د بایډن حکومت او په لویدیځي آسیاکې دامریکاپه سیاست بیا کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې په امریکا کې د جوزف بایډن د حکومت او په لویدیځي آسیا کې د ددغه هیواد د سیاست د بیا کتنې په اړه له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ،هیله د ه د استفادې وړ مو ګرځي .
دوستانو د جنورۍ په شلمه نیټه د چارشنبې په ورځ د امریکا د نوي ولسمشر جوزف بایډن د لوړې د دستورو له ترسره کیدا وروسته ددغه هیواد د نوي حکومت واک ته په رسیدا سره د امریکا په بهرني سیاست کې د بدلونونو پشمول ددغه هیواد د پخواني حکومت د سیاستونو اواقداماتو باندې دبیا کتنې بهیر پيل شوی دی .
جوزف بایډن د چارشنبې په ورځې د امریکا د ولسمشر په توګه د خپل کار په لومړنۍ ورځې ، د دغه هیواد دپخواني ولسمشر ډونالډټرمپ داقداماتو د باطلولو په موخې سره پنځلس اجرائي فرمانونه لاسلیک کړ.
د بهرنی سیاست په حوزې کې په دغو تر ټولو مهمو اجرائي دستوراتو کې د روغتیا نړیوالې ادارې او د پاریس د آب و هواموافقې ته د امریکا بیرته ستنیدا ته اشاره کیدلی شي .
د بهرنی سیاست په ډګر کې د جوبایډن اقدامات په دې زمینې کې د ټرمپ د اقداماتو دپيکه کولو په موخې سره ترسره شوي دي . جوبایډن په نړیوال ډګر کې د یوه اغیزشیندونکي قدرت په توګه د امریکا دموقعیّت په احیاء کولو او د دوي دحیثیّت په سمولو پسې دی . د امریکا په بهرني سیاست کې د لویدیځي آسیا سیمې اهمیّت ته په پام سره ، د بایډڼ حکومت ،سملاسي د یمن ،افغانستان، ا یران او صهیونیسټي رژيم پشمول د دغې سیمې د مهمو بحرانونو او مشکلاتو په باب د واشنګټن په سیاست د بیا کتنې بهیر پیل کړ دی .

د امریکا خارجه وزارت د جنورۍ په دوه ویشتمې نیټې وئيلي دي ، چې د ترهه ګرو ډلو په لیسټ کې د یمن د دانصار ا... غورځنګ دنامې د شاملولو په باب د ټرمپ دحکومت په فیصلې بیا کتنه کوي . د ټرمپ حکومت دغه فیصله یوازې په یولسو ساعتونو کې کړې وه . د امریکا د خارجه وزارت ویندوي وئیلي دي ، خارجه وزارت هڅه کوي ،څو د ترهه ګر په توګه د حوثیانو د طبقه بندۍ په فیصلې کې زرترزره بیا کتنه لا چټکه اونهائي کړي .
د هغه په وینا ، د ترهه ګرو ډلو په لیسټ کې د انصار ا... غورځنګ د نامې د شاملولو د فیصلې په باب بیا کتنه کوي . د امریکا نوي خارجه وزیر آنتوني بلینکن ژمن شوی چې سملاسي د تیر حکومت دغه فیصله ارزوي ،څو په یمن کې د انسان دوستۍ رسونکي مرستې ونه دریږي .
مرستندویه ادارې ا و دبشري حقوقو دفاع کونکي ډلو په یمن کې د انساني غمیزې د رامینځةکیدا څخه د مخنیوي په خاطر د ا مریکا له نوي ولسمشر ه غوښتي دي ، څو د یمن د انصار ا.. غورځنګ په ترهه ګر بللو کې دې د ټرمپ د حکومت اقدام لغوه کړي .
