غزه، د فلسطین د مقاومت سمبول
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i79761-غزه_د_فلسطین_د_مقاومت_سمبول
د ایران د اسلامی جمهوریت په رسمي کال هینداره کښې د جدي یا مرغومي د میاشتې نهویشتمه نیټه د صهیونیسټي رژیم په وړاندې د فلسطین د خلکو د مظلومانه او باتورانه مقاومت او پر دغه رژيم د فلسطیني ولس د بریالیتوب په وجه (د غزې ورځ، د فلسطیني مقاومت سمبول) په عنوان سره نومول شوې ده څو د هغه ولس د مقاومت د درنښت مثال وګرځي چې د بهرنیو دښمنانو د طمعو په وړاندې لکه د غر دریدلی دی. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
(last modified 2023-10-01T07:50:45+00:00 )
Jan 19, 2019 07:35 Asia/Kabul
  • غزه، د فلسطین د مقاومت سمبول

د ایران د اسلامی جمهوریت په رسمي کال هینداره کښې د جدي یا مرغومي د میاشتې نهویشتمه نیټه د صهیونیسټي رژیم په وړاندې د فلسطین د خلکو د مظلومانه او باتورانه مقاومت او پر دغه رژيم د فلسطیني ولس د بریالیتوب په وجه (د غزې ورځ، د فلسطیني مقاومت سمبول) په عنوان سره نومول شوې ده څو د هغه ولس د مقاومت د درنښت مثال وګرځي چې د بهرنیو دښمنانو د طمعو په وړاندې لکه د غر دریدلی دی. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            د جدي نهویشتمه نیټه د ایران په کال هینداره کښې د غزې ورځ نوموله شوې څو د فلسطین له مظلوم ولسه د ایران د خلکو پراخ او لرغونی ملاتړ په تاریخ کښې د تل لپاره ثبت شي. په ۲۰۰۸ کال کښې پر غزې تړانګې د نیواکګر صهیونیسټي رژيم د ۲۲ ورځني تیري په وړاندې د فلسطینیانو مثالي دریدنه د دغه ولس په تاریخ کښې د بدلانه یو مهم پيچومی ګڼل کیږي.

د روان ۲۰۱۹ کال د جنورۍ د میاشتې نولسمه نیټه د غزې خلاف د صهیونیسټي رژیم د دوویشت ورځني جنګ د ختمیدو له کلیزې سره برابره ده، د هغه جنګ چې د دغه رژيم په شرمناکې ماتې ختم شو. دغزې خلاف د صهیونیسټي رژيم جنګ د ۲۰۰۸ کال د دسمبر له ۲۷ نیټې پیل شوی او د ۲۰۰۹ کال په جنورۍ کښې پاتې ته ورسید. دغه ۲۲ ورځنی جنګ د فلسطین په بدلونونو کښې د بدلانه هغه پيچومی و چې د صهیونیسټي رژيم د ماتې نه مننې د ادعا د ماتې سبب شو او په ۲۰۱۲ کال کښې د دغه رژيم د اته ورځني جنګ او په ۲۰۱۴ کال کښې یې د پنځوس ورځني جنګ او همداشان په تیره ۲۰۱۸ کال کښې یې د غزې خلاف د دوه ورځني جنګ د ماتې سبب شو.

=            صهیونیسټي رژيم په ۲۲ جنګ کښې د فلسطینیانو خلاف د ټولو بوږنونکو غمیزو د سره سره ونه توانیده چې یوځل بیا د دغې سیمې د نیواک او د صهیونیسټ ضده مقاومت له دوامه د فلسطینیانو د اړولو لپاره خپلو اهدافو ته ورسیږي.

