-
طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د استادانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې له ایران څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه
Feb 18, 2024 01:54د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت، په کابل کې د ایران سفارت له کلتوري مسئولینو سره په کتنه کې له دوی څخه غوښتنه کړې چې د استادانو د ظرفیت لوړولو، درسي نصاب، کیفیت لوړولو او په ایراني سازمانونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د فارغانو د جذبولو په برخه کې همکاري وکړي.
-
د طالبانو ویاند منلې چې لا هم له افغانستان څخه د نشه يي توکو قاچاق دوام لري
Feb 18, 2024 01:50د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي؛ سره له دې چې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې پرمختګ شوى، خو د دغو نشه يي توکو قاچاق لا هم دوام لري.
-
طالبان د دوحې په جوړېدونکې غونډه کې ګډون نه کوي
Feb 18, 2024 00:49د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت تلویحاً د دوحې په راتلونکې غونډه کې خپل ګډون رد کړی دی.
-
قرغیزستان نن د افغانستان په اړه د جوړېدونکې غونډې کوربه دی
Feb 14, 2024 07:58د افغانستان لپاره د منځنۍ آسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو ۵ مه غونډه نن د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې جوړېږي.
-
روان کال به له پاکستان څخه نږدې نیم میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي
Feb 13, 2024 08:47د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا پر خپله ویبپاڼه کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې به نږدې نیم میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي، چې په سلو کې ۹۸ به یې بشري مرستو ته اړتیا ولري.
-
نن د فبرورۍ ۱۱مه په علم کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ ده
Feb 11, 2024 04:09د ملګرو ملتونو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، که ښځې علم ته ډېر لاسرسی ولري، نو په څېړنو کې به تنوع رامنځته شي او په پایله کې به نوي لیدلوري او خلاقیت رامنځته شي.
-
ملګرو ملتو د لویدیځې آسیا په بدلونونو کښې د ایران په رغنده رول اعتراف وکړ
Feb 10, 2024 11:16د ملګرو ملتو سرمنشي په لویدیځې آسیا کښې د شخړو له پراخیدو د اندیښنې په څرګندولو سره، د سیمې په بدلونونو کښې د ایران رول رغنده او د ثبات او امنیت د ټینګولو په لړ کښې وباله.
-
کابل ته د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي سفر
Feb 09, 2024 12:30د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د دوحې راتلونکې ناسته، د افغانستان په اړه د معقولو خبرو اترو لپاره یو مهم فرصت وباله.
-
په غزې کې ۳۰۰ زره کسان د خوراکي توکو د کمښت له ګواښ سره مخ دي
Feb 09, 2024 10:14د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د سلواغې په ۱۹مه خبرداری ورکړی چې د غزې په شمال او مرکز کې د ۳۰۰زره خلکو ژوند د خوراکي توکو د کموالي له امله له خطر سره مخ دي.
-
د غزې د زیربناوو په ویجاړولو کې د اسرائیلو اقدام جنګي جنایت دی
Feb 09, 2024 09:32د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ وویل: د فلسطیني ملکي وګړو په جبري توګه انتقال او پراخې ویجاړۍ کې د اسرائیلي رژیم اقدام، یو "جنګي جرم" دی.