د سلامتیا مجله
د هاضمې سیسټم (digestive system )ناروغۍد بدن په کلی سلامتیا ، د خوراکی موادو په جذب او هضمیدا منفی اغیز شیندلې شی .
عزیزانو د هاضمې سیسټم (digestive system )ناروغۍد بدن په کلی سلامتیا ، د خوراکی موادو په جذب او هضمیدا منفی اغیز شیندلې شی . د هاضمې سیسټم یو دیرې تاوراتاو لوله ده چی له خلې بیل او تر مقعد ختیمیږی . په همدې دلیل د هاضمې ناروغۍ ډیرې زیاتې دي . په دې هکله درسره ډیرې خپرې ناروغۍ او هغوپه اړه جلاجلا درسره مختصره خبرې کوو ، چی په ننۍ برخه کې د ینی یا ځیګر راز راز ناروغیو ، د هغو د رامینځته کیدا علتونو ، د درمل د رودو او له دغو ناروغیو د ّځان د ساتلو د لارو چارو په اړه درسره غږیږو .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
ځیګر د بدن یو ستر غړې دې چی د خیټې په ښی اړخ کې وی . کابو یو کلوګران او څلوره سوه ګرامه وزن لری ، رنګ یې سور لږ نسواری شانته وی . معمولا انسان ځیګر نشی احساسولې ځکه چی د سینې د هډوکو په وسیله ساتل کیږی . ینه دوې برخې لری ، ښې او کینړ اړخ (لوب) بلل کیږی . د صفرا کڅوړه د ینې لاندې وی او د پانکراس او کولمې په خوا کې پرته وی . ینه په هاضمې کې د دغو غړیو په ملګرتیا سره د خوراکی موادو په جذبولو کی ګډون کوی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د ینې اصلی دنده وینې چاڼ دې چی له هاضمې سیسټم ورداخلیږی ، له دې وروسته چڼ شوی وینه د بدن نورو برخو انتقالیدلې شی . همداراز خیګر د کیماوی موادو د زهرود ختمولو او د درملو د میټابولیزم دنده هم ترسره کوی . د دغو دندو له ترسره کولو سره په یووخت د صفرا مایع (اوبه ) هم ترشح کوی چی په نهایت کې کولمو ته ورداخلیږی . همداراز ځیګر ډیر مهم پروټین جوړوی چی د وینې د لخته کیدا اړو د بدن په نورو اساسی کړچارونو په شان بهیرونوکې رول لری .
««««««««««««««««««««««««««««««««««
څه د پاسه سل ډوله د ینې ناروغۍ وجود لري . له بده مرغه د ځیګر ناروغۍ تر هغه وخته چی په بشپړه خپلې پرمختللی مرحلې ته ورداخله نشی ، علامت یا روښانه نښه نه ښي . هر ډول کبدی ناروغۍ خپل خاص ډایټ او درمان لری . په همدې دلیل په دغه پروګرام کی هڅه کوو چی تاسو د ځیګر ناروغیو له علتونو او نښو نښانو سره بلد کړو تر څو ژر ترژره د درملنې او وضعیت د خرابیدو د مخنیوی لپاره اقدام وکړئ .
«««««««««««««««««««««««««««««««««
دځیګر اسیت (Hepatic ascites) یوه د ینی ناروغۍ ده او هغه وخت پیښیږی چی د ځیګر سیروز پرمختګ وکړی . په دغه حالت کی ځیګر د خیټې داخل ته دمایعاتو د لیک کیدا سبب کیږی او په نتیجه کې خیټه پړسیږی او غټیږی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
د هموکروماتوز په ناروغۍ کې په ځیګر کې اهن رسوب بیدا کوی او د هغه د تاوانی کیدا سبب کیږی . وسپنه د بدن په نورو برخو کې رسوب کولې او د نورو مشکلاتو سبب کیدلې شی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
کلانژیت سکلرویډ د ځیګر یوه بله نادره ناروغۍ ده چی علتونه یې ندي پیژندل شوی . دغه ناروغۍ د التهاب او په ینې کې د مجاری صفرا د تاوان سبب کیږی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
خو غیر الکلی غوړ ځیګرد ینې دیوشمیر ناروغیو لپاره یوه کلی اصطلاح ده چی ځانګړنه یې د ینې په حجرو کې د زیاتې چربۍ شتون دې . غیرالکلی چرب ځیګر په خپل ډیر خراب وضعیت کې د ځیګر د سیروز او نارسایی سبب کیږی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
نن سبا په نړۍ کې د غیرالکلی چرب ځیکر ناروغۍ په زیاتیدا ده . ممکنه ده تاسو غوړ ځیګر ولرئ خو پخپله اصلا متوجه نشی . دغه ناروغۍ په لومړیو کې معمولا حتی نښه نښانه نلری . د وخت په تیریدا سره معولا څو کاله او حتی کله څو لسیزې دغه ناروغۍ کومې نښې نښانې نه ښکاره کوی .
