د ترکیې په آیا صوفیه جومات کې په خواږۀ غږ آذان
(last modified Wed, 15 Jul 2020 12:48:32 GMT )
Jul 15, 2020 17:18 Asia/Kabul
  • د ترکیې په آیا صوفیه جومات کې په خواږۀ غږ آذان

د تهران د پښتو خپرونې او د انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ترکیې په آیا صوفیه مسجدکې له شپږایتاکلونو وروسته په روح بخښونکي غږ د آذان د خپریدو په اړه له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی ، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي .

  خوږو دوستانو د ۲۰۲۰کال دجولائي په څلورویشتمه نیټه یعني د تیرې جمعې په ورځې له ۸۶کلونو وروسته یوځل بیا  د ترکیې د آیا صوفیه جومات له  مینارو د آذان روح بخښونکی او په زړه پورې غږ پورته شو . بې شکه د هغوکسانو لیواله زړونه چې ددغه جومات تر شاوخوا موجود وو ،د مؤذن دغږ په آوریدو سره ئې زړونه ولړزیدل  او دوي چې  له یوه وخت راهسې ئې د دغې تاریخي ودانۍ  خپل اصلي کار ته دستنیدا خبرونه آوریدل ، خوشال شول چې له دغه ستر او تاریخي جوماته ئې د آذان غږ واورید. دغه سپيڅلی ځاي له لسیزو وروسته یو ځل بیا د موحّدانو دلمنځ او لمانځه ځاي شو .په دغه  بدلونو کې د پام وړ ټکی ،  په آیاصوفیه مسجد کې د جمعې د لمانځه ولولناکه قایمیدا  او د توحید  او د الله اکبر  د په زړه پورې  غږ  له آوریدو  د خلکو هرکلی  دی .  ددغه خبر له  اعلانه وروسته د ترکیې ډیری خلکو د دغه تاریخي جومات په شاوخوا کې  خوشالیانې  وکړې اوپه ټولنیزو چینلونو کې ئې یوه بل ته مبارکۍ ووئيلې . 

               خوږو دوستانو  د آیاصوفیه جومات د معمارۍ یو شاهکاراو البته  د عثماني امپراتورۍ او بیزنس په پړاؤنو کې یو مهم شاهکار پاتې شوی دی . د آیا صوفیه جومات ودانۍ د بیزنس امپراتورۍ په پړاؤ کې د لومړي ژوستیّنین امپراتور د میرمنې په حکم سره جوړ شو.لس زره کارګرانو پکې تر پنځو کلونو پورې  او د سلو استاذانو او معمارانو ترنظرلاندې په کار کولو سره جوړ او بشپړ کړ .دغه ودانۍ  د کلیسا په توګه د ترکیې د استانبول  یو تر ټولو ښکلی تاریخي اومذهبي ځاي وشمیرل شوه .

Image Caption

 

آیا صوفیه دمقدس حکمت په معنا ده . کله چې قسطنطنیه د عثماني ځواک په لاس  فتح شوه،د عثماني پاچا په حکم سره کلیسا په جومات بدله  شوه او  په  دغه  وخت کې  جومات ته مینارې هم ورزیاتې شوې . تر کلونو پورې  دغه ځاي په کرتو ترمیم او ورغول شو .په  دغو بدلونونو کې  د کمال آتاتورک پړاؤ ته  پام کولی شو.د هغه په وړاندیز سره  په ۱۹۳۴کال کې وه چې  آیاصوفیه جومات په  میوزیّم  بدل شو . د جومات قالینې غونډې کړائ شوې او هغه کتبې چې  د  الله ، حضرت محمد، خلفای راشدین ، امام حسن او امام حسین نامې پرې لیکل شوي وې ، راکوزې شوې څو ددغه ځاي روحاني حالت  د میوزیّم  په حالت بدل شي . خو کله چې ئې غوښتل هغه کتبې په نورو جوماتونو ې د استفادې لپاره له هغه ځایه وباسي ، نو  مجبورا ټوله په یوه بل دپاسه یو ځای شوې   د انبار په یوه کونج کې کیښودل شوې . له یوې مودې وروسته  په ۱۹۴۸ کال کې یو ځل بیا دغه  کتبې د آسا صوفیه  ددیوالونو ښکلا وګرځيدې .

