د تاریخ پاڼه (۱۱۷)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i74722-د_تاریخ_پاڼه_(۱۱۷)
خوږو ملګرو! نن د اتبار ورځ یا یکشنبه،د ۱۳۹۷ هجری لمریز کال د چنګاښ میاشتې ۲۴مه،د ۱۴۳۹ هجری قمری کال د ذی قعدې یا میانی میاشتې لومړۍ او د ۲۰۱۸م کال د جولائی ۱۵مه نیټه ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 15, 2018 11:50 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه (۱۱۷)

خوږو ملګرو! نن د اتبار ورځ یا یکشنبه،د ۱۳۹۷ هجری لمریز کال د چنګاښ میاشتې ۲۴مه،د ۱۴۳۹ هجری قمری کال د ذی قعدې یا میانی میاشتې لومړۍ او د ۲۰۱۸م کال د جولائی ۱۵مه نیټه ده

یو زر دوه سوه شپږ شپیته کاله مخکښې، د یو سلو درې اویایم هجری قمری کال  د ذیقعدې یا میانی  د میاشتې  په  لومړی نیټه، د یو معتبر  روایت  له  مخې د اسلام  د ګران  پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) له اهل بیتو څخه  د امام موسی  بن  جعفر (ع)  قدرمنی لور حضرت  فاطمه  معصومه (س)  نړۍ  ته سترګې رڼې کړې.

حضرت فاطمه معصومه (س) یوه ویناواله  میرمن، توانمنه معلمه او د زهد او تقوا بیلګه وه. هغه د خپل ورور حضرت امام رضا (ع) د ملاقات لپاره د ایران  په  شمال ختیځ  کښې خراسان  ته  د  تګ په لاره کښېناروغه شوه  او په قم  ښار کښې  د اولسو ورځو له  پاتې کیدا  وروسته  په  دوه سوه لومړی قمری کال  کښې  وفات  شوه.  د ایران په قم ښار کښې د حضرت معصومه (س) پرتمین  حرم  د خلکو  د مختلفو پرګنو  د زیارت ځای دی او ترڅنګ یې د اسلامی  نړۍ  تر ټولو ستره  عملی  او  دینی مدرسه جوړه شوې ده چې اوسمهال  د سوچه اسلامی تعلیماتو  د خپریدو مرکز ګڼل کیږی او د علمی او دینی اهدافو پر  پرمخ  بیولو سربیره  د ظلم  په  وړاندې  د مقاومت، پایدارۍ او  پاڅون  د سمبول  په توګه پیژندل شوې ده.

د حضرت بی بی  معصومې (س)  د  حرم  زیارتوال  له  هغې  بارګاه  څخه  نور او صفا او له مکتب څخه یې د فضیلت، پاک لمنۍ او د خدای په لاره کښې د هڅې درس زده کوی.

