اسلام وپیژنئ (۱۵۶)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i76999-اسلام_وپیژنئ_(۱۵۶)
د اسلام وپیژنئ په یو بل مطلب سره ستاسو ګرانو اوریدونکو په خدمت کی یو. پدی مطلب کی د امام کاظم ع د ژوندانه وروستۍ برخه، او د امام رضا ع د امامت دورې یوه برخه څیړو. هیله ده چی د پام وړ مو وګرځی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 04, 2018 07:55 Asia/Kabul
  • اسلام وپیژنئ  (۱۵۶)

د اسلام وپیژنئ په یو بل مطلب سره ستاسو ګرانو اوریدونکو په خدمت کی یو. پدی مطلب کی د امام کاظم ع د ژوندانه وروستۍ برخه، او د امام رضا ع د امامت دورې یوه برخه څیړو. هیله ده چی د پام وړ مو وګرځی.

هماغه ډول چی مو مخکی وویل: امام کاظم ع سره له دې چی د هارون ستمګر حکومت په بندونو کی، د ډیری اوږدی مودې لپاره بندی ؤ، هیڅکله د حق خبری له کولو څخه یی لاس وانخست.

په مخکنی مطلب کی مو یادونه وکړه، چی حضرت امام کاظم ع د عباسی حکومت د ظلم او فساد له کبله، هیڅکله یاد حکومت تائید نه کړ، او د ظالم رژیم سره یی د مبارزې لاره غوره کړه. انحضرت د عباسی ظالم حکومت د ستنو د کمزوری کولو لپاره، خپل پلویان له حکومت سره له هر ډول همکارۍ څخه منع کول. په عین حال کی ځینی استثنایی موارد ؤو، چی امام په مهمو حکومتی مقامونو کی د خپلو یارانو له شتوالی سره مخالفت نه کاوه. امام کاظم ع په حکومتی مقامونو کی د داشان کسانو له شتون

څخه د خپل غورځنګ د اهدافو د پرمخ بیولو په لاره کی ګټه وړه.

له دغو کسانو څخه یو تن«علی بن یَقطین» دئ. نوموړئ؛ د امام کاظم ع له نږدیو یارانو او دوستانو څخه ؤ. هغه؛ د هارون په حکومتی نظام کی دومره مخته لاړ، چی د وزارت مقام ته ورسید. دئ، د متعال خدای په مهربانۍ، د امام کاظم ع د لارښوونو، او همداراز د خپلی تیزهوشۍ له برکته پدی بریالئ شو، چی د امام کاظم ع د اهدافو د پرمخ بیولو او د محرومو او ستم ځپلو پرګنو سره د مرستې کولو په لاره کی ستر ګامونه اوچت کړی.

یوه ورځ؛ علی بن یقطین د خپل پیشوا، حضرت امام موسی کاظم ع حضور ته لاړ، ترڅو له دوی څخه د بنی عباس له حکومت سره د خپلی همکارۍ د ختمولو اجازه واخلی. خو؛ امام د داسی یو کار اجازه ورته ور نه کړه، او ویی فرمایل:« د خلیفه په دربار کی ستا شتون او کار، ستا د دینی وړونو د آسانتیا سبب دئ. هیله ده متعال خدای ج، ستا په وسیله مشکلات له منځه یوسی، او د هغوی د دښمنۍ او توطئی اور مړ کړی. ای علی بن یقطین! پوه شه چی، د ظالمانو په حکومت کی د کار او خدمت کولو کفّاره، د محرومانو د حق اخیستل دی ».

