د رڼا سرچینې (۱۷۴) د غفلت ختمول
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۱۷۴م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینې د لړۍ په دې برخه کې، د حدید مبارکې سورې د ۱۶م او ۱۷م آیت شأن نزول څېړو، نو د خپرونې تر پایه له موږ سره و اوسئ.
یوه ورځ د خدای رسول (ص) خپلو یارانو ته وفرمایل: په تاسو کې څوک ټولې ورځې روژه نیسي؟ یوه نوي غیر عرب مسلمان وویل: زه، یا رسول الله.
پیغمبر(ص) وپوښتل: په تاسو کې څوک ټولې شپې په عبادت تېروي؟
هماغه سړي وویل: زه، یا رسول الله.
حضرت وپوښتل: آیا په تاسو کې داسې څوک شته چې هره ورځ یو ځل قرآن ختم کړي؟
دا ځل هم دغه نوي مسلمان وویل: زه، یا رسول الله.
له حاضرو کسانو څخه یوه، چې د دغه سړي ځوابونه یې یو ډول دروغ ګڼل، وویل: زما کور د هغه کور ته نږدې دی. ډېری ورځې ما لیدلی چې هغه روژه نه وي، د شپې ډېره برخه هم ویده وي او د ورځې ډېره برخه په چوپتیا تېروي، نو څنګه تل روژه وي او هره شپه د خدای د عبادت لپاره ویښ پاتې کېږي او هره ورځ یو ځل قرآن ختموي؟!
پیغمبر (ص) وفرمایل: غوره ده چې څرنګوالی یې له خپله هغه وپوښتئ څو خبر درکړي!
هغه سړي وویل: په میاشت کې درې ورځې روژه نیسم او خدای فرمایلي دي: «هر څوک چې نېک عمل وکړي، لس چنده اجر لري.»
له بلې خوا، د شعبان وروستۍ ورځ روژه نیسم او هغه د رمضان میاشتې له روژې سره یوځای کوم او هر څوک چې داسې وکړي، د ټول کال د روژې اجر لري.
د خدای له رسول (ص) څخه مې اورېدلي چې فرمایل یې: هر څوک چې په اوداسه ویده شي، په ثواب کې داسې دی لکه ټوله شپه یې عبادت کړی وي.
خو د قرآن ختم! د خدای رسول (ص) وفرمایل: هر څوک چې یو ځل د «اخلاص / قل هوالله» سورت ولولي، د قرآن د یوې درېیمې برخې اجر لري او هر څوک چې دوه ځله یې ولولي، د قرآن دوه درېیمه برخه یې لوستې ده او هر څوک چې درې ځله یې ولولي، ګواکې قرآن یې ختم کړی دی.»
د خدای رسول(ص) هغه سړي ته چې خپله یې «سلمان» نومولی وو، د رضایت موسکا وکړه. هغه ستر انسان چې د حقیقت د درک لپاره یې بېلابېل دینونه وپلټل او په پای کې د اسلام غېږې ته راغی او د آخرالزمان د پیغمبر له نږدې یارانو څخه شو.
«سلمان» یا هماغه «روزبه» په یوې زردشتي کورنۍ کې وزېږېد او د ځوانۍ تر ورځو پورې د یوه معتقد زردشتي په توګه په «اورتون» کې خدمت کاوه. خو ځکه چې ډېر پلټونکی او له پوښتنو ډک ذهن یې درلود، کور یې پرېښود او د مسیحي راهبانو حلقې سره یوځای شو او له یوه کاروان سره له ایرانه ووت او د هغه له تجربو او سفرونو ډک ژوند پیل شو.
شام، انطاکیه، حلب، اسکندریه، موصل، نصیبین او عموریه یې تر شا پرېښودل او په حجاز کې د یوه غلام په توګه وپلورل شو. د خپل غلامۍ دوره یې د مدینې په تاریخي ښار کې تېره کړه او د خدای له رسول (ص) سره تر لیدنې او له خپل ارباب سره د آزادۍ تر تړون وروسته، آزاد شو او د خدای د رسول(ص) له یارانو څخه شو.
سلمان ډېر کلونه د بېلابېلو دینونو د اصولو په سیر اوسیاحت، تأمل او تفکر کې تېر کړل. د عبادتځایونو، کلیساګانو او اورتونونو دورې یې تېرې کړې او مخکې له دې چې د پیغمبر اکرم(ص) حضور ته ورسېږي، د لسګونو عالمانو، راهبانو او پوهانو حضور ته ورغی او د حکمت او معرفت لوړې مرتبې ته ورسېد.
هغه د فارس، روم او یهودو ډېر کتابونه ولوستل او پخوانۍ صحیفې لکه تورات، انجیل او زبور یې مطالعه کړل او ځکه چې په آریایي، سامي او عبري بېلابېلو ژبو باندې پوهېده، کله چې حجاز ته ولاړ او اسلام یې راوړ، عربي ژبه یې هم زده کړه او طبیعي ده چې په فارسي هم پوهېده، ځکه هغه یې مورنۍ ژبه وه.
د سلمان علمي او حکمي عظمت، تل د خدای د رسول (ص) له خوا تایید او ستایل کېده. پیغمبر هغه ژور سمندر، نه ختمېدونکې خزانه او خوږ آبشار ته ورته باله او فرمایل یې: سلمان د علم ژور سمندر دی چې اوبه یې نه شي ایستل کېدای.
له هجرت یو کال وروسته چې بت پرستي هېره شوې وه او هره ورځ یو شمېر کسان له نوي دین سره آشنا کېدل او اسلام یې راوړلو، یو شمېر فرصت طلبه او بلاغوښتونکي کسان چې د پیغمبر (ص) رهبري یې په زړه نه شوه زغملای، د زړونو د خرابولو لپاره یې هڅه کوله چې په خپلو خبرو سره د مسلمانانو ترمنځ اختلاف رامنځته کړي او د مسلمانانو ایمان کمزوری کړي.