        د آیاصوفیه  برخلیک د ترکیې له تاریخ سره غوټه خوړلې ده .  دترکیې تاریخ ته لنډه کتنه  په دغه هیواد کې د دین  مقولې ته  ددوو مختلفو نظرونو  د  شتون ښودنه کوي .  په عثماني پړاؤ کې  امپراتورانو د ځانونو په خلیفه بللو سره  هڅه کړې  د دین په نامې سره پر خلکو  حکومت وکړي . په دغه پړاؤ کې وه چې آیا صوفیه کلیسا په جومات بدله شوه .په ۱۹۲۳کال کې  د عثماني امپراتورۍ په دړې وړې کیدا  او په ترکیې کې د  جمهوري حکومت په جوړیدا سره  دترکیې د خپلواکۍ رهبر مصطفی کمال آتاتورک  قدرت ته ورسید. هغه  د سکولرزم او نیشنلزم  پلوی ؤ او له دین او دین پالو سره ئې  دمقابلې لپاره  ډيرې هلې ځلې پیل کړې .دهغه په حکم سره  په ۱۹۳۴کال کې  د آیاصوفیه جومات  په میوزیّم بدل شو،او تر دې  دمه له څو لسیزو وروسته یو ځل بیا  په جومات د آیاصوفیه  دبدلیدا شاهدان یوو.

Image Caption

 

ممکنه ده ووئيل شي،دا،یو ډ ول د سیکولرزم دتفکر  ماته او  دین او معنوّیت ته د انسان  بیرته مخه کیدا ده. په تیرو څو پيړیو کې  په هستۍ  کې  د خداوندمتعال له فاعلیّت څخه د ما ډرن علم غفلت او انکار  او  همداراز  د هستۍ   د درستو اړیکو  د یو شي بللو  ، ماده پال تفکر واکمن کړی ؤ . خو دا دی اوس  داسې ښکاري ، انسان خپل ورک شوی ، معنوّیتته په بیا مخه کولو کې لټوي  او دمختلفو دینونو پیروکار  هغه که توحیدي دینونه وي او که نور  دینونه،ټول  د یوه ژغورونکي  په لټون پسې دي . دادی اوس ، سره له دې چې، ردست سیکولریستي  اورګانونه د ترکیې په جمهوریت کې  پر آتاتورکي تفکر ټینګار کوي ، داسې بریښي ، چې دغه تفکر  په ټولنې کې خپل مخکینې ځائيګی  له لاسه ورکړی او د ترکیې په ټولنې کې ورڅخه یوازې  شعارونه پاتې دي  .نن سبا د ژغورنې  او ډاډمنیدا د ترټولو قدرتمند عامل په توګه ، له هستۍ سره  یو ځاي کیدا ته د  انسان له پراخ هرکلی سره مخامخ یو . انسان  په نړۍ کې  له موجوده بحرانه وروسته ،د ماده پال تفکر په  ناکارندوالي او سستیدا باندې  لازیات  پوه اوخبر شوی  او دخپل فطرت چغې  او غږ ته د بیرته ستنیدا په فکر کې شوی دی .  له دې  پلوه ،  دسیکولر نړۍ  د اومانیسیټي (Humanist) یا د انسان پال  تفکر د بنسټونو د لړزیدا او ځوړتیا شاهدان یوو.  انسانان په دې ښه  پوه شوي دي ، چې  میټریالیسیټي تفکر  د انسان د حقیقي اړتیاؤ ځواب ویونکی نشي کیدل ی او له دې زیات چې د انسان د  آزادیدا لپاره یو آوزار شي،د الحادي تکفر  وراستو چوکاټونو کې  دانسان د ښکیلیدا  عامل دی .

Image Caption

 

                 نن سبا ملتونه او ټولنې ، په ځان باؤري  ، دوراندیشي او ځان پيژندنه  او پوهیدا ترلاسه کړې ده  او دا هوډ لري چې  دین  په ظاهره او ژبه نه ،بلکې  د انسان شخصي او ټولنیز ژوند ډګر ته  بیرته ورستون کړي او  د یوه داسې مکتب پیروکار شي،چې په کې،په معنویّت سره عقلانیّت،په اخلاقو سره قدرت،په ارزښت سره پوهه او په عمل سره علم پکې غونډ شي.بې شکه،په دې اړه د اسلام دین،د نړۍ د حق غواړو او لیوالتیا لرونکو د هدایت لپاره  له لوړو ظرفیّتونو برخمن دی .ددغه دین اساس او بنیاد په عقلانیّت ولاړ دی، څرګنده ده  هغه دین چې مخاطب ئې د انسان عقل او پوهه وي ،پخپل رښتینوالي او حقانیّت ډاډمن وي  او  هرڅومره ئې چې علم    لازیاته وده وکړي، نو تعلیمات ئې لا زیات ځلیږي . له همدې امله ده چې  په نړۍ کې د توحید دلوړتیا او داسلام د پراختیا شاهدان یوو .  ممکنه ده ووئيل شي ،   له اسلامه ویرول او ورسره مقابله کول  چې نن سبا د استکباري قدرتونو له خوا  ئې لارښونه کیږي ، د اسلام په لور د انسان دهمدغه پام او کړچار په دلیل دی .

دوستانو لکه څنګه چې خبر یاست،هره ورځ دا سلام دپراختیا او ودې په باب حیرانونکي  خبرونه خپریږي .څه موده مخکې په هالینډ کې د اسلام ددین په ضد د یوه سرزوري تبلیغ کونکې  او سخت مخالف  سیاستوال د مسلمانیدا خبر ، ځان ته د رسندویو  توجه   جلب کړه . په هالینډ کې  دة آزادۍ: نومې   افراطي  زوړ پال ګوند یو پخواني مسئول مقام  یورام فان کلاِورن ،د ۲۰۱۹کال د فرورۍ په څلورمه نیټّ ،یعني د سلواغې  په پنځلسمه نیټه  اعلان وکړ چې  د اسلام د دین په ضد دیوه کتاب د لیکلو په وخت  ددغه دین  له مثبتو ټکو سره  لازیات بلد شوی او   دومره ئې مجذوب شوی چې نهایتا ئې  اسلام منلی  او  دخپل کتاب  موضوع ئې بدله کړې ده .

              په وروستیو څو میاشتو کې د کوویډ -۱۹ ډوله ناروغۍ یو ډیر وړونکي ویروس کورونا ، د ماډرن او متمدن انسان درست ټيکنالوجیکي او علمي ترلاسه کونې  له چیلنج سره  مخامخ کړي او نړۍ ئې  له وژونکي ناروغۍ سره لاس او ګریوان  کړې ده . هغه  له دغې وژونکي ناروغۍ د ژغورنې لپاره  په خداي ایمان  او اسلامی تعلیماتو څخه مرسته   اخستې ده . په یوه بل خبر کې مو لوستلي دي ، د جرمني یو پادري ددغه هیواد دیوه ښار د جومات له امامه غوښتی دي ،د کرونا ویروس دخپریدا په سیوري کې دې  له خدا وندمتعال سره دزړونو د نزدیکیدا لپاره  په کلیسا کې آذان  وکړي .

په همدې باب د جرمني او هالینډ په کابو سلو جوماتونو کې  د کرونا ویروس یا کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ  په وړاندې د خلکو دروحیّې  دلوړلو لپاره  آذانونه خپرۀ کړل .

Image Caption

 

 هغو ارزښتمنو لارښونو ته په پام سره چې  اسلام  ئې له نورو سره دمرستې لپاره   لري ، د هالینډ هیواد  په روغتیائي بیلبورډونو او سترو ستروبورډونو باندې د قرآن کریم د مائده سورې د ۳۲آیت  دغه برخه نصب او لیکل شوې ده. چې فرمائي ؛هر چا،یو انسان له مرګه وژغورۀ، داسې ده لکه چې درست  خلک ئې ژوندي کړي وي .::

اسلام  د خداوندمتعال یو روښانه اومعقول انځور وړاندې کوي،داسې چې ډیرهغه کسان چې مسلمان کیږي،دخپل اسلام راوړنې  دلیل،د توحید په باب د اسلام لارښونې ګڼي .په یوه هغه خبری سایټ کې چې  په امریکا کې  د مسیحیانو له یوې کلیسا سره اړونده دی،اسلام ته د‌ډیرو زیاتو لویدیځوالو مخه کول،د اسلام د  جذابو او مستدلو قوانینو ټولګه ګڼي او داسې توضیح ورکوي ؛داسلام نظریه  ډيره ساده اومنطقي ده،درست مومنان سره  برابر دي . اسلام ، یو کارنده اوکارونکی دین دی اود پادري دمقام له ارجحیّت سره اړونده مسئلې نه لري،یوبل عامل روښانه هدایت کونې یا لارښونې او په  هغو کې د نظم برهان دی .

 او داسې ده چې  هر څه د  انسان  په منطق کې زیات شي ، دنړۍ په چارو کې به د خداوند په عاملیّت  داعتقاد دزیاتیدا شاهدان  وو  او همدغه چاره  به  نړۍ ته  نوي څيره  او شکل وړاندې کړي .  وئيل کیدلی شی ، د نړۍ  دمعنویّت پالنې  او دین باؤرۍ راپورته کیدا به بدله کړي  او موجوده ماډرنزم  به  د پيژندل شوي هستۍ  او پيژندل شوي معرفت  له ژورو چیلنجونو سره مخامخ کړي .  

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************