د وحدت اونۍ (۵)
د وحدت اونۍ نومې لړۍ له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو او تودۀ سلامونه وړاندې کوو.
«د وحدت هفته» د سني او شيعه مسلمانانو ترمېنځ د ورورولۍ او له نړيوال استکبار سره د يو ډول مقابلې سېمبول ګڼل کيږي. هغه استکبار چې د اسلامي امت د وحدت او يووالي په وړاندې په خپل ټول مالي او رسانه اي قوت سره اودرېدلے دے او د مسلمانانو ترمېنځ د تفرقۍ اچولو لپاره يې خپل ټول کوششونه په کار اچولي دي. نړيوال استکبار دغه کار په دوو طريقو سره مخ په وړاندې بيائي يوه د اسلامي فرقو په تېره بيا د سني او شيعه مسلمانانو ترمېنځ اختلاف اچونه او دويمه د اسلام او مسلمانانوپه اړه يوه نړيواله ويره ده. د هغوي مقصد د اسلامي هېوادونو ډکې طبيعي زېرمې، ذخيرې او شتمنۍ لوټل، د اسلام ظلم دښمنه غږ او د قرآن مجيد او د اسلام د قدرمن رسول (ص) د تعليماتو پراختيا نه وده موندنه ده.
تفرقه اچونه وړومبې په مينځني ختيځ سيمه او حتی ټولو اسلامي هېوادونو کښې د خبيثې برطانيې لخوا شروع شوه. انګريز استعمار په «تفرقه واچوه او حکومت وکړه» شعار سره په اسلامي هېوادونو کښې د زورورۍ سياستونه عملي کړل چې ټول د سترې برطانيې د ګټې غوښتونکو سياستونو په لړ کښې وو.اوس دغه سياست د امريکې، صهيونېسټ رژيم ، برطانيې او د هغوي د انډيوالو هېوادونو لخوا اجرا کيږي.
د تاريخ د پاڼو په لټولو سره ليدې شوو چې د برطانيې تورو سياستونو مسلمانانو ته څومره رنځونه او دردونه رسولي دي. د ايران د اسلامي انقلاب معظم رهبر آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي په دې باره کښې فرمائي:زمونږ په سيمه کښې انګرېزان تل د شر او د ملتونو لپاره د خوارۍ سبب وو، هغه زيانونه چې هغوي په دې سيمه کښې د ملتونو ژوند ته رسولي دي شايد د يو قوت لخوا په دنيا کښې ډېره کمه يوه سيمه کښې يې مثال لرلے وي. برصغير ته يې چې پکښې نن هند، بنګلادېش او پاکستان شامل دي په دومره اندازه زيان اورسوۀ ، دومره يې خلق دباو کړل، په افغانستان کښې يو ډول، په ايران کښې بل شان، د عراق په سيمه کښې يو ډول او بالاخره په فلسطين کښې هم يې چې کوم سپېرۀ او له خباثته ډک حرکت وکړ او مسلمانان او په حقيقت کښې يې يو ملت کډه په سرولو ته مجبور کړ او له خپلو کورونو يې لرې کړل د فلسطين په نامه له څو زره کلونو مخکښې ثبت شوے يو تاريخي هېواد د انګرېزانو په سياست سره له منځه لاړ په دې سيمه کښې له تېرو دوو پېړيو نه راپه دېخوا يعنې څه د پاسه دوه پېړۍ له تقريباً يو زر اته سوم کال نه را په دېخوا انګرېزان چې هر څومره راغلي دي شر، فساد او ګواښ يې کړے دے.»