غیر الکلی غوړځیګر او غیر الکلی استاتوهپاتیتیس دواړه د زیات وزن ، چاقی ، دانسولینو په وړاندی د مقاومت ، د وینې لوړه شکره چی د شوګر د وضعیت یا د شوګر د دوهم ډول ښودنه کوی او د وینې زیاته چربی په تیره له لوړ تری ګلیسیریدسره په ارتباط کی دی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د وینې ازمښت ، انځور اخیستل ، د نمونې اخیستل ، هغه ټیسټونه دي چی د ینې د غوړوالی د پریکنده تشخیص لپاره کیږی . په هغه تشخیص کې چی د وینې له لارې ترسره کیږی ، د وینې د بشپړه شمیرلو ، د ینې د کړچار ټیسټ ، د ځیګر د انزیمونو ، په ویروسی عفونت د اخته کیدا ټیسټ ، د زیړی د (A) او (C ) ټیسټ او د وینې د چربۍ ټیسټ جاجول کیږی .
د غیر الکلی غوړ ځیګر د تشخیص لپاره هم د انځور اخیستلو دیرې رودې دي . معمولی سونوګرافی ، سی ټی اسکن ، یا ایم ، ازر ، ای سکن دا رودې پکې شاملیږی . الاستوګرافی هم د سونوګرافی پرمختللې ډول دې او د ځیګری سختوالې پکې معلومیږی او له دې لارې د ځیګر د فیبروز د شتون تشخیص کیدلې شی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
معمولا د غوړ ځیګر د درملنې لپاره د ډاکټر لومړنۍ ښارښتنه د وزن کمول ، ورزش کول او د سالم خوراکی ډایټ رعایتول دي . د وزن کمول په حقیقت کی د هغو عواملو د له مینځه وړل کیدا سبب کیږی چی د ځیګر د غوړو باعث شوی دی . همدغه چی انسان د ډاکټر د نظر وړ له دریو تر پینځو فیصدو پورې وزن کم کړی نو د ښه نښې نښانې پکې پیدا شی . هغه کسان چی باید زیات وزن کم کړی ، د اپریش ترسره کول شاید ښه ټاکنه وی . ممکنه ده ډاکټر ناروغ ته سپارښتنه وکړی چی د هیپټایټس اې او بی واکیسن ووهی تر څو د ویروس د عفونت له امله ورته تاوان ونه رسی . په هغو کسان کی چی د ځیګر په سیروز اخته شوی دي ، ممکنه ده ضروری وی چی د ینې د پیوند اپریشن ترسره شی .
««««««««««««««««««««««««««««««««
دې ته په پام سره چی د ځیګر د غوړو د درملنې لپاره پریکنده درمل نشته دی خوڅیړاندی په ځینو خوراکی موادو تحقیق کوی چی د ینې د غوړو په کنټرولولو او مخنیوی کی مرسته کولې شی . البته ضروری ده چی پهدې زمینه کی زیاتې پلټنې وشی . ځینو پلټنو هم ښودلی ده چی د ویټامن E مصرف د هغو کسانو لپاره د غیر الکلی غوړ ّځیګر مریضی لری ، ګټه ور وی البته باید د دغه ډول ویټامنو په استعمال کی زیاتوالې ونشی .
پای