روژه په نړۍ کې (هندوستان)
(last modified Thu, 22 Apr 2021 11:41:53 GMT )
Apr 22, 2021 16:11 Asia/Kabul
  • روژه په نړۍ کې (هندوستان)

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې  په نړۍ کې د  روژې  نومې د لړۍ له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو ، چې په هندوستان کې د روژې د  اهمیّت او آدابو په باب درسره غږیږو، نو هیله ده  استفادې وړ مو وګرځي .

       دوستانو دهندوستان  جمهوریت  په رسمي  نامې سره هند ، دجنوبی آسیا یو هغه هیواد دی چې دهند براعظمګي زیاتره برخه نیسي  او پلازمینه ئې هم نوی ډیلی دی .  دهندوستان  نفوس او آبادي کابو یو میلیارډ  او  درې سوه پنځوس میلیون تنه  ده . هند له چینه وروسته دن ړۍ  دوهم ترټولو ستر پرنفوسه هیواد دی .  دهند دولس فی صده خلک مسلمانان دي 

هندي مسلمانان ، د روژې  مبارکې میاشتې  ته ډير اهمیّت ورکوي .  دهند څه د پاسه  دوه سوه میلیون مسلمانان ددیني عالمانو دفتوا په اساس ،  دروژې د مبارکې میاشتې درستې روژې په پرتم سره  لري او ځانګړي دستورې هم پکې ترسره کوي . دهندوستان مسلمانان  دشعبان د میاشتې په دریمې لسیزې  کې  د ښارونو او کلو  جوماتونو ،امامباړو  او نورو مذهبی ځایونو په پاکولو  سره  دخداي  دمیلمستیا د میاشتې لپاره تیاریانې کوي .  جوماتونه او مذهبی ځایونه  د روژې دمبارکې میاشتې له رارسیدو مخکې  د خلکو په تیره بیا د ځوانانو دجذبولو لپاره  په  رنګ په رنګو پوسټرو او توکرو سره پوښل کیږي ، چې  مختلف قرآني آیتونه اوحدیثونه پرې لیکل شوي وي . د دغه هیواد په مسلمان میشتو سیمو کې بازارونه هم د روژې رنګ اوبوي خپلوي . حتی دغیر مسلمان میشتو سیمو  په برخو کې هم د روژې دمبارکې میاشتې په احترام کې  د ځانګړو شیانو سټالونه  او بازارونه نندارې ته وړاندې کیږ ي.

Image Caption

 

               یو راوي یوه کیسه کوي او وائي ؛ زه محمد حافظ یم ، یو هندی مسلمان. زه د ډیلي ښار په یوه بازار کې دکان  یا هټۍ لرم .په روژې مبارکې میاشتې کې د مونږ کار ډير ځلیږي او وده کوي ، ځکه دهند مسلمان خلک  د روژه ماتي ، پشماني  او د خپلو میلمنو  لپاره  د  پروګرامونو دجوړولو لپاره په دغې میاشتې کې بازارونو ته مخه کوي  او دخپل ضرورت شیان اخلي .  نه یوازې په نوي ډيلي کې ، بلکې د هندوستان په نورو زیاترو ښارونو کې هم دغه شان ولوله و پرتم ترسترګو کیږي . په حیدرآباد او کلکتې ښارونو کې هم د خوراکي موادو بازارونه د روژماتي او پشماني ته په نزدو وختونو کې  ډيره رڼا خپلوي  او ګڼه ګوڼه جوړیږي  مونږ دکانداران  له روژماتي وروسته تر پشماني پورې  خپله دکانونه پرانیستی ساتو . خلک  د روژې په مبارکې میاشتې کې  له مونږه زیاتره خرما، میوې  او سرۀ کړائ شوي خوراکونه  اخلي څو د روژماتي او پشماني ترمینځ په وخت کې ئې  نوشي جان کړي .