په دغه نابرابره جګړه کښې د غزې خلکو د ځمکې، هوا او سمندر له لارې د صهیونیسټي رژیم ډول ډول جنایتونه وزغمل او بلآخره وتوانیدل چې په مقاومت او حتی صهیونیسټي پوځ ته د جدي ګوذارونو په ورکولو سره دغه پراختیا غواړی رژیم شاتګ ته مجبور کړي. له دغه جنګ وروسته نړیوالو مراجعو صهیونیسټي رژیم د جنګي جنایت او بشري ضده جنایت په شان د پراخو نړیوالو جنایتونو د ترسره کولو په وجه وغنده. په دغه جنګ کښې د صهیونیسټي رژيم لخوا د خلکو په کورونو، ښوونځیو او انساني غونډو باندې د حملو او د غزې د اقتصادي بیخ بیناؤ د ویشتلو او حتی د غنچه ایزو بمونو په شان د ممنوعه وسلو استعمال ته اشاره کولی شو چې په خواشینۍ سره د دې جنایتونو ترسره کونکي تراوسه د قانون او عدالت له حسابه آزاد ګرځي.

=            په هر حال د غزې د ورځې په توګه د مرغومي د نهویشتمې نیټې د نومولو هدف په وړومبي ګام کښې د فلسطین د خلکو د باتورانه او په عین حال کښې مظلومانه مقاومت درنښت او په دویم ګام کښې په نړۍ کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د هیریدو د مخنیوي او د عدالت د اجرا کیدو کوشش دی. په دې بنیاد د غزې ورځ، د قدس د ورځې په شان یو فرصت رامینځته کړی څو د فلسطین د خلکو د مظلومیت چغه د نړیوالو غوږونو ته ورسیږي او داشان د نړۍ عامه افکار په غزه کښې له روانو پيښو خبر کړي.

د نړۍ په کچه موجودو بهیرونو ته یوه ځغلنده کتنه د دې خبرې ښودونکې ده چې تر ډیره حده دا کار شوی او د فلسطین د خلکو مقاومت او د فلسطیین له خلکو د نړۍ د پتمنو ولسونو په تیره بیا د ایراني ولس ملاتړونو نړیوال په ۲۲ ورځني مقاومت کښې د صهیونیسټي رژیم په جنایتونو خبر کړي دي. په تیرو څو کلونو کښې د عامه افکارو تر دباؤ لاندې د اروپايي هیوادونو په شمول د مختلفو هیوادونو لخوا په رسمیت د فلسطیني هیواد د پیژندلو بهیر ګړندی شوی دی. همداشان په کال ۲۰۱۲ کښې د ملګرو ملتو عمومي اسمبلۍ د خپلو ۱۹۳ غړو په پریکنده راې سره د یو ناغړي څارونکي په توګه د فلسطین د موقعیت لوړاوي ته راې ورکړه. د دې بحثونو ترڅنګ په ډیپلماټیک ډګر کښې د فلسطینیانو بریالیتوب په تیره بیا په ډیرو نړیوالو سازمانونو کښې د فلسطینیانو غړیتوب او ورپسې په نړیوال ډګر کښې د فلسطینیانو له مخ په پراختیا مقبولیت او مشروعیت څخه د صهیونیسټانو ویرې ته اشاره کولی شو. په دې لړ کښې فلسطین حتی د جزا د نړیوالې محکمې غړیتوب ترلاسه کړی دی او د هغې له چارواکو یې په رسمي توګه غوښتي دي چې په ۲۲ ورځني جنګ کښې د صهیونیسټي رژيم په جنایتونو غور وکړي. له دغې غوښتنې وروسته د جزا نړیوالې محکمې وویل چې په فلسطین کښې د ترسره شویو جنایتونو په هکله تحقیق وکړي. د دې خبر له اعلان وروسته د امریکې او صهیونیسټ رژيم چارواکو بې له ځنډه د داسې یوې پرکړې له پایلو خپله سخته اندیښنه څرګنده کړه.