د کډوالو په چارو کې د ناروې د شورا عمومی منشي یان انګلنډ وئيلي د ي، دترهه ګرۍ په لیسټ کې د انصار ا...غورځنګ شاملیدا،یوغیرمنطقي او ورانونکی اقدام دی . د امریکا د پخواني حکومت دغه فیصله په هغه وخت کې کړې ده ، چې د انسان دوستۍ د فعالیتونو د فعالیتونو او د پراختیا او د قخطۍ د بې مخینې غمیزې د مخنیوي لپاره ډيرې هلې ځلې ترسره کړې وې .
د ملګروملتو لوړپوړو چارواکو هم د انصار ا... او د یمن د خواړو پر مرسته رسونې ئې دمنفي اغیزو په باب د امریکا د نوموړي فیصلې د خطرې په نسبت خبرداری ورکړی دی .


د خواړو نړیوالې ادارې هم په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، د امریکا له خواد دیوه ترهه ګر تنظیم په توه د انصار ا... په نظر کې نیولل به ، دیمن د لکونو بلکې د میلیونونو خلکو د پانسي کولو په معنا وي .
د آل سعود رژيم د یوه نزدې متحد ډونالډټرمپ دانصار ا... غورځنګ په بایکاټولو سره په توګه پخپل تصوّر کاوۀ چې د یمن د مقاومت د ماتولو او په نتیجې کې د سعودي ائيتلاف په ګټه د انډول د بدلولو لپاره یو مهم ګام پورته کوي . په عین حال کې چې د انصار ا.. غورځنګ بایکاټول ، په حقیقت کې د یمن د ولس دمیلیونونو خلکول پاره د انسان دوستۍ او خوراکي موادو د لیږد د مخنیوي په معنا دی . دا هغه چاره ده چې ټرمپ په اقدام نړیوالو او داخلي نیوکه کونکو ټينګار کړی ، او د کانګرس ۲۵استازو هم په یوه لیک کې پرې ټينګار کړی دی .
د دغې چارې یو بل اړخ،د بایډن دحکومت دسیمه ایز اوبهرنی سیاست په لاره کې د خنډ جوړونې لپاره د ټرمپ د حکومت هڅه وه .د امریکا دکانګرس د ډیموکراټانو له خوا د یمن د جنګ په باب د امریکا د سیاست څوځله محکومیّت او په دغه ظالمانه جنګ کې دسعودي ائيتلاف د ملاتړ د درولو لپاره د دوي غوښتنو ته په پام سره،د ټرمپ حکومت د یمن د انصار ا... غورځنګ په ترهه ګر بللو او بایکاټولو سره په حقیقت کې د بایډن حکومت د شوي کار په مقابل کې راوستل دي .خو اوس د بایډن حکومت د ټرمپ د حکومت په دغه اقدام دبیاکتنې هڅه کوي .
د افغانستان موضوع هم یوه بله هغه موضوع ده چې اوس د بایډن دحکومت په ایجنډا کې راغلې ده . سپينې ماڼۍ د جنورۍ په ۲۲نیټه په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،د امریکا د ملی امنیت سلاکار جیک سالیوّن له خپل افغان همڅنګ حمد ا...محب سره په ټيلیفوني خبرو کې وئيلي دي ، د امریکا نوی حکومت فیصله کړې ده ، په هغې موافقې کې چې د ۲۰۲۰کال په فرورۍ کې له طالبانو ډلې سره په قطر کې لاسلیک شوي،بیا کتنه وکړي .
د امریکا نوي خارجه وزیر آنتوني بلینکن ددغه هیواد په مشرانو جرګې کې په غونډې کې وئيلي وو چې له طالبانو ډلې سره د ټرمپ په موافقې به بیا ارزونه او بیا کتنه وکړي . د افغانستان حکومت او طالبانو ډلې له دې مخکې وئيلي وو ،چې دواړه لوري له طالبانو ډلې سره د ټرمپ دحکومت دشوي موافقې دپرمخ بیولو لپاره ، سپينې ماڼۍ ته د جوبایډن د رسیدو په تمه دي څو ددغې موافقې په وړاندې د هغه په دریځونو او اقداماتو پوهه شي .

