جوماتونه ، چې د اسلام دتبلیغ مرکزونه دی،په سخته کنټرولوی .په دغو جوماتونو کې یوازې د هغو عبادی اړخ ته توجه کیږی او بل له هیڅ شی سره کار نه لری .نو څکه یوازې د جمې لمانځه په اداکولو بسنه کوی،او حکومت د جومات د نورو سیاسی،ټولنیزو اوکلتوری فعالیتونوخنډکیږی.دمثال په توګه،د تاجیکستان حکومت ، سره له دې چې اته نوی فی صدی خلک ئې مسلمانان دی ،سیکولر دی ا و له سیاسته د دین په جلاکیدا ټینګار کوی . نوځکه ئې ډیر زیات جوماتونه په رسمی توګه د نه ثبتیدا په پلمه چټی کړی دی او له هغو ئې ډیر د لاسی شیانو په کارخانو ، وړکتونونو، او درملتونونو بدل کړی دی . په دغه هیواد کې له اتلس کلونو کمو عمره ځلمیانولپاره په جوماتونو کې لمونځ اداکول منع دی .
یو بل مثال ئې ترکیه هیواد دی . اوس دترکیې د استانبول په څیر په ستر ښار کې چې کابو د یوې پیړۍ سیکولر حاکمان ئې داسلام په نابودۍ پسې وو، په پنځو وختونو کې د آذان په زړه پورې غږ،د دغه ټوریسټی ښار فضا معطره کوی او ډیر زیات لمونځ ګوزار دجوماتونو په لور ځی .جالبه ده چې حتی د ایتوپیا په څیر یوه وروسته پاتې هیواد کې،د آذان په وخت،جوماتونه په تیره بیا په روژې مبارکې میاشتې کې له خلکو ډکیږی ، چې خلک صفونه جوړوی او انتظار کوی،څو لومړۍ ډله لمونځ ختم کړی ا و دوهمه ډله جومات ته داخله شی ،څو په جمې لمونځ ادا کړی ، چې دغه صحنه په ځینو وختونو کې تر څلور ځله هم تکراریږی .دا ټول د جوماتونو دکمزوری کولو لپاره د واکوالانو او پاچایانو د تبلیغاتو اوفرهنګ جوړونې خلاف دی .
= ا لتبه دجوماتونو دکمزوری کولو او ورانولو لپاره له ټولو هلو ځلو سره سره ، جومات هماغه شان د مسلمانانو د یووالی ،یو موټی کیدا ،اتحاد او انسجام مرکز دی . دجماعت لمونځ او دلمونځ ګوزارو سره د کوټلوصفونو جوړیدا،په ښّه ډول د غږملتیا اوانسجام ښودنه کوی،چې په جومات کې شتون برابروی . همدلته ده چې لمونځ ګوزار کسان د اوبو د قطرو په شان له یوه بل سره یو ځای کیږی څو د اتحاد یو ستر سمندر نندارې ته وړاندې کړی. ټول د یوه بل تر څنګ د واحد خدای په وړاندې دقبلې په لور دریږی، او دهغه واحد خدای حمد ا و ثنا ئې په شنډو خوریږی او له یوه بل سره غږمله دتوحید سرود زمزمه کوی .
***********************
= دوستانو اوس هم په دوهمه برخه کې د نړۍ دمهمو جوماتونو په معرفۍ کې دترکیې د آیا صوفیه ، جومات په باب درسره غږیږو .
