د انرجۍ د انتقال لیکې، د اقتصاد او سیاست ګډوله-۸
د تاپي له پایپ لاین څخه د بهرو هیوادونو د ګټو او ملاحظاتو څیړنه
لکه څنګه چې خبر یئ، دا پروګرام د انرجۍ د اقتصاد په هکله د خبرتیا د زیاتولو په کلي موخې سره برابر شوی دی. په هغو مختلفو موضوعاتو کښې چې د انرجۍ د اقتصاد د څیړنو په برخه کښې ورته پاملرنه کیږي، د انرجۍ د انتقال د لاروچارو موضوع یې ستره برخه ځانته ځانګړې کوي. زمونږ پروګرام په هم دې بنیاد برابر شوی دی او د برصغیر په سترې سیمې کښې د انرجۍ د انتقال لیکې چې تر مرکزي آسیا، لویدیځې آسیا او قفقاز پورې سیمې په کښې شاملیږي، دجاجولې. که زمونږ د دې پروګرامونو لړۍ مو اوریدلې وي نو د تاپي د نل لیکې له جزئیاتو سره اشنا شوي یئ چې ټاکل شوې د ترکمنستان د ګیس زیرمې د افغانستان او پاکستان له لارې هندوستان ته ورسوي او د دغه هیواد د بندرونو له لارې یې له سیمې د ګیس بهرو استعمالونکو ته ورسوي.
د تاپي پروژې د هر یو ګډونوال هیواد د انګیزو او اهدافو په هکله مخکښې غږیدلي یو. په دې نني پروګرام کښې غواړو چې د تاپي له پایپ لاینه د بهرو هیوادونو ګټې او ملاحظات وڅیړو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
په تاپي پروژه کښې پر ګډونوالو څلورو هیوادونو یعنې ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان سربیره، ځیني نور هیوادونه هم شته چې د تاپي له طرحې له بهر راتلو سره سره د خپلو خاصو ملاحظاتو او ګټو په وجه دغې سترې اقتصادي طرحې ته پام لري. په دې وجه د دغو هیوادونو له لیدتوګو او ملاحظاتو خبریدل د تاپي د نل لیکې په سیاسي او جیوپالیټک اړخونو باندې د لازیاتې پوهیدنې سبب شي.
د تاپي د نل لیکې له طرحې بهر وړومبنې هیواد چې د کارپوهانو او رسنیو د پام وړ ګرځي، د ایران اسلامي جمهوریت دی. وجه یې هم د صلحې د پایپ لاین اغیزمنیدل دي چې پاکستان ته او د دغه هیواد له لارې هندوستاني مصرفونکو ته د ایران د ګیس د پراخو زیرمو د رسولو لپاره پلان شوی دی. د صلحې د پایپ لاین اوږدوالی تقریباً ۲ زره ۷۰۰ کیلومیټره اټکل شوی و چې تقریباً ۱۱۰۰ کیلومیټره یې د ایران په خاوره کښې، ۱۰۰۰ کیلومیټره یې د پاکستان په خاوره کښې او نزدې ۶۰۰ کیلومیټره برخه یې د هندوستان په خاورې کښې وه.
*/*/*/*/*/*/*/*
که د صلحې د نل لیکې طرحه اجرايي او بشپړه شي نو ټاکل شوې چې د یوې ۲۵ کلنې موافقې په چوکاټ کښې هره ورځ د ایران ۱۵۰ میلیون مکعب میټره طبیعي ګیس د ایران په جنوب کښې له عسلویه سیمې څخه پاکستان ته او له هلته نه هندوستان ته صادر شي. له ایرانه په صادریدونکي ګیس کښې ۹۰ میلیون مکعب میټره ګیس د هندوستان لپاره او ۶۰ میلیون مکعب میټره ګیس د پاکستان لپاره په نظر کښې نیول شوی و. د صلحې پایپ لاین چې د جوړیدو ابتدايي مراحل یې په ۲۰۰۲ میلادي کال کښې پیل شول، ټاکل شوې وه چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کښې بشپړ او ګټه اخیستې ته ورسیږي. خو د ایران د صلحه ایزو ایټمي فعالیتونو په لړ کښې د لویدیځوالو د جنجال په شان ګڼ عوامل چې د ایران د خلاف د امنیت شورا، اروپايي اتحادیې او امریکې له خوا د بایکاټي پریکړه لیکونو د صادریدو سبب شول، د دغې پروژې په برخلیک یې اغیزه وکړه. هند او پاکستان په ایران باندې د بندیزونو په فضا کښې د دباؤ له امله او هم داشان د هغو اقتصادي هڅونو تر اغیز لاندې چې د امریکې په شان یوشمیر هیوادونو یې ورسره ژمنې وکړې، د صلحې په نل لیکې کښې له ګډونه شاتګ وکړ. د هند او پاکستان اختلافات او د پاکستان له خاورې د تیریدونکې نل لیکې د بشپړولو لپاره د دغه هیواد اقتصادي مشکلات هم په خپل ځاې سبب شول چې د صلحې پايپ لاین په عمل کښې عملیاتي او اجرايي بهیر ترسره نه کړي. په داسې یوې فضا کښې وو چې د ترکمنستان حکومت برصغیر ته د ګیس د انتقال د پخوانۍ آیډیا د راژوندي کولو په تکل کښې شي چې نتیجه یې د تاپي د پایپ لاین پیلیدل وو.
