د وحدت اونۍ (د وحدت د اونۍ څلورم ځانګړی پروګرام)
قران کریم د انسان د نیکمرغۍ دغه کتاب چی د انسانانو د هدایت ایجنډه لری ، د ال عمران سورت په ۱۹ ایت کی اسلام حقیقی دین اود خدای تعالی د رضایت وړ معرفی کړی دی
(4)
د رسول اکرم ص د نیکمرغه زوکړې د ورځو شپو او وحدت اونۍمبارکی ومنئ. په ریښتیا چی باید د اهل سنت او شیعیانو ترمینځ د هغه حضرت د د نیکمرغه زوکړې په اړه د دو روایتونو په مناسبت د وحدت اونۍ په اعلانولو کی د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت امام خمینی رح نوښت ډیر ستر او مهم دې ځکه چی اسلامی نړۍ ته د وحدت د اهمیت او ضرورت د یادولو په ترڅ کی د اسلامی امت ترمینځ د وحدت او یو موټی والی د رامینځته کولو لپاره د هڅې زمینه برابره کړه . د اسلام د عظیم الشان پیغمبر حضرت محمد ص د رسالت او شتون نعمت د بشر د ژغورنې سبب دی او د سولې ، عدالت ، کرامت ، اخلاق او له کمزورو ملاتړ د اسلامی ارزښتونو او د هغه حضرت د الهی تعلیماتو پیاوړی ستنې دی چی ننې انسان له بل هر وخت زیات ورته اړتیا لری . هغو د درستو انسانانو ، مذهبونو او د نړۍ اسلامی فرقو لپاره رحمت للعالمین او د سولې او دوستۍ پیغام راوړونکې دې .
«««««««««««««««««««««««««««««««««
قران کریم د انسان د نیکمرغۍ دغه کتاب چی د انسانانو د هدایت ایجنډه لری ، د ال عمران سورت په ۱۹ ایت کی اسلام حقیقی دین اود خدای تعالی د رضایت وړ معرفی کړی دی . همداراز د قران په ځای ځای داسې ایتونو لیدل کیږی چی اسلام د رحمت ، مهربانی دین د هغه ژور معارف یې د انسانانو د ژغورنې سبب او پیغمبر اکرم ص یې د بشر هادی او رهبر بللې دې . داسې پیغمبر د هغه دین بشپړه هینداره دې چی د متعال خدای له لوری د نړیوالو لپاره ډالۍ کړی دی او نه یوازې د مسلمانانو بلکې د درستو انسانانو لپاره بیلګه معرفی شوی ده . په دې اساس مسلمانان باید د اسلام له ګران پیغبر ص په اقتدا سره د هغو د رسالت پیروان شی ځکه چی د اسلام ګویا تابلو حسابیږی اود مهربانۍ د دغه دین د پراختیا او پیژندنې پړه پرغاړه لری .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د بشریت تاریخ ته یوه کتنه د دغه حقیقت ښودنه کوی چی له هغه حضرت ادم ع تر حضرت خاتم ص او د خدای د اخری پیغمبر حضرت محمد ص د بعثت له وخته تر د ژغورونکی تر ظهوره ، د رسول ا... مبارک د نړیوال رسالت یعنی اسلام د له مینځه وړلو لپاره د شیطان د پیروانو فتنې جوړونې پیل شوی او تر ننه دوام لری او د تاریخ په هر پړاو او موقعیت کی د شیطان د ګوډاګیانو په تیره بیا نړیوال صیهونیزم په وسیله چی تل په زړه کی له اسلام سره کینه لری ، پیچلی شوی او هره ورځ په نوی بڼه کی جوتیږی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
په ننۍ نړۍ کې له اسلامه او شیعه ویرول د لویدیځو رسندویو د تبلیغاتو په سر کی راغلی دی تر څو د نړیوالو په وړاندی له اسلام او مسلمانانو ځیږه څیره وړاندی کړی . د ترهه ګروډلګیو جوړول ، په اسلامی هیوادونو کی د قتل او وژلې زیاتیدا ، له اسلامه ویرول او دسلام دښمنی رامینځته کړی چی د نړۍ په مسلمانانو او اسلام دګوزار ورکولو لپاره د غلیمانو د دسیسو بیلګی دی . افراطی او تکفیری ډلې چی پخپله د لویدیځې نړۍ جوړې دی انسانان یې له اسلامه ویرولی دی تر څو د دغه الهی دین د پراختیا مخه ونیسی او د داعش په شان جنایتکاران یې وروزل چی د اسلام په نوم د استعمار پالو او د مسلمانانود بدغواړو د ګټو د تامینولو په لړ کی ګام پورته کړی او په تیرو کلونو کې یې هر ډول جنایتونه کړی دی . هغو له اسلامه په ویرولو سره تل د اسلامی هیوادونو په کمزورتیا او درز رامینځته کولو پسې دی او هڅه یې دا ده چی د وحشت او بی ثباتۍ په رامینځته کولو سره اسلامی هیوادونه وویشی او تر خپلې سلطې لاندې یې راولی . د ال سعودو په شان د اسلامی هیوادونو ځینو خرڅو شویو واکمنانوپه شان حاکمنان هم نه یوازې له دغو ډلو ملاتړ کوی بلکې پخپله هم د یمن او بحرین په شان په ځینو هیوادونو کی نیغ په نیغه د جنګ ډکر ته ورداخل شوی او مسلمان وژنه کوی او د اسلام ویرونې د رامینځته کولو په لړ کی له امریکا او صیهونیسټ رژیم سره هم تړونه شوی دی .
