د وحدت اونۍ (د وحدت د اونۍ لومړی ځانګړی پروګرام)
لکه څرنګه چی انسان خدای تعالی پنځولې دې ، بی شکه د هغه د کمال لپاره بهترین پروګرام هغه پروګرام دې چی د خدای تعالی لخوا برابر شوی وی . خدای تعالی داحزاب سورت په ۲۱ ایت کی د هغو کسانو لپاره چی په خدای او قیامت ورځې امید لری ، پیغمبر ص د ښې بیلګې په توګه معرفی کوی او فرمایی ، د تاسو لپاره د خدای په رسول کی نمونه او پیروۍ لپاره نیکه بیلګه ده ، د هغه چا لپاره چی په خدای او اخرت امیدوار دې او خدای ډیر یادوی .
د اسلام د عظیم الشان پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په شپو ورځو کی یو ، اهل سنت مسلمانان د ربیع الاول ۱۲ او شیعه مسلمانان د دغې میاشتې ۱۷ نیټه دپیغمبر اکرم ص د نیکمرغه زوکړې کلیزه بولی . کلونه مخکې د ایران د اسلامی جمهوریت بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح چی پخپله په اسلامی نړۍ کې د وحدت له جارچیانو وو ، له دغې مسلې د اسلامی فرقو ترمینځ د اتحاد او نږدې والی لپاره استفاده وکړه او د دغو دواړو نیټو ترمینځ واټن یې د مسلمانانو ترمینځ د وحدت اونۍ اعلان کړه . د وحدت اونۍ رارسیدا یو فرصت بولو او د اسلام د ګران پیغمبر ص د مبارک ژوندسبک یا سټایل چی قران کریم یې بهترینه بیلګه معرفی کوی ، لنډه جاجونه کوو .
««««««««««««««««««««««««««
د پیغمبرانو یوه مهمه ځانګړنه امانتدارۍ ده ځکه چی هغو باید د خدای د دین په ترلاسه کولو او وړاندی کولو او الهی اسرارو په ساتلو کی امین وی او صداقت ولرلې شی . د پیغمبر اکرم ص امانتداری له هماغه ځوانۍ په خلکو کی مشهوره وه او همدغه ځانګړنه وه چی د اسلام د منلو لپاره یې د خلکو د زړونو د تسلیمولو لپاره لاره هواره کړه . د بیغمبر اکرم صداقت او امانتداری همداراز سبب شوه چی مونږه د هغو د ژوند د سټایل د بیلګه ګرځولو لپاره شک ونلرلې شو او هغو تعلیماتو ته چی هغه حضرت زمونږ لپاره د بی ساری خالق خداوند له لوری راوړی دی ، غاړه کیږدو . بی شکه د خدای د اولیاګانو د کړچار او کردار د څرنګوالی جاج سبب کیږی چی مونږه ځان د الهی معرفت دغې عظیمې سرچینې پورې وتړو او له دنیاوی او اخروی نیکمرغۍ برخمن شو .
«««««««««««««««««««««««
لکه څرنګه چی انسان خدای تعالی پنځولې دې ، بی شکه د هغه د کمال لپاره بهترین پروګرام هغه پروګرام دې چی د خدای تعالی لخوا برابر شوی وی . خدای تعالی داحزاب سورت په ۲۱ ایت کی د هغو کسانو لپاره چی په خدای او قیامت ورځې امید لری ، پیغمبر ص د ښې بیلګې په توګه معرفی کوی او فرمایی ، د تاسو لپاره د خدای په رسول کی نمونه او پیروۍ لپاره نیکه بیلګه ده ، د هغه چا لپاره چی په خدای او اخرت امیدوار دې او خدای ډیر یادوی .
