-
امریکا د خپلو ۱۸پوځیانو په وژل کیدا او د ۶۲۴ نورو په ژوبلیدا اعتراف وکړ
Jul 27, 2026 11:26ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا دفاع وزارت پینټاګان په خپلو وروستیو شمیرنو کښې وویل د روان میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په اتویشتمه نیټه د ایران پرضد له تیري راهسې د امریکا اتلس پوځیان وژل شوي او شپږ سوه څلرویشت نور ژوبل شوي دي.
-
د ایران پرضد جنګ دامریکا د ولسمشر ټرامپ له اټکل څخه سخت دی
Jul 27, 2026 10:17ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د «سي بي ایس» ټیلويژن او د «یوګاو» شرکت لخوا د ګډې ترسره شوې نظرسنجې نتیج ښودنه کوي د امریکا د اکثره خلکو په نظر د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د امریکا جنایتکارانه جنګ له هغه څه سخت دی چې ولسمشر ډونالډ ټرامپ یې تمه لرله.
-
سرلشکر صفوي: د ایران اراده په دباو سره نه شي کمزورې کیدې
Jul 27, 2026 07:45پارس ټوډی- د ټولو قواو د اعلی سرقوماندان مرستیال او لوړ پوړی سلاکار په دې خبرې سره چې د ایران وسله والو ځواکونو د نویو نوښتونو او د جګړې د ډګر د بدلولو له لارې د دښمنانو معادلې اغیزمنې کړې دي وویل: د ایران د زغم قدرت زیات شوی او دښمنان نه شي کولی چې په سیاسي او اقتصادي فشارونو سره د ایران د ملت اراده کمزورې کړي.
-
پزشکیان: په غیرپوځي زیربناو باندې بریدونه، جنګي جنایت دی
Jul 27, 2026 07:40پارس ټوډې - د ایران ولسمشر د ترانسپورتي زیربناوو د وروستي وضعیت او د ایران د سرحدي ترمینلونو، بندرونو، سړکونو او ریل شبکو ته د رسیدلي زیان په څیړنې سره، په ملکي زیربناوو باندې د امریکا بریدونه د جنګي جنایت یوه څرګنده بیلګه وګڼله.
-
د اسلامي انقلاب رهبر: د لبنان د حزب الله له مجاهدانو دفاع، د ایران د اسلامي جمهوریت سټراټیژیک سیاست دی
Jul 27, 2026 05:50پارس ټوډی- د اسلامي انقلاب معظم رهبر د حزب الله د عمومي منشي او د مؤمنو او میړنیو مبارزانو د بیعت او وفادارۍ د اعلانولو د لیک په ځواب کښې، له صهیونیسټي دښمن سره په مقابله کښې د لبنان د حزب الله مخکښیتوب او د نړیوال استکبار له ظلم نه په خلاصون کښې د نړۍ د پتمنو ولسونو لپاره یې الهام بخښنې ته په اشارې سره، د لبنان له مجاهدانو په دفاع کښې د ایران د سټراټیجک سیاست په دوام باندې ټینګار وکړ.
-
په لوېدیځه اسیا کې د امریکا پوځي زیانمنتیا؛ د هوايي دفاعي سیستمونو له ناکامۍ تر اکمالاتي ځوړتیا پورې
Jul 26, 2026 15:52پارس تودی-د ۲۰۲۶ کال د جولای له ۸مې تر ۱۸مې پورې، په لوېدیځه اسیا کې د امریکا پر پوځي اډو د ایران بریدونه د واشنګټن د ستراتیژیکې زیانمنتیا نوي اړخونه څرګند کړل.
-
د شهیدانو وینه به له سیمې د استکبار او استعمار ټغر ټول کړي
Jul 26, 2026 15:10پارس ټوډې – د پاکستان یوه تکړه شناندي او دټولنیزو چارو مشهور فعال ماسټر ناصر حسین په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي او ورسره د تپلي جنګ د نورو لوړپوړو شهیدانو پاکه وینه به له درستې سیمې د استعمار او استکبار سپير ټغر ډير زر ټول کړي.
-
حسینی پاڅون او زینبی غورځنګ(1)
Jul 26, 2026 14:37د تهران راډیو ګرانو اویدونکو او د انټرنیټي پاڼې قدرمنو کتونکو ښې چارې د تاسو خدمت ته حاضر شوي یوو څو د حسیني پاڅون او زینبي غورځنګ نومې لړۍ لومړنی مطلب ستاسو خدمت ته وړا ندې کړو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
ذوالقدر: ډزې به د دښمن تر بشپړ تسلیمېدو پورې دوام ولري
Jul 26, 2026 06:00پارس ټوډې- د ایران د ملي امنیت شورا منشي اعلان وکړ: د وسلهوالو ځواکونو ډزې به د دښمن تر بشپړ تسلیمېدو او د شهیدانو د وینې د غچ اخېستلو پورې دوام ولري.
-
مهدي المشاط: د یمن د وسلهوالو ځواکونو اقدامات مشروع او قانوني دي
Jul 26, 2026 05:59پارس ټوډې- د یمن د عالي سیاسي شورا رئیس، د خپل هېواد د وسلهوالو ځواکونو له عملیاتو څخه دفاع کولو سره ټینګار وکړ چې د دغو اقداماتو موخه پر یمن د سعودي عربستان کلونوکلونومحاصره او تېري ته د پای ټکی اېښودل دي، او د صنعا دریځ پر دیني، انساني او حقوقي اصولو ولاړ دی.