پر خدای توکل او عقل پالنه
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i93565-پر_خدای_توکل_او_عقل_پالنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې پر خداي توکّل او عقل پالنې نومې د لړۍ له ننني شپږ م او وروستي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه وروستي مطلب کې د اسلام د دین په اساس د تعلیماتو او ژوند په اړه درسره غږیږو، نو هیله د ه ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 15, 2020 11:48 Asia/Kabul
  • پر خدای توکل  او عقل پالنه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې پر خداي توکّل او عقل پالنې نومې د لړۍ له ننني شپږ م او وروستي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه وروستي مطلب کې د اسلام د دین په اساس د تعلیماتو او ژوند په اړه درسره غږیږو، نو هیله د ه ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

   دوستانو پر خدای دتوکّل او عقل پالنې  د لړۍ په پاي کې ستاسو په خدمت کې یوو  په مخکینیو مطلبونو کې  د انساني نیکمرغۍ  په تامینولو کې  د عقلي دلیلونو په اړه درسره وغږیدو،او د الهي  اوامر و او منع کونکو  آوامرو   په اړه مو خبرې وکړې . په نننی  وروستي مطلب کې  د اسلام دین  دعقل پال دین په توګه درمعرفي کوو،چې پخپلو غوره تعلیماتو سره د انسان په بشپړتیا او نیکمرغۍ او پر مځکه د خداي تعالی ددغه جانشین د لوړو ارزښتونو په احیاء پسې دی .

 قرآن کریم یعني د خداوندمتعال دغه تل پاتې کتاب چې ترټولو بشپړ الهي کتاب او د خاتم الانبیاء یوه معجزه ده ،تفکراو عقل پالنې ته ډير زیات اهمیّت ورکوي او دتعقل او پوهې د ارزښت او د دقت ژور فکر(تَفقُه)په باب ئې ترټولوښکلي او په زړه پورې آیتونه بیان کړي دي او د:انظُرو:په حکم سره،(دقت وکړئ) په فرمان سره  څه دپاسه لس آیتونه شروع شوي او د: عقل :  کلمه او مشتقات ئې څه دپاسه پنځوس ځله کارول شوي دي او  له عقله  د استفادې په توګه،په قرآن کې په څلورو آیتونوکې له : تدبر: څخه دکار اخستلو امر شوی دی .

دو ستانو د اسلام دین د انسان عقل ته ډير زیات اهمیّت ورکوي . ترټولو غوره عقل هغه دی چې انسان د نورانی موخو په لور هدایت کړی او د پنځون دخالق،نړۍ پيژندنې  او انسان پيژندنې  په نسبت د انسان پيژندګلوي لازیاته کړی .په دې مینځو میان کې د دخداي پيژندګلوي او دهغه دعظمت درک او په نتیجې کې د هغه اطاعت او فرمانبرداري ،ډير مهم ځايګی لري .  داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص)د عقل دغه رول ته په پام سره ، فرمائي؛د عقل او پوهې له پلوه تر ټولو کامل خلک له خداي څخه د دوي تر ټولو فرمانردار او له خدایه ویریدونکي دي .او تر ټولوکم عقل لرونکي خلک ترټولو ویرجن او له شیطان (ستمګر)څخه د تر ټولو زیات پيروي کونکي دي:: عقل هرڅومره  زیات له خداي سرا آشنا شي او له هغه اطاعت او پيروي وکړي،نولازیاته وده به وکړي او دخپل کمال اوج ته به ورسیږي . حضرت امام حسین علیه السلام  هم په یوه ځاي کې فرمائي؛  عقل به کمال  ونه لري .مګر دا چې  د خداوندمتعال یعنی  د مطلق حق پیروي وکړي .:::

