د زغم نړیواله ورځ
د زغم د نړیوالې ورځې په اړه د یونسکو په بیانیه کی ویل شوی دی چی زغم او مدارا نه سپکاوې دې او نه بې پامی بلکې د نړیوالوبډایه کلتورونو قدرونه او درناوې دې .
نن د نومبر ۱۶ نیټه د زغم له نړیوالې ورځې (International Day for Tolerance) سره برابره ده . په ۱۹۹۵ م کال کی د ملګرو ملتو د یونسکو غړیو هیوادونو په دغه ورځ د زغم د اصولو بیانیه لاسلیک کړه . له هغه وخته تر اوسه د نومبر ۱۶ نیټه د زغم نړیواله ورځ نومول کیږی . د نړیوالو ورځو شتون د ملګرو ملتو له جوړیدا وړاندی هم مخینه درلوده ، خو ملګری ملتونه له دغو ورځو خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره د پیاوړی اوزار په توګه ګټه پورته کوی .
د زغم د نړیوالې ورځې په اړه د یونسکو په بیانیه کی ویل شوی دی چی زغم او مدارا نه سپکاوې دې او نه بې پامی بلکې د نړیوالوبډایه کلتورونو قدرونه او درناوې دې .
خو زغم او مدارا کول څه دی ؟ زغم د دغه حقیقت د منلو په معنا دې چی درست انسانان په ټولو ظاهری ، موقعیتی ، ژبنی ، کړچاری او ارزښتی اختلافاتو سره سره د دې حق لری چی په سوله کی ژوند وکړی او هماغه ډول چی دی ، ووسی او څوک خپله لیدتوګه په بل نشی ورتپلې . د زغم په کلتور د انسانانو اساسی ازادیانې او نړیوال حقوق په رسمیت پیژندل کیږی او انسانانو ته د متنوع والی او مختلف والی حق ورکول کیږی . په حقیقت کی لکه څرنګه چی په طبیعی ډول خلک متنوع دی ، یوازې زغم د نړۍ په هره سیمه کی په بیلا بیلو ټولنو کی بقا تضمینولې شی .
«««««««««««««««««««««««««««««««
په هغه دنیا کی چی د نړیوالیدا په حال کی ده ، نور باید د یوه بل په نسبت په دښمنی او توپیر سره ژوند ونکړې شی . بلکې د اجتماعی ژوند لازمه زغم ، د یوه بل منل او د درز اچونو او توپیر په وړاندی ځیرتیا ده . زغم او مدارا د اجتماعی ژوند له اساسی اصولو دی . انسانان په زغم سره زده کوی چی له هغو درستو توپیرونو سره سره چی ترمینځ یې موجود دی ، بیا هم یوه بل ته اړتیا لری او باید د نورو د حقوقو درناوی وکړی ځکه چی هر کلتور د درناوی ارزښت لری او هیڅ باور د نورو د کینې او ملنډو مستحق ندې .
«««««««««««««««««««««««««««««««
د زغم د اصولو اعلامیه کی چی د یونسکو د عمومی کانفرنس په ۲۸ غونډه کی چی د اکتوبر له ۲۵ تر د ۱۹۹۵ کال د نومبر ۱۶ په پاریس کی ترسره شو ، د یونسکو د غړیو هیوادونو په وسیله اعلان او تصویب شوه .
په دغه غونډه کی ټینګار وشو چی زغم یوازې یو ارزښتمن اصل ندې بلکې ددرستو ملتونو د اقتصادی او اجتماعی ودې اوسولې لپاره ضروری وار مخکط شرط دې . د یونسکو غړیو هیوادونو په دغه غونډه کی په شپږو مادو کی د زغم د اصولو اعلامیه برابره کړه .
په لومړۍ ماده کی ، د زغم مفهوم په بشپړه سپړل شوی دی او دغه ټکی ته اشاره شوی ده چی زغم ، د سترګو پټولو ، تمکین او تیریدو په معنا ندې .
په دوهمه ماده کی ټینګار شوی چی زغم د دولتی کړچار په سویه کی په اداری او عدالتی سیسټم اوپه بیلا بیلو ادارو کی د بی پلویتوب او عدالت ته ضرورت لری . همداراز د دغې چارې لازمه له کوم توپیر پرته له اقتصادی او اجتماعی امکاناتو د هر کس برخمنیدا ده .
«««««««««««««««««««««««««««««
په دریمه ماده د اقتصاد د نړیوالیدا ، ارتباطاتو ، ګډ ژوند ، پراخو مهاجرتونو ، ښار ونو کی اوسیدلو ، په اجتماعی بیلګو کی د بدلون په شان د نوی پړاو ځانګړنو ته پام سره ټینګار شوی دی چی زغم له بل هر وخت زیات ضروری دې ځکه چی د نړۍ هره برخه د تنوع ښودنه کوی او درز ټول هیوادونه ګواښی او په نتیجه کی دغه مسله یوازې یوه هیوادته نه محدودیږی بلکې یوه نړیواله خطره ده .
په څلورمه ماده کی راغلی دی چی د ښونې او روزنې یو مهم هدف د زغم په اړه دې او ضروری ده چی په دې لړ کی تعلیمی او روزنیزې رودې او یو پروګرام برابر شی او په هغو کی د مذهبی ، سیاسی ، اقتصادی ، اجتماعی او کلتوری جرړو ته اشاره وشی او له دې لارې د تاوتریخوالی او محرومیدو ژور علتونه روښانه کړی .
