د ایران خلاف فضاجوړونې لپاره د امریکې بې ګټې کوششونه
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i82954-د_ایران_خلاف_فضاجوړونې_لپاره_د_امریکې_بې_ګټې_کوششونه
د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د امریکې عبث هلې ځلې او د هغو اهداف
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 23, 2019 08:21 Asia/Kabul
  • د ایران خلاف فضاجوړونې لپاره د امریکې بې ګټې کوششونه

د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د امریکې عبث هلې ځلې او د هغو اهداف

د امریکې اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه هیواد د تیرو ولسمشرانو او حکومتونو د ایراني ضده سیاستونو په دوام کښې، هم د انتخاباتي سیالیو په دوران کښې او هم واک ته له رسیدو وروسته د ایران خلاف خپله دښمني پوره څرګنده کړې ده.

هغه ښه په ډاګه د ایران د اسلامي جمهوري نظام د کمزورې کولو او پرزولو کړنلاره خپله کړې ده. ټرمپ له ایټمي موافقې د وتلو په اعلان او د ایران خلاف د ایټمي بندیزونو په بیا لګولو سره، د ایران خلاف اقتصادي جنګ پیل کړی دی. د ایران په وړاندې د امریکې کړچار تش په ګواښ، زور، اجبار او د بندیزونو په لګولو ولاړ دی.

د ټرمپ حکومت په سیمه ایز اړخ کښې هم د ۲۰۱۷ کال د ملي امنیت د سټراټیجۍ د سند په چوکاټ کښې د ایران د کنټرولولو په موخه د سیمه ایزو ائتلافونو د جوړولو او د مینځني ختیځ په سویه د ایران د سیاستونو او اقداماتو د بدلولو لپاره پراخې هلې ځلې کړې دي. واشنګټن هم داشان له ترهګرۍ د ایران د ادعايي ملاتړ په شان د ایران له ګواښونو سره د مقابلې په پلمه د غواړي چې په مینځني ختیځ کښې خپل پوځي توب توجیه کړي.

                امریکې د مۍ په دولسمه نیټه د اماراتو په فجیره بندر کښې د څلورو تیلي کشتیو د اور اخیستو او په تیره بیا د جون په دولسمه نیټه په عمان سمندر کښې د دوو نورو تیل وړونکو کشتیو له اور اخیستو په شان پیښو وروسته د دې پیښو د رامیځته کونکي په توګه په ایران باندې د تور لګونې او په دې لړ کښې له ځانه سره د خپلو انډیوالانو او نورو هیوادونو د ملګرې کولو پروژه روانه کړې ده.

د امریکې د خارجه وزیر مایک پمپئو په شمول د دغه هیواد لوړرتبه چارواکو په دغې پيښې کښې د ایران په لاس لرلو باندې ټینګار وکړ. په ورپسې پړاؤ کښې ډونلډ ټرمپ د ایران د خلکو د سپکاؤ په تکرارولو او د هغوي په ترهګر نومولو سره، بې د هیڅ ډول سند او شواهدو له وړاندې کولو، ایران په عمان سمندر کښې په دوو تیلي کشتیو کښې د اور لګیدو په پیښې کښې په لاس لرلو تورن کړ.

                په فارس خلیج کښې د شخړې ختمولو لپاره د هلوځلو په هکله د امریکې د چارواکو له ادعاؤ او د ایران په وړاندې د خبرواترو او ډیپلماسۍ د کړنلارې له غوره کولو سره سره، په عمل کښې د ټرمپ حکومت په دې لټه کښې دی چې ایران په تیل وړونکو کشتیو باندې د حملو او په سیمه کښې د نورو امنیتي بدلونونو ګرم وښايي او دا شان د ایران خلاف د زیات نه زیات دباؤ اچولو سیاست توجیه کړي او په عین حال کښې د تهران خلاف یوه نړیواله اجماع رامینځته کړي.

په عین حال کښې د ټرمپ دې کړنلارې ماتې خوړلې ده او د عربستان، اماراتو یا بریتانیا په شان د واشنګټن له انډیوالانو پرته په عمان سمندر کښې د وروستۍ پیښې په هکله د نورو هیوادونو دریځ، په ایران باندې له تور لګولو پرته د لازیاتو تحقیقاتو ضرورت دی.

                د ایران د تورنولو په لړ کښې د واشنګټن اقدام د ایران خلاف د نړیوالې اجماع، د اقتصادي دباؤنو د زیاتولو لپاره د پلمو جوړولو او توجیه او د تهران خلاف د بندیزونو د سختولو، په فارس خلیج سیمه کښې د پوځي شتون د زیاتولو د لارې د هوارولو، د امریکې د سیمه ایزو انډیوالانو په وړاندې د باور جوړونې او هم د واشنګټن او د هغه د ځینو اروپايي شریکانو په تیره بیا د بریطانیې د احتمالي ګډو اقدماتو د لازیات نزدې کولو په موخه بڼه نیولې ده.

خو بیا هم حتی د واشنګټن اروپايي انډیوالانو هم په تیلي کشتیو باندې اړوندو پيښو کښې د ایران د رول په هکله د ټرمپ د حکومت په ادعاؤ باور نه دی کړی.

امریکايي شناندی ټرودي روبین وايي: په ایران باندې د ټرمپ څرګنده نیوکه او د ایران خلاف جنګ کښې د شاملیدو لپاره یې له خپلو انډیوالانو غوښتنې، د هغه د سیاسي ماتې ضمانت ورکوي.

د اروپايي اتحادیې د هیوادونو خارجه وزیرانو د جون په اوولسمه نیټه په لوکزامبرګ کښې یوه غونډه کښې، د ایران خلاف د امریکې له دریځ سره د خپلو هیوادونو د دریځونو په نه نزدې والي باندې په ټینګار سره، په عمان سمندر کښې د دغې وروستۍ پيښې د لازیاتو تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

                پر اروپایانو سربیره د امریکې سیالو نړیوالو قدرتونو هم په عمان سمندر کښې د دوو تیلي کشتیو د چاودنې له پیښې او د ایران خلاف د ټرمپ د حکومت د چارواکو د بې بنیاده تورونو وروسته، تر دباؤ لاندې د ایران د راوتلو او د شخړو د کمولو لپاره له دغې پيښې د استفادې په هکله خبرداری ورکړ.

په دې لړ کښې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جون په څوارلسمه نیټه په یوه خبرپاڼه کښې د امریکې ایراني ضد سیاستونه او کړنلاره د عمان سمندر په شمول په لویدیځه آسیا کښې د کشالې د سختیدو سبب شوې ده.

په دغه خبرپاڼه کښې د عمان سمندر د پيښې په هکله له نړیوالو تحقیقاتو مخکښې د هر ډول بیړنی نتیجه اخیستنې په هکله خبرداری ورکړی او ټینګار کوي چې د تحقیقاتو له بشپړیدو مخکښې نه دي پکار چې هیڅوک ګرم وګڼل شي.

چین هم په دې لړ کښې روسيې ته ورته دریځ لري. په دغه پيښه کښې په لاس لرلو باندې د امریکې له خوا د ایران له تورنیدو یوه ورځ وروسته د چین ولسمشر شي جین پنګ ژمنه وکړه چې له ایران سره خپلې اړیکې پراخوي.

                په عمان سمندر کښې له وروستیو پیښو وروسته د ایران خلاف د امریکې د تور لګونې په هکله مطرح پوښتنه دا ده چې د امریکې وروستی او فاینل هدف څه دی؟ د ټرمپ د حکومت چارواکو په ځلونو ادعا کړې ده چې امریکا له ایران سره د پوځي نښتې نیت نه لري.

د ایران په چارو کښې د امریکې ځانګړي استازي برایان هوک د روانې جون میاشتې په نولسمه نیټه د امریکې د کانګرس په غونډه کښې وویل: مونږ د ایران خلاف د پوځي اقدام په لټه کښې نه یو خو د خپلو ګټو دفاع کوو. د ایران خلاف زمونږ د سیاست بنیاد، سفارتي او اقتصادي دی.

له هغه مخکښې د امریکې دبهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو د هم دې میاشتې په شپاړسمه نیټه فاکس نیوز چینل ته په مرکه کښې په تیلي کشتیو باندې په حمله کښې په لاس لرلو په هکله یوځل بیا د ایران په تورنولو سره په تهران باندې د اقتصادي دباؤ په زیاتولو ټینګار وکړ.