=            د امریکې او صهیونیسټي رژيم د چارواکو اندیښنه په دې وجه ده چې د دغې محکمې تحقیقات د هغوي د جنایت د ژورتیا د څرګندیدو او له امله يې د صهیونیسټي رژیم د عسکرو، افسرانو او د دغه رژیم د چارواکو او حتی د هغه د ملاتړو د محاکمه کیدو سبب کیدی شي. په ۲۲ ورځني جنګ کښې د فلسطین د بې دفاع خلکو په وړاندې د صهیونیسټي رژيم ماتې د دغه رژیم لپاره یو حیثیتي ګوذار و او د دغه رژيم چارواکي یې تر مودو پورې د خپلې شرمناکې ماتې په وجه په کورنیو سیاسي نښتو او سربدالۍ اخته کړل. غزه د فلسطینیانو د انتفاضې د زیږنځي او مرکز په توګه تل په تش لاس خو په مقاومت او استقامت سره توانیدلې چې د اسرائیلو جنګي مشین بند کړي او د دغه رژیم چارواکي عاجزه کړي، داشان چې غزه د صهیونیسټي رژیم د چارواکو لپاره په یو ویرونکي خوب بدله شوې ده. انتفاضه له  غزې پیل شوه او په ټول نیواکي ټاټوبي کښې خوره شوه. په دې لړ کښې د اسرائیلو له مینځه تللی وزیراعظم اسحاق رابین چې په ۱۹۸۷ کال کښې د فلسطین د خلکو د انتفاضې له پیلیدو څخه د اسرائیلو د جنګ وزیر او د د فلسطینیانو د وژلو پلانونکی و، د غزې او د هغې د دریدنې په هکله ویلي وو: ای کاش چې یوه شپه اوده شم او کله چې راویښ شم نو غزه په سمندر کښې ډوبه شوې وي.

د صهیونیسټي رژيم چارواکو غزه یو ټایم بم وباله چې اسرائیلي عسکر یې سخت ویرولي دي. د غزې د اوسیدونکو په شمول د فلسطین خلک په خپلې مبارزې او مقاومت سره صهیونیسټي رژيم ته د دې پیغام لرونکي پاتې شوي چې باید له غزې او نورو فلسطیني سیمو ووځي.

=            له هغې وروسته هم د فلسطین د ۲۰۰۶ کال د جنورۍ په انتخاباتو کښې غزې د نورو نیواکي سیمو یعنې قدس او لویدیځې غاړې په شان د حماس غورځنګ ته راې ورکړه د مقاومت د سمبول په توګه د صلحې د خبرواترو له بې نتیجې ازمیښت وروسته له نیواکګرو د هغوي غصب شوي حقوق راستانه کړي. په داشان یوه فضا او حالاتو کښې چې د فلسطین د خلکو د وړومبۍ مبارزې کابو درې لسیزې کیږي، د فلسطینیانو دا مقاومتي بهیر د هغوي مظلومیت او په عین حال کښې یې اقتدار نندارې ته وړاندې کړی دی. د فلسطین د مقاومت بریاوو د سیمې د ولسونو لپاره د هیڅ شک ځاې نه دی پریښې. په حقیقت کښې د سیمې د خلکو د مقاومت مقتدارنه بریاوې عملاً سبب شوې دي چې د مینځني ختیځ د بدلونونو بهیر د پردیو د ګټو په اساس نه بلکې د سیمې د ولسونو د ګټو په اساس وي. دا چارې هغه حقیقت دی چې په فلسطین او سیمه کښې سیاسي شخصیتونو او هم مطبوعاتي او رسندوي ټولنو پرې ټینګار کړی دی.

