خوږی خبری (۴۶)
د مکې د فتحی ورځ، د اسلام په تاریخ کی ډیره پرتمینه ورځ ده. په هغې ورځ کی د اسلام ګران پیغمبر ص، له دؤو زرو کسانو سره؛ چی د هغوی د« لبیک؛ اللهم لبیک » ږغ، په ښار کی انګازی کړی وې، مکې ته ننوتل.
د دغې ډلې کسانو په زړه پورئ آواز دومره جالب ؤ، چی د مکې مکرمی په ټولو اوسیدونکو یی اغیزه وشینده، او په هغوی کی یی د مسلمانانو په نسبت، خاصه علاقه رامنځته کړه.
په هغې ورځ کی،« بلال » د حضرت پیغمبر اکرم ص په دستور، د کعبې بام ته وخوت، او پخپل ټول توان یی اذان؛ په لا لوړ آواز سره وکړ. په یوې شیبه کی مکه په شور او شوق کی ډوبه شوه، او دغه شیبه د مسلمانانو لپاره ډیره ښکلې او برمناکه وه.
حضرت پیغمبر ص د مکې مکرمی د فتحی په ورځ، د عمومی عفوې دستور ورکړ. سره له دې حاله؛ د ابو جهل زوی«عکرمه» چی په کلکه ویریدلئ ؤ، له مکې څخه د یمن په لور وتښتید.
د عکرمه میرمنه« ام حکیم » یوه هوښیاره او دانا ښځه
وه. هغه د مکی د فتحې په هماغه لمړیو ورځو کی مسلمانه شوه. «ام حکیم» پخپل ذهن کی یوه طرح درلوده، خو شکمنه وه چی هغه عملی کړی یا نه؟ هغه غوښتل چی د پیغمبر اکرم ص حضور ته لاړه شی، او له دوی څخه وغواړی چی خاوند یی وبخښی. له دې کبله؛ چی ام حکیم د خپل خاوند لپاره هر ډول ګذشت او سرښندنی ته چمتو وه؛ بالآخره یی خپله فیصله عملی کړه، او د انحضرت حضور ته لاړ. د حضرت پیغمبر ص له مهربانۍ ډکی کتنې، او آرامی وینا، د ام حکیم ډاډینه لا زیاته کړه، او داسی یی وویل:
« ای د خدای رسوله! زما خاوند(عکرمه) د ځان له ویرې، د یمن خواته تښتیدلئ؛ له تاسو هیله لرم چی هغه ته امان ورکړئ، تر څو مکې ته ستون شی، او خپل پخوانی کړچارونه جبیره کړی ».
پیغمبر ص؛ چی د بخښنی اومهربانۍ سمبول ؤ، د دغې بی پناه ښځې غوښتنه ومنله، او ویی فرمایل:« عکرمه ته امان ورکوم، هر چا چی هغه ولید- و یی نه زوری ». د ام حکیم زړه، د حضرت پیغمبر ص په خبرو سره له شور او خوشحالۍ څخه ډک شو. ام حکیم، په بیړې سره د خپل خاوند په لور حرکت وکړ، او له مکې څخه ووتله.
*******
ام حکیم؛ د اوږد مزل له کولو وروسته، خپل خاون د «تهامه» سِند په غاړه وموند، چی غوښتل یی د سند له لارې وتښتی. هغه ته یی ځان ورساوه- عکرمه چی ډیر حیران شوئ ؤ، خپلې میرمنی ته وویل: ام حکیمی! ته دلته څه کوی؟ هغې په ځواب کی ورته وویل: عکرمه! زه؛ د هغه کس له حضور څخه دلته درغلې یمه، چی ترټولو نیک کرداره او ښه انسان دئ، تا د هغه په هکله ژر قضاوت وکړ. محمد ص؛ په دنیا کی تر ټولو خلایقو بهتر او ښه کس دئ. هغه؛ له هر بل چا څخه لا زیات د اعتماد او ډاډینی وړ دئ. ځان؛ په هلاکت کی مه اچوه، ما ستا لپاره امان اخیستئ. محمد؛ تا ته امان در کړئ دئ.
