اسرائیلو ته د ایران استخباراتی ګوزار؛ د موساد استخباراتي اسنادو ته لاسرسی
-
په تل ابیب کې د موساد له مرکز څخه سټلایټي انځور
پارس تودی – په اردن کې د فوځي استراتیژیکو چارو ماهر د صهیونیستي رژیم مهمو استخباراتي معلوماتو ته د ایران د استخباراتو د ادارې د لاسرسی په غبرګون کې، وویل چي ایران د دې رژیم د برلاسی او د مخنیوونکي ځواک ادعا له مینځه وړې ده.
په دې وروستیو کې او د ایران د اسلامي جمهوریت د استخباراتو د وزارت له اعلامیې سره سم، د ایران امنیتي ځواکونو د یوه پېچلي عملیات په تر سره کولو، د صهیونیستي رژیم مهم معلومات، استراتیژیک اسناد، منجمله د دې رژیم د ایټمي تاسیساتو پورې اړوند سندونه یې، د صهیونیستي عواملو په وسیله، له نیواکي فلسطین څخه ایستلي دي د پارس تودی له راپور سره سم، . په دې لړ کې په اردن کې د فوځي استراتیژیکو چارو ماهر «نضال ابوزید» وایي: ایران یو یرغلیز استخباراتي عملیات ترسره کړی چې جغرافیوي او وختي پایلې لري.
هغه زیاتوي: زما په باور، د ایران دا عملیات، الکټرونیکي، سایبري او په عین حال کې د میداني عواملو د نفوذ په مرسته شوې ده.
ابوزید جوته کړه: په هر یو هیواد کې، د حساسو معلوماتو هر ډول ارشیو، د یوه بشپړه امنیتي سیسټم په وسیله ساتل کیږي لیکن داسي ښکاري چي ایراني ارګانونو په کښې نفوذ کړي وه؛ ایران په دې کار سره، هغه مخنیوونکي ځواک او برلاسی چي د صهیونیست رژیم د جنګ وزیر او د فوځ لوی درستیز او نورو مسئولینو پرې ویاړ کوله، له مینځه یوړه او په دا شان عملیاتونو کې، ګټه او تاوان، پټ نه شي پاته کېدای ځکه چي د دې عملیات هدف له مخنیوونکې ځواک څخه د نیواکګر رژیم بې برخه کول، دی
د باخبرو سرچېنو په وېنا چي المیادین چېنل سره خبرې کړي دي، د ایران استخباراتي اداره د صهیونیستي رژیم ګڼ شمېر استراتیژیکو اسنادو او پټو معلوماتو ته لاسرسی موندلي دي، منجمله، د دې رژیم له ایټمي تاسیساتو او پروژو سره، اړوندو زرګونو اسنادو ته.
دغې سرچینې ویلي: که څه هم یادو شویو اسنادو ته د لاسرسی عملیات، څه موده مخکې تر سره شو لیکن د اسنادو د ډېر زیات حجم او ایران ته د دوی د خوندي انتقال اړتیا له امله، تر هغه چې ټول اسناد ټاکلو خوندي ځایونو ته نه وو رسېدلي، له دې عملیاتو سره تړلې خبرې پټې ساتل شوې وې.
هغوی زیاتوي چي اسناد دومره زیات وو چي یوازې د هغوی څېړنه او د انځورونو او فیلمونو ننداره، زیات وخت ونیوه.
د دغو معلوماتي سرچینو په خبره، ایران همدا اوس د موساد د جاسوسۍ د ادارې د جګپورو افسرانو او د فوځي چارواکونو او امنیتي مشرانو پورې اړوند ټوله معلومات په واک کې لري.