-
شکارچی: د سیمې هېوادونه دې د امریکا له ناتوانه امنیتي چتره ووځي
Oct 13, 2026 09:09پارس ټوډې — د ایران د وسلهوالو ځواکونو جګپوړي ویاند په یوه اعلامیه کې ټینګار وکړ چې اجازه به ورنه کړي څو په لوېدیځه اسیا کې د دښمن له خوا غوښتل شوی سیمهییز نظم بیا رامنځته شي. هغه د سیمې هېوادونو ته په خطاب کې وویل: «باید د امریکا له ناتوانه امنیتي چتر څخه ووځئ.»
-
غریبآبادي: ایران هر ډول سناریو ته چمتو دی
Oct 13, 2026 09:07پارس ټوډې — د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال، په دې ټینګار سره چې ایران د هر ډول سناریو لپاره چمتو دی، وویل: «موږ هم ډیپلوماسۍ ته چمتو یو او هم جګړې او د هېواد دفاع ته.»
-
سندرز: ټرمپ د امریکا په تاریخ کې تر ټولو خطرناک ولسمشر دی
Oct 13, 2026 09:02پارس ټوډې — د امریکا خپلواک سناتور، برني سندرز، د ډونالډ ټرمپ او د هغه د حکومت پر سیاستونو په سختې نیوکې سره، د امریکا ولسمشر د اساسي قانون او د قانون د حاکمیت په نه مراعتولو تورن کړ او د ټرمپ د حکومت د سیاستونو د مخنیوي لپاره یې د سنا پر مجلس د جمهوريپالو د واکمنۍ د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
-
امیر دریادار بماني: دښمن د ایران له سمندري پولو پراخ شاتګ کړی دی
Oct 13, 2026 09:00پارس ټوډې — د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواکونو د قوماندان مرستیال وویل، دښمن د ایران له سمندري پولو څخه پراخ شاتګ کړی او اوس د درېیم تحمیلي جنګ په پرتله، د ایران له پولو څخه تر بل هر وخت ډېر لرې شوی دی.
-
هغه څه چې د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي امریکایانو ته ور په یاد کړل
Oct 13, 2026 05:53پارستودي — د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي څرګنده کړه: دښمن تر اوسه نږدې هر نوی برید چې کړی، ماتې یې خوړلې ده.
-
هغه مهال چې زلنسکي د تیلو د بّیو د لوړېدو د لامل په اړه د ټرمپ روایت ردوي
Oct 12, 2026 14:18پارسټوډې – د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه روایت رد کړی چې د تېلو د بیو د لوړېدو لامل بیانوي.
-
د یمن د توغندوي حملو له وېرې د محمدبن سلمان لالهاندي او له یوې تربلې ماڼئ په پټه تګ راتګ
Oct 12, 2026 13:30پارسټوډې – د سعودي عربستان ولیعهد د یمنی والو له جدي توغندوي بریدونو وروسته د سختو امنیتي تدبیرونو په سیوري کې او د سنبالو ماڼیو په ماډرن پناهځایونو کې وخت په وخت ځاي په ځاي کیږي.
-
؛د ایران سیل؛( د هرمزګان ولایت د ټرانزیټ تجارت او سمندری ټوریزم پراختیا)
Oct 12, 2026 12:58د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو د ایران سیل نومې لړۍ له نننۍ برخې سره ستاسو پّ خدمت کې یوو،په دغه ننني مطلب ګرځود ایران د هرمزګان ولایت په زړه پورې سیمو ته چې د ایران د سوداګرۍ، ترانزیټ او سمندري ګرځندوی په پراختیا کې د دغه لایت پر نورو ځانګړنو سربیره د بندرونو کلیدي رول ته یوه ځغلنده کتنه کوو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
-
سردار محبي: لوېدیځ تمدن به په ذلت سره د خنزیرانو خلیج ته ستون شي
Oct 12, 2026 10:17پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ویاند، د ایران پر وړاندې د تېري کوونکو قدرتونو تاریخي ماتې په یادولو سره ټینګار وکړ: لوېدیځ تمدن به په وروستۍ جګړه کې په خوارۍ او ذلت سره د خنزیرانو خلیج ته بېرته ستون شي.
-
د نړۍ په بازارونو کې د تېلو د بیو د لوړېدو بهیر دوام لري
Oct 12, 2026 09:46پارس ټوډې – د اونۍ د پاې په رخصتیو کښې عمان ته نزدې په هرمز تنګي کښې د دوو تیل وړونکیو کشتیو چاودیدو د نړیوال بازار اندیښنې زیاتې کړې دي او له امله یې د تیلو بیه لالوړه شوې ده.