د عکرمه؛ پیښې سستې شوې، او په آرامۍ سره په ځمکې باندی کیناست، او ویی ویل: تا؛ دا مهم کار سرته ورساوه؟ ام حکیم په ځواب کی وویل: دا د خدای رسول« محمد » ؤ، چی ډیر ستر محبت یی زما او ستا سره وکړ، محمد د جنګ لپاره نه دئ راغلئ، هغه د سولې او دوستۍ پیغام راوړونکئ دئ، انحضرت د قدرت په لوړ حد کی؛ خپل ټول دښمنان وبخښل او هغوی ته یی امان ورکړ. آیا؛ ته له هغه څخه لا بزرګوار کس پیژنی؟ محمد د توحید او یکتا پرستۍ پیغام راوړونکئ دئ، هغه وایی؛ چی
یواځی د خدای پرستش او عبادت وکړو، له یو بل سره خیانت ونه کړو، د یو بل دوستان اوسو، له جګړې او دښمنۍ څخه لاس واخلو، او په امانت کی خیانت ونه کړو، آیا دغه سپارښتنی او ویناوی؛ زموږ د نیکمرغۍ سبب نشی کیدای؟
عکرمه ـ د دغو خبرو په اوریدو سره لږ څه آرام شو، او وروسته د خپلې میرمنې په ملګرتیا د مکې خواته حرکت وکړ. عکرمه د خدای د رسول ص حضور ته لاړ، پداسی حال کی چی خپل سر یی ځوړند اچولئ، او ډیر پښیمانه ؤ. د خدای ګران رسول ص، د عکرمه په لیدو سره؛ خپلو صحابه ؤو ته وفرمایل:« عکرمه پداسی حال کی چی مؤمن او مهاجر دئ، ستاسو خواته درځی، نوموړی او د هغه پلارونو ته سپکاوئ او ښکنځل مه کوئ، او د هغه د زورونی او خپګان سبب نه شئ ».
عکرمه؛ د پیغمبر ص تر څنګ کیناست. د پیغمر له نفوذ څخه ډکی څیری، عکرمه ځانته جذب کړئ ؤ. هغه؛ تر اوسه پوری داسی یو کس نه ؤ لیدلئ، چی د قدرت په لوړ حد کی دومره مهربان او متواضع وی. نوموړی حضرت پیغمبر ص ته وویل: زما میرمنی؛ ماته خبر راکړ چی تاسو ماته امان را کړئ دئ.
حضرت پیغمبر ص وفرمایل: هغه رښتیا وایی ته په امان کی یی.
عکرمه؛ چی د پیغمبر د دومره زیاتی بخښنی له کبله هک حیران شوئ ؤ، مسلمان شو او داسی یی وویل: شهادت ورکوم چی خدای یکتا او بی سارئ دئ، او ته د هغه بنده او رسول یی.
د خدای رسول ص د عکرمه د ګناهونو د بخښنی لپاره دعا وکړه. او هغه؛ حضرت پیغبر ص ته داسی وویل: ای د خدای رسوله! هر دستور چی لری ماته را زده کړه؛ چی سرته یی ورسوم.
پیغبمر اکرم ص وفرمایل: ژمنه وکړه؛ چی د خدای په لاره کی خدمت او جهاد وکړې. عکرمه؛ د حضرت رسول اکرم په ځواب کی وویل: هر ډول کار او انفاق چی می د شرک او بت پرستۍ په لاره کی کړئ، دوه چنده به یی د اسلام د پرمختګ په لاره کی سرته ورسوم. پدی توګه عکرمه، د اسلام لمنې ته پناه یووړه او مسلمان شو.