انګرېز استعمار د مسلمانانو ترمېنځ د تفرقې د جرړو په خورولو او له اسلامه په ويرولو کښې د اوږدې مودې تجربه لري. هغوي د مسلمانانو د وحدت صفونه وړومبې د قبيلو په پراخوولو سره ګډوډ کړل او بيا يې د نسلي او مذهبي تبعيضاتو په زياتولو سره د اختلاف اور غرغنډه کړ. انګرېزانو په دې لاره کښې ځينو مسلمانانو ته د طمعې، لالچ او فرېب په ورکولو سره د مسلمانانو په متحدو صفونو کښې نفوذ وکړ او خپل له خباثته ډک سياستونه يې عملي کړل. د دې مسئلې يوه نمونه په عراق کښې د ۱۹۲۰ کال په انقلاب کښې ليدې شوو. کله چې برطانيې د عراق د قبضه کولو او د دغه غني هېواد د لوټلو اراده وکړه نو د سني او شيعه مسلمانانو د متحدو صفونو له يوې څپې سره مخامخ شوه چې د دغه استعمارګر هېواد په وړاندې ټينګ اودرېدل. په هغه زمانه کښې عراق ته د برطانيې له لېږل شوې صلاحکارې مېس بيل څخه په ترلاسه شويو ليکونو کښې وينو چې هغې د مسلمانانو له اتحاد او يووالي څخه څومره ويره لرله. هغې خپل پلار ته په يو ليک کښې ليکلي دي: «مونږ له سختې ګډوډۍ سره مخامخ يوو او اندېښنه ترې لروو، تندلارو داسې طريقې اختيار کړې دي چې ورسره مقابله سخته او ګرانه ده: دا طريقه هم هغه د شيعه او سني ترمېنځ وحدت او يووالے دے، يعنی د اسلامي امت ترمېنځ وحدت، هغوي له دې مسئلې څخه په ډېرې بدې طريقې سره ناوړه استفاده کوي، د روژې د مياشتې جشنونه کله د شيعه ؤ په جوماتونو کښې او کله د سنيانو په جوماتونو کښې جوړيږي. په دغو مراسمو کښې د دواړو فرقو خلق په يوځاے شرکت کوي. په دغو مراسمو کښې هغه قصيدې، شعرونه او خطبې وړاندې کيږي چې له دين سره د سياست تعلق پېدا کوي. دغه ټول مراسم له کفارو سره د دښمنۍ په محوريت سره جوړيږي.»
په هغه وخت کښې په عراق کښې د سني او شيعه مسلمانانو له وحدت او يووالي څخه د مس بيل اندېښنه يوه واقعي اندېښنه وه، په تېره بيا دا چې هغې د شلم د انقلاب حالات درک کول او د خلقو پرګنه يې د هغه انقلاب بنياد او اساس بلۀ. بې له شکه په هر ځاے کښې د مسلمانانو ترمېنځ ژور وحدت او يووالے رامنځته شوے دے نو هلته د انګرېز د تفرقې اچولو د پلونو چاپ ليدل کيږي.
اوس هم د امريکې، صهيونېزم ، انګرېز او د هغوي د ملګرو په مشرۍ نړيوال استکبار د «تفرقه واچوه او حکومت وکړه» سياست ته دوام ورکوي. هغوي د خپلو لاسپوسو په ذريعې سره په اسلامي هېوادونو کښې د مشکلاتو په رانځته کولو سره په مينځني ختيځ او نورو اسلامي هيوادونو کښې تعقيبوي. هغوي د وهابيت په شان انحرافي فرقو په جوړولو او د القاعدې، طالبانو او داعش په شان تريخجنو او خطرناکو ډلو په رامنځته کولو سره په نړۍ کښې له اسلامه ويرونه خپروي او مسلمانان ترهه نوموي. د امريکې، اسرائيلو او د هغوي د انډيوالانو لخوا دغه بې مهاره چلندونه ښودنه کوي چې هغوي د اسلام د نجات ورکونکو تعليماتو له پراختيا څخه څومره ويريږی او د مسلمانانو له اتحاد او يووالي څخه څومره پرېشانه دي.
د دښمنانو يو بنيادي کار چې زياتې پېسې پرې لګوي، د تشيع او يا تسنن په قالب کښې د سيټلائيټ يا سپوږمکيزو ټي وي چېنلونو جوړول دي. د دغو چېنلونو مقصد يوازې د دوو اسلامي فرقو يعنې سني او شيعه ترمېنځ د تفرقې اور غرغنډه کول دي. آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي دغو دواړو بهيرونو ته «برطانوي شيعه» او «امريکائي سني» نومونه ورکړي دي. د تش په نامه شيعه چېنلونو مرکز بيا هم خبيثه برطانيه ده، د دواړو مذهبونو ترمېنځ په اختلافي مسائلو باندې تکيه لري او د سنيانو د مشرانو په شان کښې بې ادبي او بې احترامي کوي. آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي د دغو دروغجنو چېنلونو په باره کښې فرمائي: «مونږ هغه تشيع چې مرکز او اډه يې لندن دے نه منو، دا هغه تشيع نه دے چې اهلبېتو امامانو عليهم السلام ترويج کړے او غوښتنه يې کړې ده. هغه تشيع چې د اختلاف د رامنځته کولو په بنياد او د اسلام د دښمنانو د موجودګۍ لپاره د لارې د صفا کولو او سريزې برابرولو په بنياد دے دا تشيع ، تشيع نه دے؛ دا انحراف دے.»