*/*/*/*/*/
په ایران کښې د مشهد د فردوسي پوهنتون د سیاسي جغرافیا د ډلې اسسټنټ پروفیسر محسن جان پرور په دې هکله باوري دی چې، ګیس په نړۍ کښې د قدرت یوه سرچینه ده. د تاپي پایپ لاین د جوړیدو په بڼه کښې نور قدرتونه له چیلنج سره مخامخولې شي. له سیمې بهر لوبغاړي او په سر کښې يې امریکا غواړي چې د چین، روسیې او ایران په شان د سیمې هیوادونه د انرجۍ د انتقال په سیمه ایزو طرحو کښې څنډې ته کړي، امریکې یوه داسې دریځنیونه کړې ده چې غواړي د هندوستان ترڅنګ د سیمې د هیوادونو د رول لوبونې قدرت کم کړي. دا په داسې حالاتو کښې دي چې ایران ایران د سیمې د هیوادونو د اړتیا وړ ګیس د برابرولو لپاره ډیر ارزان او ډیر خوندي هیواد او لاره ګڼله کیږي.
سره له دې، د پاکستان حکومت طبیعي ګیس ته د سختې اړتیا په وجه د تاپي په پایپ لاین کښې د ګډون ترڅنګ، د صلحې د پایپ لاین د پروژې د راژوندي کولو لپاره ډیر اقدامات کړې دي. په دې لړ کښې د پاکستان حکومت له ایرانه د ۵۰۰ میلیون ډالرو غوښتنه وکړه خو د ایران حکومت ونه منله.
د ایران د اسلامي جمهوریت د تیلو وزیر بیژن نامدار زنګنه وویل: تر څو چې هندوستان د دغې نل لیکې د ګیس د دویم مصرفونکي هیواد په توګه خپل چمتوووالی اعلان نه کړي، ایران به د ګیس د انتقال له دغې لارې ګټه پورته کونې ته کومه ګروهنه ونه لري. د پاکستان حکومت هم داشان کوشش وکړ چې د د صلحې په پایپ لاین کښې د روسیې د ګیس پرون شرکت د ګډون لپاره د روسانو موافقت ترلاسه کړي خو په دې لړ کښې هم هیڅ لاس ته ورنغلل. روسانو په پیل کښې د مینې له څرګندولو باوجود، بلآخره په دغې طرحې کښې له ګډونه ډډه وکړه. قطر هم، هم دغه شان که څه هم په پیل کښې د صلحې د پایپ لاین په طرحه کښې ملګرتیا ته مایل و، خو بیا په کښې له ګډونه تیر شو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/
پاکستانیان په دغې طرحې کښې د پانګونې لپاره له روسیې او قطر څخه په بلنه کښې له ماتې وروسته، له چین سره په جدي توګه خبرواترو ته کښیناستل. په دې لړ کښې د پاکستان او چین حکومتونه د ۸۰۰ کیلومیټرو په اوږدوالي د مایع ګیس د انتقال د یوې نل لیکې د اجرا په سر موافقې ته ورسیدل چې کوې شي د پاکستان د ګیس یوه برخه د چین په شمال لویدیځ کښې سین کیانګ سیمې ته منتقله کړي. د پاکستان حکومت هم داشان د چین د حکومت له خوا د صلحې د پایپ لاین د پایپونو ښخولو د اجرا د احتمال خبر ورکړ. د چین د نل لیکې شرکت هم د چین د حکومت له خوا پاکستان ته د ایران د ګیس د انتقال د پایپ لاین د اجرا دنده په غاړه واخیستله. دا شان که د صلحې د پایپ لاین پروژه بیا پیل او عملیاتي شي نو پاکستان ته د ایران د ګیس د انتقال پایپ لاین په مینځ مهاله لرلید کښې تر چینه پورې غزیدې شي او چین ته د قوه ایزو توکو د انتقال ۱۲ زره کیلومیټري دودیزه لاره، تر ۲ زره او ۳۹۵ کیلومیټرو کمولې شي.
*/*/*/*/*/*/*/*
ګرانو مینه والو! د پروګرام په دې برخه کښې د تاپي د پایپ لاین د جوړیدو په هکله د امریکې د رول او سیاست جاج اخلو. د تاپي د ګیس له پایپ لاین څخه د امریکې د متحده ایالتونو ملاتړ په کلي توګه له ایران، روسیې او چین پرته د (نل لیکو د سیاست) په چوکاټ کښې بڼه نیسي. امریکا (د پایپ لاین د سیاست) په چوکاټ کښې د انرجۍ د ټرانزټ له لارو څخه په سیمه کښې د خپلو سیالو هیوادونو یعنې ایران، روسیې او چین په حذفولو پسې ده.