 یوشمیر کسانو د  اسلام د ګران پیغمبر  په محضر کې له یوه کس  تعریف او ستاینه کوله تر دې چې دهغه ټول نیک صفتونه ئې بیانول.پیغمبر اکرم وفرمائيل ؛دغه  سړڅومره عاقل دی ؟په ځواب کې ورته ووئيل شول ، یا رسول ا...  مونږ  د هغه په عبادت او دهغه په نیکو کارونو کې  دهغه له زیار اوهڅې څخه وایو ، او تاسو د هغه د عقل په باب له  مونږ څخه پوښتنه کوئ ! نو بیا رسول ا... بزرګوار وفرمائيل ؛ احمق  سړی  دخپل حماقت او کم عقلۍ په خاطر ځان ته لازیات تاوان رسوي ، د هغه ګناهګار کس په نسبت چې  د هغه دګناه په نسبت ورته رسیږي،هماغه خلک سبا دقیامت په ورځ د خپل عقل په اندازه  درجه ترلاسه کوي او د خپل عقل په اندازه  له خپل پروردګار سره تقرب  ته رسیږي . ::::

Image Caption

 

              دوستانو الهي پیغمبران ، امامان ، والیان او صالح بندګان درست دعقل او پوهې خاوندان وو او  تفکر او پوهه ئې دودوله .  د تاریخ  په ګواهۍ سره  دغو لویانو ډير زیات شاګردان روزل  او دوي ئې  تعقل او عبرت اخستنې ته هڅول .  له عقل څخه په استفادې د اسلام زیات ټينګار،له دې امله دی چې  هغه شی چې  دانسان په عقل سره ترلاسه کیږي او عقل ئې تائيدوي،هیڅکله هم  له مینځه نه ځي . شک نشته چې د دین دمخکښانو حدیثونه،د انسان په اختیار کې د معارفو یو سمندر  ورکوي،خو دغه لویان تل  انسانان  له  عقل او فکر څخه استفادې ته هڅوي .له همدې امله ده چې  خداوندمتعال د زمر سورې  په اولسم او اتلسم آیتونو کې  هغه بندګان چې  له خپل عقل څخه په استفادې سره  له ډول ډول پوهې او معارفو څخه سم  له ناسمو بیلوي او  تر ټولو ښه   غوره کوي ، ځیری ورکوي او فرمائي ؛

  فَبَشِّرْ عِبَادِ؛الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُولَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُولَئِكَ هُمْ أُولُو الْأَلْبَابِ ﴿۱۸﴾

؛ نو ځيری ورکړه زما هغو بندګانو ته چې ، خبرو ته غوږ ږدي  او تر ټولو دښې پیروي کوي؛دوی دي چې خداي   هدایت کړي دي او بې شکه دا هماغه عقلمند دي ::: 

بې شکه هر انسان ، دخپل سطحی عقل په اساس  خپلې ګټې  معلوموي  او هڅه کوي ، تل یوه داسې لاره وټاکي چې ترټولو زیاتې او دومدارې  ګټې ولري . دغه مطلب په مادي ګټو کې د ټولو لپاره ډير ښه د تشخیص وړ دی، خو هغه څه چې د تفکر په ژرف سره عقل ته  اړتیا لري،پر دنیا د آخرت د برلاسي او د جنت  او دهغه د تل پاتې نعمتونو په مقابل کې د دنیا دهیڅ بللو تشخیص دی .له همدې امله ده چې د اسلام ګران پیغمبر (ص) په دې باب فرمائي ؛پوهه شئ  په رښتیا  دپوهې  یوه نښه  دغرور له کوره (دنیا) لیرې کیدا  او د تل پاتې کور (آخرت) په لور بیرته ستنیدا او په قبر کې د آرامښت لپاره  د وسایلو یا عمل  برابرول  او د قیامت په ورځ د حساب کتاب لپاره  تیاری دی.:: 

