-
نتانیاهو څنګه د خپلو جګړو په جال کې راګیر شو؟
Jun 23, 2026 13:29پارس ټوډی – د ایران او امریکا ترمنځ د اسلامآباد د تفاهملیک، لاسلیک کېدو د بنیامین نتانیاهو مطلوبې معادلې ګډې وډې کړې او صهیونیستي رژیم یې د ستراتیژیکې انزوا، پوځي ستړیا او سیاسي بحران په داسې بې ساري وضعیت کې اچولی چې آن اسراییلي رسنۍ یې «د اسراییلو لپاره تر ټولو بد ممکن حالت» بولي.
-
حزب الله به د اور بند خلاف ورزئ ته پریکنده ځواب ورکړي
Jun 23, 2026 12:59ایکنا - محمود قماطي خبرداری ورکړی؛د مقاومتي چورلیز سترګې خلاصې دي او ګوته په ټریګر ده څو د صهیونیسټي رژيم له خوا د هرډول خلاف ورزئ په وړاندې مقابله وکړي
-
د سویس د مذاکراتو نوي جزئیات؛ د څلورو کاري ډلو او څارونکو کمیشنونه جوړشول
Jun 23, 2026 12:50پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د تخنیکي مذاکراتو د برخې مشر کاظم غریبآبادي وویل چې د سویس په غونډې کې د راتلونکو مذاکراتو پر ترتیباتو موافقه شوې ده.
-
د اسرائیلو توکمپال حکومت د امریکا د ملاتړ وړ نه دی
Jun 23, 2026 12:46پارس ټوډی- د امریکا د ورمونټ ایالت خپلواکه سناتور برني سندرز د صهیونیسټي رژیم د کورني امنیت د وزیر د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د ټول لبنان د سوځولو غوښتنه ئې کړې وه، وویل: دا د یوه جنګي جنایتکار خبره ده او د اسرائیلو توکمپال حکومت د امریکا د ملاتړ مستحق نه دی.
-
د ایران او امریکا تر مینځ د مذاکراتو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خبرې
Jun 22, 2026 17:32پارس ټوډې - د پاکستان خارجه وزیر ووئیل؛ لکه څنګه چې معلومه ده، ایران د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسرائیل له لوري تر برید لاندې راغی او په څو ساعتونو کې ایران په خلیج هېوادونو کې د امریکایي اډو او مواضعو پر ضد ځوابي بریدونه پیل کړل. له همدې امله پاکستان هڅه وکړه دواړه لوري د خبرو مېز ته کېنوي، ځکه چې ډیپلوماسي او خبرې د سولې یوازینۍ لاره ده او جګړه پایله نه لري
-
چین د ایران او امریکا تر مینځ د مذاکراتو د بهیر د چټکتیا غوښتونکی شو
Jun 22, 2026 16:21چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران او امریکا ترمنځ په سویس کې د غونډې په غبرګون کې د تهران–واشنګټن د خبرو د سرعت د ساتلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
-
د PUIC اجرایی کمېټي د اسلامي هېوادونو د یووالي لپاره د ایران له هڅې هرکلی وکړ
Jun 22, 2026 15:13پارس ټوډی – د ایران اسلامي جمهوریت هغه وړاندیز چې د نړیوالې بین المجالس اتحادیې (IPU) د نوي رئیس د ټاکنې په بهیر کې د یووالي د پیاوړتیا لپاره وړاندې شوی و، د PUIC د اجرایوي کمېټې په ناسته کې تصویب شو.
-
دانقلاب د شهید مشر د جنازې مراسم په نجف او کربلا کې ترسره کېږي
Jun 22, 2026 14:12پارس ټوډی – د اسلامي انقلاب د شهید مشر د وداع، تدفین اوجنازې د کمیټۍ ویاند اعلان وکړ: د امام شهید د وداع او تشییع مراسم د چنګاښ میاشتې په ۱۷ نیټه په نجف او کربلا ښارونو کې ترسره کېږي.
-
صیهونیسټانو ته د قاآنی خبرداری: له جنوبي لبنان به په لګتو وشړل شي
Jun 22, 2026 13:00پارس ټوډی – د سپاه پاسدران د قدس ځواک قوماندان صهیوني اشغالګرو ته خبرداری ورکړ، چې که له جنوبي لبنان په خپله پښه ونه وځي، نو په ذلت او ماتې سره به په لګتو وشړل شي.
-
بقائي: باید د ژمنود پلي کولو لپاره د مقابل لوري ګرېوان ونیسو
Jun 22, 2026 12:59پارس ټوډی – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د بورګن اشتوک غونډې تر پای وروسته وویل: د ایران پلاوي نظر دا دی چې د تعهداتو د پلي کولو لپاره باید د مقابل لوري ګرېوان ونیسو.