خوږی خبری (۴۱)
د حضرت امام علی ع د خلافت په یوه ورځ، د دوی ورور «عقیل» د انحضرت د خلافت مرکز(کوفی) ته د میلمه په توګه ورغئ. امام علی ع کله چی د خپل ورور له ورتلو څخه خبر شو، د هغه ډیر احترام وکړ او له هغه سره یی محبت او مهربانی وکړه.
شپه شوه؛ او هوا ګرمه وه. علی ع او ورور یی« عقیل » تصمیم ونیو، د دارالاماری په بام باندی له یو بل سره خبری اترې وکړی. د ماښام د ډوډۍ وخت ورسید. عقیل؛ چی ځان د مسلمانانو د خلیفه میلمه لیده، انتظار یی درلود چی یو رنګین دسترخوان ورته وغوړیږی. خو د هغه د انتظار په خلاف، ډیر ساده خواړه چمتو شول. هغه په ډیرې حیرانتیا وپوښتل: خواړه همدا دی؟ او حضرت علی ع وفرمایل: آیا دا د خدای نعمت نه دئ؟ زه خو؛ د دومره زیاتو نعمتونو په خاطر د خدای شکر ادا کوم. عقیل، چی حالات دا ډول ولیدل، نو ویی ویل؛ وروره! ښه ده خپله غوښتنه هرڅه ژر ووایم او لاړ شم. زه پوروړئ یم او د پورونو دروند پیټئ زما په اوږو دئ. امر ورکړه چی ژر زما پورونه راته ادا کړی، او هر څومره چی کولای شې له خپل ورور سره مرسته وکړه، ترڅو
د لا زیات زحمت سبب نه شم، او بیرته خپل کور ته لاړ شم.
علی ع وفرمایل: څومره پوروړئ یی؟
عقیل وویل: سل زره درهمه.
علی ع وفرمایل: دا ډیرې پیسی دی. زما ګرانه وروره! دومره پیسی نه لرم، چی ستا پورونه درکړم. خو صبر وکړه د معاش ورکولو وخت را ورسیږی، زه له خپلی شخصی ونډې څخه اخلم، او تا ته یی درکوم، او ستا سره به د مرستې کولو او ورور ولۍ شرط ادا کړم. عقیل؛ د خپل ورور له ځواب څخه ډیر حیران شو او ویی ویل: صبر وکړم ترڅو د معاش ورکولو مهال را ورسیږی؟ د هیواد بیت المال او خزانه ستا په لاس کی ده، او ماته وایی صبر وکړه، چی د ونډو د ویشلو وخت ورسیږی؟ ته همدا اوس کولای شی هرڅومره وغواړی د بیت المال له خزانی څخه واخلی. له دې څخه ورتیر؛ له بیت المال څخه ستا معاش څومره دئ؟ که خپل ټول معاش ماته راکړې، بیا هم زما د رنځونو کوم علاج نه پری کیږی.
علی ع، د خپل ورور له بی باکو خبرو څخه ډیر خوا شینئ شو، او هغه ته یی وفرمایل: زه؛ ستا له وړاندیز څخه حیران یم. د دولت خزانه که پیسی ولری او که ونه لری، په ما او تا پوری اړه نه لری. زه او ته د نورو مسلمانانو په شان یو. ټیک دئ؛ چی ته زما ورور یی، او زه باید د امکان تر حده ستا سره مرسته او بسپنه وکړم؛ خو له خپل مال څخه، نه د مسلمانانو له مال څخه.