د ایاصوفیه ودانۍ په پیل کې د څلورمې میلادی پیړۍ دوهم کنسټنټاین ، دخپل پلار اول کنسټنټاین په ویاړ، جوړه کړه . دغه ودانۍ په پیل کې په :سترې کلیسا: مشهوره شوه ، خو وروسته :ثنا سوفیا: یعنی دمقدس حکمت په نامې بدله شوه او تر پنځمې میلادی پیړۍ پورې خلکو دا: سوفیا : بلله . په ۴۰۴میلادی کال کې د سنتاسوفیا یوه برخه ، د هغه ستر بغاوت له امله چې په قسطنطنیه کې رامینځة شو،په اوور کې وسوزیدله .تر دې چې په شپږمې میلادی پیړۍ کې بیا ورغاول او افتتاح شوه . په پنځلسمې میلادی پیړۍکې د بیزانس امپراتورۍاومسلمانانو ترمینځ له څوکلن جنګه وروسته، مسلمانان د عثمانی پاچا سلطان محمد فاتح په قوماندانۍ سره بریالی شول او وتوانیدل قسطنطنیه فتح کړی .پر دې اساس قسطنطنیه دعثمانیانو د خلافت مرکزشو،اسلامبول ونومول شو،او د:هاجیاسوفیاکلیسا:په : ایاصوفیه : جومات بدله شوه .
= ایاصوفیه جومات په پیل کې ډیر بد شرائط د رلودل . ځینی دروازې ئې لویدلی وې ،د پروتفور پشمول چې د خپل وخت یو ستر لرغون پیژاند شخصیّت ؤ ،لویدیځی مسافرانو،په اروپا کې د کلیسا دشرائطو په باب یو لړمقالې چاپ کړې،نو ځکه د وخت سلطان،دوهم محمد د هغې د تعمیر او پاکولو حکم صادر کړ، او هغه ته ئې څلور مینارې هم ورزیاتې کړې.
د دوهم سلیم په پاچائۍ کې (شپاړسمه پیړۍ کې ) دجومات د پیاوړتیا لپاره ، د معمار سنان په نامې سره د عثمانیانو د یوه ستر معمار په لاس دجومات له ودانۍ په بهر کې برنډه او ځایونه جوړ شول . هغه له تاریخی پلوه ، لومړنی معمار ؤ چې پلانونې ئې زلزلو ته په پام سره ترسره کیدلې . د ودانۍ د زلزله ضد کیدا جوړونې ترڅنګ . سنان همداراز په ۱۵۷۷ کال کې د ودانۍ په لویدیځی پلوۀ کې دوې مینارې او د جومات په جنوب ختیځی برخې کې د دوهم سلیم مقبره جوړه کړه .
په هغه وخت کې په ورزیات شوو نورو آثارو کې د سلطان ځای ، دپاچائۍ مخصوص تخت ، په سنګ مرمر سره جوړ منبر ، او د آذان ویونکی (موذن) لپاره یوه سرپټی برنډه شامله شوه . په ۱۷۳۹کال کې یو ځل بیا د لومړی محمود(د وخت دپاچا)له خوا دجومات د بیا رغاونې دستور ورکړل شو.او یوه مدرسه هم چې همدااوس دیوه کتابتون په بڼه موجوده ده ، او درې لکه کتابونه پکې ځای شوی دی او همداراز د بې څوکه خلکو لپاره د خواړو د پخولو او ویشلو لپاره یوه اشپزخانه او ورسره یو کتابتون ورزیات کړئ شول.
د ایاصوفیه جومات خورامشوره بیا رغاونه له ۱۸۴۷کاله رانیولې تر ۱۸۴۹ پورې په کلونو کې د اته سوه کارګرانو په مرستې سره شوی ده . په دغه وخت کې ، پر ستنو لیکل شوی تختې ځوړندې شوې . په دغو تختو د الله ، محمد ، ابوبکر ، عمر ، عثمان ، علی ، حسن او حسین نومونه لیکل شوی وو .
د ایاصوفیه مساحت کابو شپږ زره مربع میټر دی . د دغې ودانۍ په جوړیدا کې چوکټې ، ستنې او محرابونه په ډیر دقت اوظرافت او غږمله انداز سره جوړ شوی دی . د څلور سترو ستنو په وسیله څلور سرتاخونه لګول شوی دی ، چې دهغوی د پاسه اصلی ګنبسۍ جوړه شوې ده . دغه ودانۍ په ټول کې یو سل اوه ستنې او نهه دروازې لری ، چې په هغو کې تر ټولو ستره دروازه په مینځ کې ده . دغه دروازه په مرمری اوفلزی چوکاټ کې پلان اوجوړه شوې ده .