یوه طالب چارواکي خبرداری ورکړی دی،که امریکائي لوري له افغانستانه د دغه هیواد د ځواک دویستلو په باب خپلو ژمنو ته پابنده نه شي ،نو دوي به مجبوره وي،څو لاسختې فیصلې وکړي .د قطر په دوحې کې د ۲۰۲۰کال په فرورۍ میاشت کې د طالبانو ډلې او امریکا ترمینځ له موافقې وروسته ، واشنګټن وئيلي دي،چې له افغانستانه به خپل ځواک تر ۲۰۲۱ کال تر مئ پورې په داسې بڼه کې وباسي،چې طالبان د دوحې د موافقې په اساس خپلو ژمنو ته پابنده ووسي .
د ټرمپ د حکومت په اساس،د ۲۰۲۱ کال دجنورۍ ترمینځیو پورې د امریکائي عسکرو شمیر له څلور زره پنځو سوو څخه دوه زره دوه پنځو سوو ته کم کړ .
د طالبانو ډلې پنځه زره بندیان هم د همدغې موافقې په اساس د افغانستان له بندونوخوشي شوي،چې اوس د افغانستان حکومت اعلان کړی دی له هغوي ډير زیات دجنګ ډګر ته بیرته ستانه شوي دي . ددغې موافقې په اساس ټاکل شوې وه،درست امریکائی پوځیان په څوارلسو میاشتو کې له افغانستانه ووځي او د طالبانوډلې او امریکا د سولې دموافقې له لاسلیک کیدا لس ورځې وروسته ،د طالبانوډلې او د افغانستان دحکومت ترمینځ د سولې بین الافغانی خبرې اترې پیل شي .خو د موافقې دغې برخط هماغه راز کومه نتیجه نه د ه ورکړې .
د افغانستان د ملی امنیت سلاکارحمد ا..محب خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د وتلو لپاره دامریکا له چمتووالی وروسته دغه هیواد د داخلي جنګ له واقعي ګواښ سره مخامخ شوی دی .
په حقیقت کې امریکا چې افغانستان ته په ورتلو او په دغه هیواد کې د جنګ غواړي لمبو په زیاتولو سره،د لسګونو زره خلکو د وژلې او د میلیونونو د کډوالید او ددغه هیواد دزیاتره بیخ بینا ئي تاسیساتو د کنډوالو لامل شوي ، د ټرمپ دواکوالۍ په وروستي کار کې له افغانستانه پخپل غیرمسئولانه وتلوسره په افغانستان کې د امنیتي خلاءد رامینځةکیدا لامل شوي ده .
د امریکا کانګرس او هم پنټاګان او ددغه هیواد لوړپوړي پوځي چارواکي له افغانستانه د دغه هیواد دپوځیانو له بشپړ وتنې سره موافق نه دي،نو ځکه له دې مخکې هم تمه کیدله چې دجوبایډن واک ته په رسیدا سره د جنورۍ له شلمې نیټې څخه د امریکائي پوځیانو د وتلو بهیر سست شی او په دې زمینې کې ځیني بدلونه راشي .اوس د افغانستان په وړاندې د واشنګټن دنوي سیاست څرَک راڅرګند شوی او تمه کیږي،چې له دغه هیواده دامریکائي پوځیانو د ویستلو په زمینې کې د بایډن د حکومت له خوا بیا اساسی کتنه وشي .