          دهندوستان په ځینو  هغو سیمو کې چې  زیاتره آبادي ئې مسلمانان  وي، د ریسټورانونو دروازې نیمې پرانیستي پریږدي . که څه هم په هندوستان کې  د روژې په مبارکې میاشتې کې  خوراک څښاک منع دی ، خو  غیر مسلمانان او حتی هغه مسلمانان چې د روژې دساتلو جوګه نه وي ، له روژتیانو سره په دغې دیني فریضې کې ملګرتیاکوي . د هندوستان زیاتره خلک په تیره بیا مسلمانان  د بې وځلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي  چې خپل دینی فرایض له نورو سره له  کوم توپير پرته  ترسره کوي . د روژې په مبارکې میاشتې کې زیاتره خیریه  موسیسې او تنظیمونه ،  ددغو کسانو کورونو  ته ورځي او  ورسره  دمالی مرستو پشمول هر ډول مرستې کوي  یا د یوې میاشتې  د خواړو د شیانو د برابرولو لپاره ورسره مرسته کوي او یا هم د یوې میاشتې لپاره د خواړو سامان ورکوي څو دوي هم  دخداي په میلمستیا کې شریک شي .

Image Caption

 

Image Caption

 

            راوي  په یوه ځاي کې وائي ،  زما په هیواد کې ، ډير زیات مختلف دینونه او مذهبونه  دي . مونږ مسلمانان ، له خپلو غیر مسلمانو ګاونډیانو سره  لکه چې  بودایان ،هندوان  او مسیحیانو  سره ښې اړیکې لرو او د روژماتي په وخت ئې خپلو دسترخوانونو ته رابولووڅو له مونږ سره  د روژماتي په وخت د خداي دمیلمستیا په میاشت کې برخه واخلي . په هندوستان کې  د روژې په مبارکې میاشتې کې  یو ډیر ارزښتمند دود او دستورو،دا دی چې  په درست هندوستان کې په مخصوصو ځایونو کې   خلک خپل نذرونه  ورکوي ،څو هغه کسان چې د  خرما ،میوو ،او میټایانو په څير د شیانو داخستو وس  نه لري ،  له دغو پیسو او نذرونو استفاده وکړي . د ډيلي ښار په زیاترو سیمو کې  دپشماني لپاره دخلکو ویښونکي ډلې ډلې کسان له پشماني مخکې  په کوڅو او واټونو کې ګرځي  او خلک د پشماني لپاره بیدروي  .دا په هندوستان کې  په روژې میاشتې کی یو ډير پخوانی دود او دستور دی . دوي په لوړ غږ سره د خداي او د پیغمبر نومونه اخلي  او خلکو ته بلنه ورکوي ، چې پاڅئ د پشماني وخت شوی دی او دروژې لپاره ځانونه تیار کړئ .دغه دود او دستور له څو پیړیو راهسې په هندوستان کې ترسره کیږي . په تیره بیا په هغو سیمو کې چې مسلمانان پکې اوسیږي . دغه   کسان خپل کار له  دوه نیمو بجو څخه پیلوي  او معمولا ،  لرګی ، یا داسې بل څه شی له ځان سره ګرځوي  چې د خلکو دروازې وسره ټکوي ، او خلک ویښوي . په زیاترو موردونو کې  دغه دود او د پشماني لپاره  ویښونکي ډلې ټپلې په یوې کورنۍ کې  له یوه نسله بل نسل ته منتقلیږي . البته دغه کار د  روژې دمبارکې میاشتې تر وروستیو پورې  دوام موموي  او  له مسلمانانو  ډالۍ هم ترلاسه کوي .

              دوستانو  د روژې په مبارکې میاشتې کې  په هند کې په جوماتونو کې د پنځه وخته لمونځ قایمول ، دقرآن دقراءت  او ویناؤ غونډې ترسره کول  دوام مومي . هندي مسلمانان  داسلامی اعتقاداتو په اساس،  خپله روژه په خرما  او اوبو سره افطار کوي . البته دهندوستان په ځينو سیمو کې  روژماتی په شیدو او یاد  میوو په ټکړو سره  دود دی .

راوي په یوه ځاي کې وائي ؛ مونږ هندیان  د خپل روژماتي لپاره ډير دودیز خواړۀ لرو چې  د  روژې په مبارکې میاشت کې  د د روژماتي په وخت ورځینی استفاده کوو ،لکه چې  دا ل چنا، چې  له حبوباتو سره  یو ځاي پاخۀ شوی شلغم یا شړشم  هم ورسره وي .   دغه راز پکوړې  چې یو ډول  اسنک  دی او له  سرۀ کړائ شوي پیاز ، آلوګان او دغه راز  وړوڅخه جوړیږي  او خپله  مصاله هم لری  او ځيني پکې زیات مرچکي هم  اچوي  او دغه راز دهي بَلې  یو بل خوراک دی، چې  دال ، ماستۀ او  وړو څخه جوړیږي .