دګنبسۍ لاندې ګیرچاپیره څلویښت واړۀ واړۀ کړکی دی چې دلمر رڼا د ودانۍ داخل ته لیږدوی . د ایا صوفیه په داخل کې په طلائی ټایلونو باندې د لمر د رڼا وړانګی یوه ښکلی ملکوتی او آسمانی صحنه رامینځة کوی ، چې د لیدونکو دحیرانتیا لامل کیږی . تاریخ لیکونکی وائی ، کله چې د ایاصوفیه ودانۍ جوړیدا پای ته ورسده ، نو د هغه وخت امپراتور ژوستی نین ووئیل ، ائ سلیمانه ! زه له تا مخکې یم . :::::
دایا صوفیه داخلی ښکلاوې او ټایلونه هم له ډیر اهمیّته برخمن دی، په مخکینیو سرچینو کې د دغې ودانۍ بې مخینې ښکلاوې په ډیرې ستاینې سره یاد شوی دی . د ایاصوفیه تر ټولو ښکلی برخه دهغې دبیزانسی ټایلونه دی ، چې دهغو په مینځ کې ، له سرو زرو،سپینو اوزیّړو او سفاله جوړ شوی رنګ په رنګ تابلوګانې اوقطعې لیدل کیږی .د ایاصوفیه له موزایئک یا ټایلونو څخه جوړې شوی تابلوګانې د ګنبسیو په مینځ کې ، په دیوالونو، طاقونو او برنډو کې لیدل کیدلی شی . ا لبته د بیا بیا ورانونې او تعمیر له امله ، د ایاصوفیه د ټایلونو ځینی برخې له مینځه تللی دی ؛ په موزایکی ټایلونو کې دحضرت عیسی مسیح علیه السلام تصویر ، چې په څوارلسمې میلادی پیړۍکې دګبنسۍ په داخلی سطحې جوړ شوی ،اشاره کولی شو.دغه ګویا اثر،په اولسمې میلادی پیړۍ کې هم پخپل ځای کې موجود ؤ،تر دې چې د سلطان عبدالمجید په وخت کې دا د نورو سورې په یولړ آیتونولیکلوسره وپوښل شو .دغه ستر جومات په دغه شان مخینې سره په ۱۹۳۵کال کې د ترکیې د وخت ولسمشر مصطفی آتاترک په وسیله په میوزیم بدل شو . دوی د ا لله ، محمد او خلفای راشیدینو او د امام حسن او امام حسین علیهم السلام د نامو لوحې راکوزې کړې ،څو د دغې سپیڅلی ودانۍ روحانی حالت د یوه میوزیم په فضا بدل شی . خو کله ئې چې غوښتل،دغه لوحې داستانبول په نورو جوماتونو کې د استفادې لپاره له هغه ځایه بهر کړی ،نو د هغوی د لوی والی په علت د ایاصوفیه له یوې دروازې هم هغه ونه باسل شوې . نو مجبورا هغه ټوله دیوې بل دپاسه په یوې ګوشې کې کیښودل او انبار شوې . یوې مودې وروسته په ۱۹۴۹کال کې یو ځل بیا دغه لوحې د ایاصوفیه په دیوالونو ولګول شوې .
البته له دغه سپیڅلی ځایه استفاده تر مودو مودو پورې دعبادت لپاره ممنوع شوې وه،تر دې چې په ۲۰۰۶کال کې دترکیې حکومت اجازت ورکړ، د مسیحی او مسلمانو لمونځ اوعبادت کونکو لپاره یوه واړه کوټه بیله شی. له ۲۰۱۳ کال څخه په ورځ کې دوه ځله د جومات له مینارو مؤذن لمونځ ګوزار دلمانځه لپاره بولی .
(سیماب )
******************************************************************************************************