د انقلاب په نظریه ورکونکو د اسلامی انقلاب اغیزه (۲۳)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i77929-د_انقلاب_په_نظریه_ورکونکو_د_اسلامی_انقلاب_اغیزه_(۲۳)
پدی مطلب کی، د اسلامی انقلاب په هکله د دریو غربی نظر خاوندانو«یان ریشار»،«ژان پیر دیګارد» او« آنتونی بلک » نظریی څیړو.  
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2018 08:02 Asia/Kabul
  • د انقلاب په نظریه ورکونکو  د اسلامی انقلاب  اغیزه (۲۳)

پدی مطلب کی، د اسلامی انقلاب په هکله د دریو غربی نظر خاوندانو«یان ریشار»،«ژان پیر دیګارد» او« آنتونی بلک » نظریی څیړو.  

ډاکتر«یان ریشار Yann Richard »، فرانسوئ اسلام پیژاندئ او د فرانسی د«سوربن» نوی پوهنتون د ایران پیژاندنی مؤسسې مدیر او استاد دئ. د ده د کارپیژندنی مدرک«عمومی ژبی پیژندنه»، او د فلسفی په څانګه کی د لوړو تحصیلاتو مدرک ؤ. ډاکتر«یان ریشار»، د اسلامی مطالعاتو او سیاسی علومو په څانګه کی د دکترا دوه مدرکونه لری.« یان ریشار »د فارسۍ دیپلم هم په پاریس کی د شرقی ژبو او تمدنونو له ملی مؤسسې څخه ترلاسه کړئ دئ.

دغه فرانسوی نظر خاوند، د ایران د اسلامی انقلاب په هکله کلتوری کتنه لری، او د ایران د اسلامی انقلاب تر اغیزی لاندی، هغه اصولی نظریی څیړی؛ چی د ایران د اسلامی انقلاب په شمول، د انقلابونو په رامنځته کیدو کی یی کلتور ته پاملرنه، نه ده کړې.

فرانسوی اسلام پیژاندئ«یان ریشار» باوری دئ، چی د رضاشاه حکومت؛ له ۱۹۶۰ می لسیزی څخه په زیاتیدونکی توګه، د لویدیځ کلتور خواته ګروهنه وموندله، او دغی چارې د ایران د زیاترو ټولنیزو پرګنو، په تیره بیا د بازاریانو او عالمانو اندیښنه په ځان پسی لرله. دغه فرانسوی اسلام پیژاندئ څرګندوی: چی محمد رضا شاه پهلوی، په کلکه د لویدیځ کلتور په وسیله جذب شو، او دغه موضوع د دی سبب شوه، چی نوموړئ د ایرانیانو په دینی هویت په سترګی پټولو سره، په ایرانی ټولنه کی مذهب زدونی ته مخه کړی، خو دغه اقدام؛ د هغه د حکومت په نسکوریدو کی اصلی عامل ؤ.

ډاکتر«یان ریشارد»؛ چی د اسلامی مطالعاتو، او هغو مطالعو په وسیله، چی د ایران په زمینه کی یی لرلی دی، لیکی: چی په  ۱۹۷۰

لسیزه کی په ایران باندی د لویدیځو مفکورو او د هغوی سیاسی او اقتصادی سلطی، د دینی مشرانو له خوا؛ له غرب ګروهنی سره ضدیت کول په ځان پسی لرلی دی، چی تل ایرانی کلتوری هویت ته د ستنیدو مسئله، خپله انګیزه او وسیله ټاکی. دغه فرانسوی اسلام پیژاندئ باوری دئ، چی د ایران په انقلاب کی،«تشیع» له یو لوړ باور څخه، په یوی لوړې ایډیالوژۍ بدل شو، او له هغه څخه؛ په جادو شوې نړۍ کی د« هویت » په سر د مبارزې لپاره استفاده وشوه.

د ایران د اسلامی انقلاب د څیړاندو له جملی څخه، یو بل کس؛ فرانسوئ وګړی پیژاندئ« ژان پیر دیګارد Jean Pierre Digard » دئ.« ژان پیر دیګارد »، د ایران د اسلامی انقلاب په هکله د نظر په ورکولو کی، خپله ډیره توجه، د شیعه مذهب ؤلسی کلتور، او د هغه د ماهیت معرفتی بدلونونو ته اړولې ده.