د په لویدیځي آسیا سیمې کې د جوزف بایډن د حکومت دپام وړ یوه بله موضوع د ایران په وړاندې او دجامعې نړیوالې ا یټمي موافقې په باب د امریکا سیاست دی . دایران او جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په وړاندې د بایډن دحکومت د چارواکو وروستیو دریځ نیونو ته په پام سره داسې ښکاري،د ایران په وړاندې د واشنګټڼ د سیاست حقیقي بدلون لپاره څه خاص هیله نشته . د امریکا خارجه وزیر آنتوني بلینکن ایټمي وسلو ته د ایران د لاس رسي مخنیوي ته د بایډن دحکومت پر پابند پاتیکیدا په ټينګار سره مدعي شوی چې ایټمي وسلو ته د رسیدا لپاره د ایران د رسیدا نیټه له یوه کاله تر درو یا څلورو میاشتو پورې حد ته رسیدلې ده .د امریکا د ملی اطلاعاتو مدیر آوریّل هینز هم وئیلی دي،چې که ایران ایټمي موافقې ته بیرته وګرځي،نو مونږ به بیرته ورګرځو،خو په اوسنیو شرائطو کې داسې څه لیرې ښکاري ،او دغې مرحلې ته تر رسیدا پورې له زیاته فاصله موجوده ده . هغه وئيلي دي ، دایران ایټمي موافقې ته په بیرته ستنیدا کې دې دایران بې ثباته کونکي فعالیتونه او توغندوي پروګرام په باب خبرې اترې هم ورشاملې شي .د امریکا دفاع وزیر لویډ آستین هم ایران،په سیمې کې د امریکا دمتحدانو او په لویدیځي آسیا کې د دیره امریکائي پوځیانو لپاره یو ګواښ بللی دی .په دې توګه د ایران او د نړیوالې ایتمي موافقې په باب واک ته د بایډن د رسیدا د نتیجو په هکله له مخکینیو اټکلونو سره سره البته اوس د هغه د حکومت لوړروتبه چارواکي په دې زمینې کې هماغه وړاندیني دریځونه او ادبیات تکراروي .
د ټرمپ حکومت د ۲۰۱۸کال په مئ کې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې څخه له وتلو وروسته ځیني پلمې او غوښتنې مطرح کړې او دغو غوښتنو او کرغیړنو اقداماتو ته د رسیدا لپاره ئې د یران په ضد دزیاتره دباؤسیاست ته مخه کړې چې د یوه هیواد په ضد د تاریخ په اوږدو کې دترټولو سختو بندیزونو دلګولو لامل شوې .دغه کړچار د هغو د بریالیتوب په باب له ډير هائ هوئ او شور ماشور سره سره،البته په عمل کې ونه توانیدۀ واشنګټن هغې هیڅ یو ې موخې ته چې د امریکا د وخت خارجه وزیر مایک پمپئو د دولس ګوڼه غوښتنو په چوکاټ کې مطرح کې وې،ورسیږي.د ډیری کارپيژاندو په وینا د ایران په وړاندې د ټرمپ د زیاتره دباؤ سیاست او اقتصادي جنګ نه یوازې کومه بریا نه درلوده،بلکې له هراړخه ئې ماته هم خوړلې ده . ددغې چارې دلیل د ایران له خوا د زیاتره مقاومت د سیاست غوره کیدا او د امریکا دسختو دباؤنو په وړاندې د دوي دریدا وه .

په عین حال کې تهران په عمل کې د ۱+۴ډلې د اروپائي لورو د ځنډ په دلیل و د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په چوکاټ کې په پنځو مرحلو کې د خپلو ژمنتیاؤ کمیداترسره کړې او اوس د ایران د اسلامی شورا مسودې ته په پام سره، د یورانیمو د شل فی صدي پخولو او د خپلو پاخوشوو یورانیمو د زیرمو دزیاتولو په څير اقدامات پخپلې ایجنډا کې راوستي دي . دا چاره چې په حقیقت کې د لویدیځي لورو یعني دامریکا او اروپا ته دخپلو ګواښونو د اجرائي کولو په زمینې کې د ایران دجدیّت د نندارې لپاره ترسره شوي ، اوس ایټمي وسلو ته دلاس رسي لپاره د هڅې پشمول د ایران په ضد چټي ادعاګانو دمطرح کولو لپاره د بایډن دحکومت د چارواکو لاسوند ګرځيدلې ده . په داسې حال کې چې ایران د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس دپرله پسې راپورونو په اساس هڅکله هم دایټمي وسلو په لور انحراف نه دی کړی . په عین حال کې د جوزف بایډن حکومت، جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د سملاسي ستنیدا په زمینې کې د خپلو مخکینیو ادعاګانو په اپوټه ، البته په دې زمینې کې مختلف شرائط او کړۀ ناکړۀ مطرح کړي دي . په حقیقت کې جوبایډن نه یوازې د ایران دایټمي فعالیتونو د نړیوالې ایټمي موافقې د محدودیتونو د محتوا او وخت د پراختیا غوښتنه کوي ،بلکې غواړي، دنورو موضوعګانو په باب،یعني د توغندوي توانمنیو او دسیمه ایزو سیاستونو په باب خبرې اترې پر تهران وتپي . ایران په کرتو اعلان کړی دی ، چې یوازې جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته پابنده دي او د نورو موضوعګانو په باب به دخبرواترو لپاره دامریکا غوښتنې ته هیڅکله هم تسلیم نشي .
