اسلام وپیژنو (۱۴۷)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i74901-اسلام_وپیژنو_(۱۴۷)
د اسلام وپیژنو په یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کی یو. د دی لړۍ پدی مطلب کی د امام حسین ع د امامت دورې ته رسیدلی یو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2018 07:17 Asia/Kabul
  •   اسلام وپیژنو  (۱۴۷)

د اسلام وپیژنو په یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کی یو. د دی لړۍ پدی مطلب کی د امام حسین ع د امامت دورې ته رسیدلی یو.

امام حسین ع د خپل ګران ورور« امام حسن ع» له شهادت وروسته، د مسلمانانو د امامت او رهبرۍ مسؤلیت په غاړه واخیست. د انحضرت د امامت دورې له څیړلو وړاندی، د دوی شخصیتی ځانګړنو ته یوه کتنه کوؤ.

امام حسین ع؛ د خپل ورور په شان د دوی د بزرګواره نیکه« حضرت محمد ص »، د خپل پلار« علی ع » او د خپلی مور« فاطمه س » ترڅنګ، د کمال ډیرو لوړو مرتبو ته ورسید. د انحضرت د ماشومتوب دوره، د اسلام د پیغمبرص ترڅنګ په خواږه خاطراتو سره تیره شوه. حسین بن علی ع، نږدی شپږ کاله د پیغمبر په څنګ و اوسید، او د نبوت په لمنه کی و روزل شو. د خپل ورور« حسن ع » په شان؛ د خدای تعالی ج او د هغه د رسول په نزد، له لوړې مرتبې او موقعیت څخه برخور ؤ. د خدای

رسول ص پدې باره کی وفرمایل:« حسین له ما، او زه له حسین یم. خدای دوست لری هغه کس چی حسین دوست ولری ».

د پیغمبر ص دغه حدیث، له امام حسین ع سره د انحضرت د ژورې معنوی اړیکی ښودنه کوی.

حسین ع د خدای د رسول د زړه محبوب ؤ، او حضرت پیغمبر ص د هغه له لیدو څخه خوشحالیده. له امام حسین سره د پیغمبر ص له محبت څخه ډګه کړنه، د امام د ستر مقام او پیغمبر ص ته د انحضرت د نږدیکت څرګندویه ده. د اسلام ګران رسول ص ځینی وختونه حسین پخپلو اوږو کیناوه، هغه یی پخپله غیږه کی کښیکاږه، بویول او ښکلول یی. بیله شکه، له دغه ګران لمسی سره د حضرت پیغمبر ص تګ لاره، له خپلو بچیانو سره د پلارونو له معمولی کړچارونو څخه لا اوچته او بیله وه. ټول پدی پوهیدل؛ چی دا یو عادی نَسَبی او کورنئ محبت نه دئ، بلکه الهی محبت دئ او پخپل زړه کی د راتلونکی لپاره پیغامونه لری.

امام حسین ع؛ د خپل ورور« امام حسن ع » له شهادت وروسته، د امامت مقام ته ورسید. امام حسین ع ډیر لوړ شخصیت درلود. د امام حسین ع روح او ځان؛ دا شان د پروردګار له عبادت او محبت سره عادت کړئ ؤ، چی هغه یی یو کم سارئ او عجیب

انسان ګرځولئ ؤ. نیک اخلاق؛ ستایلې تګ لاره او له خلګو سره  د امام حسین ع  په زړه پوری معاشرتونه؛ د هغه بزرګوار امام د لوړ شخصیت یو مثال ؤ. امام حسین ع کریم او میلمه پال ؤ. بر بنډو کسانو ته یی جامی ور اغوستلې، وږی یی مړول او له مسکینانو او بی وزلو سره یی ناستی پاستی کولی. د پوروړو پور یی ادا کاوه، او د محرومانو پناه ځای ؤو. له یتیمانو سره یی په نرمۍ او مهربانۍ سره کړچار کاوه. له بی وسو او بیچاره ؤو سره یی ملګرتیا کوله، او که یی مال لاسته لویده د بی وزلو تر منځ یی ویشه.

د خلګو پرګنو؛ د پیغمبر ص د ګران یادګار په توګه« امام حسین ع » ته خاص احترام کاوه، ځکه چی دوی د خلګو ملګری ؤ او د هغوی ترڅنګ اوسیده، او له هغوی سره یی له مهربانۍ او معاشرت څخه ډډه نه کوله. انحضرت؛ مجللې ماڼۍ نه درلودلې او هیڅکله یی د متکبرانو په توګه چی د خلګو له درد او رنځ څخه بی خبره دی؛ ژوند ونه کړ. زړه ورتیا یی د ټولو د ژبی په سر وه. د جګړې په ډګرونو کی یی په اتلولۍ سره د دښمن لیکی، دړې وړې کولې.  پیاوړئ هوډ او لوړه روحیه یی لرله، او هیڅکله د ‌ذلت او تحقیر تر پیټئ نه لاړ.