د دیګارد له نظره، په شیعه مذهب کی ماهیتی بدلونونه، په هیڅوجه یوه لنډه مهاله او ناببره پیښه نه وه. نوموړئ وایی:«د شیعه مذهب  یو ناڅاپی نظر او ایډیا، یوه تاکتیکی ظاهری بڼه؛ او یوه خوځنده لنډ مهاله پرده نه ده». ځکه، نشو کولای د ایران انقلاب د ټولنیزو انقلابونو یوه بله بڼه فرض کړو، او هغه د مذهبی معرفت پیژندنی، او داخلی نظام له ژورو بدلونونو څخه جلا وپیژنو. دغه فرانسوی ؤلس پیژاندئ عقیده من دئ؛ چی«شیعه» د ایران د زیاترو خلګو د مذهب، او د اعتراض د یو مکتب په توګه، خپل یو دائیمی پروګرام؛ له مرکزی قدرت سره مخالفت کول ټاکلی دی. دیګارد؛ د کربلا پیښه د شیعه رښتنئ زیږیدل بولی، او د اسلامی انقلاب په بڼه نیولو کی د کربلا په اغیزی باندی ټینګار کوی. هغه؛ پدې هکله لیکی:« د کربلا پیښی کالیزه؛ هر کال په ډیر پرتم سره د محرم په میاشت کی نمانځله کیږی، او د عاشورا حماسی د یاد درنښت کیږی، او د عاشورا حماسی یاد ژوندۍ بڼه غوره کوی. پدې توګه، د کربلا پیښه د ایرانیانو د سیاسی ـ ټولنیز ژوند لپاره، په یوې بډای؛ زوږنده او تل پاتی مرجع باندی بدلیږی. ایرانیان؛ په رښتنې او دائیمی توګه، له دغې سترې او عجیبی پیښی سره ژوند کوی. کربلا او عاشورا، په ایران کی د شیعیانو لپاره په یوې عقیدوی ستنې او د ژوندانه په یوې رودې بدلیږی. له همدې کبله؛ په ایران کی د کربلا او عاشورا، او د شهادت؛ عدالت او حقیقت په شان د هغی سمبولونه، یوه ناڅاپی او ساده چاره نه ده، بلکه د ژوندانه یو ډول روده ده؛ چی واکمنه وه، اجرا کونکی لری، او نښی او اغیزی یی د انقلاب په تودو حالاتو او میاشتو کی په ښه توګه څرګندی دی. هغه وخت چی؛ په واټونو کی د ښورښونو، او د ۱۹۷۸ کال په وروستیو کی د شدیدی ځپنی په دوره کی، ځوانانو خپل ټټرونه د ګولیو په وړاندی سپر ګرځول، د داسی یو کار په کولو کی د دغو مبارزو ځوانانو سمبول، د عاشورا او کربلا له تل پاتی سمبولونو پرته بل څه نه وه. د همدغو سمبولونو او سرمشقونو په چوکاټ کی، د ایران خلګو ځان حسینی، او شاه یزیدی باله». دیګارد؛ د ایران د خلګو کلتور ته په اشارې سره«انقلاب»، د امام حسین ع په اسطوری، او د کربلا په پیښی ولاړ بولی. د شیعیانو د عزادارۍ دستوری، په واټونو کی د اعتراضونو د بڼه نیونی سرچینه ګرځی، هماغه ځای چی شیعه او روحانیت پکی یوځلی بیا قدرت مومی.

یوه بله موضوع؛ چی د ایران د اسلامی انقلاب په هکله، د ژان پیر دیګارد په مفکوره کی وجود لری، د ایران د اسلامی انقلاب په بڼه ورکولو کی، له مذهبی سمبولونو څخه د استفادی په کولو کی د دینی عالمانو؛ په تیره بیا د امام خمینی ره رول دئ. د دیګارد له نظره، اسلامی انقلاب؛ د شیعه دینی عالمانو د وروستۍ یوې پیړۍ هلو ځلو، او فکری تلوسو محصول دئ.