=            په دې لړ کښې د فلسطین د مقاومتي کمیټو یو مسئول ابو مجاهد وویل: د فلسطین د مقاومت په وړاندې د صهیونیسټي رژیم د ماتې نه منلو ادعا له مینځه لاړه. د حماس د پوځي څانګې عزالدین قسام د کنډکونو یو مسئول ابو عبیده هم ټینګار وکړ چې د غزې بریالیتوب فاینل بریا ته د رسیدو لپاره د بدلانه یو پیچومی دی. د اسلامي غورځنګ یو مسئول کمال خطیب هم په غزه کښې پر صهیونیسټي رژیم د مقاومت بری، د فلسطین د ولس او عربي او اسلامي امت په برخلیک کښې د بدلون رامینځته کیدو سبب وباله. د مقاومت بریا چې د صهیونیسټانو په روحیه کښې یې منفي اغیزه درلوده، د عربي او اسلامي امت په روحیې او راتلونکي کښې یې مثبته نتیجه درلوده. په دې وجه د صهیونیسټي رژیم په وړاندې د مقاومت بریاوې چې د ایران د اسلامي انقلاب له مولفو په پیروی سره یې بڼه ونیوله، خپله په ۲۰۱۱ کال کښې د ډیکټاټوري رژيمونو په وړاندې په سیمې کښې د ولسي پاڅونونو د یو نوي پړاؤ الهام بخښونکې شوې.

اوس د اسلامي بیداری په نوم یو حقیقت د فلسطین د ولس له مقاومت او پایدارۍ څخه راوتی دی او د فلسطین مسئله یوې نوې معادلې ته رسیدلې ده. په هر حال په ۲۲ ورځني جنګ کښې د فلسطین د مقاومت بریالیتوب پراخې لاسته راوړنې درلودې او دا بریاوې د فلسطین د خلکو د لازیاتو بریاو یوه سریزه شوه او دا دریځ یې پوخ کړ چې د فلسطین یوازنی ارمان، مقاومت دی.

=            په داشان حالاتوکښې د اسلامي هیوادونو، د اسلامي نړۍ د پوهانو او ولسي ارګانونو او همداشان د هر پتمن کس او انسان دوسته کس دنده ده چې تر وروستۍ بریا پورې د فلسطین د خلکو د مظلومانه مقاومت دفاع وکړي او د هغوي مظلومیت او د صهیونیسټي رژيم جنایتونه د نړیوالو غوږونو ته ورسوي. همداشان ټول دنده لري چې د هراړخیزې محاصرې په وړاندې چې له ۲۲ ورځني جنګه کمه جنایت لرونکې نه ده، د فلسطین د خلکو د مقاومت ملاتړ وکړي. صهیونیسټ رژيم په ۲۲ ورځني جنګ کښې له ماتې وروسته د غزې د ځمکنۍ، سمندري او هوايي کلابندۍ سیاست سخت کړی دی او نیت لري چې په جنګ کښې خپله ناکامي په محاصرې سره جبیره کړي. دا په داسې حالاتو کښې دي چې د غزې کلابندي د ټولو بشري حقوقو، نړیوالو انساندوستانه حقوقو او د ملګرو ملتو د منشور د اصولو خلاف ده.

=            د صهیونیسټي رژيم لخوا د غزې کلابندي څومره چې پکار وه، د نړیوالو رسنیو او هیوادونو د پام وړ ونه ګرځیده او د مصر په شان ځیني هیوادونه حتی د هغې په اجرا کښې د صهیونیسټي رژیم مرسته کوي.

هیله ده چې اسلامي هیوادونه او د نړۍ رسنۍ او په تیره بیا ولسي سازمانونه، په نړیواله سویه د یوې څپې په راپورته کولو سره صهیونیسټي رژيم داسې تر دباؤ لاندې راولي چې مجبور شي د غزې کلابندي ختمه کړي.

بې شکه چې د غزې په نوم د یوې ورځې غوره کول د فلسطین د خلکو د مبارزو په ملاتړ کښې د ایران لخوا یو بل نوښتي خوځښت ګڼل کیږي چې د فلسطین له خلکو په تیره بیا د جنګ ځپلې او کلابندې غزې د اوسیدونکو په ملاتړ کښې د غږملو او موثره اقداماتو د غوره کولو په لړ کښې د نړیوالې ټولنې لپاهر یو مناسب فرصت برابر کړي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی