بې نقابه امریکا
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i86413-بې_نقابه_امریکا
د امریکې د تیرې اونۍ مهم خبرونه، بدلونونه او پيښې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 08, 2019 13:27 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د امریکې د تیرې اونۍ مهم خبرونه، بدلونونه او پيښې

د امریکې د تیرې اونۍ له مهمو پیښو څخه په ټرمپ باندې د جوبایډن سختې لفظي حملې، د بیلینګسلیا په هکله د امریکې د کانګرس او سپینې ماڼۍ ترمینځ بندون، استیضاح ته د ټرمپ لا نزدې کیدل، په اروپا باندې د تجارتي دباؤ لپاره د ټرمپ د حکومت نوی اقدام او په فلوریډا ایالت کښې د امریکې د سمندري ځواک په یوه اډه کښې د سعودي عربستان د هوايي ځواک د یو غړي ډزو ته اشاره کولی شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د امریکې د ولسمشریزو انتخاباتو ډیموکراټ کاندید او د ټرمپ سیال جوبایډن د ناټو د غړو له خوا په ډونلډ ټرمپ پورې د ملنډو د جنجالي ویډیو له خپریدو وروسته هغه په سپينې ماڼۍ کښې د شتون لپاره یو نالایقه کس وباله. په دغه ویډیو کښې چې جوبایډن په خپل ټویټر کښې خپره کړې ده، د کاناډا، فرانسې او بریتانیا هیوادونو مشران د امریکې د ولسمشر د مطبوعاتي کانفرنس د اوږدولو لپاره په هغه پورې د خندیدو او ملنډو په حال کښې ښودل شوې دي.

بایډن د دغې ویډیو په پاې کښې وايي چې د ټرمپ د بیاوارې غوره کیدو په بڼه کښې به امریکا په نړیوال ډګر کښې د احترام د بیا ترلاسه کولو لپاره له ځینو سختیو سره مخامخ شي. دنیا په ټرمپ پورې خاندي. هغوي د ټرمپ حقیقي څیره ویني کوم چې تر خطرناک حده بې کفایته او د نړیوالې لارښوونې لپاره ناتوانه دی. مونږ هغه ته د نورو څلورو کلونو لپاره د مشر قومندان عنوان نه شو ورکولی.

ټرمپ هم د دغه فلم د خپریدو په  غبرګون کښې د کاناډا وزیراعظم یو دوه مخی کس وباله. ویل کیږي چې ټرمپ د دغه جنجالي فلم د خپریدو په ووجه د ناټو په سرمشریزه کښې خپل وروستی خبري کانفرنس لغو کړ. د دغه ویډیو کلپ خپریدو د ټرمپ په څیرې او شخصیت باندې بده اغیزه کړې او د هغه د ادعا په اپوټه چې نړۍ یې د ولسمشرۍ په پړاؤ کښې د امریکې لپاره د لازیات احترام قائله شوې ده خو حتی لویدیځو انډیوالانو یې هم ټرمپ سیریس نه دی اخیستی او ورپورې ملنډې وهي. دې مسئلې ته د بایډن اشاره هم په حقیقت کښې په نړیواله کچه د امریکې د اعتبار خرابیدل دي.

*/*

ډونلډ ټرمپ د لویدیځو مشرانو له خوا خپل تمسخر ته په پام سره هڅه وکړه چې د ناټو په سرمشریزه کښې خپل شتون ګټه ور او له مهمو بریاؤ سره مل وښايي. هغه یو ځل بیا په امریکايي رسنیو تور پورې کړ چې هڅه کوي د ده لاسته راوړنې وړې وښايي او هغوي د نورو مسائلو تر شعاع لاندې راولي. ټرمپ په خپل ټویټر اکاؤنټ کښې ولیکل: جعلي رسنۍ تر خپل وسه هڅه کوي چې د ناټو د غونډې لپاره لندن ته زما کامیاب سفر بې اهمیته او وړوکی وښايي او دا په داسې حال کښې دي چې ما د ناټو د غړو سترو هیوادونو د مشرانو ترڅنګ هغوي په کال کښې د یو سل دیرش میلیارډ زیاتو ډالرو ورکولو ته مجبور کړم چې دا اندازه به د راتلونکو دریو کالو لپاره څلور سوه میلیارډه وي. په داسې حال کښې چې د امریکې د ونډې لپاره به د دغه هیواد لپاره له ژور احترام پرته بل هیڅ زیاتوالي نه وي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د امریکې د خارجه وزارت د بشري حقوقو د لوړې څوکۍ لپاره د ګوانتانامو د زندانیانو د شکنجې د مسئول مارشل بیلینګسلیا د غوره کیدو په سر لانجه لاهم دوام لري. مارشل بیلینګسلیاد ستمبر د یوولسمې له حملو وروسته د پينټاګان د پلټنو د قهرجنو طریقو په کارولو مشهور دی. د امریکې د امنیت، ډیموکراسۍ او بشري حقوقو په چارو کښې د امریکې د خارجه وزیر د مرستیال په توګه د هغه د غوره کولو لپاره د ډونلډ ټرمپ فیصله د سپينې ماڼۍ او کانګرس ترمینځ د یو بندون د رامینځته کیدو سبب شوې ده او له امله یې دغه مهم سفارتي پوسټ د دریو کلونو لپاره خالي پاتې شي. هغه د روان ۲۰۱۹ کال په فرورۍ کښې مارشل بیلینګسلیا د امنیت، ډیموکراسۍ او بشري حقوقو په چارو کښې د خارجه وزیر د مرستیال په توګه وټاکه خو دغې فیصلې بې له ځنډه د بشري حقوقو د فعالانو او د امریکې د تیرو حکومتي چارواکو خبرداری په ځان پسې درلود کوم چې باوري دي چې د دغه کس تاییدیدل په بشري حقوقو باندې د امریکې د ژمنتیا په هکله یو ناخوښ او بد پيغام بهر ته لیږي.

