د روژي دمبارکي میاشتي د هري ورځې دعا
نو راځئ چې د روژې دمبارکې میاشتې دلومړنۍ ورځې دعا په ګډه سره آورو
له ابن عباس څخه روایت شوی دی چې داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)د روژې دمبارکې میاشتې د هرې ورځې لپاره ډير زیات فضیلت بیان کړی دی او د هرې ورځې لپاره ئېله ډير فضیلته او کرامته ډکې دعاګانې ذکر کړي دي ، چې مونږ د روژې دمبارکې میاشتې له پیل څخه دغه دعاګانې په ویډیوئي بڼه او متن سره ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي او مونږ به هم پخپلو دعاګانو کې نه هیروئ .
اللَّهُمَّ اجْعَلْ صِيَامِي فِيهِ صِيَامَ الصَّائِمِينَ، وَ قِيَامِي فِيهِ قِيَامَ الْقَائِمِينَ، وَ نَبِّهْنِي فِيهِ عَنْ نَوْمَةِ الْغَافِلِينَ، وَ هَبْ لِي جُرْمِي فِيهِ يَا إِلَهَ الْعَالَمِينَ، وَ اعْفُ عَنِّي يَا عَافِياً عَنِ الْمُجْرِمِينَ.
؛ ائ خدایه ! په دې میاشتې کې مې روژه، د روژتیانو روژه وګرځوې ،دشپې ژوندي کول مې د شپې ژوندي کونکو عبادت وګرځوې ، او په دې کې مود بې خبرو له خوبه ویښ کړې او په دې کې مو ګناهانې وبخښې ،ائ دنړیوالو معبوده، او ما وبخښې ، ائ د ګناهګارانو بخښونکیه.