امام حسین ع د خپل پلار علی ع په شان، فصیح او په زړه پوری بیان درلود. د امام اغیزمن کلام د ځانونو په ژورې اغیز شینده او زړونه یی جذبول. د امام بیان داسی اغیزناک ؤ، چی هر کله یی پخپلو لوړو ویناؤو سره، د فساد او تباهۍ عوامل افشا کول، خلګ له ظلم او کږلاریو سره د مقابلې لپاره لمسیدل. امام فرمایل:« ای انسانانو! آیا نه وینئ چی په حق عمل نه کیږی، او له باطل څخه نهی بڼه نه نیسی؟ پداشان یوه دوره کی ښه ده؛ چی انسان د حق د را ژوندی کولو په لاره کی سرښنده وکړی ».

امام حسین ع پداسی یو وخت کی د مسلمانانو د امامت او لارښوونی بیرغ په لاس کی ونیو، چی د اسلام امت له فتنې او شخړې سره لاس او ګریوان ؤ، او نفاق او دوکه له هرې خوا څخه را څرګندیده. امام حسین ع د لسو کالو په موده، د اسلام د امت مشرې په غاړه درلوده. له دې مودې څخه نه نیم کلونه د معاویی له حکومت سره په یو وخت کی ؤو، او نږدی شپږ میاشتې هم د معاویی د زوی« یزید » د حکومت په دوره کی وې.

معاویه؛ چی یو مقام پرسته سړئ ؤ، د حضرت علی ع د خلافت په دوره کی د شام له حکومت څخه د لیری کیدو په هکله، د دوی له فرمان څخه سر وغړاوه، او په پوچو پلمو او دوکی سره یی، د  

جګړې اور بل کړ. معاویه د امام علی ع  له شهادت وروسته هم، هماغه سیاست د انحضرت د زوی« امام حسین ع » په وړاندی غوره کړ.

معاویه د خپل حکومت له هماغه پیل څخه، د پیغمبر د کورنۍ او د اهلبیت د دوستانو په وړاندی غلیمانه دریځ درلود، او د اهلبیت د ختمولو او د امام علی ع د نامه د نابودولو لپاره یی له هیڅ کوښښ څخه ډډه ونه کړه. معاویه اعلان وکړ:« هر څوک د علی د مرتبې او فضیلت په هکله کوم روایت یا حدیث نقل کړی، خلیفه د هغه د وینې د بهولو او د مال د مصادره کولو لپاره کوم خنډ نه وینی ». هغه؛ د ښارونو والیانو او د جَمعی امامانو ته په یو دستور کی ولیکل:« نه یواځی د علی بن ابی طالب د فضیلت او ښیګنو په هکله هیڅ مه وایاست، بلکه په ټولو فرض دئ، چی د لمونځونو په تعقبیاتو او دعاګانو کی په هغه لعنت ووایی ».

معاویه؛ د علی ع دوستان شکنجه کول او شهیدانول.

د امام حسن ع له شهادت وروسته، د کوفی خلګو یو شمیر نمایندګان د یو شمیر لیکونو په ملتیا، د امام حسین ع حضور ته ولیژل، او له معاویی سره د مقابلې لپاره یی خپل چمتو والئ اعلان کړ. خو امام حسین ع، د هغې دورې د شرایطو او مقتضیاتو په

اساس، نه غوښتل چی له معاویی سره د خپل ورور د سولې تړون پایمال کړی. امام حسین د کوفی خلګو د لیک په ځواب کی داسی ولیکل:« ترڅو پوری چی معاویه ژوندئ دئ، حرکت مه کوئ او رازونه پټ وساتئ. که خدای د هغه د مړینی اراده وکړه، او  زه ژوندئ وم؛ خپل نظر به ستاسو په خبرتیا ورسوم ».

امام حسین ع؛ د معاویی له مرموزو او زیرکانه سیاستونو سره آشنا ؤ. ځکه یی په ټول توان سره هڅه کوله، خپل ځواکونه د راتلونکو برخلیک ټاکونکو کلونو لپاره وساتی، ترڅو د هغو په مرستې سره، هم اسلام د نابودۍ له خطر څخه وژغوری او هم بنی امیه رسوا کړی.

البته؛ دا پدی معنا نه وه چی امام د معاویه حکومت منلئ، یا هغه یی مشروع باله. امام حسین ع ځینی وختونه چی فرصت پیدا کیده، پخپلو آګاه کونکو ویناؤو کی، د معاویه ظالمانه سیاستونه افشا کول، او په عمل کی د معاویه حکومت ډیر جدی سیاسی مخالف ګنل کیده. خو په هغی دوره کی یی له هغه سره له نښتی او جنګ څخه ډډه کوله.

