د سلمان محمدی ( سلمان فارسی)د ورخې درنښت
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د سلمان فارسی یا سلمان محمدي د درنښت د ورځې په مناسبت له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی ، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي .
خوږو دوستانو سلمان ،د هر حقیقت غواړي ، او کمال ته د رسیدونکي انسان لپاره بیلګه کیدلی شي . هغه څوک چې حقیقي آزادۍ ته درسیدو لپاره له خپلې آزادۍ تیریږي او د مریَتوب او غلامۍ توکی په غاړې کې اچوي ، څو پيغمبر اکرم ، پخپله د هغه په سر د عزت اوسرلوړئ تاج کیږدي او دهغه په باب داسې ووائي چې دیوه صحابه په باب ئې هم نه وي وئيلي؛ سلمان له مونږ اهل بیتو څخه دی :::
دوستانو نن سبا په اسلامی ټولنو کې داسې ډیر کم پيداکیدلی شي،چې دسلمان فارسي نامه ئې نه وي آوریدلي،او دا په مسلمانانوکې د هغه د ځانګړي مقام او عظمت ښودنه کوي .خو دا چې یو غیر عرب د اهمیّت له دغه شان درجې ته ورسیږي،چې د نبیانو سردار او خاتم انبیاءحضرت محمد مصطفی(ص) د هغه په باب فرمائي؛سلمان له مونږ اهل بیت څخه دی ::ددې حقیقت ښودنه کوي،چې د هغه پيژندګلوي هر یوخدای او حقیقت غواړی انسان خپل مقصودته رسولی شي .
روزبه یا هماغه سلمان په یوې داسې ټولنې کې چې اور ئې خپل معبود بالۀ او یوه آتش پرسته ټولنه وه ،لوي شو .د هغه پلار د سیمې یو لوي او بزرګ کس ؤ او د شهرجي ( د اوسني اصفهان ښار د یوې پخوانۍ سیمې )مذهبی مشري ئې په غاړه درلوده . هغه هڅه کوله ، خپل زوی جانشین کړی . خو د روزبه زړه او روح دخپل پلار له دیني مقام او حیثیّت څخه بیزاره ؤ ، سلمان دهغو صفا لرونکو او پراخو باغونو کې له ګرځيدا څخه چې د هغه کورنۍ ورځيني استفاده کوله نه خوشالید. دټولنې ډير زیات پرګنیز اختلاف هغه ډير کړاوۀ . کله چې ئې دخلکو عبادت کول لیدل ، نو له ځان سره ئې وئيل ؛ د اور څرنګه عبادت کوي ، چې اوبه د هغه مقدسه لمبه خاموشه کوي او یو موټی خاورې ئې مړکوی او د هغه پاي خاموش کیدل یا مړکیدل دي او د خاورې ایرې،چې باد ئې یو خوا او بل خوا وړي. بې شکه ددې عقلاني تفکر نتیجې،د سلمان په زړه کې د اور او درستو دیني تعلیماتو په نسبت نیهلیتوب رامینځة کاوۀ .
د روزبه حکیمانه تفکر ، هغه دې حقیقت ته هدایتوۀ چې دغه نړۍ یو پنځونکی لري .یو داسې پنځونکی چې اور ئې د انسان داستفادې لپاره خلق کړی دی.هغه دا نه شوه منلی چې دهغه خداي ،پر بې وځله خلکو د شتمنو برلاسه اومسلط کیدا څخه خوښ شي . هغه خداي چې ومني د هغه بندګان،هغه اور چې د دوي د ګټې په باب ئې د د وي د استفادې لپاره او د دوي دضرر د ختمولو لپاره پنځولی دی ، دومره لوړ کړي او عبادت ئې وکړي . روزبه یا هماغه سلمان پخپلو افکارو کې په دقت سره غور او فکر کاوۀ، وروسته ئې په ډير غوسې او لوړې چغې سره وئیل ؛دا عبادت،یو باطلعبادت دی او دغه ټولنه یوه فاسده اوفسادګره ټولنه ده .کله ئې چې غوسه سړیدله ،نو په درمندډول او خواخوږۍ سره ئې له ځان سره وئیل ؛ چرته ئې ومومو هغه څوک چې ما د لوي خداي په لور،دهستۍ دپنځونکي په لوراو دخالق په لور چې هرڅه پکې موجود دي ، لارښونه وکړي .

خوږو د وسته دروزبه یا هماغه سلمان فارسي پلارغوښتل په جي دیني مرکز کې دهغه جانشین د هغه زوی شي.هغه پخپله د خپل پلار په باب وائي؛ له ما سره دپلار عشق لامل شو چې ما د یوې لور په څير په کور کې بند کړي څو دا چې د آتشکدې (اورتون) خادم شم :: که څه هم په کور کې د روزبه زنداني کیدا،د پلانر دمهربانۍ او لطفله پلوه وه ،او په ظاهر کې د خپل زوي د ساتلو لپاره د پلارد فکر مند کیدا نښه وه،خو په واقعیّت کې د روزبه یا سلمان د څيړنیز روح په نست دهغه د اندیښمنیدا نښههم وه بې شکه دهغه پلارښه پوهیدۀ چې د روزبه حقیقت لټونکی روح کرار نه مومي .
له ټولو خیال ساتلو سره سره،پلار،یوه ورځ له روبه یا سلمان څخه وغوښتل چې د هغه په ځاي د خپلو ځایونو دلیدو لپاره کلي ته لاړ شي او له ډیرو سپارښتونو وروسته ئې د هغه د ستنیدا لپاره وخت هم وټاکۀ او ټينګارئې وکړ او چې په موقعې بیرته راوګرځي. روزبه د پلار د فرمان د اجرا لپاره روان شو،خو په لاره کې یوه کلیسا ولیده،دهغه په وړاندې ودرید او هغو په زړه پورې چغو اوغږونو ته ئې چې د هغه له داخله راپورته کیدل،غو ږ ئې ورته ونیوۀ او بیا وارد شو.هلته ئې د خلکو یوه ډله ولیدله چې لمونځ کوي ،د دوي په لمانځه کې ئې خداي ته د دوي خشوع او توجه ، دی حیرانه کړ . د کلیسا ستر پادري ته ورغیاو لههغه سره ئې په ډيرآرام سره خبرېوکړې څو ساعته تیر شول او د روزبه او دهغه سترپادري خبرې اوږدې شوې .په آخرکېهم ستر پادري د مسحیّتد زیږنځاي شام په بابهم خبرې وکړې .
کله چې روزبه یا هماغه سلمان کور ته ستون شو،له خپل له سټریسه ډک پلار سره مخامخ شو،چې په غوسه ناکې لهجې سره ئې پر خپل بچي چغې وهلې ،تر دې دمه چرته وې ؟روزبه ورته په آرام سره ووئیل ؛دمسیحیانو له یوې ډلې سره مخ شوم چې پخپلې کلیسا کې ئې لمونځّ ادا کاوۀ،هغه څه چې مې هلته ولیدل،زه ئې حیرانه کړم او پوهه شوم چېد دوي دین دمونږ له دینه لا ښه دی .:: پلارچې تل ئې خپل بچی چمتوو کاوۀ چېله هغه وروسته د هغه جانشین او د آتشکدې یا اورتون مسئول شي،او په دې خاطرئې،هغه د زرتشتي د ین د درستو دستورو ترسره کولو ته اړباسه، وې لیدل چې دهغه زوی وائي،بې شکه د مسیحیانو دینه د مونږ له دینه لاښه دی :::
د روزبه یا هماغه سلمان پلار په پیل کې هڅه وکړه چې په بیلابیلو رودو سره خپل زوی قانع کړي،خو روزبه دخپل پلار دلیلونه په یوه بل پسې ردول، او په پاي کې خپل پلار ته ووئيل ؛خوږه پلاره ! تۀ د اور په منلو اوعبادت کولو کې له خپل پلار نیکۀتقلید کوې،خو ماته دا ووایه ، ددغه اور لپاره چې پخپله لاسه او په وچو لرګیو سره ئې بَلوَو، څه منزلت او عظمت لري ؟ په رښتیا چې د دغه اور ژوند او مرګ د مونږ په لاس کې دی ، نو څرنګه ممکنه ده چې دا دمونږ پروردګار شي؟د روزبه یا سلمان د پلار غوسه لاپسې زیاتیدله،هغه ئې په کور کې بندي کړ .روزبه څو شپې ورځې په بند کې تیرولې ، څو دا چې یوه ورځ د هغه یو خدمت کونکی چې روزبه به وخت په وخت هغهلوي پادری له لیږۀ،د هغه وآخوا ته ورغی او ورته ئې ووئيل ،ستر پادري ورته خبر ورکړی ، چې سبا مازدیګر به د شام په لور یوه قافله حرکت وکړي .نو د روزبه په مخ د خوښۍ رڼا خوره شوه او هماغه شان چې د سهار رڼا د شپې تورتم ختموۀ، نو روزبه له بنده ووت او د لمر له رڼا خپریدو مخکې دشپې په تورتم کې په کرار کراره له کوره ووت او له قافلې سره یو ځاي شو چې د سهار له روح بخښونکي وږمې سره په یووخت د دمشق په لور ئې حرکت وکړ .
روزبه دمشق ته د واردیدو په هماغو لومړنیو شیبو کې ، د نصرانيانو تر ټولو عقلمند کس ته ورغی . د ښار خلکو هغه ته د هغه ستر پادري په لور چې د؛قاسیون : غرۀ په مغاره الدم کې اوسید، لاره وروښودله . روزبه یا سلمان په ستر همت او وکلک هوډ سره په داسې حال کې چې سر ئې ټيټ کړی ؤ ، د نصراني پادري کور په لور لاړ ، کله چې هلته ورسید، نو ستر پادري ورڅخه پوښتنه وکړه ، ته څو ک ئې او څه غواړې .؟ روزبه ورته ووئیل ، ماقبول کړه ،زه داصفهان د جی ښار اوسیدونکی یم ، د علم په زده کولو او کار پسې یم ،څو د تاسو خدمت وکړم او له تاسو سره ناسته پاسته ولرم او له هغه څه چې خداي تعالی تاسو ته درزده کړي دي ، ماته ئې هم راوښائۍ ؛؛؛::: دغو نیکو اوښو خبرو ستر پادري حک بک کړ او لا زیات حیرانیدۀ، د ځوان مخ ئې ته کتل . دهغه په سترګو کې هوش او ځيرتیا او څيړنه ئې لیدله ، نو په مهربانۍ او وریّن تندي سره ئې هغه دخپل معبد په لور روان کړ .
میاشتې میاشتې په ډير کرار او آرام سره تیرې شوې . روزبه دستر پادري په نزد ، کله په څيړنو اوزده کړو بوخت او کله هم په عبادت او کله به ئې هم د انجیل مبهمو آیتونو شرحې آوریدې . وروسته هغه نه انکاریدونکی برخلیک ، یعني د ستر پادري مرګ دوي سره جلا کړل ، او یو ځل بیا روزبه د حقیقت په لټولو کې روان شو او له غرونو اودښتو تیرید. هغه د خپل عمر زیاتره برخه له یوه ټاټوبي بل ټاټوبي ته په سفرونو کې او له یوه معبده بل معبد ته په تلو کې تیره کړه او هر ځل به ئې د سترو عارفانو ترڅنګ خپل ایمان تازه کاوۀ. هغه بې له دې چې زړه ته دخپګان او اوستړیا لاره ورکړي ،، هغه چا ته درسیدا په تکل کې ؤ چې هغه له الهی عرفانه موړ کړي ، هغه څوک چې د هغه په نزد ،مینه ،عشق ، آزادي ، ورورولي ، او مساوات او برابري ورڅخه زده کړي . تر دې چې وروستي ځل په یوه سخت او کړیدونکي سفر کې مدینې منورې ته ورسید. هغه ځاي چې د رحمت او هدایت له پیغمبر او خاتم الانبیاء حضرت محمد مصطفی (ص) سره ئې لیده کاته وکړل او هغه څه ئې چې د هغه روح او باطن ئې د آوریدو هیله درلوده او هغه څه چې پلټونکي او لیواله انسانان ئې عاشقان وو ،په پیغمبر اکرم کې ئې هغه هرڅه وموندل . نو بیا ئې په اسلام ایمان راوړ او پیغمبر اکرم د هغه نامه سلمان کیښودله .