د هغه حضرت د ژوند سټایل په قول او فعل او تقریر کی دومره بشپړه او جامع دې چی د علیم خدای په سپارښتنه د خلکو لپاره حجت دې او ټول د ژوند د دغه سبک په اساس خپل افکار ، ګفتار او کړچار برابرولې شی . د پیغمبر اکرم ص اخلاقی عظمت دومره زیات دې چی خدای تعالی هغو د بشریت لپاره عینی بیلګه معرفی کوی او که غوښتلې یې چی د کوم څیز یا کس په چوکاټ کی خپل اخلاق نمایان کړی ، له پیغمبر اکرم ص پرته بل کس د هغه ظرفیت نه درلود او نلری چی دغه اخلاقی صفتونه پکې متجلی شی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««
رسول ا... مبارک خپل وختونه په دریو برخو ویشل ، یوه برخه د خدای لپاره چی په عبادت ، لمانځه او تهجد تیروله ، یوه برخه یې د کورنۍ لپاره او له هغې سره د خبرو ، انس او روحی او عاطفی اړتیاو د تامینولو لپاره او یوه برخه هم دځان ، خلکو او د هغود مشکلاتو د ختمولو لپاره .
««««««««««««««««««««««««««««««
د کورنۍ اساس په مینې ولاړ دې ، لکه څرنګه چی حکیم خدای د روم سورت په ۲۱ ایت کی د یوه بل په څنګ کی د میرمنې او سړې شتون د ارامښت او سکون سبب بللې دې .
،،او د هغه له نښو نښانو دا چی د تاسو لپاره یې د تاسو له خپل جنس ښځه او خاوندپیداکړل او تاسو ترمینځ یئ مودت او رحمت وګرځوه ، په دې کې ،نښې نښانې دی د هغې ډلې لپاره چی تفکر کوی . ،،
په کورنۍکې په مینې او دوستۍ سره ډیرې کمۍ جبرانیږی ، زړونه له یوه بل سره نږدې کیږی ، هیله او ډاډ رامینځته کیږی او په ژوند کی تاندوالې او شادابی جریان پیدا کوی . له پیغمبر اکرم ص څخه روایت دی ،
هر څومره چی د انسان ایمان بشپړیږی ، میرمنه یا خاوند یې زیات دمینې اظهار کوی .
««««««««««««««««««««««««««««««
رسول ا... ص به سړیو ته سپارښتنه کوله چی له خپلو میرمنو سره په مینې او عدالت کړچار وکړی او فرمایل به یې ، هغه کس چی میرمن لری باید د هغه احترام وکړی . که سړې میرمنې ته ووایی له تاسره مینه لرم ، هیڅکله د میرمنې له زړه نه ووځی .
په تاریخ کی له خپلې میرمنې حضرت بی بی خدیجه سلام علیها سره د هغه حضرت عشق اومینه ذکر شو یده . دا حقیقت حضرت ابوطالب ع د واده په خطبه کی داسې بیان کړ، و له فی الخدیجه رغبه و لها فیه رغبه ،
خدیجه او محمد دواړه له یوه بل سره مینه لری .
رسول ا... مبارک د خدیجه س کمالات ترلاسه کړی او هغه یې د ځان لپاره شایسته میرمن بلله او تل یې له هغې سره په عزت و احترام سره چلند کاوه . هغه حضرت هیڅ میرمنه د خدیجه همڅنګه نه بلله او د هغې د سرشیندنو او زحمتونو قدرونه یې کوله ، ځکه چی هغې خپل ډیر مال او شتمنۍ له کومې طعمې پرته اوپه ویاړ سره د هغو په اختیار کی ورکړ او د اسلام د خپرولو او د پیغمبر اکرم ص د لوړو هدفونو لپاره یې له هیڅ مرستې ډډه نه کوله .
د اسلام ګران پیغمبر په کرو کی د سړی کار صدقه باله . هغو حضرت امام علی ع ته یوه وینا کی وفرمایل ، ای علی ، د میرمنې خدمت کول د سترو ګناهانو کفاره ده او د پالونکی غوسه سړوی . هغه حضرت له خپلې کورنۍ سره کښینستل په مدینه جومات کی له عبادت او اعتکافه خدای تعالی سره نږدې بلل . هغو همدارازله خپلې کورنۍ سره یو ځای ډوډوۍ خوړلو ته ډیر پام کاوه او فرمایل به یې چی هر کس چی دسترخوان وغوړوی او په خپلې میرمنې او بچیانو وخوروی او خوړل د خدای تعالی په نوم پیل او د خدای په شکر پای ته ورسوی ، ترهغه مخکې چی لا دسترخوان نه وی غونډ شوی ، خدای تعالی ورباندې رحمت او بخښنه نازلوی .