زیاتره امریکايي چارواکي بیلینګسلیا د جارج بش په حکومت کښې د تفتیش او پلټنو په بحث کښې د خپل رول په کوچني ښودلو تونوي. بیلینګسلیا له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۳ کاله پورې د امریکې د هغه وخت د دفاع وزیر ډونلډ رمسفیلډ تر څارنې لاندې د ګوانتانامو جیل د زندانیانو د مسئول په توګه کار کړی دی. د کانګرس د ۲۰۰۸ کال د رپورټ له مخې هغه په دغه پوسټ باندې د تفتیش د طریقو په لړ کښې چې کانګس بیا وروسته شکنجه ونوموله، رول درلودلی دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د امریکې د جنجالي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د استیضاح مسئله لا جدي شوې ده. د تحقیقاتو د څو اونیو له څرګندو او ناڅرګندو غونډو وروسته د امریکې د کانګرس د اطلاعاتو کمیټې ډونلډ ټرمپ د یوکراین ګیټ په مسئله کښې په رسمي توګه له قدرته په ناوړه استفادې او د کانګرس د دندو د ترسره کیدو د مخنیوي لپاره په کوشش تورن کړي. د اطلاعاتو کمیټې د خپلو تحقیقاتو نتایج په یو ۳۰۰ مخیز رپورټ کښې د کانګرس قضايي کمیټې ته وړاندې کړل. په کانګرس باندې واکمن ډیموکراټان هیله من دي چې د اطلاعاتو او قضايي کمیټو تحقیقات بلآخره د ډونلډ ټرمپ د استیضاح لاره هواره کړي.

ټرمپ تورن دی چې له یوکراین څخه په کلنګ اخیستې او د کي یف حکومت ته د پوځي مرستې له ورکړې په مخنیوي سره چې د کانګرس په تحقیقاتو کښې د رعب او ګواښ او د تحقیق په غونډو کښې یې د شاهدانو د شتون مخه نیولې ده او له دې لارې د کانګرس د قانوني دندو د ترسره کیدو خنډ شوی دی.

ډیموکراټان باوري دي چې په دې دواړو کښې هر یو تور، تر تعقیب لاندې د امریکې د ولسمشر د راتلو لپاره پوره دی.

د کانګرس قضايي کمیټې هم د دسمبر له څلورمې څخه د امریکې د ولسمشر د استیضاح په موضوع غور پیل کړ. د امریکې د کانګرس د قضايي کمیشن مشر جیري ناډلر چې د ټرمپ د استیضاح په هکله د تحقیق د نوي پړاؤ مسؤلیت په غاړه لري، تیره چارشنبه وویل: ټرمپ تیار و چې د یوکراین له دوسیې څخه د شخصي ګټې د ترلاسه کولو لپاره د امریکې امنیت په خطر کښې واچوي.

*/*

په یو نوي بدلون کښې د امریکې د کانګرس مشرې نانسي پلوسي تیره پنجشنبه په رسمي ډول وویل چې د دغه هیواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دغه ارګان کښې استیضاح کیږي. د پلوسي په وینا د ټرمپ خلاف ورزۍ څرګندې شوې دي او د هغه اقداماتو د امریکې ملي امنیت له خطر سره مخامخ کړی دی. هغې هم داشان د کانګرس په اصلي انګړ کښې د رایه اخیستنې لپاهر د ټرمپ د استیضاح د طرحې د لیکنې د پیلولو حکم صادر کړ.

خو سپينې ماڼۍ د میرمن پلوسي د بیانیې په غبرګون کښې ویلې دي چې ډیموکراټان دې له ځانه وشرمیږي، په سینیټ کښې یوې منصفانه محاکمې ته تیار یو.

