د روژې دمبارکې میاشتې د نهمې ورځې دعا
له ابن عباس څخه روایت شوی دی چې داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)د روژې دمبارکې میاشتې د هرې ورځې لپاره ډير زیا فضیلت بیان کړی دی او د هرې ورځې لپاره له ډير فضیلته او کرامته ډکې دعاګانې ذکر کړی دی ، چې مونږ د روژې دمبارکې میاشتې له پیل څخه دغه دعاګانې په ویډیوئي بڼه او متن سره ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي او مونږ به هم پخپلو دعاګانو کې نه هیروئ .
اللَّهُمَّ ارْزُقْنِي فِيهِ رَحْمَةَ الْأَيْتَامِ، وَ إِطْعَامَ الطَّعَامِ، وَ إِفْشَاءَ السَّلامِ، وَ صُحْبَةَ الْكِرَامِ، بِطَوْلِكَ يَا مَلْجَأَ الْآمِلِينَ.
ژباړه : ائ لویه خدایه ! په دغې برکتناکې میاشتې مو له یتیمانوسره مهرباني کول په برخه کړې ،دوي ته په خوړو ورکولو او په سلام اچولو سره او کرامت لرونکو سره مو ناسته پاسته نصیب کړې ، پخپلې مهربانۍ سره ائ د هیله لرونکو د امید پورکونکیه.