یوه ورځ په مدینې منّورې کې ګونګوسه شوه چې د پیغمبر اکرم ترټولو ستر دښمن ابوسفیّان صَخربن حَرب،د عربو قبایلو ته یوشمیر پلاوي استولي او ورځیني ئې غوښتي څو له محمد(ص)سره په جنګ کې چې غواړي د خپل پلار نیکه اودیني او اجتماعي میراث بدل کړي،ورسره ملګرتیاوکړئ او ځينو عربو قبایلو د ابوسفیّان غوښته ومنله او دهغه د فرمان اطاعت ئې وکړ،تردې چې پخپلې قوماندانۍ سره لس زره کسیز لښکر غونډ کړ .

کله چې مسلمانانود ابوسفیان له خوا دستر لښکر دجوړیدا خبر واورید، نو مسلمانانو کې ویره خوره شوه . پیغمبر اکرم خپل اصحاب راغونډ کړل او د دفاع دپلانونې لپاره ئې له هغه لس زره کسیز جګړه مار لښکر سره دمقابلې لپاره چې په هغو کې په هر یوه کې د زمانې دجاهلیّت د کینې وینه روانه وه ، د جنګ شورا جوړه کړي .کله چې په مطرح شوو وړاندیزونو غور کید،نو سلمان ووئيل ؛ یا رسول ا... ،اجازت ورکړئ چې د مدینې ګیرچاپیره خندق وکیندل شي څو دوي مدینې ته وارد نشي . پیغمبر اکرم ددغه وړاندیز هرکلی وکړ او سملاسي ئې دخندق د کیندلو امر صادر کړ . دخندق دکندلو په وخت د انصارو اومهاجرو درست مشرانو په مینې او مهربانۍ سره له سلمان سره خبرې کولې . مهاجرانو وئیل ،سلمان له مونږ څخه دی،انصارو به هم وئیل، سلمان له مونږ څخه دی او مونږ باندې د هغه حق دی . پیغمبر اکرم له مینې او مهربانۍ ډکو دغو خبرو څخه خوشالید او دسلمان په شا به ئې دمهربانۍ لاس راکښۀ او فرمائيل به ئې؛سلمان له مونږ اهل بیت څخه دی ::::
= هو! نن ورځ د هغه مهربان او کریم کس د درنښت ورځ ده چې د خدای د رسول یوه صحابي هم نه دی ترلاسه کړی .د پیغمبر اکرم اصحابو ګیر چاپیره ورڅخه غونډیدل او هغه ته ئې ووئيل؛له تاسره ښائي ائ سلمان فارسي،چې د خدای رسول درته لوی او ستر شرافت ډالۍ کړ ی .په عین حال کې پیغمبر اکرم په هغه نظر سره درست عشق مینه او مهرباني ده ، دوي ته فرمائي ؛تاسو مه وائۍ چې سلمان فارسی ،بلکې ووائۍ چې ، سلمان محمدي .

خوږو دوستانو د سلمان محمدي یا هماغه سلمان فارسي د ورځې د درنښت په مناسبت د ځانګړي مطلب وخت هم همدومره ؤ ،نو له دې مخکې چې له تاسو اجازت وغواړو ، باید ووایو چې د تهران ریډیو پښتو خپرونې انټرنیټي سایټ ایډریس PARSTODAY.COM/PS هم درسره نوټ کړئ او له نورو ملګرو او دوستانو سره ئې هم شریک کړئ ،تاسو زمونږ په دغې ویب پاڼې د نړۍاو سیمې تازه خبرونه، راپورونه، تبصرې ،مرکې روغتیائي، سپورټي ټولنیز، سیاسی او اقتصادي او عجیبه عجیبه خبرونه ، هم لیدلی او آوریدلی شئ او همداراز تاسو زمونږ په دغه پاڼې باندې بیلابیل دیني ، کلتوري،ټولنیز،اقتصادي،روغتیائي او سپورټي مطلبونه هم لیدلی او آوریدلی شئ،همداراز د ستاسو په خپلو خطونو،پيغامونه ،شعرونو ښو ښو لیکنو او غږیزو پیغامونو مشتمل هرکله راشه پروګرام آوریدل او لیدل هم مه هیروئ،نو له پاک خدایه درته نیکمرغه او له سلامتیا ډک ژوند غواړي ، بریالي اوسوکاله ووسئ .
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************