د صهیونیسټ رژيم په وړاندې د جوزف بایډن حکومت سیاست هم د لویدیځي آسیا سیمې په وړاندې دامریکا په نوي بهرني سیاست کې ځيني مهمې مسئلې هم دي . امریکاد ډونالډټرمپ په واکوالۍ کې اسرائيلو ته ترټولو زیات خدمتونه وکړل .

اوس د جوبایډن واک ته په رسیدا او دمخکنیي حکومت په سیاستونو کې د بیا کتنې په زمینې کې دهغه د حکومت په هڅې سره،د تل ابیب چارواکو په تیره بیا د صهیونیسټ رژیم کرغیړن لومړي وزیر بین یامین نتن یاهو له ډيرو زیاتو اندیښنو سره مخامخ شوی دی . نتن یاهو دتیر کال په نومبر میاشت کې جوبایډن ته په یوه غیرمستقیم پیغام کې هغه،جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته له ستنولو منع کړی دی .
هغه په دې زمینې کې وئيلي دي،پخوانۍ ایټمي موافقې ته بیرته ستنیدا منع ده . باید ایټمي وسلو ته دایران دلاسونو دلنډولو لپاره له دغه هیواد سره نه منونکي سازباز سیاست په وړاندې ولرو،د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته دامریکا داحتمالي ستنیدا په لاره کې دخپلو خنډ جوړونو په دوام کې د ۲۰۲۰ کال ددسمبر په وروستیو کې هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره له هیوادونو غوښتي وو،څو ددغې نړیوالې موافقې د ساتلو لپاره دې هڅه نه کوي . نتن یاهو په همداوروستیو شپو ورځو کې هم څو ځله په ښکاره جامعې ڼړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا دبیرته ستنیدا د احتمال په باب خبرداری ورکړی او د سپينې ماڼۍ د نوو واکوالانو لپاره ئې د تلویحي کرښو اونښو په کاږلوسره حتی وئيلي ئې چې جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته ستنیدا حماقت دی چې باید دغه شان حماقت ونه شي.
نتن یاهو همداشان جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د جوزف بایډن د حکومت دبیرته ستنیدا له احتمال سره د مقابلې په موخې سره د اسرائيلو د پوځي،امنیتی،اطلاعاتي اورګانونو د لوړپوړو چارواکو یوه ډله جوړه کړې او همداراز ئې د ایران په چارو کې د امریکا له حکومت سره په تعامل کې د ځانګړي استازي په توګه د موساد د مشر یوسي کوهن دمنصوبولو احتمال هم څرګند کړی دی،خو تردې دمه دبایډن حکومت د هغه دخبرداریو او ګواښونو ته څه خاص پام نه دی کړی، او ډيری کارپوهان اوشناندي وائي ممکنه ده همدغه چاره د جوزف بایډن دحکومتي ټیم او صهیونیسټ رژيم ترمینځ سوکه سوکه تاؤتریخوالی هم زیات کړي .
(سیماب)
***********************************************