قرانی ځیري
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i89915-قرانی_ځیري
نن به درسره د قران کریم د یوه بل ځیری په اړه خبرې وکړو. د سوره یونس له ۶۲ تر ۶۴ ایتونو کی متعال خدای فرمایی ، پوهه شئ چی د خدای اولیا او دوستان نه ویره لري او نه غمجنیږي . په تحقیق سره چی ایمان یې راوړ او د خدای د حکم له مخالفته یې ډډه کوله . د دنیا او اخرت په ژوند کې ښاد او خوشحاله دي ، د خدای ژمنې نه ماتیدونکی دي ، او دا ستره ژغورنه ده .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 07, 2020 15:22 Asia/Kabul
  • قرانی ځیري

نن به درسره د قران کریم د یوه بل ځیری په اړه خبرې وکړو. د سوره یونس له ۶۲ تر ۶۴ ایتونو کی متعال خدای فرمایی ، پوهه شئ چی د خدای اولیا او دوستان نه ویره لري او نه غمجنیږي . په تحقیق سره چی ایمان یې راوړ او د خدای د حکم له مخالفته یې ډډه کوله . د دنیا او اخرت په ژوند کې ښاد او خوشحاله دي ، د خدای ژمنې نه ماتیدونکی دي ، او دا ستره ژغورنه ده .

یوه ورځ امام علی ع دا ایت تلاوت کړ او بیا یې له خپلو یارانو پوښتنه وکړه ، د خدای اولیا کوم کسان دي ؟عرض یې وکړ اې امیرالمومنین تاسو ووایو چی هغو څوک دي . امام علی ع وفرمایل د خدای دوستان مونږه او زمونږ  هغه پیروان دي چی له مونږه وروسته راځی . مبارک وی مونږ ته او له مونږه زیات د هغو ، ځینو وپوښتل ولې له مونږه زیات ؟مګر مونږه او هغود یوه مکتب پیروکار نه یو  او کار مو یو شانته ندې ؟ویې فرمایل  نه ، هغو یو شمیر مسولیتونه پر اوږو لري چی تاسو نلرو او داسې مشکلاتو ته غاړه ږدي چی تاسو هغه مشکلات نلرو .

د اسلام ګران پیغبر د خدای د اولیاو په معرفی کولو کی فرمایی ، د خدای د اولیاو چوپتیا ذکر دې ، کتنه یې عبرت ، وینا یې حکمت او په ټولنه کې یې حرکت د برکت سبب دې .

د دغو ایتونو په تعبیر الهی دوستان او اولیا په دو صفتونو ایمان او تقوا ښکلی دي . هغو هغه کسان دي چی خدای او هغو ترمینځ واټن نشته ، له زړونو یې پردې اوچتې شوی دي  او د معرفت ، ایمان او پاک عمل په رڼاکې خدای د زړه په سترګو داسې وینی چی په زړونو کی یې هیڅ شک او تردید نشته او له خدای سره د همدغې بلدتیا په وجه غیرخدا یې په نظر کې کم ارزښته ، وړکوټې ، ناپایداره او بی مقداره دې . د خدای اولیاګان د خدای د جمال او جلال په صفتونو کې داسې ډوب دي او د هغه د پاک ذات په مشاهده کې دومره لاړ وی چی له هغه پرته نور هر څه هیروی .

دا ایتونه ایمان او تقوا د ګناه له امله د اندیښنو او ویرې د له مینځه وړلو لپاره معرفی کوی . تقوا یو داخلی کنټرولونکې ځواک دې چی انسان د شهوتونو د ګناه په وړاندې ساتی او په حقیقت کی  د یوه  پیاوړې بریک په شان رول لوبوی چی د انسان د وجود ګاډې له  غورځیدو او له خطرناک سپیډ او سرعت منع کوی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

هغه کسان چی تقوا لری ،  له ګناه خپل اعضا و جوارح ، زړه او فکر د ساتلو لپاره په ځان کې دننه دتاسې ارامښت احساسوی چی د ژوند هیڅ توپان هغو نه خوځوی ، په دې ډول نه یوازې ویره او غم نلري بلکې په دنیا او اخرت کی د خدای تعالی بې پایانه لورینې ، نعمتونه یې په نصیب کیږی . د هغه چا په وړاندې چی تقوا نلری د ارامښت له احساسه محرومه دې . هغه کس څرنګه چی لاس یې په ظلم و ستم ، د خلکو په وینې بهولو ، د خلکو د مال او د نورو د حقوقو په غصبولو ککړ کړې دې ، ممکنه ده ارامښت ولرلې شی . دا د تقوا طبیعی اثر دې چی انسان  د شک او تردید له امله له وحشتونو او زړه ډوبیو او همداراز له ډول ډول ککړتیاو او ګناه لیرې ساتی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««

قران کریم د روژې د واجبیدا د حکم د بیانولو په وخت د هغه یو حکمت  تقوا معرفی کړی دې . د بفره سورت ۱۸۳ ایت کی لولو ، ای هغه کسانو چی ایمان مو راوړې دې ، روژه پر تاسو واجبه شوی ده هماغه ډول چی له تاسو مخکې خلکو باندې واجبه شوی ، کیدلې شی تقوا خپله کړئ .