 همداارز دپشماني په وخت  ډول ډول دودیز خوراکونه شته،لکه چې  کیچړي، چې ورژو سره یو ځاي  دال هم پکې وي . همداراز قیمه  چې له څرخ شوي غوښې سره سرۀ کیږي  او دغه راز پراټې  چې دغنمو له وړو جوړیږي  او په غواړو کې سرۀ کیږي . همداراز بریاني  چې ډير په زړه پورې او خوندور خوراک دی او دا له مختلفو مصالو سره  له غوښې ، ټماټرو،سره یو ځاي سرۀکیږي   او دهندیانو یو ثابت خوراک هم دی . له دغو خوراکونو زیاتره دپشماني په وخت استفاده کیږي،ځکه چې ډيره انرژي لري .

Image Caption

 

 حتی د هندوستان په هوټلو کې هم  د روژې په مناسبت  هغه خواړۀ چې په دغې میاشتې کې دود او ورته مخصوص دي،تیاریږی.همداراز په ریسټورانونو کې د روژې دمبارکې میاشتې مخصوص خواړۀ تیاریږي او خلک ئې بیا کورونو ته وړي او نوشي جان ئې کوي .همداراز په دغه هیواد کې په روژې میاشتې کې دڅښاک  لپاره هم په خاصو لبنیاتو کې  آب لیمو او له شیدو سره ځیني خواږه شربت یوځاي کیږی او دغه راز له شیدو سره اوبو او پکې بوره اچول کیږي،او له روژماتي وروسته دتندې د ماتولو او د انرژۍ د زیاتولو لپاره ورځيني استفاده کیږي څو د شپې مهال دعبادت لپاره د روژتي توانمني تر یوه حده زیاته کړي .

                     راوي  په یوه بل ځاي کې وائي ؛ په  روژې مبارکې میاشتې کې دمونږ  د ژوند سټایل داسې دی چې  ورځې زیاتره په  عبادت کې تیریږي، دمونږ د عبادت اصلي ځاي  د نورو مسلمانو هیوادونو په څير جوماتونه دي چې معمولا  دپشماني ، روژماتي  په وختونو او دغه راز  ددغو وختونو په مینځ کې  له خلکو ډک وي .::::

 د هند مسلمانان  د روژې  دمبارکې میاشتې په وروستۍ لسیزې کې  د  اعتکاف درستورې هم لري . دغه دستورې چې د قدر پر شپو   په ټينګار سره ترسره کیږي ،د روژې د مبارکې میاشتې  د اوه ویشتمې شپې په مخصوصو دستورو باندې ختمیږي  چې  خلک د  خپلو خداي بخښلو  دفاتحې لپاره  قبرستانونو ته ورځي .

 راوئي بیا وائي ؛ مونږ د روژې دمبارکې میاشتې  وروستۍ جمعې ورځې  ته ؛جمعةالوداع ؛ وایوو . په دغه ورځ دقدس  د نړیوالې ورځې په دستورو  کې پر ګډون سربیره ،  د جمعةالوداع په ځانګړو دستورو کې هم ګډون کوو . د حیدرآباد ښار خلک  په دغه ورځ دحیدرآباد  ترټولو ستر جومات ، یعني مسجد مکه ته ورځي  او هلته د قرآن کریم تلاؤت  کوي او تر سهار پورې پکې عبادتونه ترسره کوي .

Image Caption
Image Caption

 

 نو دوستانو له دغو دستورو وروسته د  روژې دمبارکې میاشتې  داختر ورځ رارسیږي ، نو په هندوستان کې  د وړوکي اختر دستورې په ډير پرتم  او ولولې سره ترسره کیږي.

راوئي وائي ،په بازارونو کې بیرته ګڼه ګوڼه کیږي ، مونږ هندي مسلمانان  د وروژې له اختر ه څو ورځې مخکې  داختر  لپاره نوي قالي  اخلي ، معمولي قالي سپین  او رنګ په رنګ لباسونه . 