د حضرت علی ع او د دوی د ورور«عقیل» خبرو اترو دوام درلود. عقیل سعی وکړه چی په ډول ډول طریقو سره، د علی ع رضایت لاسته راوړی. د عقیل ټینګارونو ادامه درلوده، او ویل یی: اجازه ورکړه؛ له بیت المال څخه کافی پیسی ماته راکړی، ترڅو د خپل کار پسی لاړ شم. خو امام علی ع نه منل؛ تر دې چی د انحضرت په ذهن کی یو فکر پیدا شو. علی ع پدی منظور چی«عقیل» د هغه غلط او بی ځایه افکارو ته متوجه کړی. په ظاهری بڼې او طنز سره یی هغه ته یو وړاندیز وکړ، ترڅو پدی وړاندیز سره، له بیت المال څخه د بی ځایه اخیستنی بد والئ، عقیل ته ور وښیی.
هغه ته یی وفرمایل: عقیله! هلته وګوره. انحضرت پخپل لاس سره د کوفې بازار ته اشاره وکړه. د تاجرانو او دوکاندارانو د پیسو صندوقونه، ښه ترا لیدل کیدل. علی ع په دوام کی وفرمایل: زه یو وړاندیز درته کوم؛ چی که پری عمل وکړې خپل ټول پورونه به ادا کړې.
پدی خبری سره عقیل ډیر خوشحاله شو، او ویی پوښتل، څه کار باید وکړم؟ علی ع ورته وویل: دلته کښته صندوقونه پراته دی، همدا چی بازار خالی شو او څوک نه ؤو، هلته لاړ شه او صندوقان مات کړه، او هرڅه چی دی زړه غواړی پیسی ځینی واخله. عقیل وویل: صندوقونه د چا دی؟ علی ع وفرمایل: د دوکاندارو او کاسبانو دی؛ هغوی خپلی نقدې پیسی په هغو کی اچوی.
عقیل، په خواشینۍ سره علی ع ته وویل: ماته وړاندیز کوی، چی د خلګو صندوقان مات کړم، او پیسی یی واخلم؟
په همدی حال حضرت علی ع وفرمایل: نو ته ولی له ما غواړی چی د مسلمانانو د بیت المال صندوق ستا لپاره پرانیزم؟ دا پیسی هم په هغو کسانو پوری مربوطی دی، چی په آرامۍ سره پخپلو کورونو کی ویده دی.
د عقیل له څیرې څخه معلومیدل، چی تر اوسه لا هغه قانع شوئ نه دئ، او درک نشی کولای چی حضرت علی ع حتی د خپل نا توانه او بی چاره ورور لپاره، نه غواړی د مسلمانانو په بیت المال کی بی ځایه تصرف او لاسوهنه وکړی. د دی لپاره چی عقیل د انحضرت پندونه لا ښه درک کړی، له یو بل مثال څخه یی استفاده وکړه، او ویی فرمایل: که غواړی د شپې له خوا حیره ته لاړ شو، او د هغه ښار په یو شتمن تاجر حمله وکړو، او زیاته پانګه لاسته راوړو؟ عقیل وویل: دا کار هم غلا ده؛ او زه د غلا لپاره نه یم راغلئ. حضرت علی ع په وروستی کلام کی خپل ورور ته وفرمایل: که د یو سړی مال او پیسی غلا کړو، تر دې ډیر ښه دی؛ چی د سل ګونو زرو مسلمانانو پیسی غلا کړو. ستا په نظر غلا یواځی دا ده، چی یو کس په یو ځای حمله وکړی، او په پټه توګه د یو کس مال او پیسی غلا کړی؟ پوه شه چی د غلا ډیره بده وجه همدا ده؛ چی تا اوس ماته د هغې د کولو وړاندیز وکړ.
پدې توګه عقیل؛ پداسی حال کی د مسلمانانو د خلیفه «حضرت علی ع» له حضور څخه بیرته لاړ، چی د عدالت لوړ حد یی د انحضرت په خبرو او تګ لاره کی لیدلئ ؤ.
حضرت علی ع په هرو شرایطو کی، د عدل او انصاف په اجرا کولو کی قاطع شخصیت ؤ، دا شان چی دیته نه حاضریده؛ د عدالت له پولې څخه یوه ذره واوړی.