روحانیت؛ د خپل ذاتی پټانشیل په پراخولو سره، د کمال هغه حد ته ورسیدل، چی وکولای شی د خلګو د ژوندانه نه بیلیدونکی برخه وی. نوموړئ پدې هکله وایی:« په ۱۹۷۸ م کال کی، شیعه دینی عالمانو، د هغو تخمونو د محصول له ټولو پرته چی د لږ تر لږه یوې پیړۍ په اوږدو کی یی په زیات زیار او زوږنده روحیې سره شیندلی ؤو، بل کار ونه کړ». همداراز« ژان پیر دیګارد » د« ایران له انقلاب څخه د ؤلس پیژندنی د لاری موندنی » په نامه مقاله کی، د امام خمینی ره د رهبرۍ په باره کی لیکی:« د ۱۹۷۸ م کال په پای کی، د یو هیواد ټول خلګ، تر هغه مهال پوری د نسبتاً نا پیژاندی مذهبی شخصیت په رهبرۍ، چی د پاریس د خواو شا سیمو له یو زوړ او ارزان بیی کور څخه یی خلګ لارښوونه کول، له یوې دوه زره کلنی مخینی څخه د برخوری پاچاهې په خلاف را وپاڅیدل.

« آنتونی بلک Anthony Black »، له نورو لویدیځو پوهانو څخه دئ، چی« د پیغمبر له وخت څخه تر اوسه پوری؛ د اسلام د سیاسی مفکورو تاریخ » په نامه، پخپل یو کتاب کی، د اسلامی انقلاب ښکارندې ته اشاره کړې، او د اسلامی انقلاب رامنځته کیدل، له ټولو څخه زیات؛ د دریو عواملو معلول او نتیجه

بولی: د پهلوی نظام دیکتاتوری، له ایرانی مذهبی ټولنی څخه مذهب زدول، او د امام خمینی ره رهبری کول. آنتونی بلک؛ لیکی:« د امام خمینی سیاسی مفکوری، د درستکارو کسانو یا یو کس د حکومت په کولو د ټینګار له نظره، له نورو انقلابیانو سره کاملاً توپیر درلود، او شاید په معاصره نړۍ کی بی سارې وه. د اسلامی حکومت نوم، د ولایت فقیه فرعی نوم ؤ. د بهرنی  امپریالیزم د مامور په توګه د رضاشاه بی اعتباره کول، د دغه هدف د رښتنی کولو لپاره یوه وسیله وه. د ۱۹۶۰ می لسیزی په وروستیو، او د ۱۹۷۰ می لسیزی په لمړیو کی، آیت الله خمینی او یو شمیر نورو، دا نظر مطرح کړ؛ هر کله چی حکومت عملاً د غاصبانو او ظالمانو په لاس کی دئ، لازمه ده چی عادل فقیه او مجتهد، د امکان په صورت کی د اسلامی حکومت واګی په لاس کی ونیسی، او د مسلمانانو ترمنځ نظم او عدالت ټینګ کړی. په هغه خاص زمان کی، د دغه نظر د مطرح کولو دلیل، د هغوی له خوا د اسلامی ضد رژیم په توګه، د شاه رژیم بلل ؤو». 

آنتونی بلک؛ د خپل کتاب په یوه بله برخه کی لیکی: چی« د شاه او د شاه د سمبولونو د لیری کولو لپاره، د آیت الله خمینی، او نورو مشرانو دلیل، دا ؤو چی دغه اقدام؛ د شریعت د اجرا کولو مخکنئ

شرط دئ. دا؛ د حکومت اصلی او په واقعیت یواځنئ هدف دئ. له ټولو لا مهم دا چی؛ آیت الله خمینی دا انقلابی نظر غوره او مطرح کړ، چی د شریعت د اجرا کولو لپاره، یواځی په یو اسلامی حکومت سره، حکومت کولای شو. د سنتی او دودیز نظر سره سم، ترڅو پوری چی یو حکومت د شریعت اجرا کول تشویق کړی، یا لږ تر لږه ورڅخه مخنیوئ ونه کړی مشروع دئ. که حکومت؛ په دین باندی د مسلمانانو د عمل کولو په وړاندی خنډ شی، یا هغوی په دین د عمل په کولو توانمن نه کړی، باید د هغه له سلطی څخه د خلاصون هڅه وشی». په همدی حال کی آنتونی بلک، دې موضوع ته اشاره لری، چی آیت الله خمینی ره د پهلوی  ظالم او غاصب حکومت لپاره، یو ځای ناستی او بدیل هم مطرح کوی. نوموړئ لیکی: چی« د آیت الله خمینی د سیاسی نظریی د پاملرنی مرکز، دقیقاً دا پوښتنه وه؛ چی کوم څوک باید حکومت وکړی؟ د هغه ځواب ولایت فقیه ؤ».