خپله ټرمپ هم د ډیموکراټانو ټول تورونه رد کړې دي او وايي چې په یوکراین یې د بایډن د کورنۍ په هکله د تحقیق لپاره دباؤ نه دی اچولی. د امریکې ولسمشر تیره چارشنبه وویل: د هغوي د تحقیقاتو رپورټ یوه ټوقه ده.

خو په عین حال کښې ډیموکراټان باوري دي چې ټرمپ پر کي یف دباؤ اچولی دی او له خپلو اختیاراتو یې ناوړه ګټه اخیستې ده. هغوي وايي، ټرمپ تر دباؤ لاندې د یوکراین د راوستلو لپاره له دغه هیواد سره ۴۰۰ میلیون ډالري پوځي مرسته ځنډولې وه. ډیموکراټان چې په کانګرس کښې اکثریت لري، د ستمبر د میاشتې په وروستیو کښې یې د ټرمپ د استیضاح بهیر پیل کړ څو شاید وتوانیږي هغه د تورن په موقعیت کښې راولي.

دا په داسې حال کښې دي چې جمهوري غواړي (ريپبلکنز) باوري دي چې د یوکراین په وړاندې د ټرمپ د ناوړه کردار د ثابتولو لپاره هیڅ معتبر مدرک نشته.

خو بیا هم لرې ښکاري چې د یوکراین له ولسمشر سره د جولایۍ د پنځویشتمې نیټې د جنجالي ټیلیفوني تماس په موضوع کښې د ټرمپ او جمهوري غواړو پرله پسې انکار د امریکې د ولسمشر د استیضاح او د هغه د څنګته کیدو د ملاتړو نظر بدل کړي.

له دې نه علاوه په دې وروستیو اونیو کښې د ترسره شویو زیاتره نظر پوښتنو پایلې هم ښودنه کوي چې د امریکې کابو نیمايي خلک ټرمپ د استیضاح او له ولسمشرۍ د څنګته کیدو جوګه ګڼي. دا خبره له دې اړخه اهمیت لري چې ټرمپ که څه هم د سینیټ د جمهوري غواړو د اکثریت په برکت د څنګته کیدو له خطره و هم ژغورل شي خو پرې پورې شوې تورونه به د امریکې د راتلونکي کال په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د هغه موقعیت ته سخت تاوان ورسوي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ په پړاؤ کښې د اروپا او امریکې اړیکې په دوه اړخیزو او نړیوالو مسائلو کښې د هغه د یواړخیزپالنې او خودمحورۍ په وجه مخ په زوال پاتې شوې دي او د دواړو لورو اختلافات هر کال په زیاتیدو دي.

لندن کښې د ناټو په سرمشریزه کښې د ټرمپ ګډون په اروپا باندې د نیوکې په موخه د هغه لپاره یو بل فرصت برابر کړی دی. ټرمپ د تیرې اونۍ په سه شنبې په لندن کښې د ناټو له سرمنشي ینس اسټولټنبرګ سره په ګډه خبري غونډه کښې وویل: اروپايي اتحادیه او ځینې نور هیوادونه د تجارت په برخه کښې هم له امریکې سره ډیر زیات ناعادلانه سلوک کوي. دا چې په ناټو کښې او هم په تجارت کښې له مونږ ناوړه ګټه پورته کړي، صحیح کار نه دی او مونږ د دې کار اجازه نه ورکوو.

په اروپا باندې د ټرمپ نیوکې د امریکې او اروپا ترمینځ اوسنیو اړیکو ته د هغه د منفي رویې په لړ کښې دي. ټرمپ چې له کله نه ولسمشر جوړ شوی دی، څو څو ځلې یې په اروپايي اتحادیې او د جرمني او فرانسې په شان سترو اروپايي هیوادونو باندې یې تور پورې کړی چې له څو لسیزو راهیسې له امریکې سره له سوداګري اړیکو ناوړه استفاده کړې ده او دا حالت باید بدل شي.

خو له بلې خوا اروپایانو ټینګار کړی چې له امریکې سره یې سوداګري او اقتصادي اړیکې د دوه اړخیزو ګټو په بنیاد ولاړې دي او د ټرمپ ادعا غلطه او بې ارزښته بولي. */*/*/*

او د سعودي عربستان د هوايي ځواک یو غړي د تیرې جمعې په ورځ په فلوریډا ایالت کښې د امریکې د سمندري ځواک په یوه اډه کښې ډزې وکړې چې په کښې لږترلږه څلور تنه وژل شوي او اته نور زخمي شوې دي.

امریکايي چارواکو د جمعې په ماښام خبر ورکړ چې د پنساکولا په نوم د سمندري ځواک په هوايي اډه کښې یو سعودي زده کونکي ډزې کړې دي. دغه سعودي محصل په یادې امریکايي اډې کښې د هوايي علومو په زده کړو بوخت و چې د پولیسو په ځوابي ډزو کښې وژل شوی دی.