پرهیزګاری او له ګناه واټن نیول انسان د تقوا پړاو ته رسوی  او له بی لاریتوبه یې منع کوی ، تقوا انسان ته له ناسم د سم پیژندلو قدرت ورکوی او د هغه مرسته کوی چی له اندیښنې پرته او په ډاډ سره د ژوند ټیتې هسکې تیرې کړي . په بله وینا انسان په تقوا سره بل څراغ په لاس کی لری چی هغه ته نیغه لاره ښی او هغه د ګناه له لارې په امان کې ساتی . ابوذر ته دپیغمبر اکرم ص  دسپارښتنې په اساس تقوا د درستو نیکیو سرچینه ده .

د دین لویانو تقوا  د ترقۍ او تکامل پوړې بللی ده چی هغې ته رسیدا استقامت ، کنټرول او د نفس کنټرولولو ته اړتیا لری . لکه څرنګه چی روژه پر نفس د انسان د غلبې سبب کیږی ، د فضیلت د ترلاسه کولو لپاره تقوا مهم اوزار دې .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

له دانا او حکیم خدای د اطاعت لپاره د روژتی کس یوه میاشت او د شپې او ورځې په ټاکل شویو وختونو کې له خوړولو او څښلو  لاس اخلی . هغه په روژې سره د نفس سرکشه اس کنټرولوی ، زړه ته صفا وربخښی ، خپل اعضا و جوارح پاک او خپل باطن اصلاح کوی . داسې کس د خپل ځان په بدلولو سره  د وخت په تیریدا سره په ټولنه کی د اصلاح او بدلون لپاره  لاره هواروی . هغه د ناسمو او نامناسبو غوښتنو په وړاندې  دریږی ، په امانت کې خیانت نه کوی او د نورو د حقوقو خیال ساتی او دخدای د اولیاګانو په لیکه کې راځی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د اسلامی انقلاب معظم لارښود فرمایی د روژې میاشتې د روژې نتیجه په زړه او ځان کې د تقوا زیرمه کول دی چی باید د ژوند په ټیټو هسکو او تاوراتاو لارو کې مرسته وکړی او زمونږ لپاره نیغه لاره تضمین کړی . تقوا چی له ګناه د ډډې کولو په معنا ده د انسان په ژوند کې  مهم رول لری او هغه د نیکمرغۍ په لور هدایتوی . په همدې دلیل ایت ا... خامنه ای د روژې په مبارکه میاشت کې د تقوا په رعایتولو او ترلاسه کولو ټینګار کوی او د هغه د اهمیت په اړه فرمایی هغه ګران څیز چی په دغو ورځو او میاشت کې  له خدای تعالی غواړئ ، تقوا وی . د دنیا او اخرت نیکمرغی ، فتح ، بریالیتوب او په درستو چارو کی بریالیتوب او اسانی په تقوا او پرهیزګارۍ کې ده .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د شهید مطهری له نظره تقوا هغه پیاوړی او سپیڅلی ملکه ده چی روح پیاوړې کوی او نفس اماره او سرکشه احساسات مطع کوی . هغه زغم او تقواد عاقلانه ژوند لازمه معرفی کوی او لیکی تقوا د ټکی په عامې معنا د هر وګړی د ژوند لازمه ده چی غواړی انسان  او د عقل تر حکم لاندې  ژوند کوی . د تقوا تر ټولو مهم اغیز د هوا و هوس  ، طمع او ځای غوښتنې له قیده ازادۍ بللی ده . دغه ډول خلاصون نورې معقولې ازادیانې  لری .

د قران کریم له نظره د تقوا له امله په انسان د اسمان د برکت دروازې پرانستل کیږی  او په هغه کې د حکمت د ترلاسه کولو او هدایت منلو زمینه برابریږي . ایتونه ځیری ورکوی چی که الهی تقوا ولرلې شی ،نو تاسو ته له باطله د حق د تشخیص او پیژندلو قدرت درکول کیږی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د پیغمبر اکرم ص  له یوه اصحاب وپوښتل شول ، تقوا څه ده ؟ ویې ویل   ایا له ازغو ډکې لاره کې دې قدم کیښودلې دې ؟ ویې ویل ، هو ویې ویل  څرنګه لاړه یې ، ویې ویل هر چیرته چی ازغې وو ، ګام مې کښینښوده او هلته لانړم . صحابی وویل پس پوهه شه چی د ژوند په لاره کی ازغي ډیر دي ، که هر هغه ځای ته چی خدای تعالی منع کړی دی  ، لاړ نشی هماغه تقوا ده .

دلته ده چی حکیم او مهربان خدای هغو ته ځیرې ورکوی . ځینو مفسرانو هغه ، ځیرې بللې دی چی پرښتې مومنانو ته له دغې دنیا د انتقال او مرګ په  درشل کې ورکوی او هغو ته د جنت ځیرې ورکوی . ځینې نور هغه د پالونکی د بریالیتوب ژمنو او په دښمنانو د غلبېاو په مځکه حکومت ته اشاره بولي . تر هغه چی مومن او صالح دي . ایتونه په دغه ټکی ټینګار لری چی دا د خدای له لوری ژمنه ده او هغه (خدای ) وعده خلافی نه کوی .

پای