هماغه ډول چی له دې وړاندی مو وویل: د امام کاظم ع د ژوندانه وروستی ۱۴ کلونه، د هارون الرشید له حکومت سره په یو وخت کی ؤو. پدې دوره کی هارون د امام په خلاف خپل دباؤ او فشار زیات کړ، او انحضرت د دغو سختو او د ساډوبۍ کلونو یوه برخه، په بند کی تیره کړه. د امام کاظم ع په خلاف دباؤ او سخت ګیرۍ دی حد ته ورسیدلی، چی حتی د ډیرو ضروری کارونو لپاره، امام ته د کسانو د ورتګ امکان نه ؤ. په بند کی د انحضرت د اسارت په دوره کی، ځینی وختونه هارون دیته اړ کیده، چی د امام د زندان ځای بدل کړی، ځکه چی امام د خپل کم ساری تګ لاری او رودې په وسیله، حتی د بند ساتونکی تر خپل اغیزی لاندی را وستل، او له روحی او فکری نظره یی د هغوی حال بدلاوه.

وروستئ زندان؛ چی امام کاظم ع پکی بندی شو، د«سَندی بن شاهک» په نامه یو سخت زړه او ظالم ساتونکئ درلود. امام په هغه ویرونکی زندان کی، ډیری سختۍ او مصیبتونه وګالل، خو د ټینګ غره په توګه ودرید. له دې کبله؛ هارون د انحضرت د بی ساری مقاومت او لوړ او ماته نه منونکی روح په وړاندی، خپل زغم له لاسه ورکړ، او تصمیم یی ونیو چی دوی د خپلې لاری له

سر څخه ایسته کړی. باالآخره، په ۱۸۳ هجری ق کال کی د هارون په امر، امام کاظم ع ته په بند کی زهر ورکړ، او په شهادت یی ورساوه.

*******

د امام کاظم ع له شهادت وروسته، د انحضرت زوی«امام رضا ع»، د اسلامی امت د امامت او لارښوونی مسؤلیت په غاړه واخیست. د انحضرت د امامت دوره، ۲۰ کاله اوږده شوه. بیله شکه؛ د خلګو په منځ کی د معصومو امامانو شتون؛ د هغو بزرګوارانو د علم او پوهی ستری ګنجینی؛ د هر حقیقت طلبه انسان پام ځانته جلباوه. د پیغمبر ص کورنۍ تل؛ د مسلمانانو په نزد محبوب او د احترام وړ وه. خلګو په طبیعی توګه؛ هغوی د اموی او عباسی فاسدو او دنیا پرستو واکمنانو سره پرتله کول، او همدغه مسئله امامانو ته د هغوی د لا زیاتی ګروهنی سبب کیده. پدغو پرتله کولو کی د امامانو پاکی او نورانی څیرې، چی د پیغمبر اکرم ص لمسیان ؤو، ښه ترا څرګندیدلې.

ګوینده: د امام رضا ع د ژوندانه په روده، او د انحضرت په تګ لاره او ښو اخلاقو کی څیړنه، په ډاګه ښیی چی هغه امام؛ د امامت او لارښوونی لپاره د شرایطو لرونکئ ؤو. انحضرت، د امامت مقام وړتیاوی او ځانګړنی داسی بیانوی:« امام؛ د خلګو ډیر دانا؛ ډیر عادل؛ ډیر پرهیزګاره؛ ډیر زغم لرونکی؛ ډیر عابد او ډیر سخی کس دئ. امام؛ له مور او پلار څخه د بشر په افرادو لا مهربان دئ، او د پروردګار د ذات په وړاندی کاملاً تسلیم او خاضع دی. هغه؛ د امر باالمعروف او نهی عن المنکر په کار کی جدیت لری، او تل خلګ له بدو کارونو څخه منع کوی».