×××××××××

نهه اویا کاله پخوا، د دیارلس سوه اتلسم هجری لمریز کال د چنګاښ په څلورویشتمه نیټه، د ایران د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... سید علی حسینی خامنه ای د ایران په شمال ختیځ کښې د مشهد په مقدس ښار کښې په یوی روحانی کورنۍ کښې و زیږید او له څلور کلنۍ یې زده کړې پیل کړې. د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ښونځی په وروستیپړاو کښې له خپل فاضل پلار څخه د اسلامی درسونو زده کولو ته مخه کړه او په چټکه یې د پرمختګ پړاؤنه تر شا تیر کړل . هغوئ په دیارس سوه اوه دیرشم لمریز کال کښې قم ښار ته ولاړ او تر اوو کالو مودې پورې یې د حضرت امام خمینی (رح)، آیت ا... العظمی بروجردی او علامه طباطبایی په شان له لویو استادانو څخه فقه ، اصول او فلسفه زده کړه. آیت ا... خامنه ای مشهد ته له ستانیدا وروسته  همهغه راز د اسلامی معارفو او دینی علومو زده کړې او تدریس ته دوام ورکړ. د اسلامی انقلاب لارښود له همهغې ځوانۍ څخه له پهلوی استبدادی رژیم سره مخالفت پیل کړ او د امام خمینی (رح) د غورځنګ په اوج ته رسیدا پسی هغه سره یو ځائ شو. هغوئ د اسلام د تبلیغ او د امام خمینی (رح) د لید توګی او فکرونو او د پهلوی د پییلی رژیم د فسادونو پر ضد ایشوا کولو په لار کښې په ځلونو ونیول، بندی او حتی جلاوطن کړئ شو. د انقلاب معظم لار ښود د خلکو لوی غورځنګ د بریالیتوب په درشل کښې د امام خمینی لخواد اسلامی انقلاب د شورا غړی شو. له انقلابه وروسته هم دوئ د دفاع په لوده شورا کښې د امام د استازیتوب په شان مهم مقامونه درلودل او د خلکو لخوا دوه ځله د اولسمشرۍ په مقام وټاکل شو. د اسلامی انقلاب لارښودپه دیارلس سوه شپیتم لمریز کال کښې د ترهګرو ډلګیو د عواملو لخوا په یوی بمی چاودنې کښې سخت ټپی شو. په دیارلس سوه اته شپیتم لمریز کال کښې د امام خمینی (رح) په رحلت پسی د رهبرۍ د خبرګان شورا ، هغوئ د اجتهاد، تقوا، پوهې، مدیریت او د نړۍ او د ایران له مسایلو سره د بلدتیا په شان د ځانګړنو د لرلو په وجه ، د ایران د اسلامی جمهوریت نظام د لار ښود په توګه غوره کړ. هغوئ د خپل لارښونې په دور کښې تل د اسلام تعلیماتو او د انقلاب او د امام خمینی ایډیالونو ته په پام سره یې د اسلامی جمهوریت نظام په تدبیر او لرلید سره هدایت او لارښونه کړی دی.

××××××××××

پنځوس کاله پخوا، د دیارلس سوه اوه څلویښتم هجری لمریز کال د چنګاښ په څلورویشتمه نیټه، یو افغانئ دانشمند او مبارز اسماعیل بلخی په کابل کښې شهادت ته و رسید. هغه په دولس سوه پنځه نوېم لمریز کال کښې د افغانستان په شمال کښې د بلخ په خوا او شا کښې په بلخاب کلی کښې و زیږید. بلخی له ماشومتوب څخه د دینی علومو زده کړو ته مخه کړه او د دی لپاره یې عراق او ایران ته سفرونه وکړل. هغه له استبداد سره د مبارزې په لار کښې آرامښت نه درلوده او د افغانستان مسلمان خلک یې د افغانستان له فاسدو حکومتونو سره مبارزې ته تشویقول . شهید بلخی تل د افغانستان د واکمنانو تر دباؤ لاندی ؤ او ډیره موده په زندان کښې بندی کړئ شو. هغه د مسلمانانو تر مینځ د وحدت مقصد ته په رسیدو او مبارژی باندی ټینګار کاوه. بالاخره دغه مسلمان مجاهد په نهه څلویښت کلنۍ کښې په کابل کښې په شکمنه  شهید کړی شو.

××××××××××××

اته کاله مخکښې د ۱۳۸۹ ه ل کال د چنګاښ په ۲۴مه نیټه،د ایران په زاهدان ښار کښې دوې ترهګری چودنې د ۲۷ کسانو د وژلې او د ۱۶۹ تنو نورو د ژوبلیدا لامل شوې.دغه پیښه د زاهدان د جامع جومات په وړاندې او د حضرت امام حسین(ع) د نیکمرغه ولادت د کلیزې د جشن مراسمو د ترسره کولو په مهال وشوه .جندالله نومی ترهګرې ډلګۍ د دغو چودنو مسئولیت پر غاړه واخیسته دغې ډلګۍ په څو نورو ترهګرو چودنو کښې یوشمیر ایرانیان په خاورو او وینو لیت پیت کړی وو.د زاهدان ترهګر عملیات د دغې ترهګرې ډلګۍ د سرغنې عبدالمالک ریګی له اعدامولو یوه میاشت وروسته ترسره شول چې ریګی د ایرانی ځواکونو له لوری په بریالی عملیاتو کښې نیول شوی ؤ.هغه په خپلو اعترافاتو کښې له آمریکا سره له خپل ارتباطه پرده پورته کړی وه.د زاهدان له بوږنونکی پیښې څه موده وروسته په دغه پیښه کښې درې اغیزمن ترهګر ونیول او اعدام کړی شول.