 هندوستان د بیلابیلو دینونو په درلودلو سره ، په درست کال کې ډير زیات اخترونه او دینی دستورې  لري .  خو په دغو اخترونو کې، وړوکي اختر چې په مسلمانانو کې یو ګډ اختر دی  له ځانګړي اهمیّته برخمن دی . دغه اختر پر مسلمانانو سربیره ، دغیر مسلمانانو لپاره هم ځانګړی اقتصادي اهمیّت لري.  په هندوستان کې د قرباني لوي اختر او وړوکی اختر یا د روژې دمیاشتې اختر په ډير پرتم  او ولولې سره لمانځل کیږي .

د هند  مسلمانانو پراخې آبادۍ ته په پام سره ،  د وړوکي اختر په ورځ  له هرې کوڅې او لارې د هندي سنتي موسیقي آوریدل کیږي . په کوڅو او بازارونو، جوماتونو او مذهبی ځایونو کې چراغان کیږي . زمونږ ماشومان لویانو ته د ګلانو دهارونو  په ډالۍ کولو سره  له هغوي اخترئ  اخلي . ځوانې انجونې  په نکریزو سره خپل لاسونه او پښې رنګوي  او  رنګ په رنګ بنګړي   په لاسونو کې اچوي . 

Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

         د هندوستان مسلمانان  همداراز د اختر په ورځ ځانګړي آداب  ترسره کوي. د روژې دمبارکې میاشتې داختر لومړنۍ ورځ د شوال دمیاشتې لومړنۍ ورځ  وي  او ډیری مسلمانان  د جماعت په لمانځه کې په ګډون  او د وړوکي اختر د لمانځه دخطبو په آوریدو سره  او دغه راز د زکواة فطرې یا سرسائې  په ورکولو د اختر ورځ تیروي .زکات فطره یا سرسایه  د غنمو د وړو ، د ورژو د وړو، اوربشو،خرماؤ ، ممیزو او  پّ څير د خوراکي موادو یومقدار  یا ددې په بدل کې پیسې  دي ، چې  په ټولنې کې بې وځله  خلکو او غریبانانو ته ورکول کیږي.

     راوئي  وائي ؛ مونږ هندي مسلمانان  ددغه اختر په ورځ  د اختر له لمانځه ادا کولو وروسته ، خپلو خپلوانو او مشرانو ته ورځو  او له  هغوي سره روغ بړ کوو .همداراز د اختر په همدغې پلمې سره میلمستیاوې  جوړووو  او قومونه او کورنۍ سره غونډيږي  او یو ځای سره دستورې جوړوي . ځیني هندي کورنۍ د ملمستیا ورکولو په ځاي نذري ورکوي څو کم عایده کورنۍ  او بې وځله هم په دغه ستر جشن   کې شریک شي . د وړوکي اختر په ورځ په هندوستان کې عامه چټي وي  خو  لیده کاته  ترڅو ورځو پورې دوام لري .

 د نیکمرغه وړوکي اختر له لمانځه وروسته،د کورنۍ مشر یا سرپرست  په کور کې د خپلو خپلوانو ، دوستانو اورشته دارو  په تمه کښیني  او  د دوي د میلمه پالنې په خاطر  د اختر  په ورخ خواړۀ او ډوډۍ برابروي،واړه  سپين ګیرو مشرانو ته د ګلونو هارونه ورپه غاړه کوي  او  د اختر ورځ تر ماسپيښین پورې سره  یو ځاي  ساعت تیری کوي .

 راوئي وائي ، په حقیقت کې د نیکمرغه روژې میاشت  او  اختر، د هندوستان  او ددهند دیندارو مسلمانانو  د اصیل فرهنګ او سنت او دودو او دستورو د بیلګو نننداره ده .  په دې توګه چې  له  دغو دستورو او دودونو پرته  اختر هیڅ معنا نه ورکوي  او  له دغو ټولو چارو او دستوراتو سره  اختر  یو ډیر رنګ په رنګ ماحول او په زړه پورې فضا رامینځة کوي .

 دوستانو په هند کې د  روژې دمبارکې میاشتې د ځانګړنو او دستورو  دترسره کیدا او د نیکمرغه  اختر په مناسبت د دغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل وخته مو په نیاؤمن خداي سپارو ،  ا.... مو مل او ملګری .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************  

 

ټیګونه