امام رضا ع؛ رسا او د پوهیدو وړ، فصیح او قانع کونکئ بیان درلود. امام د مناظرو په ترځ کی په قوی او سنجول شویو دلایلو سره، موضوعګانی څیړلی او حقیقت یی روښانه کاوه. په همدی خاطر؛ د انحضرت د امامت یو شمیر منکرانو، د حقیقت له لیدلو سره سره، له مخالفت کولو څخه لاس وانخست، خو د دوی په امامت اقرار وکړ. د دغو کسانو یو تن« حسن بن علی وشّاء کولی » دئ. هغه؛ دامام رضا ع د علمی مقام د آزمویلو لپاره، یو لړ مسایل ولیکل، چی امام ته وړاندی کړی او ځوابونه یی وغواړی. کله چی د امام رضا ع کور ته ورغئ، د خلګو د زیات ګڼه ګوڼی له کبله، د دوی سره یی کتنه ونه شو کړای. هغه؛ وایی: پدی وخت کی می یو خدمت کار ولید، چی له نورو څخه زما پوښتنه کوله، او ویل یی؛ له تاسو څخه کوم یو« حسن بن علی

وشّا » یاستئ؟ ما وویل؛ زه یم. هغه یو لیک ما ته راکړ، چی دا ستا د پوښتنو ځوابونه دی. ما؛ د دغې معجزې په لیدو سره، د«واقفیه» مذهب پریښود، او د امام رضا ع په امامت او مذهب می ایمان راؤړ.

د امام رضا ع د اخلاقی کراماتو په هکله راغلی دی: انحضرت؛ د خدای د بندګانو په نسبت، د مهربانۍ او عاطفی څخه ډک مرکز ؤ. له نورو سره په ناسته پاسته کی، ډیر خوش برخورده ؤ، او له خلګو سره یی په ادب؛ احترام او تواضع سره کړچار کاوه. هیڅکله یی اړمن او بی وزلی کسان له خپل کوره نه شړل. انحضرت په هرو شرایطو کی د خدمت کارانو او د کور د غړیو حال په نظر کی درلود.

د امام رضا ع خدمت کار،«یاسر» وایی:« امام موږ ته فرمایل: که می یو کار درلود، او تاسی د خواړه خوړلو په حال کی وئ، له ځایه مه پورته کیږئ؛ ترڅو له خوړلو څخه خلاص شئ».

امام رضا ع، د خلګو له مختلفو پرګنو سره سره په خبرو اترو کی، تل د خلګو د حیثیت او د هغوی د انسانی شخصیت ساتلو کوښښ کاوه. د ترلاس لاندی او مسکینانو سره د انحضرت کړچار له محبت څخه ډک ؤ. هر کله چی د خواړه دسترخوان غوړیده،

امام رضا ع له ټولو کسانو؛ حتی له خدمت کارانو سره د خواړه په دسترخوان کیناسته، او له هغوی سره یی خواړه خوړل.

که د امام رضاع د زمانې سیاسی- ټولنیزو حالاتو ته وګورو، وینو چی په هغه وخت کی د اسلام نړۍ د علمی ودې، جغرافیایی پراختیا او اقتصادی غوړیدا له نظره، ډیرو پرمختګونو ته رسیدلې وه. سره له دې حاله؛ د عباسی حکومت فساد او زور زیاتۍ، هماغه راز دوام درلود. د امام رضا ع د امامت دوره، د بنی عباس د دریو خلیفه ګانو؛ یعنی هارون- امین او مأمون له حکومت سره په یو وخت کی وه. د دوی د امامت په وروستیو پنځو کلونو کی د عباسی واکمنانو ډیر زیرک حاکم د قدرت په ګدۍ کی ناست ؤ. پدې دوره کی د اسلامی ټولنې فکری او عقیدوی ستنې، له جدی چلنجونو او مشکلاتو سره مخامخی شوی وې. له همدی کبله؛ امام رضا ع، له عقیدوی کږلاریو او نویو فکری چلنجونو سره د مقابلې لپاره، د دینی تعلیماتو په درستی معرفۍ ټینګار کاوه، او خپل یاران یی دغه کار ته تشویقول. امام رضا ع دغه هدف د کلونو کلونو لپاره د مدینی په ښار کی تعقیب کړ.