د منافقانو دغه ډلې د پیغمبر د مقام او مرتبې د کمولو او قرآن ته د نه پاملرنې لپاره، کله ناکله په خپلو خبرو کې په تحریف شوي تورات باندې استناد کاوه.
یوه ورځ هغوی له مخکې جوړ شوي پلان سره سلمان فارسي خوا ته راغلل او له هغه یې وغوښتل چې هغوی ته له تورات څخه خبرې وکړي او کومه کیسه ورته نقل کړي. په همدې وخت کې، د یوسف سورت لومړني آیتونه پر پیغمبر اکرم (ص) نازل شول او وفرمایل:
«نَحْنُ نَقُصُّ عَلَیْکَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِما أَوْحَیْنا إِلَیْکَ هذَا الْقُرْآنَ وَ إِنْ کُنْتَ مِنْ قَبْلِهِ لَمِنَ الْغافِلینَ:
موږ تر ټولو غوره کیسې د دې قرآن د وحي له لارې تا ته بیانوو، که څه هم ته تر دې وړاندې ترې ناخبره وې.»
سلمان د دې آیت له اورېدو وروسته هغوی ته وویل: دا قرآن، احسن القصص او د تر ټولو غوره برخلیکونو بیان دی او تاسو ته له نورو کتابونو ډېر ګټور دی.»
لا ډېر وخت نه وو تېر شوی چې منافقان یو ځل بیا د سلمان خوا ته راغلل او هماغه غوښتنه یې بیاځلي تکرار کړه. په همدې وخت کې د زمر سورت ۲۳ آیت نازل شو او وفرمایل:
« اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِیثِ کِتَابًا مُتَشَابِهًا مَثَانِی تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُودُ الَّذِینَ یخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ثُمَّ تَلِینُ جُلُودُهُمْ وَقُلُوبُهُمْ إِلَىٰ ذِکْرِ اللَّهِ ۚ ذَٰلِکَ هُدَى اللَّهِ یهْدِی بِهِ مَنْ یشَاءُ ۚ وَمَنْ یضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ:
خدای قرآنکریم نازل کړی چې تر ټولو غوره او ښکلې آسماني وینا ده، داسې کتاب چې آیتونه یې ټول د فصاحت او اعجاز په کمال کې یو له بل سره ورته دي او په هغه کې د خدای او د خدای د ځانګړو بندګانو ستاینه تکرار شوې ده، چې د هغه د قهر آیتونو په تلاوت سره له خدایه وېروونکو بدنونه رېږدي او د رحمت په آیتونو سره بېرته آرام او سکون مومي او زړونه یې د خدای په یاد بوختېږي. دا کتاب هماغه د خدای رحمت او هدایت دی، چې هر څوک وغواړي په هغه هدایت کوي، او هر څوک چې خدای یې ګمراهۍ ته پرېږدي، نو هېڅ هدایت کوونکی به ونه لري.»
د دې آیت په نازلېدو سره، منافقانو د یوې مودې لپاره خپله دا غوښتنه تکرار نه کړه، خو څه موده وروسته، د درېیم ځل لپاره بیا د سلمان خوا ته راغلل او هماغه غوښتنه یې ترې وکړه. په همدې وخت کې، د حدید سورت ۱۶ او ۱۷ آیتونه نازل شول او له هغوی یې وپوښتل چې آیا هغه وخت نه دی رسېدلی چې د خدای د نوم پر وړاندې خشوع وکړئ او له دغو خبرو څخه لاس واخلئ.
څرګنده ده چې که په هغو آیتونو کې چې پر پیغمبر نازل شوي، سم تدبر وشي، نو په دې صورت کې به د پخوانیو امتونو په څېر د غفلت او بې خبرۍ او په پایله کې د زړه د سختوالي چې پایله یې ګناه ده، ښکار نه شي.
دا آیتونه چې انسان د پروردګار پر وړاندې تواضع ته رابولي، داسې دي:
« أَ لَمْ یَأْنِ لِلَّذِینَ آمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِکْرِ اللّهِ وَ ما نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَ لایَکُونُوا کَالَّذِینَ أُوتُوا الْکِتابَ مِنْ قَبْلُ فَطالَ عَلَیْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَ کَثِیرٌ مِنْهُمْ فاسِقُونَ / اعْلَمُوا أَنَّ اللّهَ یُحْىِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِها قَدْ بَیَّنّا لَکُمُ الْآیاتِ لَعَلَّکُمْ تَعْقِلُونَ:
آیا د هغو کسانو لپاره چې ایمان یې راوړی، هغه وخت نه دی رسېدلی چې زړونه یې د خدای په یاد او هغه حقیقت چې نازل شوی نرم [او فروتن] شي او د هغو کسانو په څېر ونه شي چې تر دې مخکې هغوی ته کتاب ورکړل شوی وو او وخت پرې اوږد شو او زړونه یې سخت شول او ډېری یې فاسقان وو؟ پوه شئ چې خدای ځمکه له مرګ (خزان) وروسته بېرته راژوندۍ کوي. موږ خپل آیتونه او دلایل (خپل قدرت) تاسو ته بیان کړل، ترڅو خپل فکر او عقل په کار واچوئ.
ګرانو ملګرو! د پروګرام وخت پای ته ورسېد. د رڼا سرچینې د لړۍ تر بل پروګرام او بلې کیسې پورې، تاسو ټول عزیزان په لوی خدای سپارو. ورځې مو په خیر، ژوند او روزگار مو خوشحاله.
ژباړه: زماني