ایا تاسو د ویټامین ډي په ګټو پوهیږئ ؟
(last modified Sun, 07 Jun 2020 10:34:16 GMT )
Jun 07, 2020 15:04 Asia/Kabul
  • ایا تاسو د ویټامین ډي په ګټو پوهیږئ ؟

زمونږ خبریال وايي که چیرې د ویټامین ډي(Vitamin D) د ګټو خبره وشي نو په عام ډول ویټامین ډي د انسان د هډوکو او د بدن د دفاعي سیسټم د پیاوړتیا لپاره ګټور ګڼل کیږي .

مونږ د سهار له لمر څخه په اسانۍ سره ویټامین ډي ترلاسه کولای شو او او د ویټامین ډي د ترلاسه کولو لپاره داسې خواړه او ډوډۍ خوړلی شو  چې پکښې په طبیعي ډول ویټامین ډي وي .

که چیرې زمونږ په خواړو کښې له ویټامین ډي څخه ډک شیان او د سهار په وخت لمر موجود نه وي نو زمونږ بدن د ویټامین ډي له کمې سره مخ کیدلای شي .

د ویټامین ډي سم مقدار د مضبوطو هډوکو او د غاښونو د ودې لپاره ډیر مهم دی خو یوازې هډوکي او  غاښونه نه دي بلکې ویټامین ډي نورې ډیرې عجیبه ګټې هم لري .

د ویټامین ډي عجیبه ګټې په دې ډول دي :

()

 ویټامین ډي خپګان یعني ډیپریشن (Depression) کموي .

له مطالعې معلومه شوي ده چې ویټامین ډي په انسان کښې د احساس کمترۍ او د خپګان په ختمولو کښې مهم رول لوبوي .

کارپيژاندي وايي په تحقیق کښې معلومه شوي ده چې د ډیپریشن په ناروغانو کښې ویټامین ډي کم وي او که چیرې دوې په خپل بدن کښې د ویټامین ډي کمی پوره کړي نو دوې له ډیپریشن او بیا بیا له خپګان څخه ځانونه ژغورلی شي .

Image Caption

 

د ویټامین ډي شتون د انسان وزن کموي .

()

په تحقیق کښې معلومه شوي ده د کومو کسانو وزن چې په چټکۍ سره زیاتیږي نو په هغوې کښې د ویټامین ډي کمی وي او که چیرې تاسو د خپل وزن کمول غواړئ نو په خپلو خواړو او خوراک کښې ویټامین ډي ضرور شامل کړئ ځکه چې ویټامین ډي په جسم کښې زیات کیلوریز کموي او ورسره د تاسو لوږه هم کموي .

Image Caption

 

ویټامین ډي د زړه د ناروغۍ خطر کموي .

په یوه  تحقیق کښې معلومه شوي ده چې ویټامین ډي زمونږ بدن له ډیرو وژونکو او خطرناکو ناروغیو څخه بچ کولای شي .

ویټامین ډي د زړه د ناروغۍ خطر کموي او د نزلې ، زکام او د نورو عفونتونو په شان له ناروغیو څخه هم انسان بچ ساتي .

Image Caption
Image Caption

 

د ویټامین ډي د کمې نښې نښانې په لاندې ډول دي .

(۱) په بدن کښې کمزورتیا .

(۲) په وژو کښې درد .

(۳) ستړیا .

(۴) په ملا  کښې درد .

له ویټامین ډک خواړ په دې ډول دي .

تاسو د ویټامین ډي د ترلاسه کولو لپاره باید هره ورځ لس (۱۰) دقیقې لمر ته کینئ او په دې سربیره دغه لاندې خواړه هم استعمالولی شئ .

  1. شیدې .
  2.  ماستې .
  3. هګۍ.
  4. کبان .