هغه وخت چی حضرت امام علی او حضرت بی بی فاطمه الزهرا د خدای له رسول (ص ) وغوښتل د هغو ورځنیز کارونه وویشی ، نو رسول ا... مبارک وفرمایل ، د کور د ننه کارونه د فاطمه او له کوره بهر کارونه د علی وی .
که څه هم د کور دننه کارونه له میرمنې او بهر کارونه له سړی سره اړونده دی ، خو دا په دې معنا نده چی سړې هیڅکله باید د کور په کارونو کی مرسته ونکړی او تل دا تمه ولر لې شی چی میرمن یې هر څه برابر کړی ، بلکې کله کله میرمن ملګرتیا او همفکرۍ ته اړتیا لری او باید خاوند په تفاهم او ښه مخ د هغې مرسته وکړی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««
د اسلام عظیم الشان پیغمبر ص به هڅه کوله ، له ماشومانو سره په لوبو کولو او ډالۍ ورکولو سره هغو خوشحاله کړی . هغه حضرت به په دې باره کی سپارښتنه کوله ، هر کس چی خپله لور یې خوشحاله کړه د دې په شان دې چی د اسماعیل ع له بچیانو یې یو مریه ازاد کړې وی او هر څوک کی ماشوم هلک خوشحال کړی ، د دې په شان ده چی د خدای له ویرې یې اوښکې توې کړی وی .
هغه حضرت د بچیانو په دینی روزنه کی د مور او پلار د مسولیت پیل د میرمنې او خاوند د غوره کولو له وخته بولی او د ښه بچی د درلودلو لپاره لومړې د شایسته میرمنې په خوښولو ټینګار لری که په تاسو کی هر یو د خپل بچی روزلو ته مخه کړی نو هغه لپاره له دې ډیره غوره ده چی هره ورځ د خپل عاید نیمه برخه د خدای په لاره کی صدقه کړی . باید د خپلو بچیانو لپاره ښه نومونه انتخاب کړئ او په سم تربیت او روزنه سره د خپلو بچیانو لپاره بهترین میراث پریږدئ .
«««««««««««««««««««««««««««
د قران کریم له نظره دژوند د سبک لوړ ځای په حیات طیبه کی دی . د اولیاګانو د ژوند دسټایل په لحاظ کولو سره انسان د خلیفه اللهی مقام ته ورسی اوم ژوند یې یو پاک ژوند شی . هغه ژوند چی له هر ډول خباثت اوککړتیا پاک وی او د هغه په اساس د خدای تعالی په چورلیزتوب او الهی قرب ولاړ دې . د حیات طیبه تعبیر یوازې د قران کریم په یوه ایت کی په ډاګه بیان شوی دې . خدای د نحل سورت په ۹۷ ایت کی په دې اړه فرمایی ، ، هر انسان څه میرمن او څه سړې ، په دغه پاکیزه حیات ژوندې ساتل کیږی او د ظلم او شرک له ډنډه به وساتل شی .
««««««««««««««««««««««««««««««
په داسې شرایطو کی چی لویدیځ هڅه کوی دین په وګړنیز ژوند کړی ، د اسلام د جامع پروګرامونو معرفی ضروری چاره ده . اسلام د کامل او جامع دین په توګه د بسر د ژوند د درستو اړخونو لپاره پروګرام لری او د اسلام د ګران پیغمبر ص د ژوند سټایل د دغه الهی دین د تر ټولو لوړئې عملی بیلګې په توګه د نیاوی او اخروی نیکمرغۍ تضمینونکی وی . که د رسول ا... مبارک لاره او روده پرمخ ونه نیسو نو د هماغه کسانو په ډله کی به شامل شو چی د قیامت په ډګر کی حسرت خوری چی ای کاش له هغه حضرت مو پیروی کړی وای . قران کریم د فرقان سورت په ۲۷ ایت کی فرمایی ، ای کاش د پیغمبر اکرم ص لاره او روده مو پرمخ نیولې وای .
««««««««««««««««««««««««««««
د پیغمبراکرم ص د نیکمرغه زوکړې د ورځو د بیا په مبارکی ویلو سره له خدایه غواړو چی ای پالونیکه مونږه د نبی مکرم ص د امت ریښتونی پیروان وګرځوئ او پر مونږ رحم وکړۍ او مونږ د ښه کارونو د تسره کولو توفیق او له بدو کارونود لیری والی توفیق عطا کړئ
امین