له اسلامه د ویرولو څپه د مسلمانانو پرضد د بدبینۍد فضاله رامینځته کولو جلاد ډیرولویدیځو مسلمانانو په تیره بیا د حجاب په خاطر د میرمنو ژوند تر اغیز لاندې راوستی دی . له دې امله مسلمانې میرمنې مجبوریږی چی په کور کی کښینی او له کاره لاس واخلی او په پوهنتونو کی زده کړې ونکړی چی دا موضوع په مسلمانو کورنیو کی د ډیر اقتصادی دباو ، کورنیو مشکلاتو او نورو جدی اختلافاتو سبب کیږی . له اسلامه ویرول همداراز سبب کیږی چی مومنې او معتقدې مسلمانې کورنۍ له لویدیځو او اروپایی هیوادونو مهاجرت وکړی . له اسلامه ویرونکی پوهیږی چی په لویدیځو هیوادونو کی د مسلمانانو شتون د لویدیځ خلکو ته د اسلام د معرفی کیدا او په نهایت کی د اسلام په اړه د خلکو د ګروهنې د زیاتیدا سبب کیږی .
«««««««««««««««««««««««««««««««
له اسلامه د ویرولو څپه د درستومسلمانانو لپاره ترخه ده . خود نړۍ خلکو ته د حقیقی اسلام د معرفی کولو او نړیوال استکبار پرضد د نړۍ د درستو مسلمانانو ترمینځ د وحدت د رامینځته کولو لپاره نوی فرصت هم رامینځته کړی دی . د دغو درز اچونو په وړاندی د مقابلې یوازنۍ لاره وحدت او انسجام دی او اسلامی امت باید په ځیرتیا او دقیقې پیژندنې سره په دغه لاره کی حرکت وکړی . اسلامی امت باید اوسنیو حساسو شرایطو ته په پام سره په ګډو مشترکاتو په تکیې سره د اسلامی وحدت په لړ کی ګام پورته کړی تر څو د اسلام پرضد د هغو په سپیرو دسیسو کی د غلیمانو د ناکامۍ شاهدان ووسو . که مسلمانانو ترمینځ وحدت او یوزړه توب ولرلې شی نو نور به د ترهه ګرو او تکفیری تفکراتو د پراختیا او پیاوړتیا کی د اسلام د غلیمانو لپاره فرصت وجود ونلرلې شی . په همدې دلیل ده چی خدای تعالی د انفال سورت په ۶۴ ایت کی فرمایی ، او ټول د خدای او رسول پیروان شئ او هیڅکله د اختلاف او لانجې لاره غوره نکړئ چی د د درز له امله به ترسناک او کمزوری شئ او د تاسو قدرت او عظمت به نابود شی بلکې ټول باید یو زړه ، پایداره او صبور ووسئ چی خدای تل د صابرانو ملګرې دې ،،
په حقیقت کی لانجه او شخړه مسلمانان له داخله ډډوی او له بهره بی عزته کوی . په دې اساس مسلمانان باید په اطاعت او وحدت کی پایداره ووسی او که کوم څیز یې د ګروهنې په اپوټه وو نو صبر غوره کړی تر څو خداوند متعال هم د هغې ژمنې په اساس چی ورکړی یې ده ، د هغو مرسته او نصرت وکړی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
خداوند متعال د انبیا سورت په ۹۲ ایت کی هم وحدت د اسلامی امت ستره ځانګړنه معرفی کوی . د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص د اسلامی امت ترمینځ د وحدت د رامینځته کولو لپاره مسلمان انصار او مهاجر د اسلام تر تړونونو لاندې راوستل . د دغو تړونونو منشور مسلمانان سره ډیر نږدې کول او د ولسی غونډو اوډلو عقیدتی ستنې او دینی اړیکی تنظیم او پیاوړی کولې . مسلمانان باید د توحید د چورلیږی باور او نبی مکرم ص د سنت په اساس مسلمانانو ترمینځ د وحدت دپیاوړتیا ، حقیقی ، رحمانی او سوله غواړی څیرې دپیاوړتیا په زمینه کی هڅه وکړی .
«««««««««««««««««««««««««««««
د وحدت اونۍ چی د مسلمانانو ترمینځ د انسجام او همګراۍ سمبول دی د اسلامی نړۍ مخ ته بی بدیله فرصت دی تر څو له جزیی اختلافاتو په تیریدا سره له قران او د رحمت او مهربانۍ پیغمبر په تعلیماتوپه تمسک سره له مخکې زیات د اسلامی ټولنې د انسجام او وحدت د تحقق په لړ کی ګام پورته کړی .
د پروګرام په پاې کی یو ځل بیا ددغه مبارک مناسبت په اړه د مبارک ویلو په ترڅ کی د اسلامی امت لپاره د سولې ، ارامښت ، پرمختګ ، امنیت او اقتدار ارزو کوو او له خدایا غواړو چی د درز او تکفیر جرړه چی د مسلمانانو لپاره په یوه مصیبت بدله شوی ده ، وچه کړی او هماغه ډول چی په قران کریم کی په نورو امتونو د مسلمانانو د برلاسی توب ځیرې ورکړل شوی دی ، هغو تل په غلیمانو غالب ولری .
پای