سره له دې حاله، په هغه وخت کی د معاویی او د اموی ظالم حکومت په خلاف د شیعیانو تحرکاتو او فعالیتونو دوام وموند. په مقابل کی د بنی امیی سیاست هم، د مخالفانو تعقیبول، شکنجه کول او وژل ؤو.

حُجر بن عدی؛ چی د علی ع له وفادارو یارانو او لوړو شخیصتونو څخه ؤ، په کوفه کی د بنی امیې د حکومت په ضد د یو لړ خوځښتونو پلان او طرح وسنجوله، او یو شمیر خلګ د هغه په خواؤشا سره راټول شول، خو له څه مودې وروسته؛ حُجر او د هغه یو شمیر یاران ونیول شول. د معاویی عواملو له هغوی وغوښتل چی له علی ع څخه خپله بیزاری اعلان کړی؛ خو هغوی   دغه نا ځوانمردانه کار ونه مانه. په نتیجه کی د معاویی عسکرو، هغوی شهیدان کړل او دغه پاڅون بالآخره وځپل شو.

پدی توګه له معاویی او د هغه له وینی تویونکو عواملو سره، د امام حسین ع او د هغه حضرت د یارانو مقابلې له لوړو ژورو په لرلو سره دوام درلود، تر دې پوری چی معاویه؛ له امام حسن ع سره د سولې تړون په خلاف، د خپل زوی« یزید » د ولیعهدۍ موضوع مطرح کړه. پدی وخت کی، له معاویی سره د امام حسین ع مقابله؛ یوې نوې مرحلې ته ورسیدله، او امام په څرګنده توګه مخالفت کولو ته پورته شو. بیله شکه؛ د یزید د ولیعهدۍ د مسئلې په وړاندی، د امام حسین ع رضایت یا چُپتیا

اهمیت درلود. په همدی منظور یی مدینی ته سفر وکړ، او هڅه یی وکړه د یزید د ولیعهدۍ لپاره د هغه ښار د شخصیتونو؛ په تیره بیا د امام حسین ع موافقه جلب کړی. هغه؛ پخپلو لیدنو کتنو کی د «یزید» ستاینه وکړه، او نوموړئ یی د خلافت د مقام د لاسته راوړلو لپاره، یو لایق او وړ کس وباله.

په مقابل کی، امام حسین ع هم چُپ پاتی نه شو، او د هغه په ځواب کی یی د یزید د یو لړ ناوړو ځانګړنو په یادولو سره وفرمایل:« ای معاویه! ته اوس د خدای د رسول د اصحابو او خپلوانو په شتون کی خلافت هغه چا ته سپاری، چی په ګناه کولو او د حرامو چارو په سرته رسولو کی د افراط لاره غوره کړې ده، او په فتنی او آشوب کی ډوب شوئ دئ ». امام حسین ع پدی توګه؛ د یزید له ولیعهدۍ سره خپل پریکنده مخالفت اعلان کړ.

بالآخره؛ په ۶۰ هجری قمری کال کی، چی معاویه خپله مړینه نږدی لیدله، مکې ته لاړ او په مسجدالحرام کی یی له یزید سره د بیعت کولو مسئله مطرح کړه، پداسی حال کی چی امام حسین ع او یاران یی په کلکه د یزید له واکمنیدو سره مخالف ؤو. معاویه؛ پدی واقعیت باندی خبر ؤ، او پوهیده چی له امام حسین ع څخه په بیعت اخیستو کی د یزید ټینګار، په راتلونکی کی د هغه لپاره سخت او خطر ناکی پایلی لری. ځکه یی د خپل عمر په پای کی یزید ته سپارښتنه وکړه؛ چی که حسین بن علی، له ده سره له بیعت کولو څخه سر وغاړاوه، مجبور یی نه کړی او په هغه دی کار ونه لری، او حالات په چُپتیا او زغم سره تیر کړی.

په پای کی؛ د ۶۰ هجری ق کال د رجب په میاشت کی، معاویه مړ شو او یزید د خپل پلار د وصیت په اساس، د هغه ځای ناستئ شو. خو یزید؛ چی مغرور، قدرت طلبه او فاسد سړئ ؤ، د معاویی  سپارښتنو او نصیحتونو ته په بی پروایۍ سره، د مدینی له والی څخه وغوښتل؛ چی له ده سره د امام حسین بیعت واخلی، او که نه هغه دی ووژنی.

په راتلونکی مطلب کی د دغې مسئلې دوام تاسو ګرانو دوستانو ته وړاندی کوؤ.