 مشخصه ده د هغو مکتبونو خاوندان چې  دین  دعقل په مقابل  کې ګڼي ، له کارنده اوسلیم او سالم عقل څخه برخمن نه دي . ځکه چې عقل ،پخپله دین او د وحّي سرچینې ته اړتیا اثباتوی .بندګي او په الهی دستوراتو او فرمانونو  عمل کول ، نه یوازې  دانسان په  اوږو پيټی نه ږدي،بلکې د هغه د اوږو پیټی هم اخلی .قرآن کریم ،د اسلام ګران پیغمبر چې د بندګۍ او عبودیّت فرمان ئې ورکاوۀ،له قید او بنده او د غلامۍله زنځیرونو څخه د انسانانو ژغورونکی ئې بللی  او د اعراف سورې په ۱۵۷آیت کې ئې فرمائيلي دي ؛  

الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِنْدَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُمْ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلَالَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنْزِلَ مَعَهُ أُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۱۵۷﴾

 هماغه کسان چې له پیغمبر(امّي)څخه پیروي کوي،هغه پیغمبر چې صفتونه ئې په تورات او انجیل کې چې له دوي سره دی،پوهیږي ، دوي د ښو او نیکو حکم ورکوي ،او له منکراتو  منع کوي د دوي لپاره پاک او پاکیزه شیان حلال ګڼي،او ناپاکوالي او ناخوالي  منع کوي او دراندۀ پيټي او هغه زنځیرونه چې دوي ورسره تړلی دي ، (د دوي له غاړو او اوږو ) لیرې کوي . نو هغه کسان چې پر دوي ئې ایمان راوړی ، او ورځيني ئې ملاتړ او  ورسره ملګرتیا کړې  ده ، او  له هغه نوره چې  په ددوي نازل شوی پيروي ئې کړ ې ده ، دوي  ژغورل شوي  دي . ::: 

 ددغه آیت په اساس،دین هیڅکله هم د انسان لپاره مشقت او زحمت او کړاؤ  نه رامینځةکوي ،بلکې دی له زنځیرونو ژغوري او د هوا او هوَس غلامۍ په ځاي  پتمني راولي :

            خداوندمتعال د انفال سورې په دوویشتتم آیت کې د مځکې پر مخ تر ټولو بد خوځيدونکي هغه کسان ګڼي چې د حق له آوریدو کاڼه او دحق له وئيلو ګونګیان دي،په دغې سورې کې فرمائيل شوي دي ؛

إِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِنْدَ اللَّهِ الصُّمُّ الْبُكْمُ الَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ ﴿۲۲﴾

هو!هغه کسان چې د حق له آوریدو کاڼه او د حق له وئيلو ګونګیان دي او  دخداي په نزد پر مځکه ترټولو بد روح لرونکي شمیرل کیږي .دلته مهم ټکی دا دی چې  خداوند متعال  په دغه آیت کې هغه کسان چې دکوم غرض  او نیّت  له پلوه ئې د حق په آوریدو خپل غوږونه تړلي دي،بې عقله ګڼل شوي او د همدغې سورې په څلورویشتم آیت کې دخداي او دهغه د رسول بلنه،د بندګانو ژوندي کیدا ته بلنه ګڼي او فرمائي ؛   

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿۲۴﴾

ائ  ایماندارو،لکه څنګه چې خداي او رسول  تاسو ته د هغه څه بلنه درکوي،چې د تاسو د تل پاتې ژوند(یعني د ایمان)تومنه ده  ومنئ او پوهه شئ چې خداي د انسان او د هغه د زړه ترمینځ حایل کیږي  او (د ټولو له باطني رازونو خبر دی ) او درست به د هغه وآخوا ته وګرځي :::::   

 د قرآن کریم له نظره دانسانانو ژوندي او احیاء کول،د الهی نبیانو اصلی رسالت دی .پردې اساس،مومنان ته بلنه ورکوي،چې  ددې په ځاي چې تر ټولو بند خوځيدونکي شي،چې  خپل عقل نه کاروي او په حقیقت کې مردګان  دي،د عقل او فکر له موهبت څخه په استفادې سره د خداي او د خداي د پیغمبر بلنه  مني،څو په نتیجې  کې ژوندي  شي او خپل روح ویښ کړي .د قرآن په  منطق کې حقیقي ژوند او حیات،په خوراک،څښاک او د ژوند په جوړولو او حتی په سا اخستو کې نه دی . ډیری انسانان دي چې مونږ ئې ژوندي ګڼو ،خو قرآن وائي ، چې دوي مړۀ شوي دي.داسې ډير انسانان شته چې مونږ وایو چې آوري او ګوري ، خو قرآن کریم وائي  چې  کاڼه او ګونګیان دي .ځکه چې د هستۍ دپنځون حقایق نه ويني.په حقیقت کې د انسان ژوندي کیدا د الهي نبیانو او وحي او تعلیماتوسره د هغه د یوځاي کیدا په سیوري کې ده او که څوک  د نبیانو له بهیر سره اتصال او اړیکه ټینګه نه کړي ، نو ژوندی نه دی .

دقرآن کریم  یو تکړه مفسّر او فقیه  آیت ا.. جوادي آملي د انفال سورې  دغه آیت د : توحید: په  بحث کې تر ټولو دقیق بحث ګڼي .

             دوستانو قرآن کریم دپیغمبر اکرم (ص) نبوّت  د انسان د نهائي ودې تر ټولو وروستۍ مرحله  ګڼي چې دهغه په اساس،هغه نهائي او بشپړ شریَّعت چې د آل عمران سورې په یوسل څلورشپیتم آیت کې  فرمائي ؛

 لَقَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًا مِنْ أَنْفُسِهِمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿۱۶۴﴾

؛ائ هغه کسانو چې ایمان مو راوړی ،الهي تقواغوره کړئ او دهغه په رسول ایمان راوړئ څو د هغه له رحمته دوه برخې تاسو ته ډالۍ شي او د تاسو لپاره  یو داسې نور شي،چې ورسره( په خلکو کې او دخپل ژوند په لاره)  لاړ شئ او د تاسو ګناهانې وبخښل شي او خداوند بخښونکی او رحیم دی . :::: 

Image Caption

 

  له دغو  دووډالیو یا  ګټو  مطلب،په دنیا کې د خداي رحمت او په آخرت کې د خداي رحمت دی (د بقرې سورې د ۲۰۱آیت په اساس )،پر دې سربیره،هغه نور چې  په دغه آیت کې مطرح شوی،د ایمان او تقوا نور دی چې  دعقل سلیم  او د انسان د سم فکر په سیوري کې د مومن له زړه پَردې  لیرې کوي،څو  هغه په حقایقو پوهه شي او دهغو په سیوري کې ئې داسې خاصه روڼتیا په برخه شیچې بې ایمانه  کسان ورځیني محرومه دي،ځکه چېد انسان پر زړه ترټولو مهمه پَرده او پيژندګلوۍ تر ټولو ستر خنډ دنیائي هیلې،مال او دولت او نفساني خواهشات دي .

 خوږو دوستانو په دې توګه،دیننه یوازې د وروسته پاتې والي لامل نه دی،بلکې د عقل پالنې او پوهې ته تر ټولو مهم هڅونکی دی چې په درستو مادي او معنوي زمینو کې د انساني ټولنو د ودې اوغوړیدا لامل شوی دی .اسلام باؤري دی د انسان عقل اوفکر باید د بشر په خدمت کې وي او د وحّي د تعلمیاتو په سیوري کې دهغه  وجودي حقیقت لوړشي .په دغه شان عقل سره ده چې د خداوندمتعال عبادت کیږي او انسان نیکمرغۍ او بشپړتیا ته رسیږي او الهي جنت او بهشت ترلاسه کوي .

خداوندمتعال د مونږ ټولو ته له خپل عقل او پوهې د کارولو وس او توان راپه برخه کړي.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************