یو بل ټکئ دا چی؛ د هارون الرشید او د هغه په وروسته دوره کی، د شیعه ګانو له خوا، د عباسی ظالم حکومت په ضد،

یولړ پاڅونونه وشول. دغو پاڅونونو د عباسی حکومت لپاره ګڼ مشکلات را پیدا کړی ؤو. له همدی کبله؛ کله چی مامون حکومت ترلاسه کړ، له شیعیانو سره په مقابله کی، یوه نوې تګ لاره او سیاست غوره کړ. هغه له خپلو سلاکارانو سره له مشورې وروسته دې نتیجې ته ورسید، چی د شیعیانو د تحرکاتو او اعتراضونو د کنټرولولو لپاره ډیره ښه لاره، دا ده؛ چی امام رضا ع د حکومت په مرکز کی خپل په نزد را وبولی. هغه پدې تګ لارې سره غوښتل؛ اعتراضی فعالیتونه کنټرول، او خپل قدرت تثبیت کړی، او په عین حال کی؛ په مدینه کی له خپلې علمی او ؤلسی اډې څخه لیری وساتی. ځکه نو په ۲۰۱ هجری ق کال کی، د مامون په توطئی سره امام رضا دیته مجبور شو، له مدینی څخه د مامون عباسی د حکومت د مرکز«مروی» په لور حرکت وکړی. البته؛ خراسان ته د امام رضا ع سفر کولو، د اسلام نړۍ په تیره بیا د شیعیانو لپاره، ډیر آثار او برکتونه درلودل.

امام د مروی په لور پخپل سفر کی، هر ښار او ناحیی ته چی رسیده، خلګو په شوق سره د انحضرت خواته ور دانګل، او عجیبه شور ما شور په هغوی کی پیداکیده. د دغه سفر په مختلفو برخو کی د امام رضاع معنوی عظمت، او علمی لوړ مقام له پخوا

څخه په زیاته اندازه څرګند شو.

کله چی امام رضا ع پدی سفر کی د نیشابور تاریخی ښار ته ورسید، د هغو خلګو له بی ساری هرکلی سره مخامخ شو، چی له لیری پرتو سیمو او نږدیو ځایونو څخه د انحضرت زیارت ته ورغلی ؤو. خلګ، د امام په لیدلو سره په شور راغلی ؤو، او زیات شمیر کسانو له زیات شوقه ژړل، او په ښار کی عجیبه غوغا پورته شوه.

د حضرت پیغمبر ص او د دوی د اهلبیت د مینه والو شتون، د اسلامی امت په نزد؛ د امام رضا ع د شدید محبوبیت ښودونکئ ؤ. د ښار مشرانو له خلګو وغوښتل لږ څه آرام اوسی، تر څو د امام له حضور څخه کټه یوسی. پسله هغه چی را غونډ شوی خلګ چُپ شول، انحضرت د یو حدیث په نقلولو پیل وکړ؛ چی د« سلسلة الذهب » په حدیث مشهور دئ.

امام رضاع د دغه حدیث د راویانو په بیانولو سره، چی د مخکنیو امامانو په وسیله، حضرت پیغمبر ص؛ او بیا د وحې فرشتې«جبرئیل» ته رسیږی، نقل کوی؛ چی خدای تعالی ج وفرمایل:« د توحید کلمه( لا اله الا الله )، زما کلا او حصار دئ. هرڅوک چی زما په حصار کی داخل شی، زما له عذاب څخه په

امان کی دئ». وروسته امام، له څو شیبی ځنډ وروسته وفرمایل: «البته؛ دا یولړ شرطونه لری، او زه د هغو شرط یم».

دغه ګران بیه حدیث؛ د انسان د ژغورنی او ابدی نیکمرغۍ ته د د رسیدا لاره په یوه لنډه جمله کی ښیی. د امام خبره؛ په حقیقت کی دغه ټکی اشاره کوی، چی په توحید او د خدای په وحدانیت د ایمان یو شرط، د هغه امام د ولایت او رهبرۍ منل دئ، چی د خدای ج له خوا ټاکل شوئ دئ.