په پینځمه ماده کی د یونسکو غړی هیوادونه ژمن شوی دی چی زغم د تعلیمی ، علمی ، کلتوری او ارتباطاتوپه سویو کی د پروګرامونو او ادارو له لارې دود کړی او په پای کی په شپږمه ماده کی د نومبر ۱۶ نیټه د زغم نړیواله ورځ اعلانوی . تر څو په دې ډول د زغم د مسلې په اړه د عمومی افکارو په ویښولو او د نه زغم د خطرو په روښانه کولو کی ګام پورته شی .
«««««««««««««««««««««««««««««
د زغم د مفهوم په مقابل کی نه زغم دی .فرقه پالنه ، کلیشه جوړونه ، سپکاوې ، توکمیزې ملنډې د نه زغم بیلګې دی چی ځینې کسان ورسره هره ورځ مخامخیږی . دا مسله پخپله ډیر تاوانونه لری ځکه چی دغه قربانۍ ممکنه ده د غچ اخیستلو لاره غوره کړی او خپل ځان او شاو خوا کسانو ته نه جبرانیدونکی تاوانونه ورسوی .
خو په خلکو کی دغه نه زغم له کومه سرچینه اخیستی ده ؟په حقیقت کی د نه زغم جرړې باید په جهالت ، ویرې او تکبر کی ولټول شی .
نه زغم له کبر او غرور سره ارتباط لری . ډیر کسان ځان له توکمیز ، سیاسی او یا مذهی لحاظه ځان بره بولی چی دا مسله له ماشومتوبه وګړی ته القاشوی ده او په راتلونکی کی ماشوم په کامل وګړی بدلوی چی د زغم د بیلابیلو مسلو په اړه زغم نلری او دا مسله په لوړو سویو او د ټولنې په حساسو ځایونو کی ښې پایلې نلری . همداراز په نړۍ کې د بیلابیلو کلتورونو او مذهبونو په اړه جهل او نه خبرتیا د نه زغم په پیدایښت کی رول درلودلی شی . په نړۍ کې د نه زغم یوه مهمه بیلګه د مهاجرینو او کډوالو په اړه لیدل کیږی چی د ننۍ نړۍ په یوه اصلی چیلنج او ستونزه بدله شوی ده او پر دې سربیره په بیلا بیلو هیوادونو کی توکمیز او مذهبی لږکی هم له نه زغم سره مخامخیږی .
په حقیقت کی باید ووایو چی د ټولنو ډیرې ستونزې له نه زغم سرچینه اخلی او باید د هغه دحل لپاره مناسبه لاره پرمخ ونیول شی . ډیر کسان د دغه ډول مشکلاتو حل لاره د حکومتونو په لاس کی بولی خو په حقیقت کی د نړیوالو مشکلاتو حل لارې زیاتره ځای او حتی وګړنیزې دی . کله چی د شا و خوا کسانو د نه زغم له سختۍ سره مخامخ یو ، نو باید په تمه نشو چی حکومتونه او اورګانونه په یوازې سر عمل وکړی . مونږه ټول د حل لارې برخه یو . په مونږ کی هر یو باید له ځانه وپوښتو چی ایا زه زغم کونکې کس یم ؟ایا زه هغه څوک یم نو کسان د هغو د عقیدو او کلتور په اساس قضاوت کوم ؟ایا زه هغو د خپلو مشکلاتو په وړاندی ګناهکار وینم ؟د دغو پوښتنو په ځواب موندلو سره به په سر کی ځان ډیر وپیژنم او په پوهیدا او پیژندګلوۍ سره په خپل ژوند کی د زغم د کلتور د دودولو په لاره کی ګام پورته کولې شو ، له دې وروسته چی وکړې خبر شی نو په خپل شا وخوا چاپیریال ، په کور کی خپلو بچیانو ته ورزده کولې شی تر څو په راتلونکی کی ښه کس شی هغه کس چی د نړۍ د نورو خلکو افکارواو عقایدو ته درناوی کوی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د نومبر ۱۶ نیټه هغه مناسب وخت دی چی خلک کولی شی د کلتورونو ، دینونو او د نورو د حقوقو او عقیدو پیژندلواو درناوی په اړه ترې زده کړی . ډیر استادان د دغو ورځو له مباحثو استفاده کوی او خپلو زده کونکیو ته پوهه ورکوی او هغو د زغم ، بشری حقوقو او نه تاوتریخوالی له مفهوم سره اشنا کوی .په دې مینځ و میان کی په خبرولو او روزلو کی د رسندویو او اجتماعی شبکو رول ډیر مهم دی . د زغم د نړیوالې ورځې په مناسبت د حکومتونو و خصوصی برخو ، ادارو ، رسندویو او اجتماعی شبکو له خوا ډیر ارزښتمن کارونه ترسره کیږی او په درسته دنیا کی ژوندۍ خبرې ترسره کیږی چی پکې د ډول ډول بی عدالتیو او نه زغم په اړه خبرې کیږی او په دغه موضوع ټینګار کیږی چی بی عدالتۍ ، ظلم او غیر عادلانه توپیر په ټولنې او په نتیجه کی په نړیوالې سولې ویجاړونکی او منفی اغیز شیندی .
الهی دینونه هم انسانان سولې او زغم ته بولی . په اسلام کی هم په زغم ، صبر او ګوزاې کولو ډیر ټینګار شوی دی .د اسلام له نظره له راز راز عقایدو سره د انسانانو سوله ایز ژوند او سوله یو ارزښت او هدف دې او د سولې هدف مصلحت پالنه نده بلکی پخپله سوله مصلحت دی او د انسان له فطرت سره سمون خوری . په پای کی باید ووایو چی زغم یو حیرانونکی اوزار دی چی د بیلا بیلو دینونو او کلتورونو انسانان سوله ایز او غږمله ژوند ته د رسیدا په لور ورکش ویلې شی .
پای