په ۱۹۹۰ لسیزه کښې جغرافیايي لورنیونه (د پایپ لاین سیاست Pipeline Politics » (شرقي-غربي) یعنې د مرکزي آسیا، کاسپین او قفقاز لاره وه. په دې لړ کښې واشنګټن د ترانس خزر، باکو-تفلیس-جیها، باکو-تفلیس ارزروم او نابوکو په شان د اقتصادي او امنیتي توجیه د نه لرونکو طرحو له جوړولو څخه سیاسي، اقتصادي او امنیتي ملاتړ وکړ. خو په تیره یوه لسیزه کښې یې د پایپ لاین د سیاست جغرافیایي لورنیونه (شمالي-جنوبي) لورې ته اړولې ده او د مرکزي آسیا، افغانستان، پاکستان او هندوستان له لارې د انرجۍ د انتقال طرحې د امریکې د متحده ایالتونو د پام وړ دي. د تاپي د پایپ لاین له جوړیدو د امریکې ملاتړ د سیمې په کچه د دوو سترو طرحو یعنې (د وریښمو د نوې لارې د سټراټیجۍ New Silk Road Strategy) او (د سترې مرکزي آسیا Greater Central Asia) د طرحې په چوکاټ کښې بڼه نیسي. له دې نظره په مرکزي او جنوبي آسیا سیمو کښې د افغانستان په چورلیزتوب سره د جیوپالیټکي دوامدارۍ او اقتصادي همپالنې له نظره د امریکايي سیاستوالانو د جدي پاملرنې وړ ګرځیدلې ده.
د تاپي له پروژې څخه د لویدیځو هیوادونو ملاتړ په ترکمنستان، افغانستان او پاکستان کښې د نفوذ او دخالت د زیاتیدو په موخه دی.
د امریکې متحده ایالتونو (د وریښمو د نوې لارې د سټراټیجۍ New Silk Road Strategy) او (د سترې مرکزي آسیا Greater Central Asia) د طرحو په چوکاټ کښې د دغه هیواد په خارجه وزارت کښې یو نوی سیاسي او اداري جوړښت رامینځته کړی دی چې د (مرکزي او جنوبي آسیا په چارو کښې د امریکې د خارجه وزیر د ځانګړي مرستیال Assistant Secretary for South and Central Asian Affairs) په توګه یادیږي. د دغه جوړښت ځانګړې کار د تاپي د پایپ لاین په شمول په دې سیمې کښې د اجرا په حال کښې مختلفو طرحو پر غږمله پرمخ بیولو باندې نظر او څارنه ده. د امریکې د خارجه وزیر ځانګړی مرستیال په دوامداره توګه د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا د هیوادونو او د افغانستان له جګ پوړو چارواکو سره تل په اړیکې او تماس کښې وي. د تاپي د ګیس پایپ لاین جوړیدل د نورو سترو اقتصادي طرحو ترڅنګ د امریکې د پام وړ ګرځیدلي دي. په دغو طرحو کښې د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان د ریل پټلۍ پروژې او هم داشان د (کاسا-۱۰۰۰) په نامه مرکزي او جنوبي آسیا ته د بریښنا او تجارت پروژې ته اشاره کولې شو چې تاجکستان، قرقیزستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ته د بریښنا په ټرانزټ پورې اړونده ده. په نورو پروژو کښې د تاجکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کښې د یوشمیر پلونو جوړول دي چې د دوستۍ پل، ایشکاشم پول او ونج پل په کښې شامل دي.
د ازبکستان د حیرتان او د افغانستان د مزار شریف ترمینځ د حیرتان د ریل لارې پروژه هم په دغو طرحو کښې راځي. دغه طرحې او پروژې چې د افغانستان په محوریت سره د مرکزي او جنوبي آسیا د سیمو په جیوپالیټکي پیوستون او اقتصادي همپالنې پورې اړوندیږي، د امریکې د سخت ملاتړ وړ دي. له دغو مواردو سره سره امریکې تراوسه د تاپي له کړکیچنې طرحې مالي ملاتړ ته او یا د دغې نل لیکې په امنیتي خنډونو باندې برلاسي کیدو ته غاړه نه ده ایښې.
*/*/*/*/*/*/*/*/*
ګرانو او قدرمنو لوستونکو که پوهیدل غواړئ چې د تاپي د پروژې په وړاندې د روسیې دریځ څه دی نو زمونږ د دې لړۍ راتلونکې پروګرام خامخا ولولئ.
*/*/*/*/*/*
ترجمه: عبدالماجد درانی