خوږې خبرې
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې د خوږوخبرو نومې لړۍ له ننني اوه څلویښتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده ترپایه راسره دملتیا فرصت و لرئ .
دوستانو په ننني مطلب کې دمورپلار په تیره بیا د مور داحترام او عزت اودغه راز د اولاد د د ندو په باب یوه په زړه پورې کیسه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ،
یو ځوان په غوسې سره دروازه بنده کړه ، او له کوره ووت ، مورورپسې څو قدمه واخستل او بیرته راستنه شوه . دا لومړنی ځل نه ؤ چې هغه دخپلې مور دغه شان بې احترامي کوله .مور ئې سوړ سویّلی وکړ او دخپل بچي په چلند ډيره خپه او ناراحته شوه . یوه موده کیدله چې هغه ځوان له خپلې مور سره خبرې نه کولې او هرکله ئې خوله وازه کوله،نو دغه شان ګستاخي اوبې احترامی به ئې کوله او له کوره بهر تلو .
خو د مور زړه هماغه شان د خپل زوی په باب اندیښمن ؤ او په ډير امید او هیلې سره ئې،دکور کارونه کول،د خپل بچي لپآره ئې تر ټولو ښه خواړۀ برابرول او دهغه قالي به ئې وینځل ،څو ممکنه ده هغه خپل ناخوښ چلند ته متوجه شي او خپله رویّه او لهجه بدله کړی،ځوان هم هر ه ورځ چې کور ته راتلو ، نو د مور مینه اومحبت به ئې دکور په کونج کونج کې احساس کاوۀ ، خو د هغه د تکبر ، ځِل او ځان منامۍ پاي نه ؤ .
مورئې په کرتو هڅه کړې وه ، چې له خپل بچي سره خبرې وکړي او د ناخوښ چلند ورځيني پوښتنه وکړي،خو هرځل هغه نادان ځوان به بې ربطه خبرې کولې او له ځواب ورکولو ئې ډډه کوله .
دغو چلندونو دوام درلود تر دې چې یوه ورځ ځوان پخپل ځان کې سخت درد او سستي احساس کړ او د ناروغۍ په بسترې پریوت ، ډاکټرانو نظر ورکړ چې هغه په بې عِلاجه درد اخته شوی دی ، چې تښته ترې ګرانه ده . مور به ئې هره ورځ د کټ پر سر ورباندې کښناسته ا و دهغه خیال به ئې ساتۀ،خو پخپل زړۀ کې ورځيني خوښه اوراضي نه وه .
که څه هم دهغه ئې ډیر خیال ساتۀ، خو هرکله چې د هغه بې احترامۍ ورته یادیدې ،نو زړۀ به ئې د رد کاوۀ. بلاخره ځوان دمرګ تر خولې ورغی او حال ئې ډير ترینګلی شو، په دې توګه چې داسلام له ګران پيغبر څخه ئې وغوښتل څو دهغه دکټ پر سر ورشي او هغه ته دعا وکړي .
دخداي رسول د هغه ځوان دکټ سر وآخوا ته ورغی ، چې له مرګ سره لاس اوګریوان ؤ د هغه دبسترې تر څنګ کيښناست او خپل مبارک لاسونه ئې د ځوان پر ټنډې کیښودل چې ډیره سخته ګرّمه وه او له تّبې لړزید. د خداي ګران پیغمبر ورته وفرمائيل ؛ ائ ځوانه دتوحید کلمه ووایه ، اَشّهَدُ انّ لااِلهَ ِالاا..... ،ځوان دپیغمبر اکرم په غږ سره تر یوه حده خپلې سترګې خلاصې کړې ، دخداي د رسول نوراني مخ ئې ولید او دهغه په سترګو کې د امید او خوشالۍ ځلا راښکاره شوه ،سترګې ئې بیا پټې کړې ، خو هر څومره ئې هڅه وکړه چې پر یوه واحد خداي ګواهي ورکړي ،ونه توانید،او ژبه ئې د دغه شان ټکو د اداکولو جوګه نه وه ، پيغمبر اکرم شاوخوا وکتل او وروسته ئې پوښتنه وکړه ، آیا د دغه ځوان مور دلته حاضره ده .؟ په دې وخت کې یوه خپه او غمګینه ښځه په داسې حال کې چې هڅه ئې کوله خپله ژړا پټه کړي ، څو ګامه رامخکې شوه او وې وئيل ، ائ د خداي رسوله ، زه ئې مور یم . رسول ا... بزرګوار ورته وفرمائيل ؛ائ مورې ،آیا له خپل بچي راضي اوخوشاله ئې ؟ خو مور ژړا نه پریښودله ، هغې په داسې حال کې چې له خپلو سترګو ئې اوښکې وَچَولې وې وئيل ، نه ، ائ دخداي رسوله ، اوږده موده کیږي ، چې له ماسره ئې خبرې نه کولې او زما مینې اومهربانۍ ته به ئې په بې ادبۍ اوګستاخۍ سره ځواب راکاوۀ.
پیغمبر اکرم ددغې مور په خبرو ډير خپه او ناراحت شو،خو هغې ته ئې وفرمائيل ؛ ائ مورې ، ته هغه حلال کړه ،یعني وې بخښه اوله هغه راضي شه. هغه ښځه تر یوه حده فکرمنده شوه او خپلې نَمناکې سترګې ئې خپل زوي ته واړولې او بیا ئې د خداي رسول ته وکتل او وې وئيل ، هو!، سمه ده دتاسو په خاطر مو هغه وبخښلو، هیله لرم چې خداوند تعالی هم ورځيني راضي شي.
پيغمبر اکرم بیا ځوان ته مخ واړوۀ او هغه ته ئې دتوحید دکلمې د وئيلو سپارښتنه وکړه ، ځوان دې ځل خپله خوله وازه کړه او دخداوندمتعال په وحدانیّت ئې اقرار وکړ . نو پیغمبر اکرم یوه دعا وکړه او ځوان ته ئې وفرمائيل : چې ته هم دغه جملې تکرار کړه . هغه دعا دا وه ،
ائ خدایه! چې ته ډ ير لږ عمل هم قبلوې او له ډيرو سترو ګناهانو هم تیریږې. له ما هم دغه ډیر لږ عمل قبول کړه ا و له ډيرو ګناهانو مې تیر شه ،ځکه چې ته بخښونکی او مهربان ئې :::::
هغه ځوان له دغو جملو وئيلو وروسته ، په آرامه شو او له نړۍ ئې سترګې پټې کړې .
داسلام ګران پیغمبر (ص) په ځلونو پخپلو فرمائشاتو کې خلکو ته له مور او پلار سره دنیکۍ سپارښتنه کوله او پخپلو خبرو کې ئې فرمائيل ؛
هرڅوک غواړي ، د مرګ شیبې ورباندې آسانې شي ، نو صله رحم دې وکړي اوله خپل موراوپلارسره دې نیکي وکړي،ځکه دغه عمل به، د مرګ (ځنکدن) پرخواږو شیبو سربیره،له تاسو بې وزلی او غُربت هم لیرې وساتي.
خدای پاک دې مونږ ټولو ته له خپل مور پلار سره دنیکۍ او صله رحم کونې توفیق راپه برخه کړي .
دوستانو دخوږو خبرو دلړۍ د ننني مطلب وخت همدومره ؤ نو تر بلې اونۍ پورې چې له یوه بل مطلب سره به ستاسوخدمت ته حاضرشو،په نیاؤمن خداي مو سپارو .ا.... مو مل او ملګری .
(سیماب)
*************************************************************************************************************************************************************