دوي په يوه بله وېنا کښې فرمائي: «برطانوي شيعه او امريکائي سني د يوې قينچۍ دوه پلکونه دي. د هغوي کوشش دا دے چې مسلمانان په خپلو کښې سره وجنګوي او د اختلافاتو اور ته لمن ووهي.»
د ايران يو مسلمان استاد او مفکر ډاکټر رحيم پور ازغدي د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د وېنا په تشريح کښې وائي چې هغه څه چې د برطانيې لخوا يې تبليغ کيږي هم هغه يو تفکر دے چې د عاشورې په ورځ د حضرت امام حسين (ع) د يوازې پرېښودو سبب شو. هم هغه په ظاهره مسلمانان چې (له مدينې نه د روانېدو په وخت) امام حسين (ع) ته يې وويل چې (د يزيد په خلاف) قيام او پاڅون کول صحيح کار نه دے او له هغو يو لکو مسلمانانو څخه يوازې اويا تنه له امام سره ملګری شول، اوس هم هغه شيعه توب چې د برطانيې لخوا يې تبليغ کيږي (او هغه سني توب چې د امريکې لخوا يې تبليغ کيږي) هم هغه تفکر دے. يو داسې مسلمان چې يوازې په ذاتي عبادت بسنه کوي او له ظم سره د دښمنۍ روحيه نه لري.
د استاد رحيم پور ازغندي له نظره «لندني شيعه» او «واشنګټني سني» هم هغه دي چې امام حسين (ع) ويني خو د جهاد، شهادت، اسارت او امربالمعروف او نهي عن المنکر خاوندان نه دي، هغوي له اسلامي احکامو څخه يوازې د نجاست او طهارت احکام په نظر کښې لري او په يو سرخوږے نه لرونکي اسلام باندې ايمان لري. هغوي د دنيا آرام، سوکالي او مزې چرچې غواړي. دغه شيعه توب ډېر آسان دے خو حقيقي شيعه توب نه دے، هم هغه ډول چې هيڅ يو امام يو آرامښت او راحت لرونکے ژوند نه دے کړے.
رحيم پور باوري دے چې که امامان سياسي نه وې نو يوتن به يې پکار دي په خپل مرګ مړ شوے ؤ خو يا په جنګ کښې شهيدان شول، يا د عبادت په محراب کښې ووژل شول او يا ورته زهر ورکړې شول، هغوي د خپلې زمانې د ظالمانو په وړاندې د پاڅون او ټينګې اودرېدنې په وجه يا په زندان کښې واچول شول او يا هم شنکجه شول او په آخر کښې شهيدان کړې شول.
اوس د دې خبرې کتونکي يوو چې نړيوال مستکبران خپلو پستو او ذليلو اهدافو ته د رسېدو لپاره په خپل ټول وجود سره د اسلامي وحدت او يووالي په وړاندې سنګر نيولے دے او خوزښت او کوشش کوي. امريکې، برطانيې، صهيونېسټانو، صهيونېسټي لابيانو، سعوديانو او وهابيانو چې په سلفي او تکفيري افکارو سره د سني او شيعه مسلمانانو ترمېنځ د تفرقې اچولو کوشش کوي، اسلامي نړۍ خپل هدف ګرځولې ده. د هغوي لپاره د مسلمانانو وحدت او يووالے د وژونکو زهرو په شان دي او غواړي په خپلو ټولو خبيثانه کوششونو سره هغوي نابود کړي. په دې مېنځومان کښې د وحدت او يووالي په رامنځته کولو کښې د مسلمانانو وحدت په تېره بيا د اسلامي نړۍ د عالمانواو دانشورانوترمېنځ رغانده او منطقي تعامل زيات اهميت لري او دغه وحدت په اسانۍ سره د دښمنانو پلانونه شنډوي. له همدې امله دي چې آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي فرمائي: «کله چې مونږ د وحدت نعرې وهوو، نو پکار دي دوو بنيادي ټکو ته پاملرنه وکړوو او همدا چارې دي چې د مسلمانانود عملی ژوند لپاره کارنده توب لري،له دغو دوو ټکو څخه يو ټکے د هغو اختلافاتو ، تناقضاتو، جنګ جګړو، تضاداتو او خنډاچونو لرې کول دي چې له تېرو پېړيو نه تر ننه پورې د مسلمانو فرقواو ډلو ترمېنځ موجود دي او تل دغه تناقضات د مسلمانانو په ضرر تمام شوي دي.دويم ټکے دا دے چې دغه وحدت او يووالے پکار دي د اسلام د واکمنۍ او حاکميت لپاره وي او که داسې نه وي نو چټي او بې معنې به وي.»
----------------------