پمپئو مدعي شو چې واشنګټن له ایران سره جنګ نه غواړي خو پر دغه هیواد د خپل سفارتي او اقتصادي دباؤ اچول به هم هغه شان جاري وساتي.

له جنګه د ډډه کونې په هکله د پمپئو ادعا په داسې حال کښې مطرح کیږي چې واشنګتن خپله ابراهم لیکلن نومې جنګي بیړه او یوشمیر بي-۵۲ ډوله بم غورځونکې جنګي الوتکې سیمې ته رالیږلې دي په عین حال کښې د امریکې حکومت د اقتصادي جنګ په پیلولو سره د ایران خلک په نښه کړې دياو د دغه غلیمانه سیاستونو په دوام باندې ټینګار لري.

                له ایران سره جنګ ته د ګروهنې په نه لرلو د امریکې د خارجه وزیر ټینګار په حقیقت کښې د امریکايي ځواکونو او په سیمه کښې د واشنګټن د انډیوالانو لپاره د داسې یو جنګ د بدو پایلو او پر نړیوال اقتصاد په تیره بیا د تیلو په بازارونو یې د اغیزو په هکله د امریکايي سټراټیجسټانو د اټکل په وجه دی.

د ایران خلاف د هر ډول پوځي بلاغوښتنې په هکله د امریکې د لارې له خنډونو څخه په وړومبي پړاؤ کښې له هر ډول احتمالي ګواښونو سره د مقابلې او پریکنده ځواب لپاره د ایارن د اسلامي جمهوریت هوډ، د واشنګټن له راپارونکو اقداماتو سره د نړیوالې ټولنې په تیره بیا د امریکې د سیالو قدرتونو یعنې روسیې او چین ورځ په ورځ زیاتیدونکي مخالفت، د ایران خلاف د ټرمپ د حکومت له تور پورې کولو د امریکې د اروپايي انډیوالانو ډډې ته کیدو او بلآخره په سیمه کښې د امریکې د هر ډول اقدام ډیرو سترو پایلو ته اشاره کولی شو.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئولې فډریکا موګریني په لویدیځې آسیا کښې وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره وویل: لکه څنګه چې مو مخکښې ویلې دي، په سیمه کښې د مختلفو لورو د صبر او زغم غوښتونکي یو. هم هغه ډول چې د ملګرو ملتو سرمنشي انټونیو ګوتریش هم ویلي دي چې سیمه د یو نړي کړکیچ زغم او توان نه لري.

                ایران په ځلونو په فارس خلیج سیمه کښې د ثبات او امنیت د رامینځته کولو په ضرورت ټینګار او په دې سیمه کښې د لویدیځو قدرتونو په تیره بیا د امریکې له شخړه جوړونکو اقداماتو سره یې مخالفت کړی دی. ایران د یو مسئولانه دریځ په غوره کولو سره په خپل پوره توان سره په سیمه کښې د ثبات او ارامښت په ټینګولو ټینګار لري.

په دې لړ کښې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په دې وروستیو کښې د نه تیري د یو سیمه ایز تړون برابرولو ته د تهران د چمتو والي خبر ورکړ. په عین حا کښې واشنګټن غواړي چې په سیمه کښې قصداً د شخړو په زیاتولو سره له ایرانه د ویرونې او په خپلو سیمه ایزو انډیوالانو باندې د وسلو د خرڅون د زیاتولو په شمول د خپل نظر وړ  اهدافو ته ورسیږي.

د ټرمپ په شمول د امریکې د جګ پوړو چارواکو څرګندونې ښودنه کوي چې له ایران سره مذاکرې ته د ګروهنې له ادعا سره سره، د ایران په وړاندې د ټرمپ د سیاستونو اصل یوازې په ګواښ، زور او سختو اقتصادي بندیزونو ولاړ دی. خو په عین حال کښې ایران په تیرو څلویښتو کلونو کښې تل د امریکې د سیاستونو او اقداماتو په وړاندې ولاړ دی او د واشنګټن دسیسې یې په عملي توګه شنډې او بې اغیزې کړې دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی