بې نقابه امریکا
د امریکې د تیرې یوې اونۍ د مهمو پيښو د څیړنې اونیز پروګرام
په تیره اونۍ کښې د امریکې له مهمو پيښو څخه د وینزویلا د حکومت د پرزولو په هکله د ډونلډ ټرمپ په ډاګه ټینګار، د ایران د یورانیمو له پخولو سره د امریکې مخالفت، د امریکې د مرکزي بانک د مشر د ایستلو په هکله د ټرمپ ګواښ او د امریکې د ایټمي ډیپو په پراختیا او لوړتیا باندې د دغه هیواد د ولسمشر ټینګار ته اشاره کولی شو.
**
د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ مدعي شو چې سره له دې چې په وینزویلا کښې د نظام بدلول وخت اخلي خو واشنګټن د دې کار لپاره پنځه مختلفې سټراټیجۍ لري. ټرمپ د تیرې اونۍ د خالي په ورځ (د جون په نهویشتمه) په جاپان کښې د شل ډلې د غونډې ترڅنګ د خبریالانو په ټول کښې وینزویلا په هکله مدعي شو: مونږ ډیرې لارې چارې لرو. زه پنځه بیلابیلې سټراټیجۍ لرم چې هره شیبه په کښې بدلون راوستی شم. سره له دې، په دې نظریې سره چې هغوي (وینزویلا) ته ډیرې انساندوستانه مرستې ورکوو، له هغوي ملاتړ کوو.
هغه د خپلو ادعاؤ په دوام کښې په وینزویلا کښې د حکومت د احتمالي بدلون په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل: که داسې یو کار ته مجبور شو نو ډیر انتخابونه لرو... خو ګورو به چې څه کیږي.
**
وینزویلا هیواد پس له هغې چې د روان ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په درویشتمه نیټه د مخالفانو مشر او د دغه هیواد د ملي ټولنې مشر خوان ګوایدو چې د امریکې ملاتړ ورسره دی، ځان د وینزویلا لنډمهاله ولسمشر اعلان کړ، له سیاسي کړکیچ سره مخ شو. امریکا او د هغې ډیرو انډیوالانو بې له ځنډه له ګوایدو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او د دغه هیواد له قانوني ولسمشر نیکلاس مادورو یې وغوښتل چې له قدرته څنګته شي. امریکې په دې وروستیو میاشتو کښې له ګوایدو په ملاتړ کښې د مادورو په قانوني حکومت باندې ډیر سیاسي او اقتصادي دباؤنه اچولې دي څو د ګوایدو په ګټه یې له قدرته لرې کیدو ته اړ کړي. خو سره له دې هر څه، د واشنګټن هلوځلو څرګنده ماتې خوړلې ده. په عین حال کښې امرکیې د وینزویلا خلاف هراړخیز دباؤونه لاسخت کړي او په کاراکاس یې مختلف بندیزونه لګولې دي. امیکا هم داشان د وینزویلا د کړکیچ د سیاسي هواري لپاره د خبرواترو په لاره کښې خنډونه اچوي.
په عین حال کښې د وینزویلا په وړاندې د ټرمپ د حکومت له مداخله غواړې او پروزونکې کړنلارې سره نړیوال مخالفتونه رابرسیره شوې دي. په دې لړ کښې د روسیې مرستیال خارجه وزیر سرګئي ریابکوف ویلې دي: ماسکو په روانو حالاتو کښې بې له هیڅ ډول وارمخکښې شرطه، په وینزویلا کښې د خبرواترو په پیلیدو تکیه کوي او په دغه هیواد کښې د مذاکراتو د شروع کیدو امکان شته دی.
**
وروستیو بدلونونو او د ۴+۱ ډلې د اروپايي غړو د ژمنو د نه اجرا کیدو په وجه د خپلو برجامي ژمنو د کمولو په تیره بیا له ۳۰۰ کیلوګرامو د پخو شویو یورانیمو د زیرمو زیاتولو په لړ کښې د ایران اقداماتو ته په پام سره د ټرمپ حکومت دې چارې ته په یو نرم غبرګون کښې، د ایران له خوا د یورانیمو پخول رد کړل. په دې لړ کښې سپینې ماڼۍ د جولایۍ په اوله نیټه په یوه خبرپاڼه کښې په دې خبرې سره چې د ایران د یورانیمو د پخولو د بهیر مخه ونیوی شي، پر ایران د زیات نه زیات دباؤ اچولو د سیاست په دوام ټینګار وکړ. د سپينې ماڼۍ په بیانیه کښې راغلې دي: مونږ باید د ایران په وړاندې (د ایټمي وسلو) د پراختیا د مخنیوي لپاره د یورانیمو د پخولو د بیخي بندولو زوړ معیار راژوندی کړو.
په دې طریقه واشنګټن په ایټمي موافقې باندې له اعتراضه او ترې له وتلو خپل اصلي نیت او هدف په ډاګه کړی دی. په حقیقت کښې د ټرمپ حکومت د صهیونیسټي رژيم د غوښتنې په چوکاټ کښې د ایران د هر ډول ایټمي توانمنۍ په تیره بیا د یوارنیمو د پخولو د حق مخالف دی.
**
د ټرمپ د بهرني سیاست ادارې هم په دې هکله تند دریځ غوره کړ. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي خبرپاڼه کښې وویل: هیڅ کله نه دي پکار چې هیڅ ایټمي موافقه د ایران حکومت ته تر هیڅ کومې اندازې پورې د یورانیمو د پخولو اجازه ورکړي.
اوس پوهیدی شو چې له ایټمي موافقې د وتلو لپاره د ایران له خوا د هغې د مفادو د خلاف ورزۍ د ادعا په شمول د ټرمپ پلمه لټونې یوازې د ایټمي غني سازۍ د حق په وړاندې د واشنګټن د منفي کړنلارې د توجیه لپاره شوې دي چې ایران د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژآنس د اساسنامې او د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک له مخې دغه حق لري.
امریکايي کارپوه کالین کال په دې لړ کښې د سپینې ماڼۍ د بیانیې په غبرګون کښې وايي: د سپينې ماڼۍ بیانیه نه یوازې غیرمنطقي ده بلکې د هغې په زیاته غوښتنې باندې ټینګار دی، هیڅ کارپیژاندی باور نه لري چې ایران به د یوارنیمو له نه پخولو سره موافقه وکړي.
امریکا چې د نړیوالو حقوقو او قوانینو په تیره بیا د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک د مفادو او د ژمنو پوره کولو د ضرورت د اصل پر خلاف، له ایټمي موافقه ووتله، له ایرانه یې خپله غیرمنطقي غوښتنه یعنې د ایټمي موافقې د ژمنو د پوره کولو غوښتنه کړې ده. پوښتنه دا ده چې د ټرمپ حکومت چې په خپله بې له کومې وجې او پلمې له ایټمي موافقې وتلی، په کوم بنیاد له تهرانه د برجامي ژمنو د پوره کولو غوښتنه کوي؟
په بله وینا د ټرمپ د حکومت له نظره برجام (ایټمي موافقه) که د امریکې او اسرائیلو د ګټو په خدمت کښې وي نو یوه موجه او د استناد وړ موافقه ده خو کله چې د امریکې له حکومته غوښتل کیږي چې په همدې موافقې پابند پاتې شي نو بیا ترې ډډه کوي.
**
د امریکې ولسمشر ویلي دي چې که وغواړي نو د امریکې د مرکزي بانک (فیډرل ریزرو) مشر جِرومي پاوِل له کاره ایستلی شي. په پاوِل باندې د ټرمپ نیوکې نن سبا ډیرې زیاتې شوې دي او داسې ښکاري چې هغه د سود د نرخ د کمولو لپاره د ټرمپ له خوا تر سخت دباؤ لاندې دی. ټرمپ په دې وروستیو کښې خبریالانو ته ویلې دي: پاول خپل کار په سمه توګه نه ترسره کوي او که وغواړم نو له کاره یې څنګته کولی شم.
البته د امریکې د مرکزي بانک په مشر باندې د ټرمپ نیوکې یوازې د سود د بیې په زیاتیدو پورې محدودې نه دي بلکې هغه په دې وروستیو کښې د نورو اسعارو په وړاندې د ډالر د برابرې بیې په وجه چې د هغه په باور، له حقیقي حده زیات او د اروپايي او چیني محصولاتو په وړاندې د امریکايي محصولاتو د سیالۍ د کمي سبب شوې، هم په پاوِل نیوکه کړې ده. ټرمپ وویل، حق لرم چې پاول وباسم که څه هم دې کار ته هیڅ ګروهنه نه لرم.
له بلې خوا جِروم پاوِل د ټرمپ د دغو څرګندونو په ځواب کښې ویلې دي: د قانون له مخې د امریکې پر مرکزي بانک زما د مشرۍ پړاؤ څلور کلن دی او غوړاړم چې د قانوني مهلت تر پاې پورې په دغه پوسټ پاتې شم.
**
ځینو کارپوهانو د ټرمپ په دې څرګندونو شک څرګند کړی او ویلې یې دي چې د قانون مطابق د فیډرل زیزرو د مشر څنګته کول د ولسمشر د قدرت په ساحه کښې نه دي.
د سود د بیې د زیاتولو لپاره د امریکې د مرکزي بانک اقدام د ټرمپ له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی او هغه په ځلونو ویلې دي چې د فیډرل ریزرو سیاستونه د امریکې د اقتصاد د کمزورۍ سبب کیږي. امریکايي رسنیو په دې وروستیو کښې خبر ورکړی چې ټرمپ په پټه، د جروم پاول د ګوښه کولو په لټه کښې دی.
خو له بلې خوا پاول د امریکې د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کښې ویلې دي چې مرکزي بانک به د خپلو پیسو په سیاستونو کښې هیڅکله تر بهرنیو دباؤنو لاندې را نه شي او د مالي سیاستونو لپاره د پریکړې معیار د هیواد د وضعیت په هکله اقتصادي احصائیې دي.
**
په پوځي برخه کښې د امریکې د ولسمشر یو مهم سیاست د دغه هیواد د ایټمي توان پياوړتیا ده او د ټرمپ د ولسمشرۍ په دې روان پړاؤ کښې د امریکې د ایټمي ډیپو د نوې کولو لپاره ستره بودجه بیله شوې ده. ټرمپ د جون په دیرشمه نیټه په دې هکله په خپلې وروستۍ دریځنیونې کښې وویل چې هیواد یې د ایټةي وسلو د ګودام د لوړتیا او د نویو وسلو د جوړولو په لټه کښې دی. د امریکې ولسمشر د سویلي کوریا پلازمینې سئول ښار ته نزدې په اوسان نومې هوايي اډه کښې د دغه هیواد د پوځیانو په ټول کښې وویل: مونږ نن سبا د ایټمي ډیپو د بشپړې نوې کونې او په ځینو مواردو کښې نویو ایټمي جنګي اوزارو ته د لاس موندلو په حال کښې یو. مونږ هیڅکله نه غواړو چې هغه استعمال کړو خو په نړۍ کښې له ټولو زیاتې او ترټولو ښې ایټمي وسلې لرو.
د ډونلډ ټرمپ حکومت د ایټمي ګودام او ایټمي سټراټیجۍ په لړ کښې فعاله کړنلاره غوره کړې ده. ټرمپ د یو مهم انتخاب په توګه د (وړومبي ایټمي ګوذار) د سټراټیجۍ د غوره کولو په دوام ټنیګار لري او دا په نړۍ کښې د ایټمي وسلو د ویرې د باقي پاتې کیدو په معنا او د نړۍ د نورو هیوادونو په تیره بیا د روسیې او چین په شان ایټمي قدرتونو خلاف یو څرګند ګواښ دی.
**
د ټرمپ دا نظریه د امریکې د نوې ایټمي وضعې د بیاکتنې په سند کښې په واضحه توګه منعکس شوې ده. امریکې په ډاګه نور هیوادونه ګواښلې دي چې د خپل ملي امنیت او یا د خپلو انډیوالانو د دفاع په خاطر د ایټمي حملې کولو توان لري. بې شکه چې د ټرمپ دا کړچار د ایټمي وسلو د استعمال د مخنیوي او د هغو د نابودولو په هکله د این، پي، ټي تړون د څرګند هدف خلاف دی. د وسلو د کنټرولولو فعالانو د امریکې له روانې ایټمي کړنلارې اندیښنه ښودلې ده ځکه چې دا کړنلاره د ایټمي جنګ د نښلیدو خطر زیاتوي. په حقیقت کښې د ټرمپ د حکومت ایټمي سیاست، د اوباما د حکومت له ایټمي ډکټرین څخه ډیر زیات جنګ غواړی دی.
*/*/*/*/